عبدالله بختانی خدمتگار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالله بختانی خدمتگار
عبدالله بختانی خدمتگار

سرڅېړونکی عبدالله بختانی خدمتگار (په انگرېزي:Abdullah Bakhtanai Khedmatgar) (زوکړه د ۱۳۰۴ لمريز لېږدي کال د چنگاښ ۱۰، د ننگرهار ولايت، د سره رود ولسوالۍ-مړینه د ۱۳۹۶ ل ل کال د کب ۵، پيلنۍ، کابل) د افغانستان يو پښتون او پښتو ژبی ليکوال، شاعر او ژورناليست وو. هغه په دری ژبه هم اثار کښلي دي.

زده کړې[سمول]

عبدالله بختاني خدمتگار د ۱۳۰۴ لمريز لېږدي کال د چنگاښ پر ۱۰ د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په چارباغ صفا کلي کې زېږېدلی دی. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړي او بيا يې له نورو استادانو څخه عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي او د مولوي درجې ته رسيدلى دى. تر دې وروسته يې بيا فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه د هماغه وخت د ولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي. تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې د بکلوريا په معيار په شخصي توگه مطالعه کړې دي. په فلسفه، ټولنپوهنه، سياست او سيکالوژۍ کې يې پراخه مطالعه کړې وه.

د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي په برخه کې يې له نامتو او پېژندل شويو استادانو نه زده کړې ترلاسه کړې، چې د ځينو نومونه يې داسې دي: خپل مور او پلار، د سره رود د قلعه نو حاجي ملا مدد، د چهار باغ صفا د حضرت صاحب د جامع جومات خطيب ملا محمد حفيظ، د حضرت صاحب د جومات د حافظانو د مدرسې مشر استاد حافظ ملک، د جناب نقيب صاحب طبيب د علي خيلو ملا عبدالغني، د سره رود د شمسه پور مولوي عبدالله جان، د خوگياڼو د نکړخيلو د جامع جومات خطيب مولوي مير عبدالواحد، لوگرى ملا عبدالودود معلم، د قاسم يکه ميرانو مولوي امين گل، د لغمان د تيرگړيو د پشه يي کلي اوسېدونکى مولوي عبدالرحيم، د لغمان مولوي فيض الله، د جناب نقيب صاحب خليفه او د هغه د زامنو استاد مولوي محمد سعيد سرروضه وال او ځينې نور.

بختاني خدمتگار انگريزي ژبه تر څلورم ريډره پورې د پغمان له ښاغلي محمد عمر قريشي معلم سره لوستې ده. په پښتو ژبه کې يې څوک استاد نه درلود او خپله د خپل ځان ښوونکى وو. په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود استادان، استاد گل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، استاد صديق الله رښتين او استاد عبدالروف بېنوا ول.

هغه په روسي ژبه پوره بلديت درلود. له ۱۹۶۳ - ۱۹۶۴ ز. کال پورې يې د مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه تر لاسه کړه او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې ډيپلوم واخيست. د ژباړې د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته ورساوه.

دندې[سمول]

عبدالله بختاني خدمتگار د خپل ژوندانه ډېره برخه د هېواد په علمي، تعليمي، څيړنيزو، ادبي، ژورناليستي او ملي خدمتونو کې تيره کړې ده. په دې لړ کې ٢٣ کاله په پښتو ټولنه او ١٤ کاله په علومو اکاډمۍ کې په علمي څيړنيزو فعاليتونو بوخت پاتې شوى دى. هغه د ١٣٢٥ ل. کال د وري په ۱۰ مه د دولت د ماموريت لړۍ د ننگرهار ولايت د پوهنې مديريت د ١١ مې رتبې مامور په توگه پيل کړى. په ١٣٢٦ ل. کال د ننگرهار د مطبوعاتو په مديريت کې د ننگرهار ولايت د مرکز د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو؛ دغه کورسونه رسماً د پښتو ټولنې پورې مربوط ول. د ١٣٣١ ل. کال د زمري په مياشت کې د زېري جريدې مسئول مدير او د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو. د ١٣٣٤ ل. کال نه تر ١٣٣٩ ل. کال پورې په ترتيب سره د ننگرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو آمر وو، چې په پښتو ټولنې پورې يې اړه درلوده. د ننگرهار مجلې مسئول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننگرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې مسئول چلوونکى او بيا دوهم ځل د ننگرهار مجلې مسؤول مدير په توگه يې دندې تر سره کړې دي. په ١٣٣٩ ل. کال کې د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. د دغې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او په ١٣٥٤ ل. کال کې يې د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه. وروسته يې په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د هيواد ورځپاڼى مسئول مدير، د پښتو د پراختيا او پرمختيا د ادارې آمر، د خلکو د فرهنگ (فولکلور) د ادارې آمر، د پکتيا د مجلې مسؤل مدير، د هېواد ورځپاڼى د رئيس او سرمحرر په توگه يې دندې تر سره کړې. په ١٣٦٤ ل. کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړى شو. دوه کاله د علومو اکاډمۍ د غړيتوب سره د افغانستان د ليکوالو ټولنې د رياست مرستيال او لومړى منشي وو. بيا د علومو اکاډمۍ د علمي غړي په توگه پاتې شو. په ١٣٧٣ ل. کال کې متقاعد شو. عبدالله بختانی خدمتگار د پورته يادو شويو دندو تر څنگ وخت په وخت په ښوونځيو او کورسونو کې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس هم کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو د تاريخ د استاد په توگه يې خدمت کړى دى. په ١٣٨٢ ل. کال کې يو څه موده د افغان يووالي د اونيزې مسؤل مدير وو او په هماغه کال د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې يې تقاعد رفع او د ١٣٨٥ ل. کال د وږي مياشتې تر پيله پورې يې د دې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توگه خپلو علمي دندو ته دوام ورکړ او بيا تقاعد شو. د استاد وروستۍ دولتي رتبه مافوق وه. استاد په ١٣٥٥ ل. کال کې د پښتو ټولنې لخوا د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه، وروسته د علومو اکاډمئ لخوا دغه علمي درجه د سر څېړونکي په علمي درجه واوښته او په همدې درجه ومنل شو، چې دغه درجه د پوهنتون د پوهاند يا پروفيسر له درجې سره معادله ده.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- په اسلام کې د ښځو حقوق - د مصرد (المنار) د جريدې د مدير، رشيد رضا، د (الوحى المحمدي) له کتاب څڅه ژباړه، د ١٣٢٧ لمريز لېږدي کال چاپ.

۲- مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه)، د مصر د الازهر پوهنتون د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغانى د عربي کتاب ژباړه، د ١٣٣٢ ل ل کال چاپ. دوهم ايډيشن له زياتونو سره بيا ژباړه د ١٣٤٨ هـ ش کال چاپ.

۳- اراده (روحيات)، د پروفيسر غلام حسن مجددي له دري ليکنې نه ژباړل شوی او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ليکنو ژباړه، د ١٣٣٢ ل ل کال چاپ.

۴- شعر او ادب، د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څېړنه، ټولونه، سريزه او اهتمام د ١٣٣٣ ل ل کال چاپ.

۵- د زړه راز، د شعرونو لومړۍ ټولگه، د ١٣٣٥ ل ل کال چاپ.

۶- پښتانه د علامه اقبال په نظر کې، د ١٣٣٥ ل ل کال چاپ.

۷- ميرزا عبدالرحيم رحيمي (احوال و اشعار) بزبان درى، د ١٣٣٥ ل ل کال چاپ. چاپ دوم با افزونى ها ١٣٨٠ ل ل.

۸- پښتني خويونه، ادبي ټولنپوهنيزه څېړنه، د ١٣٣٥ ل ل کال چاپ.

۹- د ملنگ جان خوږې نغمې، ټولونه، سمون، سريزه او ترتيب، د ١٣٣٥ ل ل کال چاپ. دويم چاپ له زياتونو سره ١٣٤٨ ل ل.

۱۰- خوږې ترخې، د ادبي او انتقادي نثرونو ټولگه، د ١٣٣٦ ل ل کال چاپ.

۱۱- سيدو ملنگ، موزيکال اصلاحي ډرام په څلورو پردو کې، په ننگرهار نندارې کښې ښودنه، د ١٣٣٨ ل ل کال چاپ، په کابل کې پر ١٣٤١ ل ل کال چاپ.

۱۲- علمي آزمېښتونه په ساده وسايلو، ساينسي درسي مرستيال، د موريس پارکر ليکنه، د استاد غلام علي آيين له دري ژباړې پښتو شوی، د ١٣٤١ ل ل کال چاپ.

۱۳- راز (د شعرونو دويمه ټولگه)، د ١٣٤٢ ل ل کال چاپ.

۱۴- پښتو کلي څلورم ټوک، درسي، د ١٣٤٥ ل ل کال چاپ.

۱۵- شرنگ (د شعرونو درېيمه ټولگه)، د ١٣٤٦ ل ل کال چاپ.

۱۶- معاصر اديبان، تذکره، د ١٣٤٧ ل ل کال چاپ.

۱۷- تور بريښ، د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې، ټولونه، ترتيب او سريزه، د ١٣٤٧ ل ل کال چاپ. دويم چاپ ١٣٨٧ ل ل.

۱۸- پښتو لنډې کيسې، د لنډو داستانونو ټولگه، د ١٣٤٧ ل ل کال چاپ.

۱۹- د خوشحال خان خټک رباعيات، د اکادميک متن جوړونه، له ملگرو سره، د ١٣٤٩ ل ل کال چاپ.

۲۰- د پښتو ټولنې رئيسان او غړي (تذکره)، د ١٣٤٦ ل ل کال چاپ.

۲۱- ابر بهارى، د دري شعرونو ټولگه، د ١٣٥١ ل ل کال چاپ.

۲۲- مرغلرې، د ادبي نثرونو ټولگه، د ١٣٥١ ل ل کال چاپ.

۲۳- د پښتو پت، د لنډو داستانونو ټولگه، د ١٣٥٢ ل ل کال چاپ.

۲۴- د يونس خيبري ديوان، نقل، سمون، سريزه، اکادميک متن او اهتمام، د ١٣٥٦ ل ل کال چاپ.

۲۵- د پادري هيوز کليد افغانى، سريزه، تعليقات او لغتنامه، ١٣٥٦ ل ل کال چاپ.

۲۶- پښتانه شعراء، څلورم ټوک، تذکره، د ١٣٥٧ ل ل کال چاپ.

۲۷- د افغانستان سفر، له روسي نظم څخه پښتو منظومه ژباړه، د ١٣٥٧ ل ل کال چاپ.

۲۸- پښتو چاپي آثار، ټولونه، اوډنه او سريزه، د ١٣٥٧ ل ل کال چاپ.

۲۹- د گلو کر (د شعرونو پنځمه ټولگه)، د ١٣٥٩ ل ل کال چاپ.

۳۰- څورب او خوار، له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ژباړه، د ١٣٥٩ ل ل کال چاپ.

۳۱- د زړه آواز، د شعرونو انتخابي ټولگه، د ١٣٦٣ ل ل کال چاپ.

۳۲- شفق، د شعرونو ټولگه، د ١٣٦٣ ل ل کال چاپ.

۳۳- تذکرة الشعراء، تدوين، سريزه او حواشي، د ١٣٦٣ ل ل کال چاپ.

۳۴- د باچا خان ليکونه، لومړى ټوک، ټولونه، اوډنه، سريزه او حواشي، د ١٣٦٣ ل ل کال چاپ.

۳۵- زمونږ وطن د جرگو وطن، تاريخي، د ١٣٦٤ ل ل کال چاپ.

۳۶- د سولې او آزادۍ قهرمان خان عبدالغفار خان، تذکره، د ١٣٦٦ ل ل کال چاپ.

۳۷- د بابا مشالونه، د باچا خان وجيزې، انتخاب، ټولونه او سريزه، د ١٣٦٦ ل ل کال چاپ.

۳۸- د اخلاص هديه، د خان عبدالغفار خان په اړه شعرونه، ټولونه، اوډنه او سريزه، د ١٣٦٦ ل ل کال چاپ.

۳۹- د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ، دوکتور سعيد افغانى، تذکره، د ١٣٦٦ ل ل کال چاپ.

۴۰- پښتانه شعراء، پېنځم ټوک، تذکره، د ١٣٦٧ ل ل کال چاپ.

۴۱- سوله او سلام د اسلام په رڼا کې، ديني څېړنه، د ١٣٦٧ ل ل کال چاپ.

۴۲- د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه، ټولونه، اوډنه او سريزه، د ١٣٦٨ ل ل کال چاپ.

۴۳- د پاکستان اسلامي ماهيت . . .، تاريخي، د ١٣٦٨ ل ل کال چاپ.

۴۴- د ملي ادب او ژورناليزم خادم، د استاد قيام الدين خادم تذکره، د ١٣٦٨ ل ل کال چاپ. دويم چاپ ١٣٨٦ ل ل کال، درېيم چاپ ١٣٨٧ ل ل کال.

۴۵- فراقنامه، منظومه، د ١٣٧٨ ل ل کال چاپ.

۴۶- زما استاد الفت، تذکره او ادب څېړنه، د ١٣٨٠ ل ل کال چاپ.

۴۷- خوشحال خان او يو څو فرهنگيالي خټک، تذکره او ادب څېړنه، د ١٣٨٠ ل ل کال چاپ.

۴۸- گلنامه، بوللـه، د ١٣٨١ ل ل کال چاپ.

۴۹- د ملي ادب او ژورناليزم يو هېر شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى، تذکره، د ١٣٨١ ل ل کال چاپ.

۵۰- ترنم دل، مجموعۀ اشعار درى، د ١٣٨١ ل ل کال چاپ.

۵۱- ويرنې، د شعرونو ټولگه، د ١٣٨١ ل ل کال چاپ.

۵۲- خدمتگار د فقيرخېل په کتب خانه کې، خاطرې او څېړنى، د ١٣٨٢ ل ل کال چاپ.

۵۳- د قرآن شريف ځينې خطي نسخې، تجويدونه، تفسيرونه، مفسران او مدرسې، د ١٣٨٣ ل ل کال چاپ.

۵۴- د بياض ديوان، نقل، سمون، حاشيې او سريزه (اکاډميک متن)، د ١٣٨٣ ل ل کال چاپ.

۵۵- زه، ملنگ جان او خوږې نغمې، تذکره او خاطرې، د ١٣٨٣ ل ل کال چاپ.

۵۶- د باچا خان ليکونه، ټولونه، اوډنه، سريزه او حواشي، د ١٣٨٤ ل ل کال چاپ. د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ ١٣٨٧ ل ل کال.

۵۷- بشربت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى، اجتماعى سياسى، د ١٣٨٤ ل ل کال چاپ.

۵۸- پښتو پالنه او ژبڅېړنه، د ١٣٨٤ ل ل کال چاپ.

۵۹- حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک ايډيټ، سريزه او اهتمام، د ١٣٨٤ ل ل کال چاپ.

۶۰- د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف، د ١٣٨٥ ل ل کال چاپ.

۶۱- د هيلې د هيلۍ سپين وزر، بديعي ژباړې، د ١٣٨٦ ل ل کال چاپ.

۶۲- د دين ستورى مولانا نجم الدين د هډي اخوانزاده، د ١٣٨٦ ل ل کال چاپ. ستارۀ دين مولانانجم الدين اخونزاده هده، ترجمۀ محترم فضل الرحمن فاضل، د ١٣٨٧ ل ل کال چاپ.

۶۳- د سپين غره په لمنو کې، سياسي، ټولنيزې ليکنې، د ١٣٨٦ ل ل کال چاپ.

۶۴- شجرۀ پير پټان، مرتب: غلام حبيب نوابى، تصحيح، تنقيح، ايډيټ، مقدمه و اهتمام، د ١٣٨٦ ل ل کال چاپ.

۶۵- د گلکڅونو په ارمان، د څلوريزو ټولگه، د ١٣٨٧ ل ل کال چاپ.

۶۶- پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه، ايډيت، سريزه او چاپڅارنه، د ١٣٨٧ ل ل کال چاپ.

۶۷- بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو، د ١٣٨٧ ل ل کال چاپ.

۶۸- دوه ادبي ليکونه، ١٣٨٧ ل ل کال چاپ.

۶۹- د کوشانى دورې ځينې يادگارونه، تاريخي لرغونپوهنه، د ١٣٨٧ ل ل کال چاپ.

۷۰- د حج سفر، کيې او خاطرې، د ١٣٨٧ ل ل کال چاپ.

۷۱- فخر افغان او افغانستان، د ١٣٨٧ ل ل کال چاپ.

۷۲- ابن سينا اديب طبيب، د ١٣٨٨ ل ل کال چاپ.

۷۳- د نارنج بهار، تاريخي، ادبي، څېړنيز او طبي، د ١٣٨٨ ل ل کال چاپ.

تر چاپ لاندې[سمول]

۱- تازه گلونه، د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه، انتخاب، ټولونه، سمون، اوډنه او اهتمام.

۲- افغان، افغانستان او اقبال.

۳- رسالۀ تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمن پژواک. استنساخ، تصحيح، تنقيح و پيشگفتار.

۴- يو دوه گوتې کاغذ، د خدمتگار مکاتبې.

۵- د خدمتگار د اشعارو کليات.

ناچاپ نښيرونه يې[سمول]

۱- د مرغلرو لټون، ادبي څېړنه.

۲- دستور و انجمن، ادبي څېرې او څېړنې.

۳- د کتابو کتنه، بيبليوگرافي.

۴- پښتانه شعرا، شپږم ټوک، تذکره.

۵- پښتانه شعرا، اووم ټوک، تذکره.

۶- تذکره نويسی معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان.

۷- ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغى، نقل، تنقيح، مقدمه و تعليقات.

۸- در گسترۀ ادب درى، پژوهشهاى ادبى.

۹- د ملي شاعر ژوند او هنر (د ملنگ جان په اړه کې).

۱۰- رنگين غوندې عذاب، د اجمل خټک ژوند او فن.

۱۱- د خدمتگار طبي ليکنې.

۱۲- د هېواد د بيا رغولو په هيله، ټولنيزې سياسي ليکنې.

۱۳- د احمد گل شاعري.

۱۴- د ملک نعيم سندرې.

۱۵- د بينا د وړو لوبې.

۱۶- د خاطراتو دفتر.

۱۷- افغانستان، د شعرونو ټولگه.

۱۸- تشدد او نفرت، څلوريزې.

۱۹- د زړه زخمونه، بوللـه.

۲۰- د ميراث ضابطه، فقهي.

۲۱- ويښ زلميان، (کار لاندې).

۲۲- د شوروي اتحاد سفر.

۲۳- يوه هفته په اوزبکستان کې.

۲۴- د چکوسلواکيا او پولېنډ سفر.

۲۵- د عراق سفر.

۲۶- د بن سفر.

۲۷- چکچکستان زنده باد. (خاطرې).

۲۸- د خدمتگار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې، بېبليوگرافي تر کار لاندې.

سرچينې[سمول]

  1. http://www.haqiqat.se/index.php/8-2017-07-31-15-54-54/674-2018-02-25-19-46-26 Archived 2019-09-21 at the Wayback Machine.


باندنۍ تړنې[سمول]