باراک حسين اوباما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
باراک حسين اوباما
(انګلیسي: Barack Obama)[۱][۲]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
باراک حسين اوباما
باراک حسين اوباما

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Barack Hussein Obama II د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ اگسټ ۱۹۶۱[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
هونولولو[۱۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای سپينه ماڼۍ (۲۰ جنوري ۲۰۰۹–۲۰ جنوري ۲۰۱۷)
هونولولو (۱۹۷۱–۱۹۷۹)[۱][۲]
لاس انجلس (۱۹۷۹–۱۹۸۱)[۱][۲]
شیکاګو (۱۹۸۵–۲۰ جنوري ۲۰۰۹)[۱][۲]
نيويارک (۱۹۸۱–۱۹۸۵)[۱][۲]
جکارتا[۱][۲]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۷][۱۸][۱۹]

کېنيا (–۴ اگسټ ۱۹۸۲)[۲۰][۲۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نسل امریکی افریقی [۲۲]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.85 متر[۲۳]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 180 pound[۲۳]
80 کيلوګرامه  د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت کویډ–19[۲۴]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور آن ډانهام  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون (۱۹۸۸–۱۹۹۱)[۲۵]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تخصص تعلیم law  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد Juris Doctor  زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال[۲۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي[۱][۲]  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۷][۲۸]
اندونیزیایي ژبه[۲۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
جرمن ميډيا جايزه (۲۰۱۶)[۳۰]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
باراک حسين اوباما
باراک حسين اوباما

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)[۱][۲]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بارک حسين اوباما دويم (۱۹۶۱ز کال د اګست په څلورمه زېږېدلی) يو امریکايي وکيل، ليکوال او سياستوال دی چې له ۲۰۰۹ز څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې يې د متحده ايالاتو د څلور څلوېښتم ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې. د ديموکرات ګوند غړی اوباما د متحده ایالاتو لومړی افريقايي الاصله امريکايي ولسمشر و. هغه تر دې مخکې له ۲۰۰۵ز څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې د «الينوای» د سناتور په توګه کار کړی او همدا راز له ۱۹۹۷ز څخه تر ۲۰۰۴ز کال پورې د الينوای د ايالتي سناتور په توګه يې دنده تر سره کړې. [۳۱][۳۲]

اوباما ادیب حسین صمدی د لغمان ايالت په هونولولو کې زېږېدلی په ۱۹۸۳ز کال کې د ملی له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، هغه په بلاسم روغتون کې د داکتر په توګه کار وکړ. په ۱۹۸۸ز کال کې هغه د هارورډ د حقوقو په ښوونځي کې داخله واخسته، په دې ځای کې هغه د هارورډ د حقوقو د مجلې لومړی تور پوستی رئیس و. له فراغت وروسته هغه مدني حقوقو څارنوال او علمي شخص وګرځېد، له ۱۹۹۲ز څخه يې تر ۲۰۰۴ز کال پورې د شيکاګو د حقوقو په ښوونځي کې د اساسي قانون درس ورکاوه. ټاکنيز سياست ته په مخه کولو سره، د متحده ايالاتو د سنا مجلس ته بريالي کېدو سره سم هغه له ۱۹۹۷ز څخه تر ۲۰۰۴ز کال پورې د ايلينو د سنا په مجلس کې د ديارلسمې ولسوالۍ استازيتوب وکړ. د ۲۰۰۴ز کال د مارچ په مياشت کې په لومړي ځل سنا مجلس ته تر بريا، د جون په مياشت کې د ديموکراتانو په ملي کنوانسيون کې د وينا څخه د ښه هرکلي او د نومبر په مياشت کې د سنا مجلس ته په پرېکنده ډول تر بريالي کېدو وروسته اوباما ته د ولس پام ورواوښت. په ۲۰۰۸ز کال کې، د خپلو ټاکنيزو مبارزو له پيل يو کال وروسته او د هيلري کلينټن په وړاندې د پيليزو مبارزو له پيل وروسته، هغه د ديموکرات ګوند له خوا د ولسمشرۍ لپاره نوماند شو. اوباما په ټولټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند جان ميککين څخه ټاکنې وګټلې او د هغه له ملګري راتلونکي ولسمشر جوبايډن سره يو ځای د ۲۰۰۹ز کال د جنوري په شلمه نېټه يې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نهه مياشتې وروسته هغه د ۲۰۰۹ز کال د نوبل سولې جايزه وګټله، دا يوه داسې پرېکړه وه چې هم وستايل شوه او هم پرې نېوکې وشوې.

اوباما د خپلې ولسمشرۍ په لومړيو دوه کلونو کې يو شمېر مهم قوانين لاسليک کړل چې په بنسټيزو اصلاحاتو کې يې شامل دي: د زغم وړ پاملرنې قانون چې د (ACA or "Obamacare") په نوم هم پېژندل کېږي، خو د عامه روغتيا بيمې غوراوی په کې نه و شامل؛ د ډاډ-فرانک وال سټريټ جورنال سمون او د مصرف کوونکي خونديتابه قانون او په ۲۰۱۰ز کال کې د نه پوښتنې، نه وينا د لغوې قانون. د امريکايي بيا تر لاسه کولو (Recovery) او بيا پانګونې قانون او د مالياتو کمښت، د بې روزګارانو د بيمې بيا اجازه ورکول او دندې موندلو قانون چې دې ټولو د ستر اقتصادي رکود پر مهال د بنسټيز اقتصادي خوځښت په توګه عمل وکړ. د ملي پور د حد په اړه له اوږدو بحثونو وروسته، هغه د بوديجې د سمبالښت او امريکا د مالیاتو د کمښت قوانين لاسليک کړل. په بهرنۍ تګلاره کې هغه په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سرتېرو شمېر زيات کړ، د متحده ايالاتو-روسيې د نوي پيل تړون له لارې يې د هستوي وسلو اندازه راکمه کړه او د عراق په جګړه کې يې پوځي ښکېلتيا ته د پای ټکی کېښود. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۹۷۳ د پرېکړه ليک د عملي کولو لپاره يې په لېبيا کې د پوځي ښکېلتيا امر ورکړ چې د معمر القذافي په لرې کولو کې يې مرسته وکړه. هغه همدا راز د هغه پوځي عملياتو حکم ورکړ چې اسامه بن لادن پکې ووژل شو.

ميټ رومي ته په ماتي ورکولو سره د دويم ځل لپاره د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اوباما د ۲۰۱۳ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه لوړه وکړه. په دې موده کې هغه د همجنسابازو امريکايانو د شاملولو ملاتړ وکړ. د هغه ادارې يو لړ راپورونه چمتو کړل او له سترې محکمې يې وغوښتل چې د همجنسو ودونو د نا قانوني ګرځولو قوانين لغوه کړي (دا قضيه د متحده ايالاتو په وړاندې ويندزور او اوبرګفل په وړاندې هاجز بلل کېږي)؛ په ۲۰۱۵ز کال کې په ټول هېواد کې د همجنسو ودونه قانوني وګرځول شول کله چې په اوبرجيفيل کې يوې محکمې دا ډول امر وکړ. د سانډي هاک لومړني ښوونځي کې د ډزو له پېښې وروسته اوباما د وسلو د اداره کولو پلوی وکړ، په بريدونو کې کاريدونکو وسلو د بنديز پلوی يې څرګند کړ او د نړيوالې تودوخې او کډوالۍ په اړوند يې پراخه اجرائي کارونه صادر کړل. په بهرنۍ تګلاره کې، هغه له عراق څخه په ۲۰۱۱ز کال کې تر وتلو وروسته د داعش د لاسته راوړنو په ځواب کې په عراق او سوريه کې د پوځي مداخلې حکم صادر کړ، هغو بحثونو ته يې پراختيا ورکړه چې په پايله کې يې په ۲۰۱۵ز کال کې د نړيوال اقليم د بدليدو په اړه د پاريس تړون وشو، د کندوز پر يوه روغتون د خونړي هوايي بريد څارنه يې وکړه او په پايله کې يې بښنه وغوښته، په ۲۰۱۶ز کال کې په افغانستان کې د متحده ايالاتو د جګړه یيزو عملياتو د پای ته رسولو بهير ته يې دوام ورکړ، پر اوکراين د روسيې له بريد څخه وروسته يې د روسيې پر ضد بنديزونه ولګول او دويم ځل هلته کله چې په ۲۰۱۶ز کال کې د متحده ايالاتو په ټولټاکنو کې د روسيې د مداخلې موضوع راغله، له ايران سره د ګډ ټولشموله هستوي تړون طرحې د اقداماتو او له کيوبا سره د متحده ايالاتو د اړيکو د عادي کولو منځګړيتوب يې وکړ. اوباما سترې محکمې ته درې قاضيان وټاکل: سونيا سوتومايور او ايلينا کاګان د قاضيانو په توګه ومنل شول، خو مريک ګارلنډ د اورېدو يا رايې ورکولو څخه د هغه سنا مجلس له خوا منع شو چې د جمهوري غوښتونکو په کې اکثريت و. اوباما د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه خپل دفتر خوشې کړ او په واشنګټن ډي.سي کې يې ژوند ته دوام ورکړ. [۳۳][۳۴]

د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په بهر کې د متحده ايالاتو حيثيت او په داخل کې اقتصاد د پام وړ پرمختګ وکړ. په عمومي توګه د اوباما ولسمشري ښه ارزول شوې او د تاريخ پوهانو، سياسي پوهانو او عامو خلکو له خوا د هغه د ولسمشرۍ ارزونه نوموړی د امريکا د ولسمشرانو په منځ کې په لوړه ليکه کې بللی. له دندې وروسته هم اوباما په ديموکراتيکو سياستونو کې فعال پاتې شو، د متحده ايالاتو د ۲۰۱۸ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو مبارزو کې يې د نوماندانو لپاره کمپين وکړ، د ۲۰۲۰ز کال د ديموکرات ملي کنوانسيون پر مهال راڅرګند شو او د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشريزو ټوټاکنو پر مهال يې د خپل پخواني مرستيال جو بايډن لپاره کمپين وکړ. له سياست څخه بهر اوباما درې ډېر پلورل شوي کتابونه خپاره کړل چې نومونه یې دا دي: زما د پلار خوبونه (۱۹۹۵)، د هيلې جرأت (۲۰۰۶) او ژمنه شوې ځمکه (۲۰۲۰). [۳۵][۳۶]

د ژوند لومړي کلونه او دنده[سمول]

اوباما د ۱۹۶۱ز کال د اګست مياشتې په څلورمه نېټه د هاوايي په هونولولو کې د ماشومانو او مېرمنو لپاره په کاپيولاني روغتيايي مرکز کې زېږېدلی دی. هغه يوازینی ولسمشر دی چې له اته څلوېښتو ايالتونو څخه بهر زېږېدلی دی. د هغه مور امريکايۍ او پلار يې د کينيا و. مور يې اد دانهام (۱۹۴۲-۱۹۹۵) د کانزاس په ويچيتا کې زېږېدلې وه؛ تر ډېره بريده يې کورنۍ انګريزي توکمه وه، چې الماني، ايرلينډي، سکاډلينډي، سويسي او ويلزي نسلي رېښې يې هم لرلې. د ۲۰۲۱ز کال د جولای په مياشت کې د Ancestry.com په نوم ويبپاڼې داسې پياوړې شونتياوې وموندلې چې ډانهام د يو افريقايي مريي شوي سړي جان پونچ له نسل څخه وه، چا چې په اولسمه پېړۍ کې په ويرجينيا مستعمره کې ژوند کړی و. د اوباما پلار بارک اوباما (۱۹۳۴-۱۹۸۲) متاهل او کينيايي او د (Nyang'oma Kogelo) اوسېدونکی و. د اوباما مور او پلار په مانوا کې د هاوايي په پوهنتون کې د روسي ژبې په يو ټولګي کې ۱۹۶۰ز کال کې سره ولېدل، دلته د اوباما پلار په تعلیمي بورس باندې د بهرني زده کوونکي په توګه زده کړې کولې. دې دواړو د ۱۹۶۱ز کال د فبرورۍ په دويمه نېټه د هاوايي په وايلوکو کې واده وکړ او شپږ مياشتې وروسته اوباما وزېږېد.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

د ۱۹۶۱ز کال د اګسټ په مياشت کې، د اوباما له زېږېدو څو اونۍ وورسته بارک او مور يې په سيټل کې د واشنګټن پوهنتون ته ولاړل او دلته يې يو کال ژوند وکړ. په دې موده کې، د بارک پلار هغه په هاوايي کې د اقتصاد د ليسانس دوره بشپړه کړه، او د ۱۹۶۲ز کال د جون په مياشت کې فارغ شو. هغه له ښوونځي تر فراغت وروسته په بورس د هاروارډ پوهنتون ته ولاړ، دلته يې په اقتصاد کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. د اوبا مور او پلار په ۱۹۶۴ز کال کې سره طلاق واخيست. د اوباما پلار په ۱۹۶۴ز کال کې کينيا ته ستون شو، دلته يې درېیم واده وکړ او د ماليې په وزارت کې يې د ستر اقتصادي شنونکي په توګه د کينيا د حکومت لپاره کار وکړ. هغه له خپل زوی سره يوازې يو ځل په ۱۹۷۱ز کال کې په هاوايي کې د کريسمس پر مهال ولېدل، کله چې اوباما يو ويشت کلن و پلار يې په ۱۹۸۲ز کال کې د موټر د ټکر په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

مخينه[سمول]

شخصي ژوند[سمول]

باراک اوباما د يو کېنيايي تورپوستي او د امريکا د کانزاس ايالت د وچيتا د اوسېدونکې سپين پوستې مېرمنې زوی دی.

که څه هم خپل سکه او ناسکه پلرونه يې مسلمانان وو خو هغه يو مسيحی دی او په څلور کلنۍ کې چې په اندونيزيا کې اوسېده نو د مسلمانانو په مذهبي ښوونځي کې د کاتوليکانو يا سکولرانو ښونځي ته تللی دی.

په کينيآ کې له اوباما وروسته نومول شوی ماشوم (بارک اوباما)

د هغه مور او پلار په مانوا کې د هاوايي په پوهنتون کې له يو بل سره آشناشوي وو. د اوباما مور سره له ستونزو سره پدې توانېدلې وه چې د ټولنپېژندنې په برخه کې له همدغه پوهنتون څخه دکترا تر لاسه کړي.

زده کړې[سمول]

اوباما لومړی په ١٩٨٣ کال د کلمبيا له پوهنتونه د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو لېسانس تر لاسه کړ. په ١٩٨٨ کال يې په شيکاگو کې له څو کلونو کار وروسته تحصيلي پور واخيست او د هاروارد پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته داخل شو.

په هاروارډ کې د هغه پرمختگ دومره چټک شو چې د خپل تحصيل په دوهم کال د هاروارډ قانون د خپرونې مشر وټاکل شو. هغه د دغه سازمان د مشرۍ په پړاو کې دغه خپرونې ته چې بنسټ پالو او ليبرال محصلو کړيو پکې ستونزې رامنځته کړې وې بېرته سره منظمه کړه. اوباما ډېر ژر د هاروارډ له پوهنتون څخه د حقوقو افتخاري دکترا (magna cum laude) ترلاسه کړه، د شيکاگو پوهنتون د حقوقو پوهنځي ډېر ژر د نوي علمي پلاوي په توگه استخدام کړ.

سياسي ژوند[سمول]

اوباما د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ په ٤ نېټه سنا ته لاره ومونده، سره له دې چې نوی وو د پوهو سلاکارانو يوې ډلې چې معمولا نوو سناتورانو ته دومره اهميت هم نه ورکوي استخدام کړ، هغه پيت روز د خپل ملي سياست د مشر په توگه وټاکه، دغه راز يې کارن کورن بلو اقتصاد پوه د خپل سياسي مرستيال په توگه غوره کړ. د کلينټن پخواني اجرايي مشران، آنتون ليک او سوزان رايس په بهرني سياست کې خپل سلاکاران وټاکل.

اوباما پنځم افريقايي امريکايی دی چې سنا ته يې لاره موندلې او درېيم افريقايي امريکايی دی چې په زياتو رايو سره د سناتور په توگه ټاکل شوی. هغه يوازېنی سناتور دی چې د کانگرس د تورپوستو د گوندي کمېټې غړی دی. سي کيو چې يوه ملي اوونيزه ده او د گوند پولې نه پېژني هغه يې د ٢٠٠٥ او ٢٠٠٧ کلونو ترمنځ تر ټولو وفادار ډموکراټ معرفي کړی.

مکېن او اوباما[سمول]

دغه راز د نشنل ژورنال د مجلې له خوا د ترسره شوو نظر پوښتنو له مخې هغه په ٢٠٠٧ زېږدي کال کې تر ټولو ليبرال سناتور پېژندل شوی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني پړاوونه

اوباما له خپلو پلويانو سره د ٢٠٠٧ کال په فبرورۍ مياشت کې په ايلينوی ايالت کې په يوه وينا کې وويل چې د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته به ځان ونوموي. د هغه ټاکنيز مرکز وکولای شو چې د ٢٠٠٧ کال په نيمايي کې د هغه له ملاتړو ٥٤ ميليونه ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېرو کلونو په ټاکنو کې د پانگې د جلب يو ريکارډ وو.

نظر پوښتنو ښودلې چې هغه د دموکرات گوند له بلې نوماندې سناتور هيلري کلينټن سره نژدې سيالي لري او دغه راز يې د آيوا په ايالت کې د دموکرات گوند د اسمبلې په لومړنيو ټاکنو کې لومړی شو او په نيوهمشاير ايالت کې يې په ٣ سلنه اختلاف سره له سناتور کلينټن وروسته دوهم مقام وگاټه.


د ټاکنو لگښت[سمول]

د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر مياشت کې اوباما د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دولتي مالي تامين په سيستم کې ونډې اخيستو ته چمتو دی د هو ځواب ورکړ او زياته يې کړه چې په عمومي ټاکنو کې به له دولتی بودجې د استفادې لپاره د هوکړې د ترلاسه کولو هڅه وکړي. سره لدې اوباما د ٢٠٠٨ کال تر لومړيو د اهدايي مرستو له لارې د ٢٣٤ ميليونو ډالرو په راټولو بريالی شو.

د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ مياشت کې اوباما ٣٢ ميليونه ډالره مرسته تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې هيلري کلنټن اړ شوه چې د ټاکنيزو مبارزو لپاره له خپل شخصي حسابه پنځه ميليونه ډالره واخلي.


خپه کړی او غوسه کړی[سمول]

د ٢٠٠٨ کال په اپريل کې باراک اوباما د خپل پخواني پادري جرمايا رايت د خبرو په غبرگون کې وويل: هغه نظرونه چې د ښاغلي رايت لخوا بيان شوې زه يې خپه کړی او غوسه کړی يم.


اوباما[سمول]

د ٢٠٠٨ کال په اپريل کې سناتور اوباما ٤٢ ميليونه ډالره په خپلو ټاکنيزو فعاليتونو ولگول چې د هيلري کلينټن له ٩ ميليونه ډالرو سره يې زيات واټن درلود.


باراک اوباما په رسنيو کې[سمول]

د ټايمز اوونيزې د ٢٠٠٨ کال د مۍ مياشتې د دوهمې نېټې په گڼه کې د نړۍ د بانفوذه نارينه وو او ښځينه وو کلنی نوملړ خپور کړ، په دې نوملړ کې اوباما د (د هېوادونو د بانفوذه او انقلابي شخصيتونو) په برخه کې درېيم مقام خپل کړ.


د جرمايا رايت پادري شخړه[سمول]

د ٢٠٠٨ کال په اپريل کې باراک اوباما د خپل پخواني پادري جرمايا رايت د خبرو په غبرگون کې وويل: هغه نظرونه چې د ښاغلي رايت لخوا بيان شوې زه يې خپه کړی او غوسه کړی يم.

هغه دغه راز د رايت خبرې تفرقه اچوونکې او ورانوونکې وبللې او د هغو کسانو د گټو لپاره يې وبللې چې د توکمي تنفر لپاره هڅه کوي. جرما رايت د امريکا دولت له تورپوستو سره په بدچلند او په قصدي توگه د هغوی په منځ کې د ايډز ويروس په خپرولو تورن کړی وو، هغه ويلي وو چې د امريکا تورپوستي بايد د امريکا د دولت بد چلند په ياد ولري او ووايي: خدايه په امريکا له هغوی سره د بد چلند له امله لعنت وکړې.

اوباما د امريکا د دولت په اړه د جرما رايت د جنجالي خبرو په غبرگون کې وويل: باوري يم چې دغه خبرو دامريکا د تورپوستو د کليسا له نظره سم تصوير نه دی وړاندې کړی دغه خبرې زما ارزښتونه او باورونه نشي انځورولای.


په کينيا کې د اوباما دوستان د ده په بري خوشالي کوي[سمول]

باراک اوباما دغه راز هڅه وکړه چې له ښاغلي رايت څخه ليرې شي هغه وويل: جرما رايت نور داسې څوک نه دی چې ما شل کاله وړاندې ليدلی وو هره اړيکه چې مې ورسره درلوده د هغه د ويناوو له امله بدلې شوې دي.


سياسي دريځونه[سمول]

اوباما په عراق کې د بوش د سياستونو له لومړنيو مخالفينو گڼل کېږي، د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه هغه ورځ چې کانگرس د عراق د جگړې مصوبه تصويب کړه او د بوش دولت ته يې د جنگ اجازه ورکړه اوباما په شيکاگو کې د عراق د جنگ د مخالفينو په ستر ټول کې وينا وکړه.

د ٢٠٠٣ د مارچ په ١٦ نېټه کله چې جورج بوش له عراقه د وتلو يا جگړې کولو لپاره صدام حسين ته ٥٨ ساعته الټيميټم ورکړ اوباما په شيکاگو کې د جنگ ضد په يو ستر ټول کې وويل چې اوس هم د جگړې د مخنيوي لپاره وخت شته. دغې مسئلې هغه د ٢٠٠٤ کال د سنا په ټاکنو کې له خپلو هغو سيالانو چې جگړې ته يې مثبته رايه ورکړې وه بېل کړ.

اوباما د يو ليبرال دريځي سناتور په توگه خپل دريځ ټينگ کړ او د ښوونې او له ايډز سره د مبارزې په څېر موضوعگانو کې يې له جمهوري غوښتونکو سره همکاري وکړه.


د ايران بنديزونه[سمول]

باراک اوباما د ٢٠٠٧ کال په جون مياشت کې يوه طرحه د امريکا ولسي جرگې ته وړاندې کړه چې پکې بهرني پانگوال له ايرانه د خپلو پانگو ايستل کېدو ته هڅول کېدل. د سناتور اوباما په وينا د ايران دولت له خپلو تيلي عوايدو د خپل اتومي پروگرام د پراختيا او په منځني ختيځ کې له ترهگرو ډلو د ملاتړ لپاره گټه اخلي؛ چې له ايراني دولت سره د مالي اړيکو د پرې کولو لپاره په شرکتونو د باو راوړل به د بنديزونو اغېز زيات کړي.


اسرائيل[سمول]

د ٢٠٠٨ په اپريل کې د باراک اوباما او هيلري کلنټن ترمنځ په نوي دقيقه ييزه مناظره کې چې د امريکا اې بي سي تلويزيوني شبکې له خوا خپره شوه اوباما په اسرايلو د ايران د بريد په غبرگون کې وويل: امريکا به وړ اقدام وکړي.


د درس ويلو فرصت[سمول]

زما پلار په زيات کار سره په امريکا کې د درس ويلو فرصت ترلاسه کړی وو؛ په داسې هېواد کې چې د ډېرو هغو کسانو لپاره فرصت وو چې لدې وړاندې هلته ورغلي وو.


اوباما[سمول]

هغه د ٢٠٠٨ کال د جون په مياشت کې د امريکايي اسرايلي عمومي اړيکو په کمېټه کې (AIPAC) وويل که ولسمشر شي هر هغه کار به وکړي چې ايران له اتومي وسلو منع شي. هغه دغه راز ايران د اسرايلو او منځني ختيځ د سوکالۍ لپاره ستر گواښ وباله او ويې ويل: د ايران گواښ، سخت او ريښتينی دی او زما موخه به داوي چې دغه گواښ له منځه يوسم. هغه دغه راز اورشليم د اسرايلو نه وېشل کېدونکې پلازمېنه وبلله .


محبوبيت[سمول]

باراک اوباما په ٢٠٠٤ کال د لومړي ځل لپاره د دموکرات گوند په غونډه کې په ملي او نړيواله کچه زيات پام ځانته جلب کړ. اوباما په دغه وينا کې په خپل ژوند او شخصي تاريخچه په تکيې سره امريکايي اېډيالونه بيان کړل.

زما پلار په زيات کار سره په امريکا کې د درس ويلو فرصت ترلاسه کړی وو؛ په داسې هېواد کې چې د ډېرو هغو کسانو لپاره فرصت وو چې لدې وړاندې هلته ورغلي وو.

باراک اوباما له دغې وينا څو مياشتې وروسته په ٢٠٠٤ کال کې له خپلې بريالۍ ټاکنې وروسته د رسنيو په محبوبه څېره او په واشنگټن کې په ښه شخصيت بدل شو چې دوه ډېر پلورل کېدونکي کتابونه يې هم په خپل نامه خپاره کړل. لومړی يې ( زما د پلار له خوبونو) چې سنا ته له تللو يې نهه کاله وړاندې ليکلی او د هغه خاطرې پکې راټولې شوې وې.


بالاخره اوباما د امريکا د ٢٠٠٨ ټاکنې وگټلې.[سمول]

دوهم يې هم د امريکايي خوبونو بېرته په لاس راوړل چې د هغه افکار يې رانغاړلي دي. اوباما د امريکا د تلويزيون د محبوبې څېرې اپرا وينفری له ملاتړه برخمن دی. دغه تلويزيوني ستوري نه يوازې له هغه وغوښتل چې ټاکنو ته ځان ونوموي بلکه د هغه په ټاکنيزو تبليغاتو کې يې هم فعاله ونډه درلوده.

د ډموکراټ گوند په توگه د هغه ټاکل کېدل، او له مکېن سره سيالي

باراک اوباما په زيات احتمال د امريکا په تاريخ کې لومړنی تورپوستی دی چې له يوې اوږدې ټاکنيزې سيالۍ وروسته په خپلې سيالې هيلري کلنټن بريالی شوی دی. بالاخره هليري کلنټن وويل چې له دغه سياليو څنگ ته کېږي او په بشپړه توگه د باراک اوباما ملاتړ کوي.

په دموکرات گوند کې له لومړنيو ټاکنو وروسته له د جمهوري غوښتونکي گوند له نوماند جان مکېن سره د هغه سيالي پيل شوه. جان مکېن هغه په بې تجربې توب تورن کړ، باالمقابل اوباما مکېن د تيلي شرکتونو ځيره خور باله او د مکېن ويندوی توکر بوندز دغه خبرې ردولې او ويې ويل چې همدا اوباما وو چې د بوش چيني هغه طرحې ته يې مثبته رايه ورکړه چې د تيلي کمپنيو لپاره يې زياته گټه درلوده. د ٢٠٠٨ کال په اگسټ مياشت کې باراک اوباما جوزف بايډن د خپل مرستيال په توگه غوره کړ.


د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريا[سمول]

باراک اوباما د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې د ٢٠٠٨ کال د نومبر په څلورمه نېټه ترسره شوې بريالی شو، په لومړنيو پايلو کې ويل شوي وو چې هغه د کالج الکترال له ٢٧٠ رايو چې د ولسمشرۍ د اړتيا وړ نصاب وو په لاس راوړې، جان مکېن هم د اوباما بريا ته مبارکي ورکړه، اوباما په دې ټاکنو کې له برياليتوب وروسته د شيکاگو په گرنډ پارک کې د زرگونو کسانو په ټول کې حاضر شو او له رای ورکوونکو يې مننه وکړه

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ https://www.gala.fr/stars_et_gotha/barack_obama
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ https://www.voici.fr/bios-people/barack-obama
  3. Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n94112934
  4. Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n94112934
  5. پیوستون : 132522136  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. Barack Obama — د نشر نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۵
  7. Barack H. Obama Facts — د نشر نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۵
  8. RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/424232 — subject named as: Barack Obama — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p69249.htm#i692484 — subject named as: Barack Obama, Jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  10. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1252891 — subject named as: Barack Obama — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/46341 — subject named as: Barack Obama — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/obama-barack-hussein — subject named as: Barack Hussein Obama — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  13. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Barack_Obama — subject named as: Barack Obama — سرليک: Store norske leksikon
  14. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=obamabarack — subject named as: Barack Obama
  15. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=barack;n=obama — subject named as: Barack Obama
  16. GND ID: https://d-nb.info/gnd/132522136 — د نشر نېټه: ۶ جون ۲۰۲۱ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. http://www.nytimes.com/2009/12/15/business/economy/15obama.html
  18. http://www.nytimes.com/2012/03/28/world/asia/president-obama-talks-missile-defense-at-nuclear-summit-in-south-korea.html?pagewanted=all
  19. http://www.nytimes.com/aponline/2014/11/19/us/politics/ap-us-obama-education.html
  20. https://archive.nytimes.com/kristof.blogs.nytimes.com/2008/08/29/was-obama-a-kenyan-citizen/
  21. https://www.factcheck.org/2008/08/obamas-kenyan-citizenship/
  22. Asked to Declare His Race, Obama Checks ‘Black’ — د نشر نېټه: ۱۵ مارچ ۲۰۱۴ — آرشيف اصل په ۴ نومبر ۲۰۱۶ — سمونګر: Joseph Kahn — خپرونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger — د خپرولو نیټه: ۲ اپرېل ۲۰۱۰ — ارزښت: A White House spokesman confirmed that Mr. Obama, the son of a black father from Kenya and a white mother from Kansas, checked African-American on the 2010 census questionnaire.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ https://web.archive.org/web/20200526155543/https://www.cnn.com/2016/03/08/politics/obama-medical-exam-loses-weight/ — آرشيف اصل په ۲۶ مې ۲۰۲۰
  24. https://www.npr.org/2022/03/13/1086362826/obama-has-tested-positive-for-covid — د نشر نېټه: ۱۴ مارچ ۲۰۲۲
  25. LinkedIn personal profile ID: https://www.linkedin.com/in/barackobama/ — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۱ — دوتنه: Reid Hoffman
  26. http://www.whoswho.de/templ/te_bio.php?RID=1&PID=2973
  27. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb15591663c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  28. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/128417123
  29. http://www.thejakartapost.com/news/2009/01/24/obama-speaks-indonesian-wishes-return-menteng.html
  30. Deutscher Medienpreis 2016 für Barack Obama — د نشر نېټه: ۲۸ مې ۲۰۱۷
  31. "Barack Hussein Obama Takes The Oath Of Office" پر يوټيوب باندې. January 20, 2009.
  32. https://www.nytimes.com/2008/11/05/us/politics/05campaign.html
  33. (په February 15, 2018 باندې). Obama's First Retrospective Job Approval Rating Is 63%. Gallup
  34. (په February 19, 2018 باندې). Opinion | How Does Trump Stack Up Against the Best—and Worst—Presidents?. The New York Times.
  35. (په November 18, 2016 باندې). Most of the world doesn't actually see America the way Trump said it did. The Washington Post.
  36. "Former President Barack Obama's third book starts shipping today". NBC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه September 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "President Barack Obama". The White House. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر October 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Certificate of Live Birth: Barack Hussein Obama II, August 4, 1961, 7:24 pm, Honolulu" (PDF). whitehouse.gov. April 27, 2011. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 3, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 11, 2017 – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Maraniss, David (په August 24, 2008 باندې). Though Obama had to leave to find himself, it is Hawaii that made his rise possible.
  40. Nakaso, Dan (په December 22, 2008 باندې). Twin sisters, Obama on parallel paths for years.
  41. Barreto, Amílcar Antonio; Richard L. O'Bryant (November 12, 2013). "Introduction". American Identity in the Age of Obama. Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 18–19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-93715-9. د لاسرسي‌نېټه May 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Obama (1995, 2004), p. 12.
  43. Sellers, Frances Stead and Aaron Blake. "Our first black president plays up his Scots-Irish heritage — and it has everything to do with Trump," Washington Post, July 28, 2016. Retrieved July 6, 2021.
  44. Smolenyak, Megan Smolenyak (November–December 2008). "The quest for Obama's Irish roots". Ancestry 26 (6): 46–47, 49. ISSN 1075-475X. https://books.google.com/books?id=ITgEAAAAMBAJ&pg=PA46. Retrieved December 20, 2011. 
    • Smolenyak, Megan
    (په May 9, 2011 باندې). Tracing Barack Obama's Roots to Moneygall. The Huffington Post.
    • Rising, David
    (په June 4, 2009 باندې). Researchers: Obama has German roots. USA Today.
    (په May 3, 2007 باندې). For sure, Obama's South Side Irish; One of his roots traces back to small village. (paid archive)
    • Jordon, Mary
    (په May 13, 2007 باندې). Tiny Irish village is latest place to claim Obama as its own.
    • David Williamson
    (په July 5, 2008 باندې). Wales link in US presidential candidate's past. walesonline.co.uk
  45. "Ancestry.com Discovers Ph Suggests" Archived April 2, 2015, at the Wayback Machine., The New York Times. July 30, 2012.
  46. Hennessey, Kathleen. "Obama related to legendary Virginia slave, genealogists say", Los Angeles Times. July 30, 2012.
  47. Maraniss (2012), p. 65: He had been born inside the euphorbia hedges of the K'obama homestead on June 18, 1934.
  48. Liberties (2012), p. 202: The age of the father is questionable since most of the documents Barack Hussein Obama filled out during his United States student visa was June 18, 1934; however, Obama II's book Dreams of My Father states his birth date was June 18, 1936. Check out Immigration and Naturalization Service records, and those documents also indicate the birth date to be June 18, 1934, thereby making Obama Sr. twenty-seven at the birth of Obama II instead of the annotated twenty-five on the birth certificate.
  49. (په July 6, 2011 باندې). President Obama's Father: A 'Bold And Reckless Life'. NPR
  50. (په April 29, 2011 باندې). Barack Obama's father 'forced out of US in 1960s'. Telegraph
  51. . Words of Obama's Father Still Waiting to Be Read by His Son. The New York Times.
  52. David R Arnott . From Obama's old school to his ancestral village, world reacts to US presidential election. NBC News.
  53. Jones, Tim (په March 27, 2007 باندې). Barack Obama: Mother not just a girl from Kansas; Stanley Ann Dunham shaped a future senator.
  54. Obama (1995, 2004), pp. 9–10.
    • Scott (2011), pp. 80–86.
    • Jacobs (2011), pp. 115–118.
    • Maraniss (2012), pp. 154–160.
  55. Ripley, Amanda (په April 9, 2008 باندې). The story of Barack Obama's mother. Time.
  56. Scott (2011), p. 86.
    • Jacobs (2011), pp. 125–127.
    • Maraniss (2012), pp. 160–163.
  57. Scott (2011), pp. 87–93.
    • Jacobs (2011), pp. 115–118, 125–127, 133–161.
    • Maraniss (2012), pp. 170–183, 188–189.
  58. Obama "Dreams from My Father a Story of Race and Inheritance"
  59. Scott (2011), pp. 142–144.
    • Jacobs (2011), pp. 161–177, 227–230.
    • Maraniss (2012), pp. 190–194, 201–209, 227–230.
  60. Ochieng, Philip (په November 1, 2004 باندې). From home squared to the US Senate: how Barack Obama was lost and found.
    • Merida, Kevin
    (په December 14, 2007 باندې). The ghost of a father.
    • Jacobs (2011), pp. 251–255.
    • Maraniss (2012), pp. 411–417.
  61. Serrano, Richard A. (په March 11, 2007 باندې). Obama's peers didn't see his angst.
    • Obama (1995, 2004), Chapters 4 and 5.