ويکيپېډيا:ورانکاري
د ويکيپېډيا په منځپانګه کې په ناسمه توګه د يو څه زياتول، ړنګول يا په هغې کې داسې يو سمون کول چې له کبله يې د ويکيپېډيا بشپړتيا له منځه لاړه شي، ورانکاري بلل کيږي. يا د بېلګې په توکه که ووايو چې د ويکيپېډيا په مخونو کې د ليکنې سره د نه تړاو لرونکو انځورونو، بربنډو انځورونو يا خندا وړ ليکنو ځايول يا په غير منطقي توګه د تګلارې مخالف له ځينو ليکنو څخه يو څه ړګول او يا په ځينو مخونو کې په واضح ډول د بې کاره او غير ضروري موادو ځای پرځای کولو ته د ويکيپېډيا ورانکاري وايي. يانې ورانکاري هر هغه عمل دی چې د ويکيپېډيا ليکنې او مخونه خرابوي يا يې بې باوره کوي يا دا چې د ويکيپېډيا مالومات ګډوډ کوي. ورانکاري منع ده[سمول]د کارنانو د هڅونې په پار بايد وارنکاری کارن د هغې د ورانکارۍ په اړه خبر کړای شي، د څو پرله پسې ورانکاريو يا د نه منع کېدو په صورت کې ويکيپېډيا:پازوالان کولی شي چې په هغې د څه مودې لپاره بنديز ولګوي. د ورانکارۍ مخنيوی څنګه وکړو[سمول]کوښښ وکړئ چې وروستي بدلونونه پاڼه او په ځانګړې توګه نوي مخونه وڅارئ!. د ورانکارۍ ليدلو پرمهال بايد څه وکړو؟[سمول]که تاسو په کومه ليکنه يا مخ کې ورانکاري ووينئ، نو هغه ورانکارې برخه يې لرې کړئ، يا ټوله ليکنه سمه کړئ. نويو کارنانو ته لارښوود[سمول]سمون ورانکاري ده، يا تېروتنه[سمول]بايد وکتل شي چې کارن دا ډول بدلونونه د سمون په نيت ترسره کړي يا د ورانکارۍ په نيت، يانې د کارن موخه په ليکنه کې د بدلون څخه د ليکنې ورانول و، يا سمول۔ بېرته ګرځول[سمول]د مخ نېټه وګورئ او د ورانکارۍ دمخه تاريخ ليکنه بېرته راوګرځوئ. خبرداری[سمول]کارن ته خبرداری ورکړئ، ترڅو بياځلي دا ډول تېروتنه او ورانکاري ونه کړي. د وران شوي مخ څارنه وکړئ![سمول]دا مخ تر هغې وڅارئ، ترڅو ډاډه شئ، چې نور په ياد مخ کې کوم څوک ورانکاري نه ترسره کوي. پازوال خبرول[سمول]د پرله پسې ورانکارۍ په صورت کې پازوال ته خبر ورکړئ، چې په ياد کارن بنديز ولګوي، يا په اړه لازم اقدام وکړي. نور وګورئ[سمول] |