Jump to content

پر عراق یرغل (۲۰۰۳)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پر عراق يرغل ۲۰۰۳
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
invasion (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۲۰ مارچ ۲۰۰۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۱ مې ۲۰۰۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ګډونوال

په 2003 کي پر عراق یرغل [lower-alpha ۱] د عراق د جګړې لومړۍ مرحله یا پیل وو. دا یرغل د ۲۰۰۳ کال د مارچ په ۲۰ پیل او نژدې یوه میاشت یې دوام وکړ [۲] چي پکښي د متحده ایالاتو، انګلستان، استرالیا او پولنډ ځواکونو د متحده ایالاتو په مشرۍ د عراق جمهوریت تر برید لاندي ونیوی. د یرغل له لومړۍ ورځي دوه ویشت ورځي وروسته د بغداد ښار د شپږ ورځنۍ جګړې په پایله کي د اپریل په نهمه نېټه د ایتلافي ځواکونو لخوا سقوط او لومړی پړاو په رسمي توګه د مئ په اوله نیټه پای ته ورسیدی. د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش ددې ماموریت په پای کي د وینا پر مهال "د لویو جګړه ییزو عملیاتو پای" اعلان کړ. [۳] دا وروسته له هغه چي د ایتلاف لنډمهاله اداره (CPA) په رسمي توګه اعلان او رامنځ ته سوه، او د 2005 په جنوري کي یې د عراق پارلماني ټاکنو ته لاره هم هواره کړه.

د متحده ایالاتو ایتلاف په عراق کي د یرغل په لومړني پړاو کي چي د مارچ له ۱۹ څخه د مئ تر لومړۍ نیټې پوري یې دوام درلود ۱۶۰ زره سرتیري عراق ته ولېږل، چي په دي کي شاوخوا 73 فیصده یا 130,000 سرتیري امریکایان وه، او نژدې 45,000 برتانوي سرتیرو، [۴] 2,000 اسټرالیایي سرتیرو او 200 پولنډي JW GROM کمانډو هم برخه پکښي درلوده. د معلوماتو لمخي په دې جګړه کي شپاړس نور هیوادونه هم ښکېل وه. د برید د چمتووالي لپاره د فبروري تر 18 پوري نژدې 100,000 امریکایي سرتیري په کویت کي راټول سوي وه، [۴] چي وروسته یې د عراق په کردستان کي د پیشمرګا ملاتړ هم ترلاسه کړ.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جورج ډبلیو بوش او د انګلستان د لومړي وزیر ټوني بلیر په وینا د ایتلاف موخه "د عراق د ډله ایزو ویجاړونکو وسلو لمنځه وړل، د صدام حسین له لوري د تروریزم ملاتړ پای ته رسول او د عراق د خلکو آزادول وه، خو د هانس بلیکس په مشرۍ د ملګرو ملتونو د تفتیش ټیم اعلان تر دې مخکي تعالن کړي وو، چي د برید له پیل څخه دمخه یې د WMDs د شتون هیڅ شواهد ندي موندلي.

د 2003 کال د جنورۍ په میاشت کۍ د CBS په نظرپوښتنه کي 64٪ امریکایانو د عراق په وړاندي پوځي اقدام غوره باله. 63٪ بیا داسي وګړي وه چي له بوش یې غوښتل ترڅو د جګړې پر ځای ډیپلوماټیکه حل لاره ومومي، او 62٪ په دې باور وه چي د امریکا په وړاندي د تروریزم ګواښ به د جګړې له امله نور هم زیات سي. [۵] د متحده ایالاتو له لوري دغه يرغل د فرانسې، جرمني او نیويزيلاند د حکومتونو په ګډون د امريکا د ځينو اوږدمهاله متحدينو له خوا په کلکه وغندل سو. [۶] [۷] ددې هیوادونو مشرانو استدلال وکړ چي په عراق کي د ډله ایزي ویجاړۍ وسلې شتون نلري او د UNMOVIC د 12 فبروري 2003 کال د راپور په شرایطو کي پر هغه هیواد برید د توجیه وړ ندی. ویل کیږي چي د عراق د جګړې پر مهال شاوخوا ۵۰۰۰ کیمیاوي وسلې مرمۍ یا هوايي بمونه کشف سول، خو دا د ۱۹۹۱ کال د خلیج له جګړې مخکي د صدام حسین په واکمنۍ کي جوړ او پرېښودل سوي وه، چي له همدې امله یې د متحده ایالاتو ادعاء غلطه ثابته کړه. د ۲۰۰۴ کال د سپتمبر په میاشت کي د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان د عراق یرغل د نړیوالو قوانینو له مخي غیر قانوني بللی وو او ویې ویل چي دا د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده. [۸]

د 2003 کال د فبروري په 15 نېټه د یرغل څخه یوه میاشت دمخه په ټوله نړۍ کي د عراق د جګړې پر ضد لاریونونه وسول، او په روم کي د درې میلیونه خلکو لاریون د ګینیس په نړیوالو ریکارډونو کي د جګړې ضد ترټولو لوی لاریون په توګه لیست سو. د فرانسوي اکاډیمیک ډومینیک ریني په وینا د 2003 کال د جنورۍ له 3 څخه د اپریل تر 12 پوري په ټوله نړۍ کي 36 ملیون خلکو د عراق د جګړې په وړاندي نږدې په 3,000 لاریونونو کي برخه اخیستې وه. [۹]

پر عراق یرغل د ۲۰۰۳ کال د مارچ په ۲۰ په بغداد کي د ولسمشرۍ په ماڼۍ باندي له هوايي برید سره یو ځای پیل سو، او بله ورځ ایتلافي ځواکونو د عراق او کویټ پولي ته نږدې د بصرې په ولایت کي د دوی له ډله ایز ځای څخه رسمي جګړه پیل کړه. له دې په هاخوا ځانګړو ځواکونو د فارس خلیج څخه د بصرې او شاوخوا د تیلو د ساحو د خوندي کولو لپاره یو عمودي برید پیل کړ، او اصلي یرغلګر پوځ د عراق د سویلي سیمي تر نیولو وروسته د مارچ په 23 د ناصریه په جګړه کې ښکیل سو.

د مارچ په ٢٦ نېټه د ١٧٣ هوايي لوا د شمالي ښار کرکوک ته څېرمه په هوايي ډګر کې کښته سوه، چېري چي دوی له کرد ياغيانو سره يو ځای او د عراق د شمالي برخي د خوندي کولو لپاره د عراقي پوځ پر ضد څو بریدونه ترسره کړه.

د عراق زیاتره پوځ په ډېره چټکۍ سره مات سو او ایتلاف د اپریل په نهمه بغداد بشپړ لاندي کړ. د عراق ولسمشر صدام حسین او مرکزي رهبري په داسي حال کي له سترګو پټ سول چي ایتلافي ځواکونو د دغه هیواد اشغال نور پای ته رسولی وو، او د مئ په لومړۍ نیټه د اشغال دورې په پای ته رسېدو سره د نظامي اشغال دوره پیل سوه. د معلومات پر اساس د عراق ولسمشر صدام حسین د ډسمبر په دیارلسمه نیټه د امریکایي ځواکونو لخوا ژوندئ ونیول سو.

  1. Malovany, Pesach (21 July 2017). Wars of Modern Babylon: A History of the Iraqi Army from 1921 to 2003. University Press of Kentucky. ISBN 9780813169453 – via Google Books.
  2. . 29 November 2022. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . Political Circus: 'Mission Accomplished' finds a home. www.cnn.com.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ (په 18 February 2003 باندې). U.S. has 100,000 troops in Kuwait. CNN
  5. "Poll: Talk First, Fight Later" .
  6. An exception was Denmark, where even the popular opinion supported the invasion and Denmark as a member of the coalition.
  7. NZ praised for 'steering clear of Iraq war' Error in webarchive template: Check |url= value. Empty. The Dominion Post, 7 December 2008.
  8. . 15 September 2004. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  9. (په 19 March 2005 باندې). Anti-war protests do make a difference. Socialist Worker.