کيميا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Chemistry is the science concerned with the composition, structure, and properties of matter, as well as the changes it undergoes during chemical reactions.
کيميا د کيميايي مرکباتو او له يو بل سره د انرژي د خپلمنځي تعاملاتو او تړنگونو زده کړه ده

کيميا کېمد مصر نه راوتلی نوم (الکېمي) چې د ځمکې مانا لري د پوهنې په ډگر کې هاغه پوهنه ده چې د څيزونو (مادو) ټولټال، جوړښتي او څېريز بدلونونه او توپيرونه رانغاړي. کيميا ته فيزيکل ساينس يا پږنيزه پوهه هم وايي کوم چې دبېلابېلو اټمي، ماليکيولي، او کرسټالي زده کړو برسېره د شاوخوا ماتو يا دخورو ورو څيزونو (مادو) يوځای کولو او يا بېلولو پوهنې پورې هم اړه لري، کوم چې بيا د يو غونډاليزې انرژۍ ترکيب راپنځوي، کیمیا د فیزیکي پوهنې سره تړاو لري چې د ډول ډول اټومونو، مالیکیولونو، کرسټالیاتو او د نوروڅيزونو(مادو) د راغونډو که په خپل ځان کې تجریدي يا سره يوځای کېدو زده کړه وي هم يو پر بل کې سره د انرژۍ او اېنټروپي انټروپي ((د تودوخې غیر ارادي حالت) (د هاغې انرژۍ زېږېدنه چې له وجې ېې په تدریجي توگه اوبتیا(ویلول) يا تودوخه رامنځ ته کوي))چې د spontaneity (خپل ځاني تودوخه يا انرژي چې پرته د کومې محرکې وسیلې نه په ځان کې ولري ) په اړیکوسره د يوې کمیاوي عملیې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي. دننه په کیميا کې د مادو د زده کړې يا د کیمیا د بل اړخ د زده کړې لپاره يو دودیزه په څانگو او گروپونو کې د وېش منظم ترتیب شته. په دې کې دغيرعضوي کيمياچې دغيرعضوي غیر ژواندو (غیر جسمي) زده کړې په شمول د عضوي کيميا د عضوي (جسمي، د ژواندي) په هکله د زده کړو، د ژونکيميا چې د substances تومنې(مادې،جسم، بنسټيز جوهر) زده کړې کوم چې په biological organisms کې موندل کېږي شاملې زده کړې دي. فيزيکي کيميا د انرژي په تړاو په پراخې کیميايي سیسټم پورې اړوندې زده کړې چې په مالیکیولي او دننه لا ورپسې د نورو مالیکیولونو په کچو پورې اړه لري.همداسې شننيزه کيمياياتجزيوي کيميا د مادو د نمونو شننه کوي،چې ترڅو د chemical composition (د کیمیايي تړنگونو (مرکباتو)) او د ترکیب په پوهې کې مو مالومات ډېر شي. ډېر خاص(ځانگړي) ډسپلینونه په همدې نژدو کلونو کې راپورته شوي دي، ل.خ (لدې اړخه) نیوروکېمسټري neurochemistry کوم چې د ماغزو په هکله کیمیايي زده کړې دي.

لنډه کتنه

کیمیا د کيميايي توکو د خپلمنځي تعاملاتو د زده کړې يو ساینسي ډگر دی چې د اټومونو يا د اټوم نه په ټيټه کچه پرتو ذراتو لکه، اېلېکټرانونو، پروټانونو او نيوټرانونو د رامېنځ ته شوو جوړښتونو په اړه بحث کوي. اټومونه چې يوځای شي مالیکیولونه يا کرسټالونه پنځوي. کیمیا ته اکثراً "مرکزي ساینس" وايي، دا ځکه چې د ساینس نورې زده کړې لکه ستورپېژندنه، پږنپوهنه (فزیکد توکو ساینس، ژونپوهنه، او ځمکپېژندنه د کيميا د ونډې نه بې برخې نه ده. د کیمیا د آر لومړنی څرک په لرغوني پېر کې د منځنۍ اسیا په سيمه پورې اړونده دی. چې د همدغې سيمې د اوسيدونکو لخوا د هغوی په ژبه منصوبه شوه او دغې پوهنې ته د الکېمي نوم ورکړ شو. چې تر اوسه پورې په همدې علمي زده کړې زر کاله تېر شوي دي.

په عامه توگه موږ د يو شي له جوړښت نه او د مادې د خوصوصیاتو څخه په ښکېلې متقابلي عمل کار اخلو او وینو چې دا د کمیاوي اجسامو،تومنو، په ښکېل عمل پورې اړه پیدا کوي. د بېلگې په توگه.، پولاد د وسپنې څخه کلک دی، دا ځکه چې د پولاد اټومونه په ډېرکلکه توگه لکه د crystalline lattice يو بل کې سره راټول شوي دي. لرگي اور اخلي او ډېر ژر د oxidation (اکسیډشن په يوې مادې کې د الیکټران کمزوري کېدو او له منځه تلو ته وايي) پړاو پرمخ ځي، دا هم ځکه چې کولی شي په کیمیاوي بدلون کې د اکسیجن سره د يوې معینې تودوخې پر بنسټ بې اختیاره عمل ترسره کړي. شکره او مالکه په اوبو کې حل کېږي دا ځکه چې د هغوی مالیکیولي برقي خصوصیات داسې دي چې په محدوده راگېر حالت کې د حل جوگه کېدی شي. په کیمیا کې د تبدیلیو په اړه چې ولولو نو پايله ېې دا راوځي چې يا خو د کیمیايی اجسامو ترمنځ د غبرگې ښکېلتیا (interaction) له کبله رد مل بدلون رامنځته کېږي او یا هم د مادې او د انرژۍ په منځ کې داسې پېښېږي. د کیمیا په دودیزې طریقې سره د مادو، تومنې، کیمیاوي اجسامو ترمنځ د غبرگ ښکېلتابه دخل ښکاري. د کیمیا په لابراطوار کې راز راز ښيښه ایز اوزار کارېږي.

کیمیاوي تعاملات د کیمیاوي اجسامو، تومنو، په نورو تومنو، مادو يا کیمیایی اجسامو باندې اوښتلو ته وايي. دا په يوې کیمیاوي معادله کې په نښيزو څېرو کې انځورېږي. په يوې معادلې کې د اټومي نمرو ښي اړخ او کیڼ اړخ د کیمیاوي اوښتون لپاره اکثراً يو برابر وي. د کیمياوي تعاملاتوطبعي حالت، يوه تومنه، ماده، کېدی شي چې يوه ندازه مرحله ووهي، او د کومې انرژۍ په اساسي بدلون چې کېدی شي د ځينو معینوقانونونوپه درشل کې په ټينگارسره بدرگه شي همدې ته کیمياوي قانونونه وايي.

په کیمیاوي متالعاتو کې د انرژيEnergy اواېنټروپي په پام کې نیول هر وخت اړین وي. کیمیاوي اجسام د هغوی د جوړښتي حالت، مرحلواو کیمیاوي مرکباتو په اساس ټولگیز بېلېږي. ددغو شننه د کیمیاوي شننې chemical analysis په اوزارو لکه سپکټروسکاپيspectroscopy، او کروماټوگرافي chromatography باندې ېې شننه کېدی شي.

کیمیا د ساینس پوهنې يوه پوره ټولگه ایزه اړخ دی، يو عام نصاب په منځنۍ لېسه کې او په لومړي سرد پوهنځي په زده کړه کې. په دغه ترڅ کې ډېر ځله د عامې کیمیا زده کړې په توگه يادېږي کوم چې په پراخه کچه لومړني، بنسټيز مالومات زده کوونکو ته ورکوي، دې سره زده کوونکي د ماهرې پوهې لپاره چمتو کوي چېرته چې بیا راتلونکي کې د لا مخته اړوندې پوهې په وده کې مرسته ورسره کوي. همداسې کیمیا د کیمیا په نورو برخو کې هم بیخي اړینه زده کړه ده ساینسپوهان چې د کیمیا په برخه کې پلټنې کوي او کیمیا سره اخته دي،کیمسټ يا کیمیا پوهان بلل کېږي. ډېری کیمیا پوهان د کیمیا په يوې يا څو برخو کې زده کړې او تخصص ترلاسه کوي.

تاريخ

کينډۍ:دا هم وگورۍ

څلور زره کاله مخکې مصریان د کمیا په هنري اړخ يانې مصنوي لمدې کیمیا په ډگر کې ترټولو لومړني قدم ايښودونکي و. ۱۰۰۰ کاله مخکې د زېږدي څخه لرغونو تمدونونو د کمیا په ډگرکې له داسې تخنیکونو څخه کار واخیست چې د راز رازو کیماوي بنسټونو چوکاټ گڼل کیږي. پدغو کې : د وسپنه لرونکوکاڼو څخه وسپنه جلاکول، د کلالي هنرپه وجه د خټو توکي جوړول او رنگونه ورکول، د اوربشو خوسا کول اوترې بير او شراب جوړول، د انځورگرۍ لپاره او ښځينه و سینگار لپاره پاخه ډول ډول رنگونه، توکي جوړول، له بوټو څخه کیمیاوي توکي د درملو جوړولو او عطرونو لپاره را ايستل، د پوڅې (پنیر) ډولونه جوړول، ابلکه ټوټه جوړول، د څرمن خړول يا رنگ وربدلول، د غوړو اړول صابن باندې، د ښيښې جوړول، او د فلز څخه ژېړ جوړول يادېږي.

د کیمیا آر په پراخه توگه د تودولو او سوځولو ځليزې پورې اړه لري کوم چې د( Metallergy) د وسپنې په کاراچولو کې ښکاري (د کاڼو او خاورې څخه وسپنې بېلولو هنر ته او د سوځولو، اوبه ولو هنر ته هم وايي (د هند لرغوني وسپنې پورې اړونده ترکیبونو ته اشاره ده)). د طلا ( سروزرو) په لالچ سراښ کې خلکو د سوچه توب رمز پیدا کړ. که څه هم چې نوموړي چلندلارې د پوهېدو نه وې. تر ډېره د اړونې بدلونې لار ښکارېده نسبتاً د سوچه توب طریقې ته . ډېرو علماو په هماغه لرغوني وخت کې داسې وپتيېله چې معقوله ېې دا ده چې چلندلار د فلز څخه سروزرو ته د اوړون اسانه او ارزانه وسیله گڼل کېږي . همدغې د الکېمي (کیميا) لومړنيو پنځونو ته لار پرانیسته او د کانونو څخه د فلزاتو کاڼي راوېستلو او هغه په سروزرو بدلولو چې ښايي د يوازې لمسولو سره ېې د بدلون چلندلار راوتلي وي غبرگه کړه.

لکه څنگه چې د ٫٫ دي ريروم ناتورا ٬٬ (د څيزونو طبيعيت ) لیکي څخه څرگنده ده د يونان د اټوم پلټنو نېټه ۴۴۰ مخزېږدي ته رسېږي . دا د روم د لوکرېتوس لخوا په ۵۰ مخزېږدي کې لیکل شوی. د سوچتابه متوډونود وخت لرغونې پرمختيايي لارې چارې ېې پکې تشريح کړي دي دا د پلني دي الډر لخوا پخپل اثر ناتورا لیس هيستوریه کې راغلي دي.

ازمويښتي طرحه ېې په لاندې ډول ده :

  1. مصري الکیمیا (کیميا) (له ۴۰۰ مخزېږدي ـ ۳،۰۰۰ مخزېږدي پورې) د لرغوني پېر ٫٫ عناصر٬٬ او تيوري گانې پکې مسجمه شوي لکه د (اوگدود ).
  2. يوناني الکېمي ( ۳۳۲ مخزېږدي ــ ۶۴۲ مخزېږدي پورې) د يونان باچا سکند اعظم مصر اشغال کړ او الکسنډريا ښار بنسټ ېې کېښود. د نړۍ تر ټولو غټ کتابتون ېې ترلاسه کړ، چېرته چې علما او هوښياره بنیادمان د زده کړو او متالعاتو لپاره راټولېدل.
  3. عربي الکیمې (د کیمیا پير) ( ۶۴۲ وروسته د زېږدي ــ ۱۲۰۰ ) د مصر مسلمانانو ولکې (په ځانگړي توگه په الکسانډريا باندې ). دالهېثم او جابر بن حیان لخوا د کيمیا په ساینسي پرمختللي ډگرکې يو لوی پاڅون رامنځته شو.
  4. د پوهنځي کور ( بیت الحکمهّ : عربي) (الاندلس : عربي)، سکندريه د نړۍ ترټولو پرمخ تللې ټولنه روزنتون وگڼل شو. کوم ځای چې د نړۍ ټول ساینسپوهان راټول او سره ېې د پرمختگ لپاره په ارامه فضا کې پرته د توکمي توپيره لاسته راوړنې پیل کړې. د کیمیا همدا پیر د سروزرو اسلامي پیر ونومول شو.
  5. جابر بن حیان، يوسف الکندي، الرازي، البېروني او ابن الهېثم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ او همدوی د کیميا په ډگر کې وتلې څېرې او قابو ساینسپوهان يادېږي. همدوی کیميا ته پرمختگ راوست او د کیمیا د پوهې پولې ېې وغځوې تجربات ېې وکړل.
  6. اروپايي الکېمي (د اروپا د کیميا ډگر ) ( ۱۳۰۰ زېږدي نه اوسمهال) سيډو جیبر، له عربي کیميا تیوري څخه اغېزمن شوی.
    • کیمیا (۱۶۶۱) بوايل خپل کلاسیکه د کیمیا رساله ( شکمن کیمیاپوه) ولیکله.
    • کیمیا (۱۷۸۷) ٫٫ له واسیر٬٬ خپله (د کیمیا کلاسیکه عناصر) رساله ولیکه
    • کیمیا (۱۸۰۳) ډالټن خپله (اټمي تيوري ) خپره کړه.

د کیمیا لرغوني مخکښه پېلامگران او د نن ورځې د ساینس د نوې تيوري بنسټيز لارښودگران د منځيني پیر اعراب او د پارس علما و. دوی په ډېره جوته توگه څارلیدنې (Observations)او قابوکیمیاوي تجربې ېې د کیمیا په ډگر کې مونږ ته راوپېژندلې او د کیميا گڼ شمېر طبعي اجسام اوعناصر ېې راپیدا کړل. کيمیا د ساینس (پوهنې) په توگه مسلمانانو وپنځوله : په همدې کې تر کومه ځایه چې مونږ پوهېږود يونان برخه په تخنیکي تجربو(انډسټري) پورې محدوده وه او همدارنگه مبهمو فکري تیورۍ (هايپاتسس) باندې محدود و. د رومیانو ٫٫ سارسن ٬٬ خلکو په ډېره جوته څارلید (Observation)، د سمو قابو تجربو او د هغوپه سمه او احتیاطه توگه کښلو (ثبتولو) کړنچارې راوپېژندلې. دوی د ٫٫ الانبق ٬٬ کیمیاوي شننيز نه شمېرونکي توکي راپیدا کړل او وې نومول، همدا رنگه ېې lapidaries)) ـ (په قیمتي کاڼو اړونده ) جوړ کړل، د القلي او سوځوبي (اسیدو) تر منځ توپير ېې څرگند کړ، د دواړو القلي او سوځوبي ترمنځ ېې د ورته والي نه ورته والي څېړنه وکړه، په سل هاو درمل ېې مطالعه او جوړ کړل. الکېمي چې مسلمانانو ته له مصر څخه په میراث پاتې ده، وروسته د زرو شاوخوا موندونکو پېښوڅخه ددوی برخه ورگړندۍ شوه او ددوی کړنچاره (متوډ) کومه چې د منځيني پېر تر ټولو پوهنيزه ساینسي عمليې کړنې دي.


آرپوهه

پېژند

د وخت په تېرېدو سره په تېرو کلونو کې د نويو پنځونو او څېړنو په مټ د کيميا په تشريح کې هم توپیر راغی او د همدې برخې په پوهنه کې تېزوالی رامنځته شو. لاندې د نومياليو کيمياپوهانو لخوا د کيميا راز راز معياري تشريحات رابرسېره کېږي.

  1. الکېمي (۳۳۰) : د اوبلنتوکو په هکله زده کړې، خوځېدل، ودې، ملتيا، غير ملتيا، د بدن څخه د جوهر کښنه او بيا ېې پخپله بدن سره تړنه. (زوسيموس) [۱]
  2. کیمیا (۱۶۶۱) : د څيزونو يا مادو سره د گډولو قانونونو سکالو. (بوايل) [۲]
  3. کیمیا (۱۶۶۳) : يو ساينسي هنر چې څوک ېې د دوه و اجسامو تر منځ د حلېدو زده کړه ترې اخلي، او له هغه ټولگې څخه بيا د راز رازو توکو وېستنه، بيا سره گډوونه او تر بشپړه، پوره حده پورې ېې سمبالښت روان وي. (گلاسر).[۳]
  4. کیمیا (۱۷۳۰) : د داسې قوانينو مجمع چې له مخې ېې د حلولو گډو اجماع هنر گڼل کېږي. او له هماغه تگلارو قوانينو څخه يو بل توکی پنځول کېږي. (سټاهل).[۴]
  5. کیمیا (۱۸۳۷) : هاغه پوهه يا ساينس چې د ماليکيولو د قوانينو، اغېزو د سېک په هکله څرخي. (ډوماس).[۵]
  6. کیمیا (۱۹۴۷) : د توکو ساينس : د جوړښت، ځانتيا د رد عمل له مخې ېې چې په بل توکي واوړي او بل توکی ترې جوړ شي. (پاولنگ) [۶]
  7. کیمیا (۱۹۹۸) : د څيزونو (مادې) زده کړو ته وايي چې له مخې ېې نورو بدلونونو خوا ته ورکاږي. (چنگ) [۷]

بنسټيز اصول

اټوم

اټوم د کيميا بنسټيز يوون (واحد) دی. ددغه منځی د مثبتو چارجي ځانتياو لرونکی دی.کوم کې چې بیا پروټانونه، او نيوټرانونه شتون لري، همدې سره څه شمېر الکټرانونه د مثبتو چارجي ځانتياو د انډول د برابرۍ په موخه په نيوکلس (منځي) کې شتون لري.اټوم تر ټولو هغه وړوکې ذره، واحد هم دی چې د عنصر ځينې کیمياوي ځانتياوې له ځان سره لري.لکه د بېلگې په توگه : الکټرونگټيويټي، آيونايزېشن پوټنشل، د اور اخیستو (آکسيډشن سټېټ) حالت، د عنصر د شمېرې د تنظیم، او د بانډز وړانديز شوي ډولونه کوم چې د وسپنيزې (مېټالک)، برقي (آيانېک)، چارج لرونکي، او کوويلنټ په بڼه کې وي

عنصر

تړنگ

شی

ماليکيول

مول

آيونونه او مالگه

بڼه

کيميايي تړ

کيميايي تعامل

انرژي

کيميايي قانونونه

د کيميا نورې څانگې

کيميايي صنعت

سرچينې

  1. Strathern, P. (2000). Mendeleyev’s Dream – the Quest for the Elements. New York: Berkley Books.
  2. Boyle, Robert (1661). The Sceptical Chymist. New York: Dover Publications, Inc. (reprint). د کتاب نړيواله کره شمېره 0486428257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Glaser, Christopher (1663). Traite de la chymie. Paris. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as found in: Kim, Mi Gyung (2003). Affinity, That Elusive Dream - A Genealogy of the Chemical Revolution. The MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-262-11273-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stahl, George, E. (1730). Philosophical Principles of Universal Chemistry. London. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dumas, J. B. (1837). 'Affinite' (lecture notes), vii, pg 4. “Statique chimique”, Paris: Academie des Sciences
  6. Pauling, Linus (1947). General Chemistry. Dover Publications, Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 0486656225. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chang, Raymond (1998). Chemistry, 6th Ed. New York: McGraw Hill. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-115221-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

نورې لوستنې

نامتو ليکنې

بنسټيزه درسي کتابونه

  • Chang, Raymond. Chemistry 6th ed. Boston: James M. Smith, 1998. ISBN 0-07-115221-0.
  • Atkins, P.W., Overton, T., Rourke, J., Weller, M. and Armstrong, F. Shriver and Atkins inorganic chemistry (4th edition) 2006 (Oxford University Press) ISBN 0-19-926463-5
  • Clayden, J., Greeves, N., Warren, S., Wothers, P. Organic Chemistry 2000 (Oxford University Press) ISBN 0-19-850346-6
  • Voet and Voet Biochemistry (Wiley) ISBN 0-471-58651-X

Advanced undergraduate-level or graduate text books

  • Atkins, P.W. Physical Chemistry (Oxford University Press) ISBN 0-19-879285-9
  • Atkins, P.W. et al. Molecular Quantum Mechanics (Oxford University Press)
  • McWeeny, R. Coulson's Valence (Oxford Science Publications) ISBN 0-19-855144-4
  • Pauling, L. The Nature of the chemical bond (Cornell University Press) ISBN 0-8014-0333-2
  • Pauling, L., and Wilson, E. B. Introduction to Quantum Mechanics with Applications to Chemistry (Dover Publications) ISBN 0-486-64871-0
  • Stephenson, G. Mathematical Methods for Science Students (Longman)ISBN 0-582-44416-0
  • Smart and Moore Solid State Chemistry: An Introduction (Chapman and Hall) ISBN 0-412-40040-5

څانگييزې ټولنې

باندنۍ تړنې