جورج هربرت واکر بوش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج هربرت واکر بوش
(انګلیسي: George H. W. Bush د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج هربرت واکر بوش
جورج هربرت واکر بوش

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: George Herbert Walker Bush د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ جون ۱۹۲۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 30 نومبر 2018 (94 کاله)[۱۱][۱۲][۱۳][۵][۶][۷][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هیوستون[۱۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د پارکېنسون ناروغي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.88 متر  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت د پارکېنسون ناروغي  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد جورج واکر بوش[۱۵]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 6   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ
الوتګر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶][۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۱۹]
حکومت[۱۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک (۱۹۴۲–۱۹۴۵)  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه
ګولف وار  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
د آزادۍ جایزه (۲۰۰۵)
 فلاډلفیا لبرټی میډل  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جورج هربرت واکر بوش
جورج هربرت واکر بوش

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جورج هربرت واکر بوش (د جون ۱۲ مه ، ۱۹۲۴- د نومبر ۳۰ مه، ۲۰۱۸ز) امریکایي سیاستوال، دیپلومات او سوداګر و چې له ۱۹۸۹ ز کال څخه یې تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د امریکا د متحده ایالاتو د یوڅلوېښتم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و، بوش له ۱۹۸۱ ز کال څخه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د رونالډ رېګن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د ۴۳ م مرستیال ولسشر، د کانګرس د غړي، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي او د مرکزي استخباراتو د مشر په توګه خدمت کړی.

بوش په ګرېنوېچ، کانیکتیکاټ (Greenwich, Connecticut) کې را لوی شو او وړاندې له دې چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا د متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو په ریزرف قطعه کې خدمت وکړي، په فیلپس اکاډمی (Phillips Academy) کې شامل شو. له جګړې وروسته هغه له یېل (Yale) پوهنتون څخه فارغ او د تکزاس لویدیځ ته وکوچېد، چېرې چې ده د تېلو یوه بریالۍ کمپنۍ جوړه کړه. وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو سنا ته یې لار وه نه مونده، هغه په ۱۹۶۶ ز کال کې په کانګرس کې د تکزاس ایالت د اوومې حوزې څوکۍ خپله کړه. په ۱۹۷۱ ز کال کې ولسمشر نېکسون هغه په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر او بیا یې په ۱۹۷۳ ز کال کې  د جمهوري غوښتونکې ملي کمېټې د مشر په توګه وټاکه. په ۱۹۷۴ ز کال کې، ولسمشر جرالډ فورډ نوموړی د چین د خلکو د جمهوریت سره د اړیکو دفتر مشر (د چین لپاره سفیر) وټاکه او په ۱۹۷۶ ز کال کې هغه د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر شو. بوش په ۱۹۸۰ ز کال کې ځان په ګوند کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ونوماوه، خو په ګوندي ټاکنو کې ورته رونالډ ریګن ماته ورکړه او بیا یې د خپل مرستیال په توګه وټاکه.

د ۱۹۸۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، بوش د دیموکرات ګوند نوماند مایکل دوکاکیس (Michael Dukakis) ته په ماتې ورکولوسره، په ۱۸۳۶ ز کال کې له مارتین ون بورېن وروسته لومړنی برحال مرستیال ولسمشر و، چې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. بهرني سیاست، د هغه ولسمشرۍ ته لوری ورکړ، ځکه هغه د سړې جګړې په وروستیو کلونو کې واک ته رسېدلی و او د جرمني په بیاځلي یووالي کې یې مهم رول درلود. بوش د پاناما او د فارس خلیج د جګړو مشري وکړه، په خپله وروستۍ جګړه کې یې په کویټ باندې د عراق اشغال ته د پای ټکی کېښود. په داسې حال کې چې بوش د شمالي امریکا ترمنځ د آزادې سوداګرۍ هوکړه ((NAFTA لاسلیک کړه او د امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ یې سوداګریز بلاک جوړ کړ، خو د ده د ولسمشرۍ ترپایه پورې دغه هوکړه تصویب نه شوه. په داخلي کچه، بوش د بودیجې د کمښت (کسر) د پوره کولو په پلمه مالیات لوړ کړل، چې د ۱۹۸۸ ز کال د ټاکنیزو سیالیو پر مهال خپله ورکړې ژمنه یې تر پښو لاندې کړه. نوموړي د امریکایي معلولینو لپاره د ۱۹۹۰ ز کال قانون (the Americans with Disabilities Act of 1990) لاسلیک او ډېوېډ سوتر (David Souter) او کلارنس توماس (Clarence Thomas) یې په ستره محکمه کې وګومارل. بوش د اقتصاد د خرابېدو، د مالیاتو په برخه کې د خپلې ژمنې د ماتولو او له سړې جګړې وروسته سیاسي چاپېریال کې بهرني سیاست ته په کمه کچه د پام له امله، د ۱۹۹۲ ز کال ولسمشریزې ټاکنې دیموکرات نوماند بېل کلېنټن (Bill Clinton) ته وبایللې.

په ۱۹۹۳ ز کال کې د واک له خوشي کولو وروسته، بوش په بشردوستانه چارو بوخت شو او تر ډېره یې د خپل پخواني سیال بېل کلېنټون ترڅنګ کار کاوه. وروسته له هغه چې په ۲۰۰۰ ز کال د هغه زوی جورج ډبلیو بوش واک ترلاسه کړ، له جان آدامز او جان کوینسي آدامز نه وروسته دویم پلار او زوی و چې د هېواد د ولسمشر په توګه یې خدمت وکړ. د هغه بل زوی جېب بوش په ۲۰۱۶ ز کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د نوماندۍ په ټاکنو کې پاتې راغی. تاریخ پوهان په عامه بڼه، هغه له منځنۍ کچې څخه د لوړې پوړۍ ولسمشر بولي.

ولسمشري (۱۹۸۹-۱۹۹۳ ز)[سمول]

د ۱۹۸۹ ز کال د جنوري په ۲۰ مه، بوش د رونالډ ریګن له ولسمشرۍ وروسته لوړه وکړه. د بوش لومړنۍ ستره ګومارنه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د جېمز بېکر (James Baker) ټاکل و. د دفاع وزارت مشري یې ډېک چیني (Dick Cheney) ته ورکړه، هغه چې د جرالډ فورډ د ولسمشرۍ پر مهال د ولسمشر د چارو د ادارې د مشر په توګه خدمت کړی و او وروسته بیا د هغه د زوی جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال یې د ولسمشر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.  جک کېمپ (Jack Kemp) یې د کور جوړولو او ښاري پراختیا د وزیر په توګه وټاکه، د باب ډول مېرمن الیزابت ډول (Elizabeth Dole) چې د ترانسپورټ پخوانۍ وزیره وه، د بوش تر واکمنۍ لاندې د کار د وزیرې په توګه وګمارل شوه. بوش د ریګن د کابینې یو شمېر وزیران، لکه: د مالیې وزیر نیکولاس ایف براډي (Nicholas F. Brady)، لوی څارنوال ډېک ټورنبرګ (Dick Thornburgh) او د پوهنې وزیر لورو کاوازوس (Lauro Cavazos) په خپله کابینه کې وساتل. د نیوهمپشایر والي جان سونونو (John Sununu) چې د ۱۹۸۸ ز په ټاکنیزو سیالیو کې د بوش پیاوړی ملاتړی و، د سپینې ماڼۍ د چارو د ادارې د مشر په توګه وګومارل شو. برنټ اسکوکرافټ (Brent Scowcroft) ته د ملي امنیت مشاوریت ورکړل شو، چې د فورډ د ولسمشرۍ پر مهال یې هم دغه څوکۍ لرله.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

بهرنۍ چارې[سمول]

د سړې جګړې پای[سمول]

بوش د خپلې ولسمشرۍ په لومړي کال کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د ریګن د ډیټنټه (détente) پالیسي کارول ودرول. بوش او د هغه سلاکارانو په پیل کې د ګورباچوف په اړه بېلابېل نظریات لرل؛ د دولت یو شمېر چارواکو هغه د اصلاح غوښتونکي دیموکرات په توګه یادوه، خو یو شمېر نوروهغه په دې تورن کاوه چې هڅه کوي، د یو شمېر بدلونونو په راوړلو سره، شوروي اتحاد د امریکا له متحده ایالاتو سره د سیالۍ ځایګي ته ورسوي. په ۱۹۸۹ ز کال کې په ختیځه اروپا کې ټول کمونیستي دولتونه ونړېدل. ګورباچوف دغو هېوادونو ته د شوروي لښکرو په نه لېږلوسره، په عملي توګه د بریژنیف د دکتورینو کارول پرېښودل. د امریکا متحده ایالاتو په مستقیم ډول په دغو بدلونونو کې ونډه نه لرله، خو د بوش دولت د راتلونکو دیموکراتیکو اصلاحاتو د کمزوري کولو څخه د مخنیوي په موخه، د ختیځ بلاک د ړنګېدو له ستایلو ډډه وکړه.[۲۵][۲۶][۲۷]

بوش او ګورباچوف د ۱۹۸۹ ز کال په دسمبر میاشت کې د مالتا ناستې (Malta Summit) په ترڅ کې سره ولیدل. په داسې حال کې چې ډېری ښي اړخو د ګورباچوف په اړه له احتیاط کار اخست، خو بوش په دې باور هغه ته نږدې شو، چې ګورباچوف به په ښه نیت خبرې وکړي. بوش د خپلې ولسمشرۍ تر پایه له ګورباچوف سره د همکارۍ اړیکو ساتلو په هڅه کې و، ځکه باور یې درلود چې هغه د سولې لپاره کیلي ده. د مالتا ناستې اصلي موضوع په باالقوه توګه د جرمني یو موټی کېدل و. په داسې حال کې چې بریتانیا او فرانسې د جرمني د بیا یووالي اړوند له احتیاط نه کار اخیست. بوش د لویدیځ جرمني له لومړي وزیرهلموت کوهل (Helmut Kohl) سره چې د جرمني په یوموټي کېدو یې ټینګار درلود، ودرېد. بوش باور درلود چې یو موټی جرمني به، د امریکا د ګټو په خدمت کې وي. له ډېرو خبرو اترو وروسته، ګورباچوف هوکړه وکړه چې پرېږدي، جرمني یو موټی او د ناټو برخه واوسي، جرمني په رسمي توګه د ۱۹۹۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې مسکو ته د میلیاردونو مارکونو له ورکولو وروسته یو موټی شو.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

ګورباچوف په شوروي اتحاد کې دننه د نشنلیستي یا ملي والي خوځښتونو پر وړاندې له زورنه کار واخیست. په لیتوانیا کې کړکېچ، بوش په سخت موقعیت کې پرېښود، په داسې حال کې چې هغه د جرمني د یو موټي کېدو په برخه کې د ګورباچوف همکارۍ ته اړتیا لرله او وېرېده چې د شوروي اتحاد په نړېدو به اټومي وسلې خطرناکو لاسونو ته ولوېږي. د بوش دولت د ګورباچوف له خوا د لیتوانیا د خپلواکۍ د خوځښت د ځپلو په برخه کې ډېر نرم غبرګون وښود او د مستقیمي لاسوهنې په موخه یې هېڅ ګام پورته نه کړ. بوش خپلواکۍ غوښتونکو خوځښتونو ته د هغو بې نظمیو په اړه چې له شوروي اتحاد څخه د جلا کېدو په حالت کې یې امکان درلود، رامنځته شوې وای، خبرداری ورکړ؛ هغه په ۱۹۹۱ ز کال کې د وینا پر مهال چې منتقدین یې”د کیف د چرګوړي وینا“ (Chicken Kiev speech) په نوم یادوي، هغه”د ځان وژونکي ملي توب“ (suicidal nationalism) په اړه خبرداری ورکړ. د ۱۹۹۱ ز کال په جولای میاشت کې بوش او ګورباچوف د ستراتیژیکو وسلو د کمولو هوکړه لیک (Strategic Arms Reduction Treaty (START I)) لاسلیک کړ، چې له مخې یې دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې خپلې ستراتیژیکې اټومي وسلې به تر ۳۰سلنه کچې پورې کموي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. پیوستون : 118844911  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rn35w2 — subject named as: George H. W. Bush — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/879473 — subject named as: George H. W. Bush — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32217.htm#i322161 — subject named as: George Herbert Walker Bush — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12173385t — subject named as: George Bush — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bushg0 — subject named as: George H. W. Bush
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=george+herbert;n=bush — subject named as: George Bush
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=10325 — subject named as: George Herbert Walker Bush — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ https://cs.isabart.org/person/139898 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000012939 — subject named as: George Bush — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. https://www.washingtonpost.com/local/obituaries/george-hw-bush-41st-president-of-the-united-states-dies-at-94/2018/11/30/42fa2ea2-61e2-11e8-99d2-0d678ec08c2f_story.html?noredirect=on — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸
  12. https://www.tagesschau.de/ausland/bushgeorge-senior-nachruf-101.html — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸
  13. https://www.zdf.de/nachrichten/heute/ohne-george-bush-senior-keine-deutsche-einheit-100.html — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸ — نشرونه لخوا د: ZDF heute
  14. http://www.leparisien.fr/international/l-ancien-president-americain-george-bush-est-decede-01-12-2018-7958361.php — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸ — خپرونکی: Le Parisien — د خپرولو نیټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸ — ارزښت: La famille a précisé que George H. W. Bush était mort à Houston (Texas)
  15. دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12173385t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20010525101 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/90648675
  19. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20010525101 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  20. Greene (2015), pp. 53–55
  21. Naftali (2007), pp. 69–70
  22. Greene (2015), pp. 56–57
  23. Greene (2015), pp. 55–56
  24. Naftali (2007), pp. 66–67
  25. Greene (2015), pp. 110–112
  26. Meacham (2015), pp. 368–369
  27. Herring (2008), pp. 904–906
  28. Meacham (2015), pp. 385–387
  29. Naftali (2007), pp. 91–93
  30. (په March 31, 1996 باندې). Together Again.
  31. Meacham (2015), pp. 400–402
  32. Greene (2015), pp. 126, 134–137
  33. Greene (2015), pp. 120–121
  34. Herring (2008), p. 907
  35. Herring (2008), pp. 907, 913–914
  36. Greene (2015), p. 204