ښځه په اسلام کې
جنسیتي رولونه[سمول]په اسلام کې جنسیتي رول له دوو قرآني احکامو سرچینه اخلي: (i) د ښځینه او نارینه وو معنوي برابري او (ii) دغه ایډیا چې ښځې باید د خپل ښځوالي او د نارینه وو د مرادنګۍ بېلګې وي.[۳] د ښځو او نارینه وو ترمنځ د معنوي برابرۍ په اړه په سوره الاحزاب (۳۳:۳۵) آیت کې داسې راغلي: [۴]د نارینه وو او ښځینه وو په اړه د اسلام اساسي لید لوری د ټولو موضوعاتو بشپړونکی دی له هر څېزه موږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا کړي دي، څو پند واخلئ (سوره الزاریات ۵۱:۴۹) - دا په دې مانا چې دوی یو له بل پرته بشپړېدونکي نه دي.[۵][۶] کوم ټینګار چې اسلام د ښځینه وو/ نارینه وو پر تضاد (یو د بل په بشپړوالي) کوي د دوی د ټولنیز چلند د بېلوالي لامل کېږي. په عمومي توګه د ښځو فعالیت ځای کور دی کوم چې په هغو کې اصلي ونډه لري او نارینه وو ته اړوند له کورڅخه بهر نړۍ ده.[۷][۸][۹] په داسې حال کې چې د عمل په ډګر کې دغه بېلوالی دومره شدید او سخت نه ښکاري. د اسلام په لومړي او معاصر تاریخ کې ګڼ شمېر مثالونه شته چې مسلمانو ښځو په عامه ژوند کې مهمه ونډه لرلې ده. لکه سلطانه، ملکې، د د دولت ټاکل شوې مشرانې او همدارنګه بډایه سوداګرې په توګه. سربېره پردې دا ډېره مهمه ده څو پوه شو چې اسلام، کور او کورنۍ د نړیوال ژوند او ټولنې په مرکزیت کې ځای لري. په قرآن شریف کې د څلورم سورت ”الانساء سربېره چې ۱۷۶ آیتونه لري، ګڼ شمېر آیتونه د مسلمانو ښځو په اړه د دوی د ونډې، دندې او حقونو په برخه کې راغلي دي.[۱۰] د ښځو زده کړې[سمول]هم قرآن شریف او هم د حضرت محمد(ص) کړنو او ویناوو(سنت) په ګډه د علم زده کړې په برخه کې د ښځینه او نارینه دواړو لپاره له یو شان حقونو دفاع کړې ده. قرآن ټولو مسلمانانو ته امر کوي چې خپل بیولوژیکي جوړښت ته له پام پرته د زده کړو په لټه کې اوسي. تل مسلمانان لوستلو، فکر کولو، او په طبعیت کې د لوی الله له قدرتونو څخه د پند اخیستو په موخه هڅوي. له دې سربېره محمد(ص) نارینه او ښځینه زده کړو ته هڅولي: هغه په څرګنده ویلي چې د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه لازم دي. هره مېرمن د خپل نارینه جوړه په څېر د علم د زده کړې، عقلي کچې د لوړاوي، لیدلوري د پیاوړي کولو، او د خپلو استعدادونو په وده او له هغه انرژي څخه خپلې ټولنې ته په ګټې رسولو مکلفه ده. د احادیثو روایت کوونکو ددغه حدیث په روایت کولو چې، په نارینه او ښځینه وو د علم زده کړه واجب ده بیانوي چې دا ټولیزه دنده ده او ښځې د نارینه وو په څېر اړ دي، زده کړه وکړي. پداسې حال کې چې له دغه لیدلوري سره یو شمېر پدې نظر وو چې هغه مېرمنې چې کولای شي لیک لوست وکړي، مضرې ګڼل شوې. خو بیا هم په اسلامي نړۍ کې مېرمنو تر هغه بریده چې د قانون له مخې ورته ټاکل شوی وو زده کړې ترلاسه کړې ډي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴] د ښځو له زده کړو سره د محمد(ص) لیوالتیا یو ښکاره واقعیت وو څرنګه چې ده به نارینه او ښځینه وو ته یوځای زده کړې ورکولې. د محمد(ص) له خوا زده کړې ورکول په پراخه کچه د ښځینه وو او نارینه وو د پام لامل شول، د نوموړي د وفات پر مهال ګڼ شمېر ښځینه پوهانې شته وې. د دې سربېره د محمد(ص) ښځو – په ځانګړې توګه بی بی عایشې – هم ښځو او هم نارینه وو ته زده کړې ورکولې. د محمد(ص) ډېری یارانو او پیروانو له بی بی عایشې څخه قران، حدیث او اسلامي فقه زده کړي دي. د پام وړ خبره خو دا وه، چې د زده کړو د ډول پر وړاندې هېڅ محدودیت نه وو. ښځو اختیار درلود چې د خپلې خوښې وړ زده کړې وکړي. له دې امله چې اسلام په رسمیت پېژندله چې دغه ښځې او میندې دي، نو د همدې ونډې د ښه ترسره کولو په موخه یې د دوی پر زده کړو ټینګار کاوه.[۱۵][۱۶][۱۷] واده[سمول]د واده قانوني چوکاټ[سمول]واده په اسلام کې د کورنۍ او ټولنیز ژوند اصلي بنسټ جوړوي. له تخنیکي پلوه دغه چاره د هغه قرارداد له مخې کېږي کوم چې له واده سره د ناوې په رضایت، او د مهر په ترلاسه کولو رامنځته کېږي.(د مېړه د ورپېژندلو پر مهال د ناوې چوپتیا د هغې د رضایت په توګه ګڼل کېږي.) ښځه د دې اختیار هم لري چې له خپلې خوښې وړ سړي څخه په کتبي یا شفاهي ډول خواستګاري وکړي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳] مهریه د ښځې شخصي مالکیت دی چې باید د هغې کورنۍ او یا هم نورو خپلوانو ته ورنه کړل شي. د فقهي دوکتورینو په وینا، هغه مال چې یوازې د ښځې په نوم کېږي نو د مېړه، ورور یا پلار له خوا یې پکې تصرف نشي کېدلای. د ډېرو پېړیو په ترڅ کې دغه فکر په (عیسوي) اروپا کې د ښځې د کم مالکیت لرلو حق سره په کلکه مخالف وو.[۲۴][۲۵] د واده مراسم او لمانځل[سمول]کله چې د واده هوکړه د شاهدانو په مخ کې اعلان شي، نو ټول شته کسان د فاتحې سورت(د قران کریم لومړنی سورت) لولي. په عمومي توګه د واده عقد په جومات کې نه ترسره کېږي مګر په خصوصي کورونو او یا هم د قاضي په دفتر کې ترسره کېږي. په اغلب ګمان د هغو بڼه یا جوړښت او جشن نیول د ملي او یا هم قبیلوي دودونو له مخې وي. د اسلامي نړۍ په یو شمېر برخو کې ناوې ته تحفې ورکول کېږي، ناوې ته مجلل کالي اوګاڼې اغوستل کېږي او مراسم هم ورته په هغه کور کې نیول کېږي کوم ته چې ناوې ور وړل کېږي. زوم هم په آس سپرلي کوي چې ملګري او دوستان یې بدرګه کوي، همدارنګه تل د دغو مراسو په پای کې د ولیمې په نوم ډوډۍ هم مېلمنو ته ورکول کېږي.[۲۶] سرچينې او ياداښتونه[سمول] |
- ↑ Herbert L. Bodman; Nayereh Esfahlani Tohidi, eds. (1998). Women in Muslim Societies: Diversity Within Unity. Lynne Rienner Publishers. pp. 2–3. ISBN 978-1-55587-578-7.
- ↑ Ibrahim, I. A.; Abu-Harb, Ibrahim Ali Ibrahim (1997). A Brief Illustrated Guide to Understanding Islam (in انګليسي). Darussalam. ISBN 978-9960-34-011-1.
- ↑ Eaton, Gai (2000). Remembering God: Reflections on Islam. Cambridge, England: The Islamic Texts Society. p. 91. ISBN 978-0-946621-84-2.
- ↑ Nasr, Seyyed Hossein (2004). The Heart of Islam: Enduring Values for Humanity. New York: HarperOne. p. 125. ISBN 978-0-06-073064-2.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ "Center for Muslim-Jewish Engagement". July 4, 2015. خوندي شوی له the original on July 4, 2015.
- ↑ Murata, Sachiko (1992). The Tao of Islam: A Sourcebook on Gender Relationships in Islamic Thought. Albany: State University of New York Press. p. 14. ISBN 978-0-7914-0914-5.
- ↑ Eaton, Gai (2000). Remembering God: Reflections on Islam. Cambridge, England: The Islamic Texts Society. pp. 92. ISBN 978-0-946621-84-2.
- ↑ Eaton, Gai (2000). Remembering God: Reflections on Islam. Cambridge, England: The Islamic Texts Society. pp. 93. ISBN 978-0-946621-84-2.
- ↑ Mazumdar, Shampa and Sanjoy (Winter 2001). "Rethinking Public and Private Space: Religion and Women in Muslim Society". Journal of Architectural and Planning Research. 18 (4): 307–308. JSTOR 43031047 – via JSTOR.
- ↑ An-Nisa Archived May 1, 2015, at the Wayback Machine., University of Southern California.
- ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. London, England: Palgrave Macmillan. p. 8. ISBN 978-0-333-73458-2.
- ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. London, England: Palgrave Macmillan. p. 9. ISBN 978-0-333-73458-2.
- ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. London, England: Palgrave Macmillan. p. 20. ISBN 978-0-333-73458-2.
- ↑ Robinson, Francis (2000-01-01), Irwin, Robert (ed.), "Education", The New Cambridge History of Islam (1 ed.), Cambridge University Press, pp. 495–531, doi:10.1017/chol9780521838245.022, ISBN 978-1-139-05614-4, بياځلي په 2020-12-14
- ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. London, England: Palgrave Macmillan. pp. 20–21. ISBN 978-0-333-73458-2.
- ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. London, England: Palgrave Macmillan. pp. 20–21. ISBN 978-0-333-73458-2.
- ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. London, England: Palgrave Macmillan. p. 21. ISBN 978-0-333-73458-2.
- ↑ Oliveti, Vincenzo (2002). Terror's Source: The Ideology of Salafism and Its Consequences. Birmingham, England: Amadeus Books. p. 37. ISBN 978-0-9543729-0-3.
- ↑ Glassé, Cyril (1989). The Concise Encyclopedia of Islam. London, England: Stacey International. p. 259.
- ↑ "Sahih Muslim. 16.The Book of Marriage. Hadith 80. 1421 c In-book reference". Sunnah.com. بياځلي په 13 November 2019.
- ↑ Abu Amina Elias (September 15, 2012). "Hadith on Marriage: Wife must consent to her marriage". Abu Amina Elias. بياځلي په 13 November 2019.
- ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. London, England: Palgrave Macmillan. p. 33. ISBN 978-0-333-73458-2.
- ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. 1998: Palgrave Macmillan. pp. 33–34. ISBN 978-0-333-73458-2.
{{cite book}}
: CS1 maint: location (link) - ↑ Jawad, Haifaa A. (1998). The Rights of Women in Islam: An Authentic Approach. London, England: Palgrave Macmillan. p. 35. ISBN 978-0-333-73458-2.
- ↑ Quraishi-Landes, Asifa (24 June 2016). "Five myths about sharia". The Washington Post. بياځلي په 12 June 2017.
- ↑ Glassé, Cyril (1989). The Concise Encyclopedia of Islam. London, England: Stacey International. p. 259.