برکت الله سليم
![]() | د دې لپاره چې دا مخ د ويکيپېډيا د کيفيت له معيارنو برخمنه شي نو په دې ليکنه کې سمونونه او بدلونونه راولئ. لطفاً د اړونده خپلمنځي تړنو، د ليکنې د متن په ساده کولو او د ليکنې د مخبڼې په ښه کولو کې مرسته وکړئ. د نورو مالوماتو لپاره ښي لور کې د [ښکاره کول] تڼۍ کېښکاږۍ.
په دې ليکنه کې د ويکيسازنې د کړنې سببونه نه دي ورکړ شوي.
|
الحاج شېخ القرآن قاري برکت الله سليم شینواری د افغانستان نوميالی قاري د قرآن دی چې په ټولې اسلامي نړۍ کې د لوی څښتن د کلام په غږيزه سياليو کې دوه ځلې په لومړۍ درجې مقام گټلی . دی د ښاغلي ملا گلا خان سلیم ځوی دی چې په کال ۱۳۲۶لمریز کې د ننگرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی .
مخینه[سمول]
زده کړې[سمول]
دندې[سمول]
د قرآت سيالۍ[سمول]
لاسته راوړنې[سمول]
چاپ شوي نښېرونه[سمول]
له ماشومتوبه يې په ديني لوستونو پيل وکړ . وروسته دنورو ديني زده کړو لپاره مصر ته ولاړ او پنځه کاله يې په قاهره کې تېر کړل .
هلته يې له نوميالي استاد شيخ محمود خليل الحصري نه زده کړې وکړې .استاد قارى برکت الله سليم کولى شول په نولس کلنى کې دقران مجيد ٧ ډوله قراۀت وکړي .
له قاهرې نه تر راستنيدو وروسته لومړى په ننگرهار کې وو او بيا کابل ته راغى . د کابل په دارالعلوم او دارلحفاظ کې ښوونکى وو.
برکت الله سليم قرآن شريف د تلاوت دوولس نړيوالې سيالۍ گټلې دي دکتابونوپه ليکلو يې پيل وکړ او د برکت تجويد دوه کتابونه يې ليکلي دي يو يې په دري او بل په پښتو ژبه دي .
١٦ کاله وړاندې ېې د سترگو د ليدو واک له لاسه ورکړ. په راډيو افغانستان کې د قرآن قاري وو . ددې ترڅنگ دافغانستان د قاريانو د ټولنې مشر هم وو .
استاد شيخ عبدالباسط عبدالصمد د قرآن شريف د تلاوت دوولس نړيوالې سيالۍ گټلې دي چې په نړى کې داسې کم څوک موندلى شو . همدې چارې قاري برکت الله سليم د افغانانو د وياړ نښه گرځولې ده .
د افغانستان په راډيواوتلويزيون کې د قرآن کريم ٣٨٥ لوستونه لري . برکت الله سليم ته لوى خداى (ج) شعري استعداد هم ورکړى او د شعرونو يو کتاب يې چاپ شوى دى چې ناکامه مينه نوميږي .
قرآن شريف يې تفسير کړى دى او اوس هم شاگردان روزي . په کابل کې يوه شخصي مدرسه هم لرى .
په دې مدرسه کې ٧٦٠ زده کوونکي او١١ ښوونکي د ديني علومو په زده کړو لگيا دي . دی شاعري هم کوي او د ناکامې مينې په نوم يې يوه شعري ټولگه هم چاپ شوې.