افغانستان او د پامير پرسر شخړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
افغانستان او د پامير پرسر شخړه
افغانستان او د پامير پرسر شخړه
افغانستان او د پامير پرسر شخړه

ليکوال الېکسی ولاديميروویچ پوستنيکوف
ژبه پښتو
هېواد پاکستان، پېښور
د خپريدو نيټه په پښتو ۱۳۸۴ لمريز/۲۰۰۵ زېږدي کال
د کتاب موضوع
تاريخي اثر
 

آرنومد_رسنۍ_ډولانځورگرد_پښتۍ_طراحد_انځور_پايڅوړوروسته_لهسکالوټولگهټول_مخونهمخکې_لهخپرندویژباړن

افغانستان او د پامير پر سر شخړه ، د روسيې د پروفیسر او د روسیې د طبيعي پوهنو د اکاډمۍ اکاډميسن الېکسی ولاديميروويچ پوستنيکوف يو تاریخي اثر دی .

د کتاب د منځپانگې په اړه

د پوستنيکوف دغه کتاب زموږ لپاره له څو اړخونو د پاموړ او ارزښت لری . لومړۍ خبره داده چې د يوې داسې تاریخي او ناندريزي شخړې په اړه د لومړي لاس مواد وړاندې کوي چې زموږ هېواد افغانستان هم پکې د يوې برخې په توگه مطرح وو او دی . دویمه خبره داده چې د افغانستان د پولو د تاریخي څېړنې لپاره داسې د اسنادو کتابونه تاریخي ارزښت لري او بايد د نورو پولو په اړه هم دغه لړۍ دوام وکړي . د کتاب د څېړنيز ارزښت په څنگ کې په دې اثر کې د تامل وړ ټکي هم شته ، چې لازمه ده دغه برخې يې په علمي دقت او احتياط سره ولوستلی شي . په ځينو ځايونو کې ليکوال په تېره بيا د پامير د هېوادپالو خلکو په اړه داسې خبرې کړې چې د روسي نظرونو څرگندويي کوي او داسې ښيي چې ددغو خلکو علاقه مندي له روسي اړخ سره وه چې دا سمه او دقيقه خبره نه ده . پر دغو افغانانو افغانستان دومره گران و او دی لکه د بلې هرې سيمې په افغان چې وو او دی . ښاغلي ژباړونکي محمد طاهر کاڼي دغه ټولې برخې په پوره امانت دارۍ ژباړلې دي او د هغه دغه ژباړه هم روانه ، خوږه او د پوره استفادې وړ ده .

د چاپ چارې

دغه اثر په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا د زرو ټوکو په شمېر خپور شوی دی . د کتاب د چاپ چارې د دانش د خپرندویې ټولنې له خوا پر ۱۳۸۴ لمريز (۲۰۰۵) ز کال ترسره شوې دي . نوموړی کتاب په سپين کاغذ کې چاپ شوی او ټول ۳۸۸ مخونه لري . کتاب ۲۲ انځورونه هم لري . ددغه کتاب کمپوز پخپله ژباړن کړی او ډيزاين يې هم ذ . شفق ترسره کړی دی .

اخځ

  1. افغانستان او د پامير پر سره شخړه .