میتودیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

میتودیزم یا هم روش پالنه چې د میتودیست غورځنګ په نامه هم یادیږي، د پروتستاني مسیحیت د تاریخي فرقو یوه ډله ده، چې د عقیدې، باور او عمل ریښه یې د جان ویسلي له عقایدو، باورونو او ژوند نه سرچینه اخلي. جورج وایتفلد او د جان چارلز وسلي ورور هم د دې غورځنګ د مهمو لومړنیو رهبرانو له ډلې نه وو. هغوئ له دې امله چې «د یوې منظمې طریقې په رامنځته کولو سره یې خپله عیسوي عقیده ترسره کړه» میتودیست ونومول شوو. میتودیزم د یو رغوونکي او احیاګر غورځنګ په توګه په اتلسمې پېړۍ کې یې د انګلستان له کلیسا نه سرچینه واخیسته او د ویسلي له مړینې وروسته په جلا ډلې او فرقې بدل شو. دا غورځنګ د بریټانیې، متحده ایالتونو په ټولې سترواکۍ کې او تر هغې ورهاخوا د ژور او شدید تبلیغي کار له امله وده وکړه او نن ورځ ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۰ میلیونه پلویان لري.[۱][۲][۳][۴]

د ویسلي الهیات او عقاید، چې د میتودیست اړوندو کلیساوو له خوا یې ملاتړ کېږي، د ایمان او عقیدې په تقدس او د یو مسیحي په شخصیت باندې د ایمان په بدلېدونکو اغېزو باندې ټینګار او تمرکز کوي. بېلابېلې لارښوونې لکه نوی زېږون، ډاډمنتیا، د ریښتینولۍ حق، د بشپړ تقدس او سپېڅلتیا امکان او د تقوا اړوند کارونه په کې شامل دي. سپېڅلی کتاب د یوې اصلي مرجع په توګه په پام کې نیول کېږي؛ خو میتودیستان د تاریخي عقایدو او باورونو ترڅنګ عیسوي دود او دستور ته هم کتنه کوي. ډېری میتودیستان داسې لارښوونې کوي چې حضرت عیسی مسیح د خدای زوی، د ټول بشریت لپاره مړ شو او د ژغورنې لار یې د ټولو لپاره د لاسرسي وړ ده. دا یوه ارمیني لارښوونه ده، چې د کالوینستي باور پر خلاف چې خدای تعالی د یوې ډلې د خلکو ژغورنه له مخکې ټاکلې ده. همداراز وایتفلد او د غورځنګ څو تنه نور لومړني مشران کالوینیستي میتودیستان بلل کېږي او د کالوینستي مقام درلودونکي دي. [۵][۶][۷][۸][۹]

میتودیزم د مسیحیت د تبلیغ سربېره، د رحمت او مهربانۍ عملي کولو له لارې په خیریه کارونو، د ناروغانو، بېوزلو او ناچارو په ملاتړ هم ټینګار کوي. دا ارمانونه چې په ټولیز ډول د ټولنیز انجیل په توګه پېژندل کېږي، د روغتونونو، یتیم خونو، مرستونونو او ښوونځیو په تأسیس او جوړولو سره د انجیل په خپرولو او ټولو خلکو ته د خدمت کولو په موخه د عیسی مسیح د فرمان د ملاتړ لپاره عملي کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دا خوځښت د عبادت بېلابېل ډولونه لري، چې مذهبي دودونه یې له لوړې کلیسا نه تر ټیټې کلیسا پورې، همداشان د بېلابېلو خیمو او د اردو یا کیمپونو په غونډو کې چې د کال په ځانګړو وختونو کې برابرېږي، ترسره کېږي. داسې یو شمېر ډلې او ګروپونه چې د بریټانیا له میتودیستي دود او دستور نه سرچینه اخلي عموماً په کمه کچه تشریفاتي دي، حال دا چې امریکایي میتودیزم په تېره بیا د میتودیست متحده کلیسا یې تر ډېره ملاتړ کوي. میتودیزم د خپل بډایه میوزیکي دود پر بنسټ پیژندل شوی او چارلز ویسلي د میتودیزم د ډېریو سرودونو د لیکلو په برخه کې اصلي رول لوبولی دی.  [۱۵][۱۶][۱۷]

لومړني میتودیستان د اشرافو په ګډون د ټولنې له ټولو برخو ټاکل کېدل؛ خو میتودیستي مبلغینو دا پیام هغو کاریګرانو او مجرمینو ته، چې په هغه وخت کې دې ته لېوال وو چې له سازماني یا تنظیم شوي مذهب نه بهر پاتې شي، ورساوه. په بریټانیا کې د میتودیست کلیسا د (۱۷۶۰ – ۱۸۲۰) ز کلونو په لومړیو لسیزو کې د مخ پر ودې کاریګرې طبقې باندې ډېر اغېز درلود. د امریکې په متحده ایالتونو کې دا دین ډېری د غلامانو په دین بدل شو، چې وروسته یې بیا د میتودیست په دود او دستور کې د تورپوستو کلیساوې جوړې شوې. میتودیستان له تاریخي پلوه له نړۍ سره د سازښت او انطباق د نه لرلو د عقیدې پر بنسټ ډېر مشهور او پېژندل شوي دي، چې له تیتوتالیزم، د قمار منع کول، د ټولګي په جلسو کې د منظم حضور او د جمعې ورځې د روژې نیولو مراعت کولو اړوندو دودیزو ستندردونو په بڼه راڅرګند شوي دي.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې یا ریښې[سمول]

په انګلستان کې د میتودیست بیا ژوندي کول د یو شمېر نارینه وو، لکه جان ویسلي (۱۷۰۳ – ۱۷۹۱) او د هغه کوچني ورور چارلز (۱۷۰۷ – ۱۷۸۸) سره په ۱۸ ز پېړۍ کې د انګلستان په کلیسا کې د یو حرکت یا غورځنګ په توګه پیل شول. د ویسلي ورونو په اکسفورد پوهنتون کې «سپېڅلی کلب / بهیر» پرانیست، چې هلته جان لومړی همکار او بیا وروسته د لینکلن پوهنتون استاد و. دې کلب یا بهیر به هره اونۍ ناستې دایرولې او ټولو یې په سیستماتیکه توګه سپېڅلی ژوند پیلاوه. دوی ټول داسې عادت شوي وو، چې هره اونۍ ماسختن مهال ذکر یا دایره وکړي، په منظمه توګه روژه ونیسي، له ډېرو چکرونو او تفریح نه ډډه وکړي او په دوامداره توګه د ناروغانو، بېوزلانو او دغه راز بندیانو لیدو ته ورشي. دا بهیر یا انجمن د هغې طریقې له امله چې د خپلو دیني اموراتو د ترسره کولو لپاره به یې له «قاعدې» او «طریقې» نه کار اخیسته د خپلو ملګرو او همدوره زده‌کوونکو له خوا د «میتودیست» په توګه پېژندل کېدل. جان چې د دې بهیر یا انجمن مشر او سرلاری و، دا هلې ځلې یې لومړی مسخره وګڼلې او وروسته یې بیا د ویاړ او افتخار لقب ورکړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

جان او چارلز ویسلي دواړه په ۱۷۳۵ ز کال کې د جورجیا مستعمرې د بنسټ ایښودونکي جنرال جیمز اوګلتورپ په بلنې سره امریکا ته لاړل، ترڅو د امریکا د بومیانو لپاره د ساختماني چارو او تبلیغي چارو وزیران اوسي. دا دواړه ورونه چې په خپل کار کې ډېر بریالي نه و، نو د ریښتینې مسیحي عقیدې او باور د نه موجودیت په پوهېدلو سره بېرته انګلستان ته راوګرځېدل. هغوی له پیتر بولر او د موراویا کلیسا له نورو غړو سره د مرستې په لټه کې وو. د ۱۷۳۸ ز کال د می میاشتې په ۲۴مه نېټه په الدررګیت کې د موراویایي په یو لړ مراسمو کې جان هغه څه تجربه کړل، چې د هغه په انجیلي باندې د تبدیلېدو په نامه یادېږي، یعنې هغه مهال کله چې هغه داسې احساس وکړ، چې «زړه یې په عجیبه توګه ګرم شوی دی». هغه د خپلو خاطراتو په کتابچه کې لیکي: «داسې احساس مې درلود، چې د ژغورنې لپاره مې په مسیح(ع)، یوازې مسیح(ع) باور وکړ او ماته دا ډاډ راکړل شو، چې هغه زما ګناوې، حتی زما خطاوې ټولې لرې کړي او زه یې د ګناه او مړینې له قانون او شریعت نه ژغورلی یم.» چارلز هم څو ورځې مخکې دې ته ورته تجربه بیان کړې او ښودلې وه. دا چې دا یوه اساسي او بنسټیزه شیبه ده، د دې په پام کې نیولو سره دانیل ال برنت لیکي: «د الدرسګیت (جان، ویسلي) د تجربې ارزښت او اهمیت نه هېرېدونکی دی، له دې پرته د ویسلي نوم او میتودیزم به تر ډېره حده د کلیسا د تاریخ اړوند پاڼو کې د پاورقیو یا کوچنیو نوټونو نه زیات بل هیڅ شی هم نه وي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ویسلي وروڼو سمدلاسه په کورونو، مذهبي ټولنو او بېلابېلو کلیساوو کې بېلابېلو وګړو او ډلو ته د ایمان له لارې د عقیدې په واسطه د ژغورنې تبلیغ پیل کړ، چې د انجیلي مبلغینو پر وړاندې یې د خپل تبلیغ دروازې نه وې تړلې. جان ویسلي د هالندي ژبې ویونکي ژاکوبس ارمینیوس (۱۵۶۰ – ۱۶۰۹) تر اغېز لاندې راغی. ارمینیوس هغه کالوینستي عقیده او باور رد کړی و، چې ویل یې؛ خدای تعالی د خلکو له ډلې یو شمېر یې ابدی سعادت ته رسولي و، حال دا چې نور د ابد او دایم لپاره هلاک شوو. د دې پر خلاف جورج وایتفېلد (۱۷۱۴ – ۱۷۷۰)، هاول هاریس (۱۷۱۴ – ۱۷۷۳) او سلینا هستینګز او کنتس هانتینګتون (۱۷۰۷ – ۱۷۹۱) ددې له امله چې کالوینیستي میتودیستان و ډېر مشهور وو.[۳۰][۳۱][۳۲]

جورج وایتفیلد په جورجیا کې له خپل ماموریت نه د بېرته راګرځېدو پر مهال د ویسلي له ورونو سره یوځای شو، چې په چټکۍ سره دا جګړه په یوې ملي صلیبي جګړې بدله شوه. وایتفیلد چې د ویسلیانو زده‌کوونکی او همداراز په اکسفورد کې د سپیڅلي بهیر یا کلب فعال او مخکښ غړی و، د خپل بې ریا او دوره یي خدمت پر بنسټ، چې په ازاده هوا کې به یې د زرګونو خلکو په منځ کې تبلیغ کاوه شهرت ترلاسه کړ. د وایتفیلد په څېر د خدمت د پراختیا په برخه کې د جان ویسلي یو اساسي ګام په کروندو، انبارونو او د کلیساوو په انګړونو کې هغو خلکو ته تبلیغ کول و، چې په منظمه توګه به یې د خپلې سیمې اړوند کلیسا په مراسمو کې ګډون نه کاوه. په دې توګه ډېر نوي لار موندونکي میتودیستان هغه کسان و، چې د انګلستان له کلیسا سره یې اړیکې او ارتباط ختم شوی و. ویسلي د مخکې جوړې شوې کلیسا یو مذهبي مشر پاتې شو او په دې یې ټینګار کاوه، چې میتودیستان دې په خپلو سیمه ییزو کلیساوو او دغه راز په میتودیستي ناستو او غونډو کې ګډون وکړي، ځکه چې یوازې یو ګومارل شوی خدمتګار کولای شي، مقدسات، د پاکۍ یا تعمید غسل او د شپې ذکر او اذکار ترسره کړي. [۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Methodist Church". BBC. 12 July 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stephen O. Garrison (1908). Probationer's Handbook (په انګرېزي ژبه کي). Eaton and Mains. د کتاب پاڼي 21, 41. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  3. American Methodism. S.S. Scranton & Co. 1867. د کتاب پاڼې 29. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. But the most-noticeable feature of British Methodism is its missionary spirit, and its organized, effective missionary work. It takes the lead of all other denominations in missionary movements. From its origin, Methodism has been characterized for its zeal in propagandism. It has always been missionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Member Churches". World Methodist Council. Archived from the original on ۰۳ مارچ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  5. Stokes, Mack B. (1998). Major United Methodist Beliefs (په انګلیسي ژبه کي). Abingdon Press. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780687082124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Abraham, William J.; Kirby, James E. (2009). The Oxford Handbook of Methodist Studies (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191607431. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Distinctive Emphases of Methodist Belief" (PDF). The Methodist Church in Ireland. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Davies, Rupert E.; George, A. Raymond; Rupp, Gordon (14 June 2017). A History of the Methodist Church in Great Britain, Volume Three (په انګلیسي ژبه کي). Wipf & Stock Publishers. د کتاب پاڼې 225. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781532630507. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Stanglin, Keith D.; McCall, Thomas H. (2012). Jacob Arminius: Theologian of Grace (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 153. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199755677. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wilson, Charles Reagan (2005). Encyclopedia of Religion in the South (په انګلیسي ژبه کي). Mercer University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780865547582. Both Southern Baptist and Methodist organizations engaged in evangelism and social service missions in the United States and abroad. ... However, despite their similarities in evangelism and social services, by the dawn of the 20th century the two denominational women's movements had already diverged from each other because the Methodist organizations had embraced the Social Gospel. They had embarked not only on social service in addition to evangelism but on social reform. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Wesley on Social Holiness" (PDF). The Methodist Church in Britain. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Abraham, William J.; Kirby, James E. (2009). The Oxford Handbook of Methodist Studies (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191607431. First, it is clear that 'evangelism' is primarily concerned with the evangel, the gospel, or the good news we bear in the world. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Models for Christian Higher Education: Strategies for Survival and Success in the Twenty-First Century. William B. Eerdmans Publishing Company. 1997. د کتاب پاڼې 290. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780802841216. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. Wesleyan institutions, whether hospitals, orphanages, soup kitchens or schools, historically were begun with the spirit to serve all people and to transform society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wilson, Charles Reagan (2005). Encyclopedia of Religion in the South (په انګلیسي ژبه کي). Mercer University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780865547582. Both Southern Baptist and Methodist organizations engaged in evangelism and social service missions in the United States and abroad. ... However, despite their similarities in evangelism and social services, by the dawn of the 20th century the two denominational women's movements had already diverged from each other because the Methodist organizations had embraced the Social Gospel. They had embarked not only on social service in addition to evangelism but on social reform. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Iovino, Joe (4 September 2018). ""Fishing with a large net": United Methodist camp meetings" (په انګرېزي ژبه کي). The United Methodist Church. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  16. Tucker, Karen B. Westerfield (2001). American Methodist Worship. Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198029267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. A Collection of Hymns, for the use of the people called Methodists. T. Blanshard. 1820. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-812529-7. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۰۷. collection of hymns. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Swatos, William H. (1998). Encyclopedia of Religion and Society (په انګلیسي ژبه کي). Rowman Altamira. د کتاب پاڼې 385. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761989561. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Scott, David W. (26 July 2016). Mission as Globalization: Methodists in Southeast Asia at the Turn of the Twentieth Century (په انګرېزي ژبه کي). Lexington Books. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4985-2664-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  20. McKnight, Scot (2010). Fasting: The Ancient Practices (په انګرېزي ژبه کي). Thomas Nelson. د کتاب پاڼې 88. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781418576134. John Wesley, in his Journal, wrote on Friday, August 17, 1739, that "many of our society met, as we had appointed, at one in the afternoon and agreed that all members of our society should obey the Church to which we belong by observing 'all Fridays in the year' as 'days of fasting and abstinence.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  21. "What We Believe – Founder of the United Methodist Church". United Methodist Church of Whitefish Bay. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مارچ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. An introduction to world Methodism. Cambridge University Press. 5 May 2005. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521818490. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Lincoln College, Oxford, Famous Alumni, John Wesley (1703–1791)". Lincoln College, Oxford University. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Fairchild, Mary. "Methodist Church History: A Brief History of the Methodist Denomination". About.com:Christianity. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Holy Club". The Methodist Church in Britain. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ross, Kathy W.; Stacey, Rosemary. "John Wesley and Savannah". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. John Wesley's Heart Strangely Warmed, www.christianity.com
  28. Dreyer, Frederick A. (1999). The Genesis of Methodism. Lehigh University Press. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-934223-56-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Burnett, Daniel L. (2006). In the Shadow of Aldersgate: An Introduction to the Heritage and Faith of the Wesleyan Tradition. Wipf and Stock. د کتاب پاڼې 36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59752-573-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Hylson-Smith, Kenneth (1992). Evangelicals in the Church of England 1734–1984. Bloomsbury. د کتاب پاڼي 17–21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Bennett, Richard (1962) [1909]. Howell Harris and the dawn of revival (په انګرېزي ژبه کي). Evangelical Press of Wales. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85049-035-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  32. Schlenther, Boyd Stanley (1997). Queen of the Methodists: the Countess of Huntingdon and the eighteenth-century crisis of faith and society. Bishop Auckland: Durham Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781900838085. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Hylson-Smith, Kenneth (1992). Evangelicals in the Church of England 1734–1984. Bloomsbury. د کتاب پاڼي 17–21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Methodist Church". BBC. 12 July 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)