څېړنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د څېړنې په اړه ترمخه ډېر څه وويل شو، دلته به پر کره کتنه يو څه رڼا واچول شي؛ د کره کتنې لومړنۍ دنده ځيرنه، ارزونه او د کره ناکره بېلول دي. کره کتنه د پنځونې په ارزونه کې له کره کتنې سره مرسته کوي. ال محمد سرور هم له دې خبرې سره همغږي ښوولې او ويلي يې دي، چې کره کته د يوې ادبي هستونې په اړه پرېکړې ته وايي. نقد د ښېگړو او بدگړو توپيرونه ده، کره کتنه سپړنې،شننې او ارزښت ټاکنې ته وايي.

د اوردو ادب نامتو کره کتونکى نياز فتح پوري وايي، چې په ادبپوهنه کې تر ټولو مهم څيز کره کتنه ده، چې نه يوازې د خپل ذوق د خړوبونې لپاره ترې کار اخيستل کېداى شي، بلکې د ادبي پنځونې په اړه د نورو پايليز فکر هم ځيري. کره کتنه يا criticism، چې له يوناني نه اخيستل شوى ويى دى، پرېکړې ته وايي؛ خو سمه او رسا مانا يې نقد يا انتقاد ده، چې د ارزونې او ځيرنې مانا ښندي او هغه څوک چې دا دنده پرمخ بياي، نقا د نومېږي.

دا خبره ډاکټر عبادت بريلوي په خپل کتاب( اوردو تنقيد کا ارتقا) کې پوره روښانه کړې. نومړى وايي، چې په ژوند کې نقد ډېر لوى لاس لري، که يو څوک د ښو او بدو توپير ونه کړاى شي، بدگړې پر ښېگړو وانه ړوي او له هغو لارو چارو، چې ژوند ښکلى کولاى شي،خبر نه وي؛ نو بېخي ژوند نه پېژني. نقد تر هغه وخته، چې ژوند په هر اړخيزه توگه ونه پېژندل شي، رامنځته کېداى نشي، ځکه يو سړى هله پر ژوند څه ويلاى شي، چې ترې خبر وي. ژوند او نقد نوک او ورۍ دي. د ژوند له بشپړې پېژندنې پرته کره کتنه ناشونې ده او بې له نقده ژوند پرمخ تللاى نشي.

کره کتنه د ژوند په څېر له ادب سره هم کلک تړاو لري؛ ځکه ادب هم له ژونده راټوکېږي او څرنگه، چې د ژوند هېنداره باله شي؛ نو هغه څه، چې له ژوند سره اړيکې لري، له ادب سره هم تړاو لري. پنځوونکي ته ښايي، چې د ژوند غوندې هنر ته هم ځير شي، سمې لارې ته يې سيخ کړي او د ښکلا پار يې وساتي. همدا لامل دى، چې پر ژوند سربېره نقد په هنر کې هم لوى لاس لري او د يوه ازاد هنر بڼه يې خپله کړې.که هستوونکى د خپلې پنځونې ځاى او ارزښته ونه پېژني او په دې پوه نشي،چې د تخليق لامل يې څه دى؟ څنگه رامنځته شوې او کومو توکيو هنري ارزښت او ښکلا وربښلې؟ ښه او کره ادب نشي پنځولاى.

د څېړنې او کره کتنې ترمنځ ډېرو توپيرونو ته نغوته شوې، چې ځينې يې دډاکټر ناگيندر، ډاکټر چندربان او ډاکټر رام کمار کنډيوال په اثارو کې گورو:

  1. ريښې يې بېلې دي.
  2. د څېړنې موخه د پوهې زياتونه وي، د کره کتنې موخه له پوهې سره اشنايي وي.
  3. په څېړنه کې پر برسېرونه ټينگار کېږي؛ خو په کره کتنه کې پر ځيرنه او ارزونه.
  4. څېړنه زياتره له کره کتنې ازاده وي، همدا راز د کره کتنې ځينې ډولونه هم د څېړنې تر سرليک لاندې نشي راتلاى.
  5. په څېړنه کې د يوې پنځونې د روح ا وهنري ارزښت پلټنه دويم ځاى لري.
  6. د کره کتنې پرخلاف، څېړنه پر ساينسي ارونو ولاړه وي.
  7. په کره کتنه کې شخصي نظر جوت وي؛ خو په څېړنه کې ځاني نظر هېڅ ارزښت نلري.
  8. څېړونکى د يوې نيمگرتيا په سمون کې هم لاس کوي؛ خو کره کتونکى يې يوازې په برسېرونه بسنه کوي.
  9. د څېړنې پرعکس، په کره کتنه کې د يوه څيز شننې او سپـړنې ته ډېره پاملرنه کېږي.
  10. کره کتنه په يوه پنځونه کې د سبک ځانگړنې او ښکلا په گوته کوي؛ خو څېړنه بيا د پوهې د زياتون دنده پر غاړه لري.

ډاکټر گيان چند، د ډاکټر بيج نات سنگ د اثر شود سو روپ له مخې د څېړنې او کره کتنې ترمنځ توپيرونه په لاندې ډول ښوولي دي:

  1. له کره کتنې څخه ادب ته د لارښوونې هيله کېږي؛ خو له څېړنې څخه دا هيله نه وي.
  2. څېړنه د منل شويو حقايقو پر بنسټ د نوي دريځ خپلونه ده.
  3. د څېړنې کړلار ساينسي وي.
  4. څېړنه په بنسټيزه توگه پر حقايقو ولاړه وي.
  5. څېړنه د ساينس په څير په اشياوو شمېر کوي؛ خو کره کتنه بيا د پنځونې د ماهيت ښکارندوى وي.
  6. د څېړنې سکالو(موضوع) نغښتې وي، يانې د نغښتيو څيزونو برسېرونې ته وايي؛ خو د کره کتنې موضوع بيا بربنډه وي.
  7. څيړونکى تر کار له مخه گڼنې(فرضيې) نشي جوړولاى؛ خو کره کتونکى بيا دا واک لري.
  8. د څېړنې ژبه ساينسي او سړه وي.

پروفيسور رشيد امجد وايي، چې کره کتنه په لنډه توگه د يوې ادبي پنځونې د ښېگړو او نيمگړتياوو ځيرنې ته وايي او پرمختللې بڼه، د ټاکليو ارونو له مخې د يوې ادبي هستونې ارزونه ده. په دې توگه فلسفه هم په دې کار کې لاس لري، ځکه ارجوړونه د فلسفې له مخې شونې وي. د دې پرخلاف څېړنه، د پلټنې له لارې حقايق رابرسېره کوي او تصديقوي.

د ډاکټر رشيد حسن خان په وينا، سره له دې، چې څېړنه د کره کتنيز نظر په څرگندتيا کې مرسته کوي؛ خو څېړنيزې او کره کتنيزې پايلې بيا وبله توپيروي.

د کره کتنې لويه برخه پرځاني تعبير يا اخځ ولاړه وي او دغه اخځ بيا د نظريو د بېلتون او رنگارنگۍ لامل گرځي؛ خو په څېړنه کې بيا د داسې اخلافاتو ځاى نه وي، ځکه په څېړنه کې ځاني تعبيرونه او نظريې هېڅ نقش نلري. په څېړنه کې مخالفت د حقايقو پر سر رامنځته کېږي، نه د تعبيرونو. بل دا که حقايق روښانه او ټاکلي وي؛ نو په څېړنيز چاپيريال کې لاسته راغلې پايلې به هم څرگندې او روښانه وي؛ خو که ترلاسه شوې پايلې تر کره کتنيز اغېز لاندې وي؛ نو پر سر به يې مخالفتونه هم ډېر وي. له دې ځايه د څېړنې او کره کتنې لارې بېلېږي. کره کتنه، چې پر کومو موضوعاتو کار کوي او کومې لارې چارې خپلوي، هغه د څېړنې له ولکې وتې دي. د نقاد او څېړونکي لارې جلا دي. کره کتونکى زياتره له څېړنيزو پايلو پرته خپل کار پرمخ وړاى نشي؛ خو څېړونکى کره کتنيزو پايلو ته اړتيا نلري. دا توپير ښايي له ياه ونه ايستل شى، چې اټکل، تعبير، تاويل او ذوق د کره کتنې توکي دي او په څېړنه کې ترې يوازې د احتمال د څرگندتيا لپاره کار اخيستل کېږي.

د ډاکټر نجم الاسلام په اند، کره کتونکي ته پکار دي، چې يو څه له څېړنې او څېړونکي ته ښايي، چې يو څه له کره کتنې خبر وي، که نه د کره کتنې او څېړنې ترمنځ به واټن دومره وغزېږي، چې نږديوالى به يې ناشونى شي.

د دغو ښاغليو له څرگندونو ښکاري، چې کره کتنه او څېړنه دوه بېلابېلې نړۍ دي، چې له يو بل سره هېڅ اړيکې نلري او که لري يې؛ نو يوازې تر کينې، تربگنۍ او دښمنۍ پورې دي. څېړونکى اړ نه دى، چې د څېړنې پرمهال له کره کتنې کار واخلي او نه کره کتونکى له څېړنې گټنه کولاى شي. دا خبرې تر ډېره ځايه پر مبالغه او مضر احتياط ولاړې دي، ځکه پوهانو د کره کتنې او څېړنې ډېر داسې اړخونه په نښه کړي، چې له يو بل سره ورته والى او تړاو لري. په (اوردو مين اصول تحقيق) کې سيد عبدالله وايي، نن سبا زمونږ ځينې پوهان په دې اند دي، چې څېړنه او کره کتنه د يوه خط دوه متضادې نقطې دي، چې له يوه بل سره يې همغاړيتوب ناشونې ده. په دې توگه کره کتونکى له څيړونکي بېخي بېل دى، يانې کره کتونکى هغه دى، چې له څېړنې او څېړونکى هغه دى، چې له کره کتنې سره هېڅ راز سروکار نلري. داسې څرگندونو د کره کتنې او څېړنې ترمنځ دښمني پيدا کړې او د علمي بې لاريو ا وتېروتنو لامل گرځېدلې.

يانې ځينې پوهان په دې اند دي، چې څېړنه او کره کتنه له يو بله دومره لېرې دي، چې نږديوالى يې بېخي کېدونى نه دى او نه وبله اړتيا لري؛ خو دا خبره سمه نده. ډاکټر کليم الدين احمد د څېړنې او کره کتنې ترمنځ د اړيکو په اړه وايي، څېړنه او کره کتنه د انساني اعصابو دوه بېلابېلا خوځښتونه دي. که څه څېړنه زغم او کړاو ته اړتيا لري او زياتره خلک ورته له دې کبله، چې کړاو نشي گاللاى، زړه ښه کوى؛ خو کره کتنه تر څېړنې سخته ده. دا راز خلک، چې د څېړنې حوصله نلري، بيا کره کتنې ته مخه کوي، ځکه کره کتنه ورته اسانه ښکاري، خو کره کتنه د هر نظر څرگنتيا ته نه وايي. کره کتنه لوى مسووليت لري، چې هر سړى يې له توغه نشي وتلاى او نه هر چاته کره کتونکى ويلاى شو.

کره کتونکي د گوتو په شمېر وي، ځکه کره کتنه ژور فکر، ژونديو احساساتو او پراخې مطالعې ته اړتيا لري، چې پر ادب سربېره نور هنرونه او پوهه هم رانغاړي. کره کتنه بې له څېړنې او څېړنه بې له کره کتنې نيمگړې ده. څېړنه د کره کتنې ځانگرې بڼه ده او تر څو، چې دا حقيقت منل شواى نه وي، تر هغې څېړنه بې گټې وي؛ خو په عامه توگه څېړنه له کره کتنې هاخوا يوبل هنر گاڼه شي او تر کره کتنې غوره بلل کېږي. که څېړنه له کره کتنې بېله کړو؛ نو لاره به ترې ورکه وي.