زړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زړه
زړه او سږي، د Gray's Anatomy د زاړه چاپ کتاب نه.

زړه په ډېری ژوندیو موجوداتو کې یو عضلاني غړی دی. دغه غړی وینه د وینې د رګونو په واسطه ټول وجود ته پمپ کوي. پمپ شوې وینه اکسیجن او انرژي د وجود ټولو برخو ته رسوي او بېرته اضافي متابولیکي مواد لکه کاربن ډای اکسایډ سږو ته را انتقال کوي. په انسانانو کې د زړه اندازه د یوه سوک کړي لاس په کچه ده او د سږو ترمنځ د سینې د قفس په منځنۍ برخه کې موقعیت لري. [۱][۲][۳]

په انسانانو، ټولو تي لرونکو حیواناتو او الوتونکو کې زړه څلور برخې لري: کیڼ دهلېز، ښی دهلېز، کیڼ بطن او ښی بطن. په معمول ډول ښی دهلېز او ښی بطن د ښي زړه او کیڼ دهلېز او کیڼ بطن د کیڼ زړه په توګه یادول کېږي. په داسې حال کې چې د ماهیانو زړه دوه برخې یو دهلېز او یو بطن او د حشراتو زړه درې برخې لري. په یوه سالم زړه کې وینه د زړه له یوې خوا څخه پمپ کېږي او د هغو له بېرته شاته راتلو مخه نیسي. زړه د پریکارډ په نامه په یوه ساتونکې کڅوړه کې چاپېر دی چې یوه اندازه مایع هم لري. د زړه دیوال له دریو طبقو اپي کارډ، میوکارډ او انډوکارډ څخه جوړ شوی. [۴][۵][۶][۷][۸]

زړه د هغه ریتم له مخې چې په دهلېزي سینوسي غوټه کې د ضربان ټاکونکو حجراتو له مخې ټاکل کېږي، وینه پمپ کوي. دغه حجرې هغه جریان رامنځته کوي چې د زړه د انقباض لامل ګرځي او د دهلېزي بطني غوټې له لارې د زړه د الکتریکي هدایت د سیسټم په اوږدو کې حرکت کوي. په انسانانو کې له اکسیجن پرته وینه د ښي دهلېز له لارې له ستر پورتني او لاندني ورید څخه زړه ته ننوزي او هغه ښي بطن ته رسوي. له دغه ځایه هغه د ریوي سرکولشن له لارې سږو ته ځي، چېرې چې اکسیجن له ځانه سره اخلي او کاربن ډای اکساید پرېږدي. له دې وروسته اکسیجن لرونکې وینه د زړه کیڼ دهلېز ته راګرځي او له کیڼ بطن څخه په تېرېدو د زړه د آئورټ لوی شریان پر مټ د وجود د وینې جریان ته پمپ کېږي او د شریانونو او کوچنیو رګونو پر واسطه د وجود هرې برخې ته رسېږي – چېرې چې انرژي او نور مواد د وینې د رګونو او حجراتو ترمنځ تبادله کېږي اکسیجن هغو ته رسوي او کاربن ډای اکساید اخلي – وړاندې له دې چې بېرته د وریدونو له لارې زړه ته را وګرځي. د استراحت په حالت کې د زړه د ضربان کچه په دقیقه کې ۷۲ ځله ده. بدني فعالیت په لنډ مهالې توګه د زړه ضربان زیاتوي خو په اوږد مهال کې د استراحت پر مهال د زړه ضربان ورسره کمېږي چې دا بیا د زړه روغتیا ته ګټمن دی. [۹][۱۰][۱۱]

له ۲۰۰۸ زکال راهیسې د زړه د رګونو ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د مړینې تر ټولو لوی لامل دی او نږدې ۳۰ سلنه مړینه له همدغه امله ده. د دغې کچې مړینې درې پر څلور برخې یې د رګونو د بندښت او همدارنګه د زړه د درېدو له امله دي. د زړه د ناروغیو په رامنځته کوونکو عواملو کې سګرټ وهل، چاغوالی، لږ ورزش، لوړ کلسترول لرل، د وینې لوړ فشار لرل، نه کنټرول شوی شکر شاملېږي. د زړه د رګونو ناروغۍ تر ډېره پورې کومې نښې نه لري او یا هم کېدای شي د سینې د قفس د درد او یا هم د نفس د بندیدو لامل وګرځي. د زړه د ناروغیو تشخیص د طبي سوابقو په اخیستو، په طبي غوږیو سره د زړه غږ ته له اورېدو، اکوکارډیوګرام او سونوګرافي له لارې ترسره کېږي. هغه متخصصین چې د زړه د ناروغیو درملنه کوي کارډیالوژیست یا د زړه متخصصین بلل کېږي؛ په داسې حال کې چې کېدای شي ګڼ شمېر نور طبي تخصصونه هم د هغو په درملنه کې داخل وي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

وده

زړه لومړنی عمل کوونکی غړی دی چې د جنین د رامنځته کېدو د دریمې اونۍ په شاوخوا کې په وده پیل کوي، ضربان مومي او وینه پمپ کوي. د دغه غړي دکار ژر پیل کول د جنین په ودې او د امیدارۍ په راتلونکې کې ډېر مهم دی. [۱۶][۱۷]

زړه په عصبي صفحه کې له splanchnopleuric mesenchyme څخه سرچینه اخلي چې کارډیوژنیک سیمه جوړوي. دوه اندوکاریال ټیوبونه دلته جوړي او بیا له یو بل سره پیوند مومي او د زړه لومړنۍ لوله جوړوي چې د لوله یي زړه په نوم یادېږي. د جنین د دریمې او څلورمې اونۍ پر مهال د زړه لوله اوږدېږي او په پریکارډیوم کې د S ډول مومي. دغه برخې او اصلي رګونه په خپله سمه توګه د زړه په توګه وده کوي. په راتلونکې وده کې یې د سپتا او د زړه د بطنونو او دهلېزونو وده شاملېږي. د پنځمې اونۍ په پای کې سپتومونه او په نهمه اونۍ کې د زړه برخې بشپړېږي.[۱۸][۱۹]

له پنځمې اونۍ وړاندې د جنین په زړه کې د فورامن اوال په نوم سوری شتون لري. فورامن اوال (foramen ovale) د جنین په زړه کې ویني ته اجازه ورکوي په مستقیم ډول له ښي دهلېز څخه چپ دهلېز ته ولېږي او همدارنګه یوه اندازه وینه سږو ته هم ورسېږي. له زیږون یوازې څو ثانیې وروسته د سپټوم پریموم په نامه یو متحرک نسج چې وړاندې یې د دهلېز په توګه عمل کاوه فورامن اوال تړي او په معمولي توګه د وینې جریان رامنځته کوي. د ښي دهلېز په هغه ځای کې چې وړاندې په کې بیضوي سوري ځای درلود؛ ژوروالی پاتې کېږي چې دغه ژوروالي ته فوسا اولیس (fossa ovalis) ویل کېږي. [۲۰]

د جنین زړه د القاح څخه ۲۲ ورځې وروسته (د طبیعي قاعدګۍ (حیض) له وروستۍ دورې ۵ اونۍ وروسته) په ضربان پیل کوي؛ چې د مور د زړه د ضربان په کچه په دقیقه کې شاوخوا ۷۵ -۸۰ ځله ضربان کوي. وروسته یې د زړه ضربان زیاتېږي او د اوومې اونۍ په لومړیو کې (له LMP وروسته د اوومې اونۍ په لومړیو کې) یې د ضربان کچه په دقیقه کې ۱۶۵-۱۸۵ ته رسېږي. له ۹ مې اونۍ وروسته (د جنیني مرحلې په شروع کېدو سره) یې ضربان راکمېږي او د زیږون تر مهاله په دقیقه کې تر ۱۴۵ (±۲۵) پورې رسېږي. له زیږون وړاندې د ښځینه او نارینه د زړه په ضربان کې هېڅ توپیر شتون نه لري.[۲۱][۲۲][۲۳]

د زړه لومړنی پړاو

د زړه د درزا سايکل
د انسان زړه د حاملگۍ يا بلاربوالي نه ۲۱ ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره په وينې پمپولو پيل کوي.

انساني زړه د يوه کس د ژوند په مهال کې په منځنۍ کچه له ۲،۵ بيليون وار نه هم ډېر درزېږي. د انسان زړه د حاملگۍ يا بلاربوالي نه ۲۱ ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره په وينې پمپولو پيل کوي او يا هم د وروستي حيض نه پينځه اوونۍ وروسته، عموماً دا هغه وخت وي چې د زېږون نېټه پکې اټکل کېږي. پدې وخت کې د ماشوم زړه او د مور د زړه د پمپولو کچه يو شان وي، چې سمه کچه يې د ۷۵ نه تر ۸۰ درزا په يو دقيقه کې اټکل کېږي. خو د مور په نس کې د جنين د زړه درزا د وخت په تېرېدو سره چټکه کېږي چې په لويه کچه د ۱۶۵ نه تر ۱۸۵ درزا په يوه دقيقه پورې رسېږي. دا هغه مهال پېښېږي کله چې د بلاربوالي نه اووه اوونۍ تېرې شوي وي چې د وروستي حېض نه د ۹ اوونيو د تېرېدو مودې سره سمون خوري. نو په همدې توگه مونږ ويلای شو چې د هرې ورځې د تېرېدو وروسته، د زړه درزا ۳،۳ ځله په يوه دقيقه کې ډېرېږي. او يا په بل ډول د هر درې ورځو وروسته د زړه درزا د لومړۍ ځل په پرتله په يوه دقيقه کې ۱۰ درزا ډېره شوې وي چې د يوې مياشتې د تېرېدو سره سره د ماشوم د زړه چټکي په يوه دقيقه کې ۱۰۰ درزا ته رسېږي.[۲۴]

کله چې د يوې مور په نس کې ماشوم د وروستي ځل حېض نه وروسته د ۹.۲ اوونيو شي نو په دې وخت کې په يوه دقيقه کې يې د زړه درزا ۱۵۰ (BPM +/-۲۵) واره ته راټيټيېږي او د 15مې اوونۍ د وروستي حيض وروسته بيا د زړه درزا نوره هم منځنۍ کچې ته راټيټېږي. په منځنۍ کچه په يوه دقيقه کې د زړه درزا نژدې ۱۴۵ (+/-۲۵ BPM) واره اټکل شوې. مخکې له دې نه چې يو جنين، د سر-کوناټي په مېچنه کې، ۲۵ ملي مترو پورې رسېږي او يا هم د وروستي حېض د ۹.۲ اوونيو په پړاو کې وي، نو په داسې وخت کې هم مونږ کولای شو چې د يوه جنين د زړه چټکوالی د لانديني فورمول په مرسته مالوم کړو:

عمر په ورځو کې = EHR(0.3)+6

Embryonic Heart Rate = د نطفې د زړه د پمپولو کچه

دا هم وگورۍ: Embryonic Heart Rates Compared in Assisted and Non-Assisted Pregnancies Archived 2006-06-30 at the Wayback Machine.

د زېږون نه دمخه د نارينه او ښځينه زړه په درزا کې هېڅ کوم توپير نشته.[۲۵]

جوړښت

په انسانانو کې زړه د ټټر په منځنۍ برخه کې کيڼ لور وخوا ته او د سينې د هډوکي لاندې پروت دی (انځورونه Archived 2007-12-19 at the Wayback Machine. وگورۍ). په ټولگړي توگه زړه کيڼ لور ته پروت دی او ساينسپوهان په دې باور دي چې ددې سبب د زړه کيڼ بطن دی. د زړه کيڼ بطن د ښي بطن په پرتله ډېر غښتلی او ځواکمن دی دا ځکه چې د زړه کيڼ بطن، ټول بدن ته د وينې رسولو دنده ترسره کوي. د سږو اناتومي ته که وگورو نو دا به ښکاره شي چې کيڼ سږی د ښي سږي په پرتله وړوکی دی او ددې سبب هم دا دی چې زړه د نيم-ټټر کيڼه برخه نيسي. زړه په يو ډول کڅوړه کې پوښل شوی چې د پيريکارډيم په نامه سره يادېږي او په همدې توگه د همدغې کڅوړې نه دباندې بيا دواړه سږي د زړه نه راچارپېر دي. پيريکارډيم يوه غبرگه پرده ده چې په ځان کې يو ډول مايع لري. دغه مايع چې د serous fluid په نامه سره يادېږي، د زړه د راغونجېدو په مهال اصطېکاک کې کمی راولي. گوگل چې په انگريزي ژبه بلل کېږي، په ټټر کې يو تشځای دی، او په همدغه تشځای کې زړه ځای پرځای شوی.

The apex is the blunt point situated in an inferior (pointing down and left) direction. A stethoscope can be placed directly over the apex so that the beats can be counted. It is located posterior to the 5th intercostal space in the left mid-clavicular line. In normal adults, the mass of the heart is 250-350 g (9-12 oz), or about three fourths the size of a clenched fist, but extremely diseased hearts can be up to 1000 g (2 lb) in mass due to hypertrophy. It consists of four chambers, the two upper atria (singular: atrium ) and the two lower ventricles. On the left is a picture of a fresh human heart which was removed from a 64-year-old British male.

کړنه

انساني زړه

د زړه د ښي برخې کړنه دا ده چې دغه برخه بې آکسيجنه وينه، چې د ټول بدن نه ښي بطن ته راځي، د ښي دهليز لخوا سږو ته ورپمپ کړي. هر کله چې همدا وينه سږو ته ورننوځي نو په سږو کې دinto the lungs (pulmonary circulation) so that carbon dioxide can be dropped off and oxygen picked up (gas exchange). This happens through a passive process called diffusion. The left side (see left heart) collects oxygenated blood from the lungs into the left atrium. From the left atrium the blood moves to the left ventricle which pumps it out to the body. On both sides, the lower ventricles are thicker and stronger than the upper atria. The muscle wall surrounding the left ventricle is thicker than the wall surrounding the right ventricle due to the higher force needed to pump the blood through the systemic circulation.

The blood flows through a system, starting in the right atrium, the blood flows to the tricuspid valve, then to the right ventricles that pump blood out, to the pulmonary semilunar valve [psv], and on to the pulmonary artery which delivers blood to the lungs. From there, blood flows back to the pulmonary vein to the left atrium, then the bicuspid valve, and to the left ventricle, then on to the aortic semilunar valve. Then the blood "forks off" and is delivered to the rest of the body through the aorta, then the arteries, to the arterioles, and to capillaries where they go back to the heart to the venules, to the veins, to the inferior/superior vena cava, and starts all over again.

The heart is effectively a syncytium, a meshwork of cardiac muscle cells interconnected by contiguous cytoplasmic bridges. This relates to electrical stimulation of one cell spreading to neighboring cells.

لومړۍ مرسته

زړه

د لا نورو مالوماتو لپاره د زړه درېدل ولولۍ

که چېرته د يو چا زړه درېږي، (د زړه د درزا نشتون)، نو په دغه وخت کې د زړه احيا کولو کړنه بايد سمدلاسه پيل شي او بيا دې د مسلکي طبي املې سره اړيکې ونيولای شي. If an automated external defibrillator is available, this device may automatically administer defibrillation if this is indicated. Usually, if there is enough time, the person can be rushed to the hospital where he or she will be cared for by a cardiologist, a doctor who specializes in the heart and lungs.

Electrical innervation of the heart in health is supplied by two closely intertwined mechanisms. The first mechanism is well demonstrated in electrical coil systole (interpreted by the electrocardiogram as QRS)as an individualized myocardial electrical tree initiated by the sinoatrial node. Secondary diastolic electrical control is posited to represent autonomic recoil control from the vagus nerve and cardiac branches and the thoracic ganglia.

د خواړو په توگه کارول

په ډېرو هېوادونو کې د بېلابېلو ژويو لکه د چرگ، پسه، غوا، غوايي، او نورو زړونه د خواړو په توگه کارېږي. که څه هم چې دا د حلال شويو ژويو منځني غړي لکه سږي، کولمې او زړه اکثراً ناخوړنده غړي گڼل کېږي، خو دا چې زړه د عضلاتو نه جوړ دی، که چېرته څوک زړه پوخ کړي نو د زړه خوند هم د نورمالې غوښې خوند ته ورته دی. په بله وينا د پوخ شوي زړه خوند د هوسۍ د غوښې خوند ته ورته دی.

زړه د سمبول په توگه

په پخوانيو پېرونو کې زړه ته د روح د ناستي ځای په سترگه کتل کېده او خلکو داسې انگېرله چې زړه هغه غړی دی چې د انساني فکر او آند دنده لري. د ساري په توگه روميانو دې ته پام کړی وه چې د انساني احساساتو او د زړه د خوځښت تر مېنځ يو تړاو دی لکه د ډار، مينې او هيجان په وختونو کې چې د زړه د درزېدو په کچه کې توپير راځي. نن ورځ دا ثابته شوې چې د زړه او د انساني فکر يا انساني احساساتو لکه مينه، هېڅ تړاو نشته، خو په نني پېر کې هم خلک د زړه وييکه د مينې اړونده په تشبيحاتو کې کاروي. کله چې په خبرو کې په انځوريزه توگه د مينې اړوند خبرې کوي نو دوی يوه ځانگړې نښه کاروي چې په دې توگه ()ده.

د "زړه" اصطلاح بيا د يو شي منځنۍ برخې يا مرکزي برخې لورې هم اشاره کوي، د بېلگې په توگه "د يو شي زړه".

The ancient Aztec civilization used the heart as a sacrificial token during the sacrifice of a human being. The priest used a stone knife to cut into the thoracic cavity and remove the heart, upon which it would be placed on a stone altar as an offering to the gods. The greatest sacrifice under the reign of Montezuma involved the removal of the hearts of over 12,000 enemy soldiers.

There has been some recent research on the Cellular memory of the heart, particularly with heart transplant patients.[۲۶][۲۷] This study shows how the heart contains thinking and memory skills, interacting heavily with the brain. This, though, is not widely accepted by the scientific community.

سرچينې

  1. Taber, Clarence Wilbur; Venes, Donald (2009). Taber's cyclopedic medical dictionary. F. A. Davis Co. د کتاب پاڼي 1018–1023. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8036-1559-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Moore, Keith L.; Dalley, Arthur F.; Agur, Anne M. R. (2009). "1". Clinically Oriented Anatomy. Wolters Kluwel Health/Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼي 127–173. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60547-652-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Guyton & Hall 2011، ص. 157.
  4. Starr, Cecie; Evers, Christine; Starr, Lisa (2009). Biology: Today and Tomorrow With Physiology. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 422. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-56157-6. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Reed, C. Roebuck; Brainerd, Lee Wherry; Lee, Rodney; Inc, the staff of Kaplan (2008). CSET : California Subject Examinations for Teachers (الطبعة 3rd). New York: Kaplan Pub. د کتاب پاڼې 154. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4195-5281-6. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Reed, C. Roebuck; Brainerd, Lee Wherry; Lee, Rodney; Inc, the staff of Kaplan (2008). CSET : California Subject Examinations for Teachers (الطبعة 3rd). New York: Kaplan Pub. د کتاب پاڼې 154. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4195-5281-6. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Betts, J. Gordon (2013). Anatomy & physiology. د کتاب پاڼي 787–846. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-938168-13-0. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gray's Anatomy 2008، ص. 960.
  9. Guyton & Hall 2011، صص. 101, 157–158, 180.
  10. Guyton & Hall 2011، صص. 105–107.
  11. Guyton & Hall 2011، صص. 1039–1041.
  12. Longo, Dan; Fauci, Anthony; Kasper, Dennis; Hauser, Stephen; Jameson, J.; Loscalzo, Joseph (2011). Harrison's Principles of Internal Medicine (الطبعة 18). McGraw-Hill Professional. د کتاب پاڼې 1811. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-174889-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Graham, I; Atar, D; Borch-Johnsen, K; Boysen, G; Burell, G; Cifkova, R; Dallongeville, J; De Backer, G et al. (Oct 2007). "European guidelines on cardiovascular disease prevention in clinical practice: executive summary: Fourth Joint Task Force of the European Society of Cardiology and Other Societies on Cardiovascular Disease Prevention in Clinical Practice (Constituted by representatives of nine societies and by invited experts)". European Heart Journal 28 (19): 2375–2414. doi:10.1093/eurheartj/ehm316. PMID 17726041. https://pure.qub.ac.uk/ws/files/498032/European%20guidelines%20on%20cardiovascular%20disease%20prevention%20in%20clinical%20practice%20-%20executive%20summary%20-%20Eur%20Heart%20J%202007%20-%20Yarnell%20JW%20(EACPR).pdf. Retrieved 21 October 2019. 
  14. "Cardiovascular diseases (CVDs) Fact sheet N°317 March 2013". WHO. World Health Organization. مؤرشف من الأصل في ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Moore, Keith L.; Dalley, Arthur F.; Agur, Anne M. R. (2009). "1". Clinically Oriented Anatomy. Wolters Kluwel Health/Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼي 127–173. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60547-652-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Dorland's (2012). Dorland's Illustrated Medical Dictionary (الطبعة 32nd). Elsevier. د کتاب پاڼې 1461. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4160-6257-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Betts, J. Gordon (2013). Anatomy & physiology. د کتاب پاڼي 787–846. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-938168-13-0. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Main Frame Heart Development". Meddean.luc.edu. مؤرشف من الأصل في ۱۶ نومبر ۲۰۰۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Betts, J. Gordon (2013). Anatomy & physiology. د کتاب پاڼي 787–846. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-938168-13-0. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Betts, J. Gordon (2013). Anatomy & physiology. د کتاب پاڼي 787–846. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-938168-13-0. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. DuBose, T. J.; Cunyus, J. A.; Johnson, L. (1990). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Embryonic Heart Rate and Age"]. J Diagn Med Sonography 6 (3): 151–157. doi:10.1177/875647939000600306. 
  22. DuBose, TJ (1996) Fetal Sonography, pp. 263–274; Philadelphia: WB Saunders کينډۍ:ISBN
  23. DuBose, Terry J. (26 July 2011) Sex, Heart Rate and Age Archived 2 May 2014 at the Wayback Machine.. obgyn.net
  24. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جون ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Terry J. DuBose http://www.obgyn.net/english/pubs/features/dubose/ehr-age.htm Archived 2012-06-15 at the Wayback Machine. Sex, Heart Rate and Age]
  26. Sylvia, Claire (1997). A Change of Heart. New York, New York: Little, Brown and Company. ISBN 0-316-82149-7.
  27. Pearsall, Doctor Paul; et alii (1999). The Heart's Code. New York, New York: Broadway Books. ISBN 0-7679-9942-8.

دا هم وگورئ

باندنۍ تړنې

3D Animated Heart with Anterior Cut Archived 2007-06-27 at the Wayback Machine. - life-like 3D human heart animation with anterior cut.