د افغانستان جمهوريت
د افغانستان جمهوريت | |
---|---|
د افغانستان بیرغ | |
ملي ترانه: د افغانستان ولسي لاره | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۳۳°شمال ۶۵°ختیځ / 33°شمال 65°ختيځ |
پراخوالی | 647500 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | کابل |
رسمي ژبې | پښتو ، دري |
مشرتابه | |
حکومت ډول | يو گونديز حکومت |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۳۰ جون ۱۹۷۳ |
د عمر محدودیتونه | |
پیسې | افغانۍ |
دافغانستان جمهوریت په ۱۹۷۳ زیږدزیږکال کي دسردار محمد داوودخان له لوري دیو کودتا په پایله کي رامنځ ته او په ۱۹۷۹ کال کي دنورمحمد ترکي له لوري دیوې بلي کودتا په پایله کي له منځه لاړ.
داوودخان او کودتا
[سمول]تر دویمي نړيوالي جګړې وروسته کله چي دجرمني اوجاپان ځواکونونه وپرځېدل د امریکا متحده ایالات او روسیه په ټوله نړۍ د دوو سترو ځواکونوپه توګه پاته سول اوله هغه راهیسي یې په نړۍ کي خپل سیاسي اونظامي فعالیتونه پيل کړه ترڅو د بهرنیو هیوادونو په راخپلولو باندي خپل ځواک پراخه اوخپل رقیب لاندي کړي. روسیه چي د افغانستان په شمال کي یې پراخ نفوذ درلودی غوښتل یې دافغانستان له لاري تودو اوبوته ځان ورسوي اوپه دې ترڅ کي وتوانیږي چي په سیمه کي دامریکا دورځ تربلي پراخېدونکي نفوذ مخه ونیسي خو ددغه هیلي لپاره روسان ځکه له خنډ سره مخ وه چي په افغانستان کي ظاهرشاه واکمني وه او نوموړي نه غوښتل چي خپل هیواد دنړیوالو سیالیو په ډګر باندي بدل کړي .
سردار محمدداوود خان چي د ظاهرشاه داکا زوی وو غوښتل یې چي دامریکا او روسیې په دغه لوبه کي افغانستان یومنځګړۍ سیاسي رول ولوبوي اوپه دې توګه یې هیله درلوده چي دروسيې او امریکا له سیاستونوڅخه په ګټه اخیستني یو داسي نظام رامنځ ته کړي چي د افغانستان اقتصاد اونفوذ په سیمه کي وغوړيږي. داوود خان دخپلي یادي موخي لپاره په ۱۹۷۳ ز کال کي هغه مهال کودتا وکړه کله چي ظاهرشاه روم ته تللی وو او په دې توګه یې افغانستان له شاهي نظام څخه د جمهوریت په لوري بوت . داوودخان له خپل ځیرک فکرسره ډېر تندخویه هم وو اوپخپله شپږکلنه موده کي یې څو پرلپسې اقتصادي لاري چاري سرته ورسولې خوپه سیمه کي دروسانو شومي موخي اوپه افغانستان کي د خلقي افسرانو شتون ددې سبب وګرځېدی چي داوودخان له یولړ ستونزو سره مخ سي اوافغانستان چي تازه یې داقتصادي پرمختګ په لوري ګامونه اخیستي وه دروسانو ترغیر مستقیم ګواښ لاندي سو. داوودخان چي دروسانو ورځ تربلي نفوذ اوپه سیمه کي ددوی امریکا ضد فعالیتونه ولیدل پوه سو چي روسان دافغانستان سره خپلي مرستي دامریکا پر ضد کوي اوپه دې توګه غواړي چي افغانستان دخپل ځان لپاره دیو سیاسي پل په توګه وکاروي[۱].
د داوود خان وژنه او د جمهوریت پای
[سمول]دشوروي اتحاد په موخي ترپوهېدلو وروسته محمد داوود خان دافغانستان اقتصادي پرمختګ له سیاسته لیري وساته او په دې توګه یې غوښتل چي د روسانو واک له افغانستان څخه لنډ کړي، ددې ترڅنګ سردار داوود خان امریکا پلوه هیوادونو ته خپل سفرونه هم پیل کړه او په دې ترڅ کي یې له عربستان، پاکستان اوخلیجي هیوادونو سره اړیکي ورغولې خو د نوموړي دې کارځکه هیڅ ګټه ونکړه چي روسانو په افغانستان کي خپل نفوذ هرلوري ته غځولۍ وو او په اخر کي یې د خلقیانو او پرچمیانو په مرسته باندي سردار محمد داوود خان په شهادت ورساوه . داپېښه په ۱۹۷۹ زیږدیزکال کي رامنځ ته سول چي په پایله کي یې افغانستان د امریکا او روسانو دغلط سیاست له کبله څلوېښت کاله پرلپسې په اور کي وسوځېدی او لاتر اوسه هم پکښي سوځي .
سرچينې
[سمول]- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P163
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P85
- د P625 کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P38
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- نخشه لرونکي مخونه