کانکور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کانکور د هغي ازمويني نوم ده چي پوهنتون ته د داخلېدونکو داوطلبو زده كوونكو علمي وړتيا ارزيابي کوي. چي د نړۍ په ځينو هيوادونو كي لکه افغانستان، چين، ايران، ترکيه او داسي نورو هيوادو كي اخستل کېږي. په افغانستان كي کانکور يوه ملي پروسه ده چي هر کال د دولسم ټولګي له فارغينو څخه اخيستل کېږي.

پېښليک[سمول]

د کانکور امادګي[سمول]

په افغانستان كي زده كوونكي د کانکور ازمويني لپاره له لسم ټولګي نه تيارى پيلوي، په ښارونو کي زده كوونكي د کانکور لپاره ځانګړي کورسونه تعقيبوي، خو د لري يرتو سيمو لپاره دا اسانتياوي نشته له همدې امله د لري پرتو سيمو زده كوونكي په کانکور کي ښه نمره نه شي ترلاسه کولاى. د کانکور امادګي لپاره د هيواد په مختلفو برخو كي زيات کورسونه جوړ شوي دي.

د ثبت نام پروسه[سمول]

د کانکور ازمويني ته د ثبت نام لپاره 400 افغانۍ، دوه قطعې نوي اخيستل شوي عکسونه، د تذکرې کاپي ضروري دي. د کانکور ازمويني ته دوه ډوله ثبت نام کېږي هغه زده کوونکي چي د ازمويني په کال له ښوونځي څخه فارغېږي د خپلو ښوونځيو له لاري ثبت نام کوي. د هيواد ټولو ليسو ته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ثبت نام فورمې لېږل کېږي. او هغه زده كوونكي چي په تېرو کلو کي فارغ شوي وي د پوهني رياست ته د عرېضي له لاري د ثبت نام فورمې ترلاسه کوي.

د ازمويني پروسه[سمول]

د کارتونو اخيستل[سمول]

له ازمويني نه يوه يا دوه ورځي مخکي د ازمويني کمېټه زده كوونكي بايومتريک کوي، دوى ته د ازمويني لارښود کتابچه او د پوهنتونونو د انتخاب کتابچه ورکوي.

د ازمويني صحنه[سمول]

د ازمويني نه مخکي د موظف هيئت او د هر ولايت د ولايتي مسئولينو لخوا د ازمويني په اړه خبري کېږي، وروسته ازموينه پيل کېږي، چي د ازمويني ټول وخت درۍ ساعته ده.

انتخابونه کول[سمول]

د ازمويني په پاى کي زده كوونكو ته د خپلي خوښي پنځو پوهنځيو د انتخاب لپاره وخت ورکول کېږي زده كوونكي د خپلي خوښي پنځه پوهنځي په يوه يا مختلفو پوهنتونو کي انتخابولاى شي.

د سوالونو تعداد[سمول]

د کانکور په ازموينه کي ١٦٠ سوالونه شامل دي چي سوالونه يي په څلورو برخو وېشل شوي

  • ١:- د رياضياتو برخه: په دې برخه كي د رياضي مضمون ٤٣ سوالونه شامل دي چي د حل لپاره … دقيقې وخت ورکړل شوى ده.
  • ٢:- د طبيعي علومو برخه: په دې برخه كي د فزيک،کيميا او بيولوژي ٤٢ سوالونه شامل دي چي د حل لپاره 65 دقيقې وخت ورکړل شوى دى.
  • ٣:- د ټولنيزو او ديني علومو برخه: په دې برخه کي د تفسير، ديني ښووني،تاريخ او جغرافيې د مضمونونو ٣٩ سوالونه شامل دي چي د حل لپاره دقيقې وخت ورکړل شوى دى.
  • ٤:- د السنه او جيولوجي برخه: په دې برخه كي د پښتو،دري او جيولوجي مضمونونو ٣٦ سوالونه شامل دي چي د حل لپاره دقيقې وخت ورکړل شوى دى.

دا هم وګورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.