جورج واکر بوش

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج واکر بوش
جورج واکر بوش

مرستيال ډېک چيني او کونډاليزا رايس
بل کلنټن
اوباما
د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: George Walker Bush د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۶ د جولای، ۱۹۴۶ ز. ک.
نيو هېون, کانېکټيکټ, امريکا
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 183 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه لورا بوش (۵ نومبر ۱۹۷۷–)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار جورج هربرت واکر بوش[۱]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي افسر
سوداگر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲][۳]
هسپاني  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات  د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د عراق جګړه
په افغانستان کې جګړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 فلاډلفیا لبرټی میډل  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج واکر بوش
جورج واکر بوش

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

Found گوند, Found ترتیب,

جورج واکر بوش (د ۱۹۴۶ز کال د جولای په شپږمه زېږېدلی) يو امريکايي سياستوال او سوداګر دی چې له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۰۹ز کال پورې يې د متحده ايالاتو د دري څلويښتم ولسمشر په  توګه دنده تر سره کړې. هغه د بوش کورنۍ او جمهوري ګوند غړی دی، له ولسمشرۍ وړاندې يې له ۱۹۹۵ز  کال څخه تر ۲۰۰۰ز کال پورې د ټيکساس ايالت د شپږ څلوېښتم والي په توګه کار کړی.

د عمر په درېيمه لسيزه کې، بوش د ټيکساس ملي هوايي ځواک کې الوتکې الوزولې. په ۱۹۷۵ز کال کې د هاروارډ د تجارت له ښوونځي تر فراغت وروسته، هغه د تيلو په صنعت کې کار وکړ. په ۱۹۷۸ز کال کې، هغه د استازو د جرګې ټاکنې وبايللې. مخکې تر دې چې په ۱۹۹۴ز کال کې د ټيکساس د والي په توګه انتخاب شي، هغه د ټيکساس رينجرز په نوم د بيس بال لوبې د لوبډلې شريک مالک و. د ټيکساس د والي په توګه بوش په برياليتوب سره د زيان «شبه جرم» د اصلاحاتو قانون جوړولو بريالی ملاتړ وکړ، تعليمي مالي مرستې يې زياتې کړې، د ښوونځيو لپاره یې لوړ معيارونه وټاکل او د جزايي عدالت نظام يې اصلاح کړ. د هغه د دندې پر مهال ټيکساس په ټول هيواد کې د بادي برېښنا د توليد مخکښ ايالت وګرځېد. د ۲۰۰۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې، بوش په يوه تنګه او له سيالۍ ډکه بريا کې د ديموکراتانو نوماند «ال ګوري» ته ماتې ورکړه، د بوش په بريا کې د سترې محکمې دا پرېکړه هم شامله وه چې په فلوريډا ايالت کې يې د رايو بيا شمارل ودرول. هغه څلورم تن و چې د ټولو رايو د نيمايي څخه د زياتو له تر لاسه کولو پرته د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

د ولسمشر په توګه د واک له تر لاسه کولو سمدستي وروسته بوش د مالياتو د کمښت پروګرام او د «هيڅ ماشوم بايد ورسته پاتې نه شي» په نوم د تعليمي سمون لايحه لاسليک کړه. هغه د ټولنيزو محافظه کارانه هڅو ملاتړ وکړ لکه د جنين د نيمه تولد د سقط د ممنوعيت قانون او د عقېدې پر اساس نوښتونه. هغه پرېکنده پېښې چې د بوش ادارې ته يې نوې بڼه ورکړه د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر مياشتې د يولسمې نېټې تروريستي بريدونه وو چې په پايله کې يې د داخلي امنيت وزارت او د تروريزم په وړاندې جګړه رامنځ ته شو. بوش پر افغانستان د بريد امر وکړ، د طالبانو د نسکورولو، القاعد ه له منځه وړلو او اسامه بن لادن د نيولو لپاره يې افغانستان کې جګړه پيل کړه. هغه د وطن پرستۍ قانون لاسليک کړ تر څو د شکمنو ترهګرو د څارنې اجازه ورکړي. په ۲۰۰۳ز کال کې، په دې ناسم استدلال چې ګوندې د صدام حسين حکومت د ډله یيزو وژنو وسلې لري، بوش پر عراق د بريد امر وکړ چې له امله يې د عراق جګړه پيل شوه. بوش همدا راز د روغتيايي پاملرنې د نوې کولو قانون لاسليک کړ، په داسې حال کې چې د روغتياپالنې د D برخه یې جوړه کړه او د PEPFAR مالي تمويل يې وکړ.

بوش په ۲۰۰۴ز کال کې د ديموکراتيک ګوند نوماند جان کيري ته په ماتې ورکولو سره يو ځل بيا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ولسمشرۍ په دويم پړاو کې بوش ګڼ سوداګريز تړونونه وکړل. هغه جان رابرټ او «سمويل اليټو» سترې محکمې لپاره وټاکل. هغه د ټولنيز خونديتابه او کډوالۍ قوانينو کې د سترو بدلونونو په لټه کې و، خو دواړه هڅې يې په کانګريس کې ناکامې شوې. په بوش باندې د کاترينا توپان په وړاندې د چلند او د متحده ايالاتو د څارنوالانو د منځمهالې دورې د لغوه کولو له کبله سختې نېوکې وشوې. په دې منځ کې چې د بوش محبوبيت په کمېدو و، ديموکراتانو يو ځل بيا په ۲۰۰۶ز کال کې د ګانګريس په ټاکنو کې واک تر لاسه کړ. د افغانستان او عراق جګړې روانې وې او د ۲۰۰۷ز کال په جنورۍ کې بوش په عراق کې د سرتېرو زياتول پيل کړل. د ديسمبر په مياشت کې، متحده ايالات ستر اقتصادي رکود ته داخل شول او د بوش اداره يې اړ کړه چې د هيواد د مالي نظام د خونديتابه په موخه د ګڼو اقتصادي پروګرامونو لپاره د کانګريس تاييد تر لاسه کړي، په دې پروګرامونو کې له ستونزو سره مخ شتمنيو سره مرستې کولو پروګرام هم شامل و.

بوش د دويم پړاو ولسمشرۍ د پای ته رسېدو څخه وروسته بېرته ټيکساس ته ستون شو او هلته يې په ۲۰۱۳ز کال کې د ولسمشرۍ کتابتون پرانيستل شو. هغه د متحده ايالاتو په تاريخ کې تر ټولو محبوب او تر ټولو منفور ولسمشر و، نوموړي د سپتمبر يوولسمې له بريدونو وروسته يې تر ټولو زياتې د تاييد رايې خپلې کړې، خو د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ز کلونو کې يې د مالي بحران پر مهال تر ټولو کمې رايې هم تر لاسه کړې وې. د بوش د ولسمشرۍ دوره له متوسطې څخه ښکته بلل شوې ده، که څه هم د دفتر له خوشې کولو وروسته د هغه د ولسمشرۍ عمومي او علمي هرکلی مخ پر بره ولاړ.

د ژوند لومړي کلونه او دنده

جورج واکر بوش د ۱۹۴۶ز کال د جولای په شپږمه نېټه، د کانکټيکاټ ايالت  نيوهاوين په سيمه کې د ګريس نيو هاوين په روغتون کې زېږېدلی و. هغه د جورج هربرټ واکر بوش او باربرا پيرس مشر بچی و. هغه د ټيکساس په ميډلينډ او هوسټن کې له خپلو څلورو خوېندو وروڼو سره را ستر شو، د هغوی نومونه دا دي: جيب، نيل، ماروين او ډورتي. د هغه يوه کشره خور روبين په ۱۹۵۳ز کال کې  د وينې د سرطان له امله مړه شوه. د هغه پلرنی نیکه پريسکوټ بوش له کانکټيکاټ څخه د متحده ايالاتو سناتور و.  پلار يې له ۱۹۸۱ز څخه تر ۱۹۸۹ز کال پورې د ولسمشر رونالډ ريګان مرستيال او له ۱۹۸۹ز څخه تر ۱۹۹۳ز کال پورې د متحده ايالاتو ولسمشر و. بوش انګريزی او المانی توکم درلود، همداراز په لرې نسل کې يې هالنډي، ولزي، ايرلنډي، فرانسوي او سکاټلينډي رېښې هم لرلې.[۴][۵][۶][۷]

زده کړه

بوش د تيکساس په دولتي ښوونځيو کې زده کړې وکړې او کله يې چې اوم ټولګی بشپړ کړ کورنۍ يې هاسټن ته وکوچېده. دلته يې په کينکيډ ښوونځي کې دوه کاله تېر کړل کوم چې د پوهنځي لپاره د چمتوالي ښوونځی و. [۸]

بوش لېسه په فيليپ اکاډمۍ کې وويله، دا ښوونځی د ماساچوسټ په اندور کې دی، دلته يې د بيس بال لوبه کوله او په وروستي کال کې د هڅوونکو د ډلې مشر و. له ۱۹۶۴ز څخه تر ۱۹۶۸ پورې «يال» پوهنتون ته ولاړ او په تاريخ کې يې د لسانس سند تر لاسه کړ. په دې موده کې هغه د هڅوونکو مشر او د «ډيلټا کاپا اپسيلون» غړی و، په وروستي کال کې يې د ورورګلوۍ د ټولنې مشري کوله. بوش د يو مشر په توګه د جمجمې او هډوکي د ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ. بوش د رګبي لوبې د ټولنې لوبغاړی  او د يل د په لومړيو XV کې و. هغه خپل ځان يو منځنی زده کوونکی باله. د يال پوهنتون په لومړيو درې کلونو کې د هغه اوسط نمرې اوه اويا وې او د زده کړې په وروستي کال کې يې د شمېرو د ډلبندۍ نظام پر اساس دې ته ورته اوسط نمرې خپلې کړې وې.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۹۷۳ز کال په مني کې بوش د هاروارډ تجارت ښوونځي کې داخل شو. په ۱۹۷۵ز کال کې يې د MBA (په سوداګرۍ کې ماسترۍ) سند تر لاسه کړ او فارغ التحصيل شو. هغه د متحده ايالاتو يوازينی ولسمشر دی چې د MBA سند يې درلود.[۱۹]

کورنۍ او شخصي ژوند

بوش په۱۹۶۷ز کال کې له کاترين لي ولفمن سره کوژده وکړه، خو دې کوژدې دوام ونه کړ. بوش او ولفمن له دې اړيکې وروسته هم ښې اړيکې لرلې. په داسې حال کې چې بوش په ۱۹۷۷ز کال کې په يوه حويلۍ کې په يو محفل کې شريک و، د هغه ملګرو يې له لورا ويلچ سره تعارف وکړ، څوک چې د ښوونځي ښوونکې او د کتابتون مسئوله وه. له درې مياشتو مرکو وروسته، هغې د بوش د واده وړانديز ومانه او دوی دواړو په همدې کال د نومبر په پنځمه نېټه واده وکړ. دواړه د ټيکساس په ميډلينډ کې مېشت شول. بوش د خپلې کورنۍ کليسا پرېښوده او د خپلې مېرمنې د متحدې ميتوديستي کليسا سره يو ځای شو. د ۱۹۸۱ز کال د نومبر په پنځه ويشتمه نېټه د لورا غبرګونې لورګانې هره يوه باربرا او جينا وزېږېدې. بوش وايي بيلي ګراهام ننګولی و چې په عيسی «چې عيسی راپورته کېدونکی خدای دی» باندې د ايمان په اړه فکر وکړي، او دا چې هغه په ورځني ډول د بايبل لوستل پيل کړل، «قادر مطلق» ته «تسليم» شو، او دا چې «ايمان يوه تګلاره ده» او هغه په دې ډول د خدای له مېنې اغېزمن شو».[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د نشه يې توکو زيات کارول

له واده مخکې، بوش د نشه يې توکو د زيات کارولو له ګڼو ستونزو سره مباره وکړه. په يوه بېلګه کې د ۱۹۷۶ز کال د سپتمبر په څلورمه نېټه، د مين ايالت د کينيبانکبورت په سيمه کې د خپلې کورنۍ د دوبي له استوګنځای سره نژدې له دې کبله درول شوی و چې د نشه يې توکو تر اغېز لاندې يې موټر چلاوه. په هغه د نشه يې توکو تر اغېز لاندې د موټر چلولو قضيه ثبت شوه، يو سل او پنځوس ډالره جريمه او په مين کې د لنډې مودې لپاره د هغه د موټروانۍ اجازتنامه وځنډول شوه. بوش ويلي چې د هغه مېرمنې د هغه پر ژوند ثابت اغېز درلود او هغه په ۱۹۸۶ز کال کې د نشه يې توکو د پرېښودو پرېکړه د خپلې مېرمنې اغېز ته منسوبوي. کله چې د ټيکساس والي و، بوش د خپلې مېرمنې په اړه ويلي و «ما يوه خوږ ژبې، ښايسته ښځه ولېده، نه يوازې دا چې خوږ ژبې او ښايسته وه، بلکې ځيرکه هم وه او غوښتل يې چې زما ځيږه اړخونه هم وزغمي، اوزه بايد اعتراف وکړم چې هغې دا اړخونه د وخت په تېرېدو سره نرم کړي دي». بش همدا راز ادعا کړې چې د نشه يې توکو د پرېښودو په لړ کې پر خدای د هغه ايمان مهم و. «زه باور لرم چې خدای له ماسره مرسته وکړه چې سترګې مې پرانيزي، کومې سترګې چې د شرابو له کبله پټې وې».[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

مخينه

زده کړې

مذهبي عقيدې او عملونه

  1. دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb135678148 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/18766179
  4. (په December 24, 2000 باندې). Bush's Birthplace? It's Deep in the Heart of ... New Haven. The New York Times.
  5. "George Walker Bush". Famous Texans. February 3, 2005. مؤرشف من الأصل في September 15, 2008. د لاسرسي‌نېټه September 1, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Bush, Prescott Sheldon, (1895–1972)". Biographical Directory of the United States Congress. مؤرشف من الأصل في February 3, 2010. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Ancestry of George W. Bush". Wargs.com. د لاسرسي‌نېټه April 20, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bush, then the governor of Texas, was the commencement speaker at St. John's Academy in 1995: "An Inventory of Press Office Speech Files at the Texas State Archives, 1986, 1989–2000, undated (bulk 1995–2000)". Texas State Library and Archives Commission. د لاسرسي‌نېټه May 1, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په June 10, 2000 باندې). George W. Bush's Journey The Cheerleader: Earning A's in People Skills at Andover. The New York Times.
  10. (په December 3, 2000 باندې). Ruthian rise of Dubya. The Observer.
  11. "Biography of President George W. Bush". whitehouse.gov. د اصلي آرشيف څخه پر June 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2009 – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په July 27, 1999 باندې). Bush: So-So Student but a Campus Mover. The Washington Post.
  13. Berkower, Simone. "Cheerleading of the '20s: Epitome of masculinity". Yale Daily News. د اصلي آرشيف څخه پر October 10, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 31, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Feinstein, Jessica; Sabin, Jennifer (October 7, 2004). "DKE & YPU: Filling precedential shoes". The Yale Daily News. د اصلي آرشيف څخه پر April 11, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 8, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bush, George W., A Charge to Keep, (1999) کينډۍ:ISBN
  16. Cain, Nick & Growden, Greg "Chapter 21: Ten Peculiar Facts about Rugby" in Rugby Union for Dummies (2nd Edition), Chichester: John Wiley and Sons, p. 297 کينډۍ:ISBN
  17. (په May 21, 2001 باندې). Self-Deprecating Bush Talks to Yale Grads. Fox News Channel; (په June 17, 2005 باندې). Bush/Gore Grades and SAT Scores. Inside Politics.
  18. (په June 8, 2005 باندې). Kerry Grades Near Bush's While at Yale. The New York Times.
  19. John Solomon, Bush, Harvard Business School and the Makings of a President, The New York Times (June 18, 2000). See also James P. Pfiffner, The First MBA President: George W. Bush as Public Administrator, Public Administration Review (January/February 2007), p. 7.
  20. Fleck, Tim (March 25, 1999). "The Woman George W. Bush Didn't Marry." Houston Press.com. Retrieved April 4, 2019.
  21. (په April 8, 2001 باندې). Read her lips: Literacy efforts on first lady's agenda. CNN
  22. "The Jesus Factor". PBS. د لاسرسي‌نېټه September 1, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bush, George W. (2010). Decision Points. Random House. د کتاب پاڼي 47–49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7393-7782-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په July 25, 1999 باندې). Bush's Life-Changing Year. The Washington Post.
  25. "2000 Driving Record". Department of the Secretary of State of Maine. November 2, 2000. مؤرشف من الأصل في September 15, 2008. د لاسرسي‌نېټه September 1, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په November 13, 2000 باندې). Fallout From A Midnight Ride. Time.
  26. (په January 23, 2000 باندې). Turning Point: George W. Bush, A Legacy Reclaimed. The Boston Globe.
  27. Bush, George W. (2010). Decision Points. Random House. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7393-7782-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)