منځپانگې ته ورتلل

چېکيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د چېک قوم
Češi
کارل ۴یان هوسیان آموس کمنسکي
František PalackýJan Evangelista Purkyněيان ژيژکا
Antonín DvořákTGMواتسلاف هاول
ټول نفوس
(د ۱۱-۱۲ ميليونه په شاوخوا کې)
ګڼ مېشتې سيمې
چېک جمهوريت چېک جمهوريت 6,732,104[۱]
 د امريکا متحده ايالات1,462,000 [۲]
(including German Bohemians)
 کاناډا98,090 (2006)[۳]
ایټاليا80,000-90,000
انگلستان30,000–90,000
جرمني20,000–50,000
سلواکيا46,000
 ارجنټاين38,000
 آسټراليا21,196[۴]
اتريش20,000
 CHE20,000
 اوکراين11,000
 فرانسه10,731 (1990)
کينډۍ:HRV10,510 (2001)
کينډۍ:ISR8,000
سويډن سويډن7,175 (2001)
آيرلېنډ5,278[۵]
اسپانیا5,622 (2006)
 Russia5,000–6,000
برازيل450,000[۶]
کينډۍ:NLD3,500
کينډۍ:ROU3,339 (2002)
Polonia پولېنډ3,000
کينډۍ:ZAF2,300
کينډۍ:SRB2,211 (2002)
کينډۍ:MEX2,000
بوسنيا او هرزه ګونيا600–1,000[۷]
بلغاريه بلغاريه436
ژبې
چیکی ژبه
دين
بي مذهب 59%, رومن کاتوليک 26.8%, پروتېستانت 2.1%, چېک اورتودوکس (27,000) نور 3.3%, ناڅرگند 8.8%[۸]
اړوند توکمډله
نور سلاويان, په ځانگړې ډول نور لوېديځ سلاويان[۹]
سلاويانو ته تر ډېره اړوند کيږي[۱۰]

چېکيان (په چېکی ژبې کې:Češi) یو د لویدیځی سلاوی قوم دی چې په ځانگړی ډول په مرکزی اروپا کې ژوند کوی. دغه قوم په چیکی ژبې خبری کوی او ۱۲ میلیونه تنه لری. چېکیان په ځانگړی ډول مسیحیان دي.

تاریخ

د تاریخ پوهانو په نظر چېکیان د لوېدېځ د سلاوی قبایلو څخه دی چې په پنځمه پېړۍ کی د آسیا څخه منځنی اروپا ته راغللې. په لسه پېړۍ کی د پښيميسل حکمرانان چېکی قبایل توحید کړ او د موراوا تر نیولو وروسته یی په مرکزی اروپا کی قوی دولت جوړ کړ. په ۱۳ پېړۍ کې د پښيميسل اوتاکار ۱ د حکومت په وخت کې د چېک حکمراني د چېک په پاچایی تبدیل شو. په دی وخت کی د چېک د پاچایی لوېدېځی سیمې د آلمانیانو لخوا هم آبادې شوې. د دی په سبب تقریپا ۱۰،۰۰۰ چېکیان آلمانی ټبره دي. د پښيميسل اوتاکار ۲ د حکومت په وخت کی د چېک پاچایی اوج ته ورسېده. پښيميسل اوتاکار ۲ د چېک امپراطوری پراخه کړه او په مرکزي اروپا کې یی قوی او لوی دولت جوړ کړ. په ۱۴ پېړۍ کې چېک پاچایی د لوکسنبورگ د حکمرانانو په لاس کې وه. د هغو حکمرانانو څخه پاچا کارل ۴ تر ټولو مشهور حکمران وو. د پاچا کارل ۴ د حکومت په وخت کی د پراگ پایتخت ثقافتی تعلیمی او سیاسی مهم مرکز وو. د ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۹۱۸ کال پورې د چېک پاچایی د هابسبورگ د حکمرانانو په لاس کې وو. د هابسبورگ حکمرانان پر چېکیانو باندی ډېر ظلمونه کول او په دی وخت کې آلمانی ژبه رسمی ژبه وه. د هابسبورگ حکمرانان کاتولیکیان ول او غوښتل چی د چېک په پاچایی کی د کاتولیک دین پراخه وکړي. په ۱۷ پېړۍ کې په اروپا کې د کاتولیکی حکمرانانو او د پروتستان د حکمرانانو په منځ کې مذهبی جگړې پېل شول. په ۱۶۲۰ کال کی د چېک په پاچایی کې د پروتستان اشرافان د هابسبورگ د حکمرانانو پر ضد قیام وکړ. مگر د بیلا هورا په جگړې کی ( په پښتو کې: د سپین غر جگړه) د پروتستانو اردو ماته وخورله. تر جگړې وروسته د چېک اشرافان ووژل شول او نورو دینی عالمان مجبور شول چی د چېک د پاچایی څخه تېښته وکړي. په ۱۹ پېړۍ کی د چیکی ژبی ترقی بیا پېل شوه. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او توماش گاریگ ماساریک د چکوسلواکیا لمړني ولسمشر شو. دغه هېواد تر څو کلو وروسته صنعتی او بدایی هېواد شو. په ۱۹۳۸ کال کې د چکوسلواکیا د لوېدېځ برخې چې د آلمانیانو لخوا آبادې شوې د چکوسلواکیا څخه بیل شوې او د آلمان سره یوځای شوې. په ۱۹۳۹ کال کې سلواکیا خپلواکی علان کړه او چېک د آلمان د پوځ لخوا ونیول شو. په ۱۹۴۵ کال کې د نړۍ تر دویمې جگړې وروسته د چکوسلواک جمهوریت بیا جوړ شو. په ۱۹۴۸ کال کی چکوسلواکیا سوسیالیستی هېواد شو. په دی وخت کی تقریبًا ۳۰،۰۰۰ چېکیان مجبور شول د چکوسلواکیا څخه نورو غربي هېوادو ته کډه وکړي.

References

  1. Obyvatelstvo podle národnosti podle krajů
  2. "2004 survey". ترلاسه‌کېدو نېټه 2012-01-02.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  3. "Statistics Canada". ترلاسه‌کېدو نېټه 2012-01-02.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  4. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 maint: url-status (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  5. CSO - Statistics: Persons usually resident and present in the State on Census Night, classified by place of birth and age group
  6. Moschella, Alexandre. "Edição 214, Um atalho para a Europa". Editora Globo. ترلاسه‌کېدو نېټه 2008-01-31.
  7. "آرشیف کاپي". ترلاسه‌کېدو نېټه 2012-01-02.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  8. 1-19 Population by denomination and sex: as measured by 1921, 1930, 1950, 1991 and 2001 censuses Archived 2007-08-09 at the Wayback Machine. (PDF), Czech Demographic Handbook 2006 Archived 2007-08-19 at the Wayback Machine..
  9. Slav (people) — Britannica Online Encyclopedia
  10. "Ethnologue - Slavic languages". www.ethnologue.com. ترلاسه‌کېدو نېټه 2011-03-16.