د افغانستان ولسي لاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د نوي اساسي قانون له مخې چې په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د یوې لویه جرگې لخوا تصویب شوی راغلي چې د افغانستان نوې ولسي ترانه باید په پښتو ژبه وي او په څنگ کې ورسره د افغانستان د سترو ټبرو نومونه او د الله اکبر کلمه هم یاد شي.

شعر او انگریزي ژباړه

افغان ولسي ترانه
پښتو شعر پښتو فونټیک انگریزي ژباړه
لومړني څلور فردونه

دا وطن افغانستان دى
دا عزت د هر افغان دى
كور د سولې، كور د تورې
هر بچى يې قهرمان دى

Dā watan Afγānistān dai,
dā izat də har Afγān dai
Kor də sole, kor də ture,
har bačai ye qahramān dai

This land is Afghanistan,
it is the pride of every Afghan
The land of peace, the land of sword,
each of its sons is brave

دوهم څلور فردونه

دا وطن د ټولو كور دى
د بلوڅو، د ازبكو
د پــښــتون او هزارهوو
د تركمنو، د تاجكو

Dā watan də ttolo kor dai,
də Baločo, də Uzbəko
Pax̌tun aw Hazārawo,
də Turkməno, də Tāǰəko

This is the country of every tribe,
The land of Balochs and Uzbeks
Pashtuns and Hazaras,
Turkmens and Tajiks

درېيم څلور فردونه

ور سره عرب، گوجر دي
پاميريان، نورستانيان
براهوي دي، قزلباش دي
هم ايماق، هم پشايان

Wər sara Arəb, Guǰər di,
Pāmiryān, Nuristānyān
Brāhuwi di, Qizilbāsh di,
ham Aymāq, ham Pašāyān

With them, there are Arabs and Gujjars,
Pamiris, Nuristanis
Brahuis, and Qizilbash,
also Aimaqs and Pashais

څلورم څلور فردونه

دا هيواد به تل ځلېږي
لكه لمر پر شنه آسمان
په سينې كې د آسيا به
لكه زړه وي جاويدان

Dā hiwād ba təl dzaleγ̌i,
ləka lmar pər šnə āsmān
Pə sine ke də Āsyā ba,
ləka zrrə wi ǰāwidān

This land will shine for ever,
like the sun in the blue sky
In the chest of Asia,
it will remain as heart for ever

پينځم څلور فردونه

نوم د حق مو دى رهبر
وايو الله اكبر
وايو الله اكبر
وايو الله اكبر

Num də haq mo dai rahbar,
Wāyu Allāhu Akbar,
Wāyu Allāhu Akbar,
Wāyu Allāhu Akbar

We will follow the one God
We all say, "Allah is the greatest!",
we all say, "Allah is the greatest!",
we all say, "Allah is the greatest!"

مخینه

نولسمې او شلمې پېړۍ چې د اّسيا او افريقا تر ښكېل لاندې هېوادونو د خوځښتونو، پاڅونونو، غورځنگونو او خپلواكۍ ته د رسېدلو پېړۍ دي، د ملي سرودونو د جوړېدلو لړۍ هم پياوړې كړې او ژوندي او له څپاندو ملي احساساتو ډك سرودونه يـې رامنځته كړي دي، چې موږ يـې د نړۍ په هېوادونو كې اورو او يا ددوى د راډيوگانو او ټلوېزيونونو له څپو څخه زموږ غوږونو او سترگو ته رارسېږي.

افغانستان چې د اّسيا او افريقا د گڼو هېوادونو د اّزادۍ مخكښ، سرلارى او سرمشق دى، د خپلې خپلواكۍ تر ترلاسه كېدو ډېر ژر د ملي سرود د كمبوت احساس وكړ او په دې لاره كې يو لړ هڅې وشوې، د اعليحضرت امير امان الله خان په وخت كې دوې ترانې په ملي ژبه (پښتو) جوړې شوې، چې په غونډو كې به ويل كېدې، خو د ملي سرود لوړ مقام يـې ترلاسه نه كړاى شو. د اعليحضرت محمدنادرشاه په وخت كې هم په پښتو ملي ژبه يو عسكري مارش جوړ شو، خو دا هم د ملي سرود مقام ته ونه رسېد. د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په وخت كې د شاهي سلام په نامه يو سرود موجود و، چې د الفاظو ترانه يـې نه درلوده او د ملي سرود خلا يـې ډكه كړې وه.

په افغانستان كې د ملي سرود د رامنځته كولو لپاره اساسي اقدام د شهيد سردار محمد داود خان د جمهوريت په دوره كې وشو، دا وخت دولت ټولو شاعرانو ته اعلان وكړ چې په پښتو ژبه د ملي سرود لپاره داسې شعر جوړ كړي، چې ويل يـې يوه- دوې دقيقې ونيسي. بيا ټاكلى هيات د دې شعرونو له منځ څخه ملي سرود انتخابوي. گڼو شاعرانو خپل شعرونه د ملي سرود لپاره كانديد كړل، چې بيا هياْت له دې ټولو څخه يو داسې شعر د ملي سرود لپاره خوښ كړ. چې د الفاظو له اړخه ډېر لنډ او د مانا له اړخه ډېر وجيز او د ټولو ملي هيلو ځوابگوى و. ددې شعر ويناوال د هېواد نامتو او پياوړى شاعر ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا او كمپوز يـې د هېواد پياوړي اديب او موسيقيپوه ارواښاد استاد برېښنا جوړ كړى و.

د افغانستان ددې واقعاً او نه زړېدونكي ملي سرود متن دا دى:

څو چې دا ځمكه اّســـمان وي
څو چـــې دا جــهــان ودان وي
څو چې ژوند پر دې جهان وي
څو چـــې پاتــې يـــو افغان وي
تـــل بــه دا افـــغــــانستان وي
تــــل دې وي افــغــــان مــلــت
تـــــل دې وي جــمــهـــوريــــت
تـــل دې وي مــلــــي وحـــدت
تل دې وي افغان ملت جمهوريت
تل دې وي افغان ملت جمهوريت
مــلي وحــدت مـــلي وحـــدت

كله چې په افغانستان كې د كمونستانو په لاس د 1357ل كال د غويي خونړۍ كودتا وشوه، نو دوى د شوروي په لمسه او د شوروي د خوښولو لپاره له هېواده د ټولو ملي - اسلامي نخښو له منځه وړلو او د هرڅه د كمونستي او روسي كولو چار ته لاس وغزاوه، چې په دې لړ كې يـې ملي بيرغ او ملي سرود هم له منځه يووړل او د ملي سرود پرځاى يـې يو داسې شعر چې د افغانستان ملت د ملي روحيې، ملي خصلت او ملي وياړونو يو ټكى هم په كې نه و، د ملي سرود په نامه رامنځته كړ، خو دا په هېڅ ډول ملي سرود نه و او په حقيقت كې د كمونستانو د روس غلامۍ يو سنَد و، چې د كمونستي او روسي رژيم د روحيې په رڼا كې يـې رامنځته كړى و. ددې كمونستي سرود متن دا دى:

گرم شــــه، لا گرم شــه

ته اى مقــــدس لمــره!

اى د ازادۍ لــمـــــره

اى د نېكمرغۍ لمره

مـــوږ په توپانونو كي
پــــرې كړه د بري لاره
هـــم د تورو شپو لاره
هـــم د رڼايــــــــي لاره
سره د سربازي لاره
پـــاكـــه د وروري لاره
دا انــــقـــلابي وطن
اوس د كارگرانو دى
دغه د زمرو ميراث
اوس د بزگرانو دى
تــــېـر شــــو د ســــتم دور
وار د مـــــزدورانــــــو دى
مـــــــــوږ پــه نړيوالو كې
سولــه او وروري غواړو
موږه زيارايستونكو ته
پـــراخـــــــه اّزادي غواړو
مـــوږ ورته ډوډۍ غواړو
كور غواړو ، كالي غواړو!

دا د ملي سرود (؟) په نامه منظومه چې ډېره اوږده او له لفاظيو ډكه ده، نه يوازې دا چې ملي محتوى نه لري، بلكې د "ملي سرود" تر سرليك پرته يوه ملي كليمه او جمله هم نه لري. حتى د افغان او افغانستان نوم هم په كې نه شته او د هر كمونستي او د شعر په اصطلاح انقلابي (!) وطن لپاره سرود ترې جوړېدلاى شي، نو ځكه لكه څنـگه چې دا كمونستي رژيم د شوروي د ټانكونو په وسيله پر افغانستان تپل شوي و، همداسې دا سرود هم پرې تحميل شوى و، چې د ملت د پاڅون په وړاندې ددې رژيم له نسكورېدو سره دا سرود هم ددوى په خوله كې وچ شو او له منځه لاړ.

د كمونستاتو تر سقوط وروسته په هېواد كې يو بل د عجيب او غريب تركيب درلودونكى حكومت چې د مجاهدينو او كمونستانو په گډون جوړ شوى و او ژور ستمي او ستمي تمايلات په كې موجود وو رامنځته شو، خو له دې سره، سره ددې بې رنـگه او بې ايډيالوژۍ حكومت برسېرنه (روبنايي) بڼه په اسلامي تظاهر ولاړه وه، چې په همدې لړ كې يـې د لويې جرگې پرځگاى د "اهل حل و عقد" په نامه داسې شورا جوړه كړه چې تش نوم يـې اسلامي، خو غړي يـې په يو گونديز او يو ستميز تمايل راغوښتل شوي وو او همدې حكومت د ملي سرود په نامه يو دري شعر وړاندې كړ، چې متن يـې دا دى:


قلعهٔ اسلام قلب اّسیا جاودان، اّزاد، خاک اّریا
زادگاه قــهرمانان دلیر سنگر رزمنده مردان خـدا
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر
تیغ ایمانش به میدان جهاد بنـد استبداد را از هم گسست
ملت اّزادهٔ افغــانسـتـان در جهان زنجیر محکومان شکست
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر
سر خط قراّن نظام ما بود پرچم ایمان به بام ما بود
هم صدا و هم نوا با هم روان وحدت ملی مرام ما بود
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر
شادزی، اّزاد زی، اّباد زی ای وطن در نور قــــانون خدا
مشعـــــل اّزادگی را بـــر فراز مـــــردم سرگشته را شو رهنما
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر
دې سرود هم د يوه مختلط (كمونستي- جهادي) حكومت پر اسلام تظاهر او ځان ښكارى تمثيلاوه او له ملي غوښتنو او د ملي روحيې له څرگندولو څخه همدومره ليرې و، لكه د كمونستانو ترانه چې وه، دا منظومه هم ډېره اوږده او په شعاري لفاظيو ولاړه وه او د مطلب ملي ټكي يـې نه درلودل، چې حتى د افغان نوم چې زموږ د سرلوړي او وياړلي ملت د مليت او ملي وحدت سمبول دى، هم نه و په كې راغلى. ددې دواړو شعرونو شاعران د هېواد دوه وتلي شاعران ښاغلى سليمان لايق او ښاغلى محمود فاراني وو، خو شعرونه يـې ښيي چې دوى له فرمايش سره سم ليكلي او دومره شعاري او بې مزې دي، چې شعري كشش او قوت هېڅ په كې نه شته او د ملي سرود د ايجاز، اعجاز او احتوى له صفت او خصلت څخه بېخي بې برخې دي. دا په هېواد كې د ملي سرود تاريخي شاليد (پس منظر) و، اوس چې په هېواد يو داسې انتقالي او موْقت حكومت جوړ شوى، چې د يوه اساسي او منتخب حكومت د راتلو لپاره به لاره جوړوي. ددې حكومت يوه مهمه دنده دا ده چې د تېرو ورانيو او د پرديو د ايډيالوژيو او مفكورو د يرغل او ناوړه نتايجو په باب ژور غور وكړي او د "ملي ايډيالوژۍ" په رڼا كې د پردو اغراضو ځپلى هېواد يوه "ملي مسير" ته واچوي او هرڅه د "ملي گټو" په رڼا كې د "ملي بيا رغونې" چوكاټ ته ورننباسي او په دې ډول به وكړاى شي چې په هېواد كې د "ملي حكومت" جوړولو بنسټ كښېږدي، ځكه كه لومړۍ خښته كږه كښېښودل شي، نو بيا به تر سره دېوال كوږ روان وي او هره لحظه به يـې د رانسكورېدو وېره وي. په دې لړ كې د ملي سرود موضوع هم ددې حكومت لپاره يوه اساسي او د لومړيتوب درلودونكي موضوع ده او بايد ډېر ژر غور پرې وكړي، ځكه چې په ټولو رسمي چارو كې ورته اړتيا ده. دا هم د يادولو چې په بن كې د جوړ شوي موجوده حكومت پرېكړه دوې نورې ورسره تړلې پرېكړې هم لري، چې يو په هېواد كې د نړيوال سوله ساتي پوځ اچول او بل هم د حكومت تر قانوني پړاوه رسولو په دوران كې د (1343) ل كال د اساسي قانون احياء او حاكمول دي؛ دا قانون چې د يوې واكمنې لويې جرگې له خوا د ملت د استازو په وسيله منل شوى او بيا نافذ شوى و، د ملي ژوند په ټولو برخو كې لازمې او معقولې لارښوونې لري، چې له دې جملې څخه د هېواد د ملي ژبې (پښتو) او د هېگواد د رسمي ژبو (پښتو او دري) د تثبيت او تعميل مساله هم ده او د همدې قانوني موادو په رڼا كې حكومت مكلف دى چې د هېواد ملي سرود په ملي ژبه رامنځته كړي، خو په دې منځ كې د افغانانو د اكثريت نظر دا دى چې همغه د جمهوري دورې ملي سرود دې راژوندى او رسمي شي. ځكه دې سرود ټولې قانوني پروسې شاته كړي، د يوې لويې مسابقې په نتيجه كې خوښ كړاى شوى دى. د ملي روحيې او ملي ارزښتونو له درلودلو سره وجيز او معجز متن هم لري او بيا كله چې په (1355) ل كال په هېواد كې لويه جرگه جوړه شوه، ددې جرگې وكيلان د جرگې د پيلېدو په ورځ د هغه په احترام درېدلي او په دې توگه يـې منلى دى او هم ددې ملي سرود متن د هېواد او ملت له وياړونو او سرلوړۍ سره تړلى هم د يوه مسلمان ملت په توگه د لوى خداى Y په حضور كې يوه سپېڅلې دعا ده، چې له هېڅ شخص او دورې سره تړلې نه ده، نو ځكه بايد همغه (ملي سرود) يوځل بيا د هېواد د رسمي ملي سرود په توگه رامنځته شي.