جورج باتای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج باتای
(فرانسیسی: Georges Bataille د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج باتای
جورج باتای

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ سپټمبر ۱۸۹۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 9 جولای 1962 (65 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس [۱۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه [۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۹]
فیلسوف [۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۱۳][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
جمالیات
هنر تاريخ څېړنې
ټولنپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل [۱۵]
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي [۱۵]
هنري برګسون
کارل مارکس
سېګمونډ فرايډ
اميل دورخيم   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک کانټینینټل فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج باتای
جورج باتای

جورج آلبرت موریس ویکتور باتای (په انګلیسي: Georges Albert Maurice Victor Bataille؛ په فرانسوي: ʒɔʁʒ batɑj؛ پیدایښت ۱۰-سپټمبر-۱۸۹۷؛ مړینه: ۹-جولای-۱۹۶۲ز) یو فرانسوي فیلسوف او روښاند ؤ، چې په فلسفه، ادبیاتو، ټولنپوهنې، انسان‌پوهنې او د هنر تاریخ په برخو کې یې فعالیت کاوه. مقالې، ناولونه او شعرونه یې لیکل چې په هغو کې ګڼ‌شمېر شهواني، عرفاني، سریالیزم او بدسلوکه مسایل راسپړل. د هغه آثار د «poststructuralism» په شمول، پر راتلونکو فلسفي مکتبونو او ټولنیزې تیوري باندې اغېزناک تمام شول.[۱۶]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

جورج باتای د جوزف-اریستید باتای (پیدایښت: ۱۸۵۱ز) زوی ؤ. پلار یې یو مستوفي ؤ (چې وروسته د نیوروسیفیلس له‌امله ګوزڼ ووهه او ړوند شو). ناسکه پلار یې انتوانت-اګلا تورنارد (پیدایښت ۱۸۶۵ز) نومېده. جورج باتای د ۱۸۹۷ز کال د سپټمبر پر ۱۰مه نېټه، د اوورن سیمې په بیلوم کې وزېږېده، کورنۍ یې په ۱۸۹۸ز کې ریمز ته کډه شوه او هلته ورته د تعمید غسل ورکړل شو. هغه لومړی د ریمز ښوونځي او وروسته د اپېرنې ښوونځي ته لاړ. که څه هم پرته له دیني څارنې څخه لوی شو، په ۱۹۱۴ز کې کاتولیک ته یې مخه کړه او د شاوخوا نهو کلونو لپاره یو عقیدتي کاتولیک ؤ. د کاهن کېدو په هیله، د لنډې مودې لپاره یوې کاتولیک مدرسې ته لاړ. سره له‌دې چې تر یوه بریده یې د یوې دندې موندلو لپاره هڅه وکړه ترڅو د خپل مور او کورنۍ اعاشه وکړای شي، له کاره یې لاس واخېست. جورج باتای په ۱۹۲۰ز لسیزه کې مسیحیت پرېښود.[۱۷][۱۸]

باتای د پاریس «د میثاقونو ملي ښوونځي» کې شامل او د ۱۹۲۲ز په فبروري کې فارغ شو. د «ځواک نظم، د دیارلسمې پېړۍ د آیت کیسه، له سریزې او یادښتونه سره» تر سرلیک لاندې د لېسانس تېزس ولیکه. که څه هم، د فرانسې په ملي کتابتون کې د کار کولو له‌امله، هغه د یوه سرکاتب او کتابوال په نوم یادېده، هغه د نښانو پر کلکسیون باندې کار کاوه (او د سکه‌پېژندنې په هکله یې علمي مقالې هم خپرې کړې). د میثاقونو په ملي ښوونځي کې د هغه تېزس د منځنیو پېړیو پر شعرونو «د ځواک نظم» باندې یوه انتقادي اثر ؤ چې د اتو خطي نسخو په ډلبندي او د شعرونو په تصحیح کولو سره یې، په مستقیمه توګه، رامنځ‌ته کړ. له فراغت وروسته، هغه مادرید ته لاړ او د پرمختللو سپانیایي مطالعاتو په مرکز کې شامل شو. په ځوانۍ کې هغه له روسي وجودپال «لېف شېستوف» سره ملګری شو، چې هغه یې د نېتشي، دوستایوفسکي او اپلاتون له لیکنو سره اشنا او همدا راز د عقل په هکله له خپل انتقادي لیدلوري او فلسفي نظام سره یې معرفي کړ.

کاري ژوند[سمول]

باتای د څوګونو مجلو او ادبي ډلو بنسټګر او د بېلابېلو او خورا زیاتو آثارو لیکوال پاتې شوی دی؛ د بېلابېلو سکالوګانو (لکه: اقتصاد عرفان، فلسفه، هنرونه، جنسي مسایل) په هکله یې مطالعاتي آثار او شعرونه او مقالې لیکلې دي. کله، ناکله یې خپل آثار په مستعار نوم خپرول او ځینو مضامینو باندې یې بندیز لګېده. په ژوند کې هغه ته چا اهمیت نه‌ورکاوه او د ځینو معاصرانو (لکه: د عرفان مدعي ژان پاول سارتر) له‌خوا ورته سپکاوی وشو، خو له مړینې وروسته یې د مایکل فوکو، فیلیپ سولرز او ژاک دریدا په څېر لیکوالانو باندې، چې ټول له «تېل کوېل» مجلې سره همکار وو، خورا اغېزناک تمام شو. د ژان‌لوک نانسي پر ښکارندپوهنیزو آثارو باندې د هغه اغېز په څرګنده توګه جوته ده، خو د ژان بودریار پر اثر (د ژاک لاکان او ژولیا کریستېوا ساپوهنیزې تحلیلي تیوري‌ګانې) او د انسان‌پوهنې په هکله د مایکل تاوسیګ پر وروستي لیکنې باندې د هغه اغېزه تر سترګو کېږي.[۱۹]

باتای په لومړیو کې د سریالیزم مینه‌وال ؤ، خو که څه هم له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته له سریالیستانو سره یې احتیاطي اړیکې درلودې، لږ ځنډ وروسته د دغه فلسفي مکتب له بنسټګر «آندرې برېتون» څخه جلا شو. باتای د ټولنپوهني د کالج یو خورا بانفوذه غړی ؤ چې یاد کالج کې یوشمېر مرتدو سریالیستانو هم فعالیت درلود. هغه په ژوره د هېګل، فروید، مارکس، مارسل ماوس، مارکي دو ساد، الکساندر کوژو او فریدریک نېتشي تر اغېزې لاندې راغلی ؤ او نازيانو د تملک پر وړاندې یې له نېشتي څخه یې د یوې مشهورې مقالې له‌لارې دفاع وکړه.[۲۰][۲۱]

خصوصي ژوند[سمول]

د باتای لومړی واده، په ۱۹۲۸ز کې، له ممثلې «سېلویا ماکلېس» سره ؤ؛ خو په ۱۹۳۴ز کې سره طلاق شول او سېلویا، څه موده وروسته، د ساپوهنې له شنونکي «ژاک لاکان» سره واده وکړ. باتای له کولېتې پیګنوت سره، چې په ۱۹۳۸ز کې مړه شوه، نامشروع اړیکه درلوده. په ۱۹۴۶ز کې باتای له دایان دو بوهارنایس سره واده وکړ او یوه لور یې پيدا شوه.[۲۲]

په ۱۹۵۵ز کې ناروغ شو او ډاکترو یې ناروغي د دماغي شریانونو تصلب تشخیص کړ، خو سره له‌دې، هغه مهال، له خپلې وژونکې ناروغي څخه خبر نه‌ؤ. باتای اووه کاله وروسته، د ۱۹۶۲ز کال د جولای پر ۹مه نېټه مړ شو.[۲۳]

باتای یو آتیست ؤ.

مضامین[سمول]

د باتای آثار (د اړوند پېر د پوهې او سترو اېډیولوجیکو، فلسفي او انسان‌پوهنیزو بحثونو په څلورلارې کې) ادبي او فلسفي، څوګوني، ډول، ډول، حاشیه‌یي او له بېلابېلو ټاپه لګولو څخه په تېښته کې وو: «سنتي مقولې، رامنځ‌ته کېدونکې محدودې، کله چې څوک غواړي خپلو ټولو لیکنو په هکله وضاحت ورکړي، لاس او پښې یې تړلي دي». باتای د ټولو کرښو د ړنګولو لپاره خپله هڅه وکړه، څرنګه چې د ۱۹۶۱ز کال په مارچ میاشت کې، له مادلین چپسل سره په‌خپله وروستۍ مرکه کې وایي: «په خورا هیلې سره وایم، تر ټولو ستر ویاړ مې دا دی چې هغه کرښې مې ړنګې کړې […]، یعنې تر ټولو بلواګره او لړزوونکې او تر ټولو شرموونکې خندا مې، له ژور دیني اروا سره اړوند ګڼلې». دغه «د غره غوندې بار پورته کول»، د ګڼ‌شمېر نسخو او د هغه د متنونو خطي او ټایپي بڼو له‌امله دي او همدا راز یو لامل یې دا دی چې هغه ډېري وخت په ځینو لیکنو کې له مستعار نومونو (تروپمن، لارډ اوچ، پیر انجېلیک، لویس ترېنتې او دیانوس).

د کتابونو نوملړ[سمول]

په فرانسوي ژبې خپاره شوي آثار[سمول]

  • Histoire de l'oeil؛ ۱۹۲۸ز (د سترګې کیسه) (د لارډ اوچ له مستعار نوم سره).
  • L'Anus solaire؛ ۱۹۳۱ز (لمریز مقعد).
  • د لګښت مفهوم؛ ۱۹۳۳ز.
  • Le Petit؛ ۱۹۴۳ز؛ (د لویس ترېنتې له مستعار نوم سره؛ د خپرېدو جعلي کال: ۱۹۳۴ز).
  • L'expérience intérieure؛ ۱۹۴۳ز (دننۍ تجربه).[۲۴]
  • L'Archangélique؛ ۱۹۴۴ز (لرغونی).
  • Le Coupable؛ ۱۹۴۴ز (ګناهکار).
  • ککړ، ۱۹۴۵ز.
  • L'Orestie؛ ۱۹۴۵ز (اورستیا).
  • Histoire de rats؛ ۱۹۴۵ز (د موږکانو یوه کیسه).
  • L'Alleluiah؛ ۱۹۴۷ز (تهلیل: د دیانوس مذهبي دود دستور).
  • Méthode de méditation؛ ۱۹۴۷ز (د تخیل مېتود).
  • La littérature et le Mal؛ ۱۹۵۷ز؛ (ادبیات او شر).
  • Le Coupable؛ ۱۹۶۱ز (د «ګناهکار» دوه‌یم او اصلاح شوې اېډېټ، او وروسته له هغې، تهلیل: د دیانوس مذهبي دود دستور).
  • Les larmes d'Éros؛ ۱۹۶۱ز؛ (د اروس اوښکې).

له مړینې وروسته خپاره شوي آثار

  • Ma Mère؛ ۱۹۶۶ز؛ (زما مور).
  • Le Mort؛ ۱۹۶۷ز؛ (مړ انسان).
  • Théorie de la Religion؛ ۱۹۷۳ز (د دین فلسفه).

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11885715h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Georges-Bataille — subject named as: Georges Bataille — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/368554 — subject named as: Georges Bataille — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6h738jh — subject named as: Georges Bataille — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-36901-BD-.html — subject named as: Georges Bataille — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bataille-georges — subject named as: Georges Bataille
  7. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=georges;n=bataille — subject named as: Georges Bataille
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/11305 — subject named as: Georges Bataille — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ https://cs.isabart.org/person/25887 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=118685 — subject named as: Georges Albert Maurice Victor dit Pierre Angélique ; Lord Auch ; Louis XXX Bataille — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  11. سمونګر: Jérôme Fenoglio — سرليک: Le Monde — خپرونکی: Societe Editrice Du Monde
  12. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/375 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11885715h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6366307
  15. دوتنه: Diané Collinson — سرليک: Biographical Dictionary of Twentieth-Century PhilosophersISBN 978-0-415-06043-1
  16. Michael Richardson, Georges Bataille: Essential Writings, SAGE, 1998, p. 232.
  17. This fact is not mentioned in the biography by Michel Surya, but see the Chronology in Georges Bataille, Romans et récits, Pléiade, 2004, p. xciv.
  18. Michel Surya, Georges Bataille: an intellectual biography, 2002; Georges Bataille, Choix de lettres (Paris: NRF), 1997.
  19. Amine Benabdallah, "Georges Bataille et le fascisme: Vers une approche psychanalytique du concept d'Homo Sacer".
  20. In an 'Autobiographical Note', Bataille describes his encounter with Nietzsche's writings in 1923 as "decisive" (Georges Bataille, My Mother, Madame Edwarda, The Dead Man, trans. A. Wainhouse, London, 1989, p. 218 as quoted in Michael Weston, Philosophy, Literature and the Human Good, Routledge, p. 19).
  21. Bataille, Georges. "Nietzsche and Fascists", Acéphale, January 1937'
  22. Surya, Michel. Georges Bataille: An Intellectual Biography, 2002, p. 474.
  23. Stuart Kendall (2007). Georges Bataille. Reaktion Books. An atheist in a deeply Catholic country, he rejected Surrealism, Marxism and Existentialism in turn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Georges Bataille, Madame Edwarda in Œuvres complètes, tome III, Paris, Gallimard, 1971, notes, p. 491.