آن ډانهام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سټنلي آن ډانهام (زوکړه: د ۱۹۴۲ زکال د نومبر ۲۹مه – مړینه: د ۱۹۹۵ زکال د نومبر ۷مه) امریکايي انسان پېژندونکې وه چې د اقتصادي انسان پوهنې او د اندونیزیا د کلیوالي پراختیا په برخه کې یې تخصص درلود. نوموړې د امریکا د متحده ایالاتو د ۴۴م ولسمشر بارک اوباما مور وه. ډانهام په ښوونځي کې د سټنلي آن ډانهام په نوم پېژندل کېده چې وروسته د آن ډانهام، آن اوباما او آن سوتورو په مستعارو نومونو پېژندل کېده او د خپل ژوند په وروستیو کې یې بیاځلي د آن ډانهام له نوم څخه ګټنه پیل کړه. [۱][۲]

ډانهام د کانزاس په ویچیتا کې وزیږېده او د هانولولو د مانوآ سیمې په ایسټ – وېسټ سنټر او د هاوايي په پوهنتون کې یې زده کړې وکړې. له دغه ځایه یې د انسان پوهنې په برخه کې د لیسانس (۱۹۶۷ زکال)، ماسټرۍ (۱۹۷۴ زکال) او دوکتورا (۱۹۹۲ زکال) سندونه ترلاسه کړل. نوموړې له ۱۹۶۱ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې په سیاتل کې د واشنګټن پوهنتون ته ولاړه. ډانهام په خپلو څېړنیزو چارو کې له لاسي صنایعو، اوبدنې او همدارنګه په صنایعو کې د ښځو له ونډې سره لیوالتیا لرله، همدا و چې څېړنیزو چارو یې په جاوه ټاپو کې د ښځو په چارو او همدارنګه په اندونیزیا کې په آهنګرۍ تمرکز درلود. هغې په کلیوالي سیمو کې د بې وزلۍ ستونزو ته پام وکړ او هغه مهال یې چې د متحده ایالاتو د پراختیایي ادارې د سلاکارې په توګه کار کاوه، د مایکروکرېډیټ پروګرامونه یې رامنځته کړل. ډانهام په جاکارتا کې له فورډ بنسټ سره دنده پیل کړه او د پاکستان په ګوجرانوالا کې د اسیایي پراختیايي بانک سلاکاره وه. د عمر په وروستیو کې هغې د اندونیزیا له راکیات بانک سره په کار پیل وکړ او په دغه ځای کې د دندې پر مهال هغې وکولای شول خپلې څېړنیزې چارې د نړۍ په تر ټولو لوی مایکروفایننس پروګرام واړوي. [۳][۴][۵]

وروسته له هغه چې زوی یې د متحده ایالاتو ولسمشر شو، د دې له چارو سره یوځل بیا لېوالتیا رامنځته شوه؛ د هاوايي پوهنتون د هغې د څېړنو اړوند یو سمپوزیم جوړ کړ؛ همدارنګه د ۲۰۰۹ زکال په ډسمبر میاشت کې د دوک پوهنتون خپرندویه برخې د هغې د پای لیک پر بنسټ، د چانس پر وړاندې بقا: په اندونیزیا کې کلیوالي صنعت، تر عنوان لاندې کتاب خپور کړ. لیکوالې او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخوانۍ خبریالې جني سکاټ د هغې ژوند لیک په ۲۰۱۱ زکال کې د یوازنۍ مېرمنې (A Singular Woman) تر عنوان لاندې خپور کړ. له مړینې وروسته یې له چارو سره لېوالتیا همدارنګه د دې لامل وګرځېده چې په مانوآ کې د هاوايي د پوهنتون د انسان پوهنې په پوهنځي کې د آن ډونهام سوتورو په نامه بنسټ جوړ شي سربېره پر دې یې د هغې په نامه د ایسټ – وېسټ مرکز د زده کړیالانو لپاره د ماسټرۍ د زده کړو د ترسره کولو په موخه د بورسونو پروګرام اعلان کړ. [۶]

بارک اوباما په یوه مرکه کې خپله مور «د ځان د ودې په کلونو کې غالب شخصیت وبلله ... هغه ارزښتونه چې دې ماته را زده کړل د سیاست په نړۍ کې زما د چلن لپاره ډبرلیکونه دي». [۷]

لومړنی ژوند[سمول]

ډانهام د ۱۹۴۲ زکال د نومبر په ۲۹مه د کانزاس ایالت د ویچیتا په سنټ فرانسېس روغتون کې وزیږېده چې د مډلین لي پین او سټنلي آرمور ډانهام یوازنۍ ماشومه وه. نوموړې د نسب له مخې تر ډېره انګریزي اجداد لرل چې یو شمېر یې سکاټلنډ، ولز، ایرلنډ، جرمني او سویس ته اړوند وو. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د هغې مور او پلار په کانزاس کې وزیږېدل، په ویچیتا کې یې له یو بل سره ولیدل او همدلته یې د ۱۹۴۰ زکال د مۍ په ۵مه نېټه واده وکړ. په پرل هاربر باندې له برید وروسته، پلار یې د متحده ایالاتو له پوځ سره مل شو او مور یې هم په ویچیتا کې په بوئینګ کارخونه کې کار کاوه. د ډانهام په خبره، په هغې باندې د خپل پلار نوم کېښودل شو ځکه پلار یې غوښتل چې یو زوی ولري، په داسې حال کې چې خپلوان یې په دې روایت شک لري او د هغې ماما څرګنده کړې چې مور یې په هغې باندې د In This Our Life په فلم کې د هغې د خوښې وړ اکټورې بیټي ډیوس نوم کېښود ځکه چې فکر یې کاوه د سټنلي نوم د یوې نجلۍ لپاره پېچلی نوم دی. په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې هغه د سټنلي په نوم پېژندل کېده. نورو ماشومانو بیا د هغې په نوم ملنډې وهلې. له دې سره هم هغې په عالي لیسه کې د زده کړو تر مهاله همدغه نوم ځان ته کاروه او هر کله به یې چې ځان په یو نوي ښار کې معرفي کاوه د خپل نوم له یادونې سره به یې بخښنه غوښته. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ډانهام کورنۍ له ویچیتا څخه کالیفورنیا ته کډه وکړه، په داسې حال کې چې پلار یې په برکلي کې د کالیفورنیا په پوهنتون کې زده کړې کولې. په ۱۹۴۸ زکال کې هغوی د اوکلاهاما پونکا ښار، له هغه ځایه د تکزاس ورنون او بیا یې د کانزاس الدواردو ته کډه وکړه. په ۱۹۵۵ زکال کې د هغې کورنۍ د واشنګټن سیاتل ته کډه شوه چېرې چې پلار یې د فرنېچرو د پلورونکي او مور یې د بانک د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله. دوی د وېجووډ سیمې په یوه اپارتمان کې ژوند کاوه او ډونهام هم د دغې سیمې په ناتان اکشټاین عالي لیسه کې زده کړې کولې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ۱۹۵۷ زکال کې د ډانهام کورنۍ د سیاتل په ختیځه څنډه کې مرسر ټاپو ته کډه شوه. د ډانهام والدینو غوښتل چې ۱۳ کلنه لور یې د مرسر ټاپو په ښوونځي کې چې نوی پرانیستل شوی و، زده کړې وکړي. په دغه ښوونځي کې د هغې ښوونکو، وال فوبرت او جیم ویچټرمن هغې ته د ټولنیزو دودونو د ننګولو او له پوښتنو سره د چارواکو د مخ کولو اهمیت ور زده کړ او همدارنګه هغې هم دغه زده کړې په جدي ډول په پام کې ونیولې: «هغې احساس کاوه چې له چا سره یو ځای کېدو، واده او یا هم ماشوم لرلو ته اړتیا نه لري». د هغې یوې ټولګیوالې نوموړې د «فکري پلوه بالغه او د خپل مهال له کچې څخه لږ وړاندې» بللې ده، همدارنګه د عالي لیسې د زده کړو پر مهال د هغې بلې ملګرې هغه باخبره او مترقي وبلله: «که چېرې به یو څوک په نړۍ کې د ناوړه څه له کېدو اندېښمن و، سټنلي به له ټولو وړاندې په هغې پوهېده. موږ وړاندې له دې چې وپوهېږو لیبرال توب څه شی دی، لیبراله وو». یوې بلې بیا هغه «اصلي فیمینېسته» بلله. هغې د عالي لیسې د زده کړو پر مهال «د بیټنیک اشعار او د فرانسوي هستي پالونکو اثار لوستل». [۲۱][۲۲][۲۳]

ناروغي او مړینه[سمول]

د ۱۹۹۴ زکال په وروستیو کې ډانهام په اندونیزیا کې ژوند او کار کوه. یوه شپه د ډوډۍ پر مهال په جاکارتا کې د خپل یو ملګري په کور کې ورته د معدې درد پیدا شو. دا یوه سیمه ییز ډاکټر ته ورغله او هغه یې ناروغي د هاضمې په سیسټم کې ستونزه وبلله. ډانهام د ۱۹۹۵ زکال په لومړیو کې متحده ایالاتو ته راوګرځېده او په نیویارک کې یې د سرطان د ناروغیو په مموریال سلون – کټرینګ مرکز کې معاینه وکړه چې له مخې یې د هغې ناروغي د رحم سرطان تشخیص شوه. دغه مهال دغې ناروغۍ د هغې تخمدان ته سرایت کړی و. هغه هاوايي ته راوګرځېده څو د خپلې کونډې مور سره ژوند وکړي؛ نوموړې د ۱۹۹۵ زکال د نومبر په اوومه نېټه د خپلې ۵۳ مې کلیزې څخه ۲۲ ورځې وړاندې مړه شوه. د هاوايي په پوهنتون کې د هغې د جنازې له مراسمو وروسته اوباما او خور یې د خپلې مور ایرې ارام سمندر ته څېرمه د اواهو په سویلي لانای لاک اوټ نومي ځای کې وپاشلې. بارک اوباما د ۲۰۰۸ زکال د ډسمبر په ۲۳مه د ولسمشرۍ له ټاکنو څو اونۍ وروسته د خپلې انۍ مډلین ډانهام ایرې هم په همدغه ځای کې وپاشلې.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

اوباما په یوه ۳۰ ثانیه یي تبلیغاتي پیغام کې چې د روغتیايي پالنو د اصلاحاتو اړوند و د خپلې مور د مړینې اړوند یې خبرې وکړې. په دغه پیغام کې د ډانهام هغه انځور وښودل شو چې ځوان اوباما یې په غېږ کې نیولی و، په داسې حال کې چې اوباما د هغې د ژوند د وروستیو ورځو اړوند څرګنده کړه چې د زیاتو روغتیايي لګښتونو څخه اندېښمنه وه.  [۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. "S. Ann Dunham – Surviving against the Odds: Village Industry in Indonesia". Dukeupress.edu. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Scott (2011), p. 6 کينډۍ:Blockquote
  3. Dewey, Alice; White, Geoffrey (November 2008). "Ann Dunham: a personal reflection". Anthropology News. 49 (8): 20. doi:10.1111/an.2008.49.8.20. د اصلي آرشيف څخه پر June 10, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) reprinted by:
  4. The University of Hawaii at Manoa Department of Anthropology says Ann Dunham received a B.A. in anthropology in August 1967 and contemporaneous correspondence in 1966 and 1967 between S. Ann Soetoro and the INS makes repeated references to her obtaining a BA in anthropology in 1967.
  5. Dewey, Alice; White, Geoffrey (November 2008). "Ann Dunham: a personal reflection". Anthropology News. 49 (8): 20. doi:10.1111/an.2008.49.8.20. د اصلي آرشيف څخه پر June 10, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) reprinted by:
  6. "The Ann Dunham Soetoro Endowed Fund". د لاسرسي‌نېټه January 2, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jones, Tim (په March 27, 2007 باندې). Barack Obama: mother not just a girl from Kansas; Stanley Ann Dunham shaped a future senator. Chicago Tribune. "Video: Reflections on Obama's mother (02:34)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 29, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Video: Jim Wichterman reflects on his former student (02:03)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 29, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Video: She changed his diapers (01:02)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 30, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Partial ancestor table: President Barack Hussein Obama, Jr" (PDF). Boston: New England Historic Genealogical Society. 2009. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر مارچ 19, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه جون 11, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Peters, Susan (په January 27, 2009 باندې). President Obama: from Kansas to the capital. KAKE 10 News (ABC)
  9. Boston Genealogical Society Confirms Obama and "Wild Bill" Hickok Are Cousins New England Historic Genealogical Society, July 30, 2008.
  10. Smolenyak, Megan (November–December 2008). "The quest for Obama's Irish roots". Ancestry. 26 (6): 46–47, 49. ISSN 1075-475X. د لاسرسي‌نېټه December 20, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Smolenyak, Megan
    (په May 9, 2011 باندې). Tracing Barack Obama's Roots to Moneygall. The Huffington Post.
    (په June 4, 2009 باندې). Researchers: Obama has German roots.
    (په May 3, 2007 باندې). For sure, Obama's South Side Irish; One of his roots traces back to small village. (paid archive)
    • Jordon, Mary
    (په May 13, 2007 باندې). Tiny Irish village is latest place to claim Obama as its own.
    • David Williamson
    (په July 5, 2008 باندې). Wales link in US presidential candidate's past.
  11. Peters, Susan (په January 27, 2009 باندې). President Obama: from Kansas to the capital, part II (video at videosurf.com). KAKE 10 News (ABC)
  12. "Press Release: Ancestry.com Discovers President Obama Related to First Documented Slave in America: Research Connects First African-American President to First African Slave in the American Colonies" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 20, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 24, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Harman, Anatasia; Cottrill, Natalie D.; Reed, Paul C.; Shumway, Joseph (July 15, 2012). "Documenting President Barack Obama's Maternal African-American Ancestry:Tracing His Mother's Bunch Ancestry to the First Slave in America" (PDF). Ancestry.com. د لاسرسي‌نېټه September 10, 2013. Most people will be surprised to learn that U.S. President Barack Obama has African-American ancestry through his mother. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  14. (په September 9, 2007 باندې). The Obama family tree. Chicago Sun-Times.
  15. Nakaso, Dan (په November 4, 2008 باندې). Barack Obama's grandma, 86, dies of cancer before election. The Honolulu Advertiser. Nakaso, Dan (په November 11, 2008 باندې). Day, time of Dunham death clarified. The Honolulu Advertiser.
  16. Scott (2011), pp. 41–42. Maraniss (2012), p. 68کينډۍ:Blockquote
  17. Ripley, Amanda (April 9, 2008). "The story of Barack Obama's mother". Time. د اصلي آرشيف څخه پر April 1, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 27, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Ripley, Amanda (April 21, 2008). "A mother's story". Time. Vol. 171 no. 16. د کتاب پاڼي 36–40, 42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Scott (2011), p. 6 کينډۍ:Blockquote
  19. Jones 2007. See also: (په February 8, 2009 باندې). Obama's grandparents, mother lived in Oklahoma. KOTV 6 News (CBS) Also: Stewart, Linda (په February 15, 2009 باندې). کينډۍ:-'Connections everywhere': Barack Obama's mother spent time in Vernon as child. Times Record News.
  20. Dougherty, Phil (February 7, 2009). "Stanley Ann Dunham, mother of Barack Obama, graduates from Mercer Island High School in 1960". Seattle: HistoryLink.org. د اصلي آرشيف څخه پر June 4, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 13, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Jones, Tim (په March 27, 2007 باندې). Barack Obama: mother not just a girl from Kansas; Stanley Ann Dunham shaped a future senator. Chicago Tribune. "Video: Reflections on Obama's mother (02:34)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 29, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Video: Jim Wichterman reflects on his former student (02:03)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 29, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Video: She changed his diapers (01:02)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 30, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Jones, Tim (په March 27, 2007 باندې). Barack Obama: mother not just a girl from Kansas; Stanley Ann Dunham shaped a future senator. Chicago Tribune. "Video: Reflections on Obama's mother (02:34)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 29, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Video: Jim Wichterman reflects on his former student (02:03)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 29, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Video: She changed his diapers (01:02)". Chicago Tribune. March 27, 2007. مؤرشف من الأصل في March 30, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Obama, Barack (2020) A Promised Land. Crown. p. 15. کينډۍ:ISBN
  24. (په November 14, 1995 باندې). Obituaries: Stanley Ann Dunham.
  25. (په November 17, 1995 باندې). Obituaries: Stanley Ann Dunham.
  26. Scott, Janny (په March 14, 2008 باندې). A free-spirited wanderer who set Obama's path. The New York Times.
  27. Chipman, Kim (په February 11, 2008 باندې). Obama drive gets inspiration from his white mom born in Kansas. Bloomberg.com
  28. McCormick, John (په September 21, 2007 باندې). Obama's mother in new ad.
  29. Maraniss, David (په August 22, 2008 باندې). Though Obama had to leave to find himself, it is Hawaii that made his rise possible. (online) Maraniss, David (په August 24, 2008 باندې). [{{{url}}} Though Obama had to leave to find himself, it is Hawaii that made his rise possible]. (print)
  30. Ripley, Amanda (April 9, 2008). "The story of Barack Obama's mother". Time. د اصلي آرشيف څخه پر April 1, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 27, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Ripley, Amanda (April 21, 2008). "A mother's story". Time. Vol. 171 no. 16. د کتاب پاڼي 36–40, 42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Maraniss, David (په August 22, 2008 باندې). Though Obama had to leave to find himself, it is Hawaii that made his rise possible. (online) Maraniss, David (په August 24, 2008 باندې). [{{{url}}} Though Obama had to leave to find himself, it is Hawaii that made his rise possible]. (print)
  32. Scott, Janny (په March 14, 2008 باندې). A free-spirited wanderer who set Obama's path. The New York Times.
  33. (په December 24, 2008 باندې). Obama bids farewell to grandmother (photo gallery).
  34. McCormick, John (په September 21, 2007 باندې). Obama's mother in new ad.