دارالامان ماڼۍ
حالت | |
---|---|
عمومي معلومات | |
ځای |
افغانستان |
ادرس |
د کابل دارالامان ماڼۍ د ښار په لس کیلومیتری کی |
اداري سیمه | |
هېواد | |
اوسېدونکي |
په اینده کی به موزیم او د افغانستان کلتوري مرکز سي |
د ودانولو د کار پیل |
۱۳ فبروري، ۱۹۱۹ |
---|
د معماري سټایل | |
---|---|
معمار | |
بنسټګر |
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
د دارالامان ماڼۍ د افغانستان له تاریخي یادګارو له جملی څخه ده چې د کابل ښار له مرکز نه تقریبا اته کیلومتره جنوب لویدیز لوری ته د چهاردهی په ساحه کې د دارلامان د عمومی جادی په انتها ، د قورغ د غره په لمنو کې د « تاج بیګ » ماڼۍ ته نژدی د مرحوم غازی امان الله خان په وخت کې جوړه شویده . د دارلامان د ماڼۍ د جوړیدو په وخت کې د افغانستان او آلمان ترمنځ ښې سياسی اړیکې وجود درلودی . د «جوزف برکس» په ابتکار د ښارونو او کورجوړولو په برخه کې د آلمان د دولت 22 تنه مهندسان او انجنیران کابل ته راغلل او د دې قصر په جوړولو کې 700 افغان کارګرانوبرخه درلوده . د دې ماڼې د جوړولو کار د « والتر هارتن » په نوم آلمانی انجنیر په 1304 هجری لمریز کال کې پیل کړ او په 1306 کال کې یی کار تکمیل شو. نوموړی قصر له 150 وړو او لویو اتاقو نه تشکیل شوی و چې د امانی دوری ټولی دولتی دستګاه له هغه نه استفاده کوله.[۱]
تارېخچه[سمول]
د دارلامان ماڼۍ د1347 د قوس په 22 چې د 1968 میلادی کال سره برابردی او دوخت د فواید عامی یا ټولګټو وزارت پکې واقع وو، د برښنا د شارتی له امله یی دریم منزل سوځیدلې وه چې بیرته ترمیم شوه اووروسته د وخت د عدلې وزارت ترې استفاده کوله. د سردار محمد داود خان د 1355 کال د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه پدې قصر کې جوړه شوی وه . د حفيظ الله امين په واکمني کې د هیواد د جمهوری ریاست دستګاه یوځل بیا د دارلامان قصر ته ولیږدول شو ، ترڅود 1358 د جدي په 6 د شورویانو د یرغل په وخت کې ماڼۍ اور واخیست .
د هجری لمریزې شپیتمی لسیزې په کلونو کې د افغانستان د دفاع وزارت له دې ماڼۍ نه استفاده کوله چې د 1368 کال د حوت د میاشتی د 16 ورځې کودتا په ورځ چېد دکتور نجیب الله پروړاندی د جنرال شهنواز تڼي له خوا شروع شوی وه ډیره تاوانی شوی وه مګر ژر بیرته ترمیم شوه .
د اویایمې هجری لمریزې لسیزې په لومړیو کې چې مجاهدینو له خوا د قدرت په سر کورنی جنګونه وشول ، د افغانستان دغه تاریخی بنا یوځل بیا ډیره سخته زیانمنه شوه او کله چې د وخت د دفاع وزارت (چې احمد شاه مسعود د دفاع وزیر وو.) د گلبدين حکمتيار او عبدالعلي مزاري له ګډې غونډی نه اطلاع حاصل کړه په دې قصر باندی یی دوه ځلې بمباری وکړه چې په پایله کې یی قصر په کنډوالو بدل کړ. پاته دې نه وي چې حکمتیار او مزاری یوازی لس دقیقی مخکی له نوموړی ځای نه وتلی ول. له 1373 – تر 1395 پوری پورته یاد شوی ماڼۍ متروکه او د استفادې وړ نه وه.
د 1395 کال د غبرګولی په لسمه ورځ د افغانستان د اسلامی دولت ولسمشر اشرف غني احمدزی او دافغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د دارلامان د تاریخي ماڼی د بیا رغونی کار د افغانستان له بودجی نه د شپاړس میلیون امریکایی دالرو په مصرف سره رسما پیل کړ او د افغانستان د ښاري پراختیا د عالی کمیسیون لومړنۍ غونډه د نوموړې وداني په کنډوالو کې جوړه کړه.[۲]
انځورتون[سمول]
-
دارلامان په 1986 کي
-
دارالامان د روس تر جګړي وروسته
-
په کابل کې د دارالامان پر ماڼۍ باندي درنې واورې
-
د دارالامان ماڼۍ کتنه د لویدیځ څخه
-
د امریکا د ځانګړو ځواکونو سرتېري د کابل په دارلامان کي د دباندي څخه شمال ته کتنه.
-
د امریکا کومانډو په 2002 کال کې د دارلامان تر يوي درني بمباري وروسته د ارګ په کوټه کي ګزمې.
-
د ارګ دننه په ډېر بد شکل کي، د 2010 کال د جولای په توګه.
-
په کابل کې د دارالامان ماڼۍ کتنه د نوي ارګ څخه په ۲۰۱۵ کي
سرچينې[سمول]
- ↑ "د دارلامان ماڼۍ/تاند". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "د دارلامان ماڼۍ/تاند". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)