ملنگ جان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملنگ جان
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۹۱۴
د مړينې نېټه کال 1957 (42–43 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ملنگ جان

په (۱۲۹۳) کال کې د ننگر هار د بهسود و په چمیار کلی کې یو داسی روښانه ستوری دنیا ته راغی چي په راتگ سره د چمیار کلی ته حو شخالی او په حقیقت کې یې ټول ننگر هار ته روښنایې ورکړه دغه پر ثمره ونې دتل لپاره دڅپلو هیواد والو لپاره میوه تولیده ،او دخپلی میوي په واسطه یې خلک او خپل هیوادوالو خو شحاله سا تل او همیش لپاره یې یو غږ په خوله باندې جاريو چې هغه ازادیوه .

دغه روښانه شخصیت ښاغلی محمد امین (ملنگ جان) دعبدالشکور زوی ده ، نو موړی په دری کلنۍ دخپل پلار څخه یتم پاتې شوی او پوله پټی یې دتر بگنیو له لاسه ورته باتې نشو اوپه (۵) کلنۍ کې بلارنۍ ټاټو بی څخه دمسافرۍ غیږی ته لویدلی او دکامې ړلسوالۍ په مزدوری بوخت شوی دی . نو موړۍ دمسافرۍ په وخت کې .و دشعر ژبه یې روانه شوه شپږ میاشتی وروسته له کامی څخه بیرته خپل اصلی ټا ټوبې ته راستون شو او وروسته له دی څخه دجلال آباد په امنیه قو مندانۍ کې او دکونړ په لویه ولسوالي خپله دعسکری دوره تیره کړه . دنوموړۍ ترانه داتحاد مشرقي په اخبارکې خپره شوه ، دا هغه وخت و چې دده سندري دسین غاړو ته رسیدلی وز او دپوره نوم څښتن شوی و.

په کال (۱۳۳۲ه) کې دکابل رادیو ديشتو مو سیقۍ منتظم ړټاکل شږ ، خو ددغې دندۍ څخه بیرته (۱۳۳۳) کې گو ښه کړی شو او بیا بیر ته (۱۳۳۵ه)کال همدغی دندۍ ته را وبلل شو او تر ژوند تر پایه پورې پدغه بر خه کې دنده اجرا کوله . په اول کې دی یو نا لو ستی شا عر و حتی خپل شعر یې هم نشوای لیکلای ،خو په کال (۱۳۲۸ه)کې دسردار محمد داود لخوا ورته یو دلیک لوست ښوونکی وټاکل شو او په شپږو میا شتو کې دومره څه زده کړه چې پس له هغه نه یې شعرونه پخپله لیکلای او لو ستلای شول .

په (۱۳۳۶ه)کال هغه و چې ملنگ جان دخپلی کډې سره او دري نیم کلن ما شوم دوا جان یې هم په غیږه کې و ،خو کله چې دبند په کږ لیچونوکې بری گاډی واوښت چې لو مړۍ یو بل سړی او ورپسی ملنگ جان او دوا جان ورولويدل هغه بل سړی بچ او ملنگ جان سره دخپل واړه ماشوم ځانو نه دادي ژوند غیږی ته وسپارل او له پا نې دنیا نه یې تل ستر گې پټي کړي .ښایې چې دا به دتقدیر کر ښه وې او دملنگ جان په هغې دعا به ملا یکو آمین کړی وې لکه چې وایې :

ستا سو ځانو نو ځنې ځان مې ځار شه ستا سو بچو نه دوا جان مې ځار شه واورﺉ له ما ملنگ جان گرانو وروڼو زما محکو مو مظلو مانو ورونو

دملنگ جان ژوند ته دپای ټکی ایښودل کیږي او دبهسو دو دچمیار کلۍ په پلارنۍ هدیره کې خا وروته سپارل کیږی (روح دی ښادوې او یادی تل وې )

ملنگ جان یو عوامې او ملی شاعر دپښتو سندریز شعر او ادب زمو نږ د ټبر یو مهم تخنیک دی چې زمونږ لرغونو او تاریخې شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ریخی الها مات دمحیط او بشر په ژبه څر گند کړي دي.

زمونږ دملی شاعرانو خپل تا سیرات او احساسات دملی آوازونو په قا لب کې داسي ځای کړی دی چې دسندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسیږی ، همدغه دلیل دی چې زمونږ شفا هې ادبیات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې دخلکو په زړونو او ازها نو کې به سبت او هیڅکله به هیر نشی.

عامیانه شاعرانو زیات زحمتونه گاللی دي یعنې دملنگ جان تر وخته پوری زیات پړاونه وهلی دي ، ډیری تجرو بې یې طی کړیدي ، ډیر مو ضو عات یې پخپله غیږه کې ځای کړيدي او ډیر اهنکونه یې خپل کړی دی ،خو کله چې ملنگ جان پر دی ډگر ور گډشو ،نو عا میانه شاعرۍته یې هم دتر نگ او داهنگ له مخې او هم دمو ضوع او محتوا له مخی نوی خوزښت او تحریک ورکړ.

ملنگ جان دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې دژور سیاسی شعور او لوړ ملی احساس په درلودلو سره ضد مو ضوعات طرحه کړل اوپه پارونکو او هڅو نکو اهنگونو کې یې خپل ولس اوملت ته ورسول ،دده نغمي او تراني اوس ورسره زمزمه کړی ،ورسره غبرگیکړی او په لرو بر پښتنو کې یې نه سړ یدونکی چیغې اوهنگامې تودی او ولاړيکړی او خوږې نغمی یې دتل لپاره خو ږې پا تې شوی څرنگ چې دپښتو عا میانه شا عرۍ معمو لاً نالوستو شاعرانو کړې ، نو ځکه ددوی دشا عرۍ هر درک په لیدنو ولاړو ،خو ملنگ جان د خپل وخت ضد سیا سی مسا یل او جر یانو نه په ډیره ساده او روانه ژبه کول او ولس ته یې رسول او دادپښتو په ټوله عامیانه شاعرۍ کې دده امتیاز و اړ همدا امتیازدیچې مونږ دپښتو په عامیانه شاعرۍ کې دنوی تحرک اوخو ځښت را منځ ته کوونکې بللی او دحاس حماسی شاعر لقب ورکړ شوی .

ارواښاد استاد قیام الدین خادم پخپل کتاب (النبوغ او عقبریت) کې ملنگ جان یو نابغه بللی دی. ځکه ده زده کړې نه دی کړی ،خو درک یې ، احساس او شاعرانه استعداد یې په خلایې تو گه څپا نده ، ځلانده او خو ځنده وه . دی ځوانو شاعرۍ یې ځوانه وه ،ډیره هیله یې لرله چې دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې نورۍ زیاتونې وکړی او نوره گټوره پا نگه را منځ ته کړی ،خو نا څا په مړ ینه او ځو نیمر گۍ نه یوازی دی ځوانیمرگ کړ بلکه دده شاعرۍ یې هم ځوانیمرگه کړه ،او پښتنۍ ټو لنۍ دیو داسی څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه کړ ،چې دپیړۍ تیریده به هم داتشه ډکه نه کړي.

ملنگ جان دپو هانو له نظره[سمول]

د داخلی پو هانو له نظره[سمول]

کله چې مرحوم ملنگ جان دمرگ څپړه په مخ وخوړه ،نو دافغا نستان راډیو یو ځانگړی پروگرام خپورکړ چې دښاغلی پتان لخوا معرفی شوی و وروسته دهغه ځنی دنو موړۍ په باب یو لړ مشرانو پیغا مونه هم ورواورول شول لکه : دمطبو عاتو دریس سید قاسم رښتیا ، صدراعظم پیغام چې هغه هم دملنگ جان مړینه دافغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وبلله په همدی تر تیب نورو خلکو هم دغه راز پیغامونه واورول لکه : دکوټۍ دیو ستر مشر پیغام چې نوم یې نه دی څر گند ، دحمزه شنواری لخوا ، میرا جان سیال او داسی نور . ددی سره دلری او برۍ پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانو د نظم او نثر له لاری خپل نظریات وړاندې کړی دي او دده احساس او ستاینه یې پخپلو لیکنو کې راوړې دی لکه عبدالله بختا نی چې دملنگ جان داخلاقو صداقت او دالفا ظو دصراحت او ظرافت په باب داسی لیکی : « مرحوم ملنگ جان په عمل او وینا کې ډیر عفیف ، صر یح او صادق انسان و،په وینا کې دصراحت نه بیغر ظرافت هم درلود» . همداراز پوهاند محمد ضمیر ساپی ملنگ جان د یو مبتکر شاعر په حیث پیژنې . دهیواد یو تکړه شاعر عبدالر حمن پژواک هم دملنگ جان دشعی استعداد په باب خپل نظر څر گند کړی او وایې : «  در اشعار واحسا سات اظهار سده است که اگر حقیقت ا به قدر تا ثیران نبا شد نما ینده استعداد وی در شعرات واگر با شد دلیل بر علوا احساسات وی است که حتماٌ شما یان احترام است »

زمونږ دهیواد یو بل تکړه لیکوال او شا عر گل پا چا الفت دملنگ جان دشعر هنر په هکله خپل نظر داسی لیکی :« ۰۰۰ دده خوږی نغمي زمو نږ په خو شحالولو کې او خو ښولو کې ډیره ستره برخه لری ، دساز او سرود په دنیا کې نوی تال پیداکول دده کاروه ، غمونه هیرول او غم په ښادۍ بدلول دده هنروه ۰۰۰ » ددی سره سره محمد ایوب اڅکزی ديښتو نستان په تحریک کې دملنگ جان ونډه له پا مه نه غورځوی او ديښتو نستان په تحریک کې د ژوند دپیداکولو په خاطر تل دملی جذباتو ناز رانی ورکړی دي . همدارنگه زیات شمیر لیکوالانو لکه : محمد گلاب ننگرهاری ، غلام حبیب نوری موسی شفیق ، مرخوم عبدالباقی با غوانیوال ، محمد شریف شریف ، عبد الروف قتیل ، مولوی محمد صدیق ، داړرشاه لیوال او مو لا نا قیام الدین خادم هم دمر حوم په مرگ با ندې خواشیني څر گندي کړی دي او دملنگ جان په اشعاروکې د قوم بیدارۍ ته اشاره کړۍده او وایې :(۰۰۰ دده په شعر کې هم ترنم و ،هم قومیت اوهم دبیدارۍ پیغام۰۰۰ ) (۰۰۰ دده په مرگ عموماٌ پښتا نه ،ادبی ،موسیقی او ملی محا فل خصو صاٌ خوا بدي او غمگین شول ۰۰۰ ) له بل پلوه دننگر هار ادبی او ثقا فتی پښتو میاشتنۍ مجلې (۱۳۳۶ه،ش)کال اتمه گڼه دده مړینه ته ځانگړې شوېوه چې دیو شمیر پو هانو لیکني يکې نشر شوی او دزیت شمیر لیکوالانو لیکنۍ تری پاتي شوي لکه :غلام نبی شنواری ، حبیب الله کاریزی ،محمد کریم ، محمد مونس مالیار ،غلام سرور مجنون ،محمد سلام بیدار اوداسی نور و لیکوالانو لیکنی وې ۰ (۱) واجد، عبدالواجد ، دملنگ جان په اشعارو کښی د هیواد پالنی انگازی ، آزادی مطبوعه کابل ، کال (۱۳۸۳ه ) لمریز

ددې سره سره یو بل خوږ ژبی لیکوال رحیم جان جو هر ملنگ جان ته دمو سیقۍ دجهان معمار او همدارنگه یې دده په مرگ دمو سیقۍ جهان وران گڼلی دی دی وایې : ملی شاعره دپښتون له درد او رنځ خبره  ! دپښتون دموسیقۍجهان شو وران درپسې تر ځنکدن نه غلی نشوې دغیرت له چیغو ځکه تمام پښتونخواکوی لو لان در پسې

ملنگ جان دخارجي پو هان نو له نظره[سمول]

په رښتیا سره هم دملنگ جان خوږي نغمي همداسی خوږی وې داخو پریږده چې په ټولو افغانانو کې محبو بیت درلود ،کله چې دده خوږي نغمی له سرحدونو څخه واوښتې ، دده شهرت نور هم زیات شو او دده اشعارو ته نور هم په علمی نظر وکتل شو او دبهرنیو پوهانو تو جویې ځانته واړوله ، دلته دشوروی اتحاد دځینو پو هانو نظرونه راوړو . دشوروی اتحاد دعلومو اکاډومۍ دایشیایې ملتونو دانستیتوت علمی کارکوونکی او دافغانستان دپښتو ټولنی افتخاری کارکونکی استاد نیکو لالی او ریانکوف پخپله یوه څیړنه کې چې عتوانیې دی (دافغانستان مسله او افغاني شعرونه )کې دملنگ جان داشعارو په باب داسی لیکی:

(دځوانیمرگ ملی شاعر ملنگ جان دتو جه وړ سرنوشت دافغاني شعرونو دارتقا سره ارتیباط لری .بې مبا لغی ویلی شو چې دغه لوی شاعر چې دولس نه پورته شوی دی دافغانستان او پا کستان دننی سرحد ددواړو خواوپښتنو په منځکې فوق العاده نومیالی شاعرده چې په همدغه سبب یې پخپلو سندروکې خپل شاعرانه استعداد دملی هدف په خدمت کې وښود ۰۰۰ )

یوه بله روسۍ لیکواله میرمن گراسیمو او ښا غلی گیرس پخپل کتاب (دافغانستان ادبیات ) کې چې د شفا هی ادب په باب یې لیکی دی دملنگ جان سندری هم راوړی دی او وایې چې کله مونږ دملی شفاهی ادب به باب خبري کوو نو مجبور یو چې دملنگ جان سندريهم پکی راوړو اویادونه تری وکړو بل یو پوه کو ختیف هم یو کتاب (دافغانستان بیو گرافی ) په نوم لیکی اودملنگ جان په باب یې معلوماتورکړي او دی دافغانستان یو ملی شاعر بللی دی ددی سره سره یو بل عالم ښا غلی انا کاو سوف افغانستان ته راغی اوخپل خا طراتې په ازبکی لیکلی چې دښاغلی یاکوف کوزولو فسکی لخوا په روسی اړول شوی چې دیوی مجمو عی عنوان یې (دملنگ جان سندره ) ده او دغه بختانی صاحب په پښتو نظمکړیده: دغه زړه دی که فرهار دی ؟ دغه زړه دی که فرهار دی؟ دازما پدی سینه کې دردمن زړه دملنگ جان دی ؟ دردمن زړه دملنگ جان دی ؟ ای اسمانه !مهرباشه نو په مینه په توندۍ په یو متحده چالاکۍ په زړه واچوه کمند ځغلوې په سپیره کنده په سپیره او تشه کنده ښا غلی ملنگ جان

دغه څه شی ؟ ده څه وایې ؟ له کوم ځایه ؟ دا څه وایې ؟ ځواب ته دی لیوال یم . په ټولو گران چې ځغلوی ډک له ویاړه ملنگ جان دغه څه شی ؟ له کوم ځایه ؟ زارشه زارشه راته وایه ! له سپینو سپینو وریځو ځغلوی او بیا ژړیږي دده اوښکه نه پټیږ غښتلی ملنگ جان (۲)

(۲) واجد،عبدالواجد، دملنگ جان په اشعارو کښی دهیواد پالنی انگازی ، آزادی مطبوعه کابل ، کال (۱۳۸۳ ه ) لمریز


دملنگ جان داشعارو ډولونه[سمول]

دفورم له مخی دملنگ جان داشعاروډولونه[سمول]

په پښتو شعر کې دعربي اوزانو تقلید یو نوی شی دی ، جې دعربی او فارسی ژبو دنفوز په وخت کې په پښتو ژبه تسلط مومې ، زمونږ شفاهی ادبیات زمونږ په تاریخ کې هغه فصل دی جې دقومیت او ملیت ډیر علی سجا یاووڅخه نماینده گې کوی او دزمانی په تیر یدو سره دیوی ژبی نه بلی ژبی ته تللی او انعکاس یې مو ندلی او دهیواد ټولو اوسیدونکو ته یې تا سیرات بخلی دی . همدغه سبب دی چې اوازونه یې ډیر خواږه او الها مات یې ډیر ساده و خو یو خصو صیت چې زمونږ په قوم کې یې لری هغه زمونږ دشعر او ادب سندریز فورم ده چې ډیر قوی دی ملنگ جان دغه سندریز فورم بیا را ژوندی کړی او روح یې پکې پو کړی . دقوم او قبیلو حال او احوال نه یې رښتییاني الهامات دقوم او قبیلو په ژبه دساز او سرود په اواز خلکو ته واورول او همداسبب و چې خپله افغانی ټولنه کې یې محبوبیت پیداکړ .

خو دملنگ جان شعرونه مونږ په مقام ، داستان ، غزلو ، چاربیتو ، لوبو ، او بگتیو باندې ویشلای شو ، دا ځکه چې له یوی خوادازمونږ دشاعرۍ دودیز فورمونه دی او له بلی خوا داوسنی شفاهی سندرودود هم دی .ملنگ جان پخپلو اشعاروکې ددغو ټولو ملی عنعنوی فورمونو څخه ډیره ښه ا ستفاده کړیده او پوره کار یې ورڅخه اخستی دی او دده شاعرۍ اساسی منبع دپښتو هغه ملی اوشفاهی اشعاردي چې تل په دی وروستیو کلونوکې د ننگرهار په حجرو اودیروکې دسنذرغاړو له خوا ویل کیدل،خو په هر حال دملنگ جان دخپل فطری استعداد په واسطه کولای شول چې دموضوع په لیدلو سره سم دستی شعر وایه او اشعاریې داسی په وزن او تول پوره وه چې دتل لپاره دخلکو په خوله کی پاتی وې.

د ملنگ جان آثار[سمول]

خو هغه څه چې له ده ځنی راپاتې دي یعنی په (خوږي نغمۍ ) چې راغلی دی په لا ندې ډول دی

  • (۳۱) چاربیتي
  • (۴۰) لوبي
  • (۶) بگتي
  • (۶۰)غزلي او
  • (۳) مقامونه

او له دی څخه داسی ښکاری چې ملنگ جان دپښتو فلکلوریکو اشعاروله ډولونو سره په پیژند گلوی کې نو موړۍ اشعار مونږ ته را پریښی دي .

دملنگ جان داشعارو سبک[سمول]

داخو څرگنده ده چې هر شاعر یا لیکوال ځانته یوه لاره او ځانته یو لیک لری او دهمغی په خوا باندې روان وی . ملنگ جان هم یو له هغو شاعران ځنی دی چې ده خپل اشعار په یو نوی سبک با نې بنا کړل ، نه یې درحمان بابا نه یې دخو شحال حټک ، نه یې حمید مومند پیروی وکړه اوده یوازی اویوازی خپل شعرونه دوطن په ازادۍ ، دبښتو نستان په ازادۍ کې وویل او ځلمیان یې داشعارو په زور را وپارول . دملنگ جان په اشعاروکې عشق او تغزل یو مضمون ،وطن ،ملت اوټولنه بل مضمون دی اوده دغه دواړه دلرغونی عنعنی تاسیر اوخپل هنری ذوق پر بنا داسی سره گډکړی دی چې یو نوی سبک یې رامنځته کړی دی داهم ویلی شو چې ده پخپلو اشعارو کې حسن او جمال ، مینه ، دمعشوقو مینه او دوطن مینه ښه سره یو ځای کړی ده . دالفت صاحب په نظر هرڅوک نه شی شاعر کیدای ، بلکی هغه څوک شاعر کیدای شی چې دملت غم ، دقوم فکر ورسره وی ، خو ملنگ جان کې دغه حصو صیت موجود دي او دالفت صاحب له نظره هم شاعردی

دملنگ جان داشعارو مېنځپانگه[سمول]

دملنگ جان اشعار (خوږي نغمي )که څوک ولولی نو په څرگند ډول به ورته معلومه شی چې ده پخپل شعر کې څه شی ځای کړی او دده په اشعاروکې مهم او لومړنۍ شرط دانسان دژوند لپاره څه شی گڼل شوی دی . ده خپلو اشعاروکې دهر څه نه مخکې ازادۍ ته نغوته کړیده اوازادۍ یې دهرڅه نه بهتره دانسان لپاره گڼلی ده .ځکه وایې: انسان ازاد پیداشوی او حق لری چې ازاد ژوند وکړی او په دی باند ی ټول پوهیږوچې ازادۍ یو دبل په حقو قو او درناوې کې نغښتی ده ، او که داسی نه وې هغه دخوشحال خان خبره : مرگ په سل ځله بهتر دی ترژوندو نه دعزت سره چې نه وی زیست روز گار (۳) په هر حال مونږ دلته دازادۍ په نورو اړخونو باندې نوره راڼا نه اچوو خو هغه انسان چې په ازادۍ باندې مین وې او دولس او خلکو غوښتني ښي ورڅرگندیوې او دنامه سره هر هیوادوال تشناوې او پیژنو یې هغه ملنگ جان دی .دملنگ جان هره غزله نه یوازی په زړونو منگولی لگوی بلکی دویښتیا ځواک هم ورسره شته دی او شعرونه یې داولس نه راوتلی او داولس دذوق ممثلدي نوځکه ډیر ژر یې داولس په سندرغاړوکې شهرت وموند . ده په غزل او تغزل کې دخپلی خاوری مینه اوخدمت ښه ځای کړی ،او به خورا هنری ډول یې وروزل ، او څرنگه چې دی په لر غونې او معا صر ادب نه پوهیده، خوبیا هم دلرغونې عنعنی تاسیر او دده هنر مند ذوق دابتکار حد ته رسولی و ددغی خبری ثبوت دلاندې بیتو څخه ښه څر گندیږی : پتنگ دبلی شمعی یاردی بلبل دگلو خریدار دی دلیلا دوی سترگې مجنون پیژنی دازادۍ قیمت پښتون پیژني خو ده پخپلو اشعارو کې نه یوازی ازادۍ ځای کړی بلکی ده نور هړخونه هم څیړلی لکه وطن دوستي چې ده پخپلو اشعارو کې زیات ځای ورکړی دی او دی دوطن په درد دردمن ، او دقوم په خوږ خوږمن ،دپښتو نستان دازادۍ دلاری فداکار او دپښتون دترقی ارزومن و دملنگ جان اشعار دپیل نه تر پایه پوری دوطن سره دمینۍ ، دازادۍ اووطن دترقۍ جوړه شوی ده او خپل هیواد وال یې اتفاق ، اتحاد او یووالی ته رابللی دی او تل یې په خپلو اشعارو کې پشتنو ته دخبلواکۍ ، ازادۍ او داستعمار په ضد یې پښتنو ته دمبارزی درس ورکړی لکه چې وایې: زه پښتون یم پښتنی یم زیږولی دپښتو په کارو بار یم پوهیدلی ماته شوی په طفلۍ کې داوصیت دی پلار نیکه مو تیر کړی حقیقت دی دخیبره تر اټکه مې وطن دی وطن څه چې خاص زما دپلار مسکن دی او تر اخره همداسی . بل داچې دملنگ جان داشعارو محتوا دده مینه او محبت هم ده ، خو دغه مینه اومخبت دا یوه معلومه مینه او محبت نه بلکه دده داشعارو اساسی منغ هغه غوامل دی چې دهما غه وخت او زمنۍ شرایطو به ده باندې نازل کړی و. دبې وسۍ ، غربیۍ ، او خودارۍ څپیړې دی په چیغو راوستۍاو په پای کې دهیواد دسندریزی فضااو دپښتو دفلکلوری او اولسی ادب دسندرو اونغمو دتاسیراتو په اساس دده چیغو او فریادونو دغزل ، بگتۍ ، مقام ، ۰۰۰ په واسطه ښکاره کړی دي . دی وایې دلیلا په دوه سترگو مجنون پوهیږی اودده مینه او محبت فقط او فقط دلیلا سره ده خو بل چاته ارزښت نه لری، ځکه یې له درده دافسوس اوښکي توی کړی دی کله یې دیار سترگوته اوښکي تللی اوکله یې خپل قوم ته : دافسوس اوښکی مې ځی لکه اورونه ماته مې یار راکړل دزړه په سر داغونه بله مهمه خبره چې دده اشعارومحتوا یې څرگنده وې هغه انتقادی اړخ دی .هر څوک دخپل وطن ،خپل ملت ،خبل تاریخ .خپل کلتور او دودونو تر اغیزی لانې وې، هر څوک دخپلی زمانۍ بچیدی ، څه چې یې له دغو منابعو ځنی اخستیی وی هغه بیرته ورکوی او څه چې یې اوریدلی وی هغه بیرته وایې . شاعر دخالی زړه خاوند دی ، هغه داځواک لری چې له پیښو داسی انځورجوړ کړی چې دخلکو زړونو سره بو گتونکی واقع شی . دملنگ جان دغه اشعارودخلکو دپوهی او تنویر سره زیاته مرسته وکړه او دده داشعارو گرانښت سبب همدغه انتقادی اړخ دی لکه چې وایې : نور دصبر طا قت نه وینم ځان کې بې خودۍ را باندې بیا کړی اسردی چې نظر مې شو روزگار دده جهان ته له افسوسه مې غم راځی خپل ځان ته نور دصبر حولی کنډول مې مات شو ځکه پورته مې له خولی نه دافریاد شو زه دی خپلی پښتو لره حیران یم تش په تشه کړی دعوه چې زه افغان یم پښتنواله هسی خیریوې پښتوته چې په کورکی ماتول خپل مړوندونه نه دالاره دپښتو نه ده غیرت ده بلکې دغه علامه د جهالت ده او تر پایه پوری .همدارنگه ددی سره سره ملنگجان فلکلور یکو کیسو ته پخپلو اشعاروکې ځای ورکړی او ملنگ جان دټو لنی دیو فرد په حیث دخپلی ټولنی دکړو وړو څخه متا ثر دی او په دی تو گه نه یوازی خپل تاسیر ښکاره کړی بلکه خپله ټولنه یې هم انځورکړی ده او دغه واقیت مونږ ته دده له یو شمیر هغو انځورونو څخه ښکاری چې دکیسو په بڼه په نظم را پاتی شوی دی لکه چې وایې : سلطان نومي امیر په حکم دقدیر لښکر یې ټول بهیر دتخت دپاسه نا ست و تمام کار یې سر برا و سلطان نو مي پادشا ه و سلطان ووت له کوره روان شوپه یو لوری قدرت ته درب گوره بیا وخوت دغر سرته سلطان شو اندیښنه کې په تیره زمانه کې او تر پایه همداسې .دلته همدومره کفایت کوی ددی لپاره چې مو ضوع نوره اوږده نشی .خونه دیوازی ده دغه کیسي راوړی دی بلکه په فلکلو ریکو کیسو ، چار بیتو ، داستانونوکې هم ده دخپل وطن سره ښودلی ده .

باندنۍ تړنې[سمول]