د جنازې لمونځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جنازې هغه لمونځ ته ویل کېږي چې د یوه مسلمان د مړینې وروسته د هغه په مړي ترسره کېږي.

د جنازې د لمانځه حکم[سمول]

د جنازی لمونځ فرض کفایی دی که چیری یو یا دوه مسلمانان وروڼه پر یو مړه د جنازی لمونځ وکړی نو د ټوله کلی والا وو ، غاړی یی خلاصیږی او که یوه یا دوو هم نه وکړی نو ټوله گنهگاره کیږی.

د جنازی د لمانځه د ادا کولو طریقه[سمول]

اول د لمانځه لپاره صفونه جوړ کړی او ودریږی که چیری خلگ ډیر وه نو دری (۳) یا پنځه (۵) یا اوه (۷) صفونه دی جوړ کړی ښه دا دی چی صفونه طاق وی د صفو د جوړولو او ترتیب څخه وروسته دی د جنازی د لمانځه کولو نیت وکړی په دی لمانځه کی څلور (۴) تکبیرونه دی پدی تکبیرو کی لاسونه نه پورته کیږی، د اول (۱) الله اکبر په ویلو سره دی د امام سره نیت وتړی د دی څخه وروسته دی سبحانک اللهم تر آخره پوری ووایی بیا دی دوهم (۲) الله اکبر د امام سره کرار (خفیه) ووایی د دوهم الله اکبر وروسته دی د لمانځه دواړه درودونه ( اللهم صل-اللهم بارک) ووایی، بیا دی درییم (۳) الله اکبر ووایی او د مړه دعا دی ووایی

د لوی نارینه او ښځی د جنازی دُعا[سمول]

اللھم اغفرلحینا ومیتنا وشاھدنا وغائبنا وصغیرنا وکبیرنا وذکرنا وانثانا اللھم من احییتہ منا فاحیہ علی الاسلام ومن توفیتہ منا فتوفہ علی الایمان ،

د کوچنی ( نابالغه ) هلک د جنازی دعا[سمول]

تر اول تکبیر وروسته دی سبحانک اللهم ووایی د دوهم تکبیر وروسته دی دواړه درودونه ووایی او تر درییم تکبیر وروسته دی دغه دعا ووایی. اللهم اجعلهُ لنا فرطًا و اجعلهُ لنا اجراً و ذخراً و جعلهُ لنا شافعًا و مُشفعًا

د جنازی مسلی[سمول]

  • د جنازی د لمانځه کونکی لره د بدن پاکول د عورت پټول قبلی ته مخامخ کیدل نیت کول شرط دی. (شامی)
  • نن سبا دا خبره عامه سویده چی د جنازی لمونځ خلگ د څپلیو سره کوی پدی صورت کی د دوو خبرو ضرورت دی اوله خبره دا ده چیپُر کوم ځای لمونځ کوی هغه به پاک وی دوهمه دا چی څپلۍ به پاکی وی او که چیری د څپلیو څخه بیا پښی را کاږی پر هغو باندی سر بیره دریږی نو په دی صورت کی د څپلیو پاکوالی ضروری دی ددی څخه وروسته فکر کول پکار دی که څپلۍ پاکی نه وی لمونځ نه صحیح کیږی. (بحرالرایق)
  • د جنازی په لمانځه کی دوه شیان فرض دی څلور واره الله اکبر ویل قیامه یعنی په ولاړه سره لمونځ کول. (درمختار)
  • د جنازی لمونځ د امام او مقتدی دواړو لپاره یو ډول دی فرق یی صرف دومره دی چه امام الله اکبرونه او سلام په لوړ اواز سره وایی او مقتدیان یی کرار وایی، پاته ټوله شیان یعنی سبحانه او درود شریف او دعا مقتدی او امام دواړه په کراره وایی. (عالمگیری)
  • د جنازی لمونځ په هغه شیانو سره فاسدیږی په کومو شیانو سره چی بل لمونځ فاسدیږی. (عالمگیری)
  • د جنازی په لمانځه کی د دی وجه څخه ډیر ځنډ کول چی جماعت ډیر سی مکروه دی. (شامی)

تړلې لیکنې[سمول]

لمونځ