Jump to content

لورا بوش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لورا بوش
Laura Lane Welch Bush (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Midland (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۴ نومبر ۱۹۴۶[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
دین
جوړښت
جایزې

لورا لین ولش بوش (کورنی نوم یې ولش؛ زیږون ۴ نومبر ۱۹۴۶ زکال) امریکايي ښوونکې، کتابتون جوړونکې، خاطره لیکونکې او لیکواله وه چې له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۹ زکال پورې د متحده ایالاتو لومړنۍ مېرمن وه. بوش له دې وړاندې له ۱۹۹۵ زکال څخه تر ۲۰۰۰ زکال پورې د تکزاس د لومړۍ مېرمنې په توګه خدمت وکړ. هغه د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو. بوش ښځه او د پخواني ولسمشر جورج اچ. ډبلیو. بوش نږور وه. [۸][۹][۱۰]

بوش چې د تکزاس په میډلنډ کې زېږېدلې، په ۱۹۶۸ زکال کې یې له سویلي متدیست پوهنتون څخه یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او د دویم ټولګي د ښوونکې په توګه یې دنده ترلاسه کړه. هغې په اسټین کې له تکزاس پوهنتون څخه د کتابدارۍ په برخه کې د ماسټرې د سند له ترلاسه کولو وروسته د کتابدارې په توګه دنده پیل کړه.

بوش په ۱۹۷۷ زکال کې له خپل راتلونکې مېړه جورج ډبلیو بوش سره وپېژندل او یو کال وروسته یې واده وکړ.  په ۱۹۸۱ زکال کې د دغې جوړې دوه غبرګلونې لوڼې وزېږېدې. مېړه یې بوش سیاست ته له واده وروسته مخه کړه. په ۱۹۷۸ زکال کې نوموړې کانګرس ته د خپل مېړه د لارموندلو په موخه کمپاین وکړ، خو بریالی نه شو. له دې وروسته هغه وکولای شول د تکزاس د والي د څوکۍ لپاره ټاکنې وګټي.

بوش د تکزاس د لومړۍ مېرمنې په توګه روغتیا، زده کړو او سواد ته په پام له خپلو ډېرو ابتکاراتو ګټنه وکړه. په ۱۹۹۹ - ۲۰۰۰ زکال کې هغې د بېلابېلو لارو چارو څخه په ګټنې لکه په ۲۰۰۰ زکال کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د مهمې وینا په کولو سره چې په ملي کچه یې پام ځانته واړوه د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې له خپل مېړه سره مرسته وکړه. هغه د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۲۰مه هغه مهال چې مېړه یې د امریکا ولسمشر شو؛ د امریکا لومړۍ مېرمن شوه. [۱۱]

بوش چې د ګالوپ سازمان له خوا د تر ټولو محبوبې لومړۍ مېرمنې په توګه وټاکل شوه؛ د خپلې کاري دورې پر مهال له ملي او نړیوالو اندېښنو سره ښکېل وه. هغې په ۲۰۰۱ زکال کې د کتاب د ملي نندارتون په جوړولو سره د زده کړو او سواد په برخه کې د خپل سوداګریز نښان د علایقو مخته وړو ته دوام ورکړ او همدارنګه یې په نړیوال مقیاس سره د زده کړو لپاره هڅې وکړې. هغې همدارنګه د The Heart Truth او Susan G. Komen for the Cure بنسټونو له لارې د ښځو لپاره کار وکړ. هغې په خپلو بهرنیو سفرونو کې د متحده ایالاتو استازولي کوله او لیوالتیا یې لرله چې د اېډز او مالاریا ناروغیو اړوند په عامه پوهاوي تمرکز وکړي. [۱۲][۱۳]

لومړنی ژوند او مسلک

[سمول]

لورا لین ولش د ۱۹۴۶ زکال د نومبر په ۴مه نېټه د تکزاس په میډلنډ سیمه کې د میډلنډ په مموریال روغتون کې وزېږېده. نوموړې د هارولډ ولش او جینا لوئیز ولش (کورنی نوم یې هاوکینز و) یوازنۍ ماشومه وه. هغې انګلیسي، فرانسوي او سویسي اجداد لرل. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

پلار یې د کورونو جوړونکی او وروسته د املاکو بریالی پراختیا ورکوونکی و، په داسې حال کې چې مور یې د پلار په سوداګرۍ کې د حسابدارې په توګه کار کوه. والدینو یې په پیل کې هغه زده کړو ته وهڅوله چې بیا له مطالعې سره د هغې د مینې لامل وګرځېده. هغې وویل: ما په خپل کور کې له مور څخه زده کړل چې [مطالعه څومره مهمه ده]. هغه مهال چې زه ماشومه وم مور به مې راته کیسې ویلې. له هغه مهاله ما له کتاب ویلو او کتابتون ته له تللو سره مینه پیدا کړه. په اوړي کې زما خوښېده چې له غرمې وروسته وخت په کتابتون کې په مطالعه تیر کړم. زما د Little House on the Prairie او Little Women کتابونه ډېر خوښېدل همدارنګه مې ډېر نور... مطالعه تاسو ته د خپل ژوند په اوږدو کې خوشحالي دربخښي. بوش همدارنګه د خپل دویم ټولګي ښوونکې شارلین ګناګی ستايي چې دې ته یې د ښونې او روزنې سره د لیوالتیا الهام وربخښلی.  [۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۹۶۳ زکال د نومبر په ۶مه د هغې د اوولس کلنۍ له کالیزې دوه ورځې وروسته لورا ولش له ترافیکي نښې تېره شوه او له بل موټر سره یې ټکر وکړ چې له امله یې د هغه موټر چلونکی ووژل شو. د دغې پېښې قرباني د هغې نږدې ملګری او ټولګیوال مایکل ډاټون داګلاس و. د یو شمېر روایتونو له مخې داګلاس د هغې بای پرېڼد و خو هغې څرګنده کړه چې دغه مهال نوموړی د دې بای پرېنډ نه و یوازې نږدې ملګری یې و. بوش او ورسره یې بل ملګری چې دواړه ۱۷ کلن و د وړو ټپونو له امله تر درملنې لاندې ونیول شول. د میډلنډ ښار د چارواکو له خوا د دغې پېښې راپور چې په ۲۰۰۰ زکال کې د پرانیستې دوسیې د غوښتنې په ځواب کې وړاندې شو هغه په پېښه کې تورنه وه نه ګڼل شوه. د بوش ویاند وویل، «دا ډېره خواشینونکې پېښه و چې په کلکه سره یې د دواړو لورو کورنۍ او په ټولیزه توګه یې ټوله ټولنه خواشینې کړه». هغې د زړه د خبرو په نامه خپل کتاب کې ویلي چې دغه ټکر د دې لامل وګرځېد چې «د ډیرو زیاتو کلونو لپاره» خپل باور له لاسه ورکړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

هغې د میډلنډ د جیمز بووي په ابتدايي ښوونځي او د سنټ جاسینټو او رابرټ ای. لي په عالي ښوونځیو کې زده کړې وکړې. هغه په ۱۹۶۴ زکال کې له لي ښوونځي فارغه شوه او په دالاس کې سویلي متدیست پوهنتون ته لاړه چېرې چې یې بیا د کاپا الفا تتا بنسټ غړیتوب ترلاسه کړ. نوموړې په ۱۹۶۸ زکال کې له دغه پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. [۲۷][۲۸][۲۹]

له سویلي متدیست پوهنتون څخه له فراغت وروسته یې د ښوونځي د ښوونکې په توګه د دالاس د ښوونځیو د واټ په لانګ فیلو ابتدايي ښوونځې کې په کار پیل وکړ. وروسته یې د دریو کلونو لپاره د هوسټون د ښوونځیو په واټ کې د جان اف کنډې په ابتدايي ښوونځي کې تر ۱۹۷۲ زکال پورې تدریس وکړ. [۲۹]

واده او کورنۍ

[سمول]

هغې د ۱۹۷۷ زکال په جولای میاشت کې له جورج ډبلیو بوش سره هغه مهال ولیدل کله چې د دوی مشترکو ملګرو جو او جان اونیل هغه او بوش د خپل کور په هویلۍ کې د کباب پخولو یوې میلمستیا ته وغوښتل. هغه د سپټمبر په وروستیو کې دې ته د واده وړاندیز وکړ او دوی هم د همدغه کال د نومبر په ۵ مه د خپلې ۳۱مې کالیزې څخه یوه ورځ وروسته د میډلنډ په لومړۍ متحده متدیست کلیسا کې واده وکړ؛ هماغه کلیسا چې دې ته په کې د تعمید غسل ورکړل شوی و. دغه جوړه د شاتو د میاشتې تېرولو په موخه د مکسیکو کوزومل ته ولاړه. جورج ډبلیو بوش له لورا سره د خپل واده ټاکنه د خپل ژوند «تر ټولو ښه پرېکړه» بللې. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

له واده یو کال وروسته دغې جوړې په ۱۹۱۸ زکال کې کانګرس ته د جورج ډبلیو بوش د لار موندو په موخه ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې. د جورج بوش په خبره، کله چې ما له هغې وغوښتل له ماسره واده کوې، هغې وویل، «هو. خو یوازې په دې شرط چې ژمنه وکړې چې هېڅکله به ما په ټاکنیزو سیالیو کې وینا کولو ته نه اړ باسې». له دې سره هغې ډېر ژر په ۱۹۷۸ زکال کې د تکزاس په مولشو کې د هغه په ګټه لومړنۍ وینا وکړه. خو بوش په داسې حال کې چې ابتدايي ټاکنې یې وګټلې؛ په عمومي ټاکنو کې یې ماته وخوړه. [۳۶][۳۷]

دوی درې کاله هڅه وکړه چې ماشوم ولري خو دغه چاره ورته ډېره اسانه تمامه نه شوه. بالاخره د ۱۹۸۱ زکال د نومبر په ۲۵ مه د لورا بوش دوه غبرګلونې لوڼې وزېږېدلې چې بیا یې پرې باربرا او جینا نومونه کېښودل. دغه جوړه ماشومان د زیږون له نورمال مهال پنځه اونۍ وړاندې د یو عاجل سیزارین عملیاتو په ترڅ کې چې د تکزاس په دالاس کې د بایلور پوهنتون په روغتیايي مرکز کې ترسره شو وزېږېدې، هغه هم ځکه چې لورا په pre-eclampsia ژوند ګواښوونکې ناروغۍ اخته شوې وه. [۳۸][۳۹]

جورج ډبلیو بوش په ۱۹۸۶ زکال کې د الکولو نه څښلو اړوند خپله پرېکړه خپلې مېرمنې ته اړونده وبلله. هغې څرګنده کړه چې فکر مې کاوه مېړه مې «له کچې زیات شراب څښي» په داسې حال کې چې خپله پوهېده دا د ژوند سمه لار نه ده. هغه ته په نږدې کېدو سره دې ورته ویلي و چې پلار یې الکول څښل او نه غواړي د هغې په ژوند کې بل څوک هم دغه کار تکرار کړي. نوموړې ته همدارنګه د دې کریدیت ورکول کېږي چې د بوش په خصوصي ژوند یې ډېر مثبت اغېز لرلی. [۴۰]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "LIBRIS". ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۰. نه اخيستل شوی 24 اگسټ 2018.
  2. ذکر کېدنه: انټرنیټ فلم ډیټابیس. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm1197615. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۱۵. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6x356sx. Subject named as: Laura Bush. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Laura-Welch-Bush. Subject named as: Laura Welch Bush. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  7. سرچينې تړی: https://www.loc.gov/about/awards-and-honors/living-legends/laura-bush/.
  8. "Laura Welch Bush". The White House.
  9. "Biography of Mrs. Laura Welch Bush". whitehouse.gov. نه اخيستل شوی June 23, 2009 – via National Archives.
  10. "Laura Bush First Ladies Biography". National First Ladies' Library. Archived from the original on May 9, 2012. نه اخيستل شوی June 23, 2016. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  11. "Texas Governor George W. Bush: An Inventory of First Lady Laura Bush's Files (Part I) at the Texas State Archives, about 1994–1999, bulk 1995–1999". University of Texas at Austin. Archived from the original on October 11, 2008. نه اخيستل شوی May 25, 2008.
  12. Jones, Jeffery M (February 9, 2006). "Laura Bush Approval Ratings Among Best for First Ladies". Gallup Organization. Archived from the original on July 5, 2008. نه اخيستل شوی May 27, 2008.
  13. “Laura Bush Announces Foundation and Festival.(wife of President George Bush).” American Libraries (Chicago, Ill.) 32, no. 8 (2001): 16
  14. Kessler, Ronald (April 4, 2006). Laura Bush: An Intimate Portrait of the First Lady. ISBN 9780385518970.
  15. "Laura Bush Biography". Advameg, Inc. Archived from the original on June 13, 2008. نه اخيستل شوی May 24, 2008.
  16. Strock, Ian Randal (July 5, 2016). Ranking the First Ladies: True Tales and Trivia, from Martha Washington to Michelle Obama. Carrel Books. ISBN 9781631440601 – via Google Books.
  17. "The all-American icons with British roots". London Evening Standard. Archived from the original on October 25, 2012.
  18. "Laura Bush: A supportive but behind-the-scenes spouse". CNN. 2001. Archived from the original on May 14, 2008. نه اخيستل شوی May 25, 2008.
  19. "Mrs. Bush's Remarks at Laura Bush Foundation for America's Libraries Grant Awards". whitehouse.gov. May 20, 2003. Archived from the original on May 14, 2011. نه اخيستل شوی May 25, 2008 – via National Archives.
  20. "Laura Bush". Encyclopedia of World Biography 25. (2005). Detroit: Gale. 
  21. Robin Toner (February 15, 2004). "'The Perfect Wife': The Un-Hillary". The New York Times. Archived from the original on May 13, 2011.
  22. Matthew Davis (April 5, 2006). "Inside (the) private world of Laura Bush". BBC News. Washington. Archived from the original on May 14, 2008.
  23. "TRUE: Laura Bush Fatal Car Accident : snopes.com". snopes. December 20, 2015.
  24. "Mrs. Bush ran stop sign in fatal crash". USA Today. May 3, 2000. Archived from the original on October 9, 2012. نه اخيستل شوی May 24, 2008.
  25. Midland police report
  26. O'Connor, Anahad (April 27, 2010). "Laura Bush Opens Up About Crash". The New York Times. Archived from the original on April 29, 2013. نه اخيستل شوی April 30, 2010.
  27. "History and research". George W. Bush Childhood Home, Inc. Archived from the original on January 30, 2009. نه اخيستل شوی May 24, 2008.
  28. "Laura Welch Bush." Encyclopædia Britannica
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ "Laura Welch Bush" (PDF). CBS. نه اخيستل شوی May 24, 2008.
  30. Bush, Laura (2010). Spoken from the Heart. Scribner. ISBN 978-1-4391-5520-2. excerpt available at Oprah.com.
  31. "Read her lips: Literacy efforts on first lady's agenda". CNN. April 8, 2001. Archived from the original on June 12, 2008. نه اخيستل شوی May 25, 2008.
  32. Stritof, Sheri and Bob. "George and Laura Bush". About.com. The New York Times Company. Archived from the original on October 8, 2008. نه اخيستل شوی May 25, 2008.
  33. Winik, Lyric Wallwork (January 16, 2005). "[[:کينډۍ:-']]We Need To Pay More Attention To Boys' (First Lady Laura Bush)". Parade. Archived from the original on October 17, 2006. نه اخيستل شوی April 21, 2011. {{cite news}}: URL–wikilink conflict (help)
  34. Bush, George W. (2011). Decision Points. Broadway Books. p. 27. ISBN 978-0307590633.
  35. "Laura leaves 'em laughing, gasping". The Washington Times. May 1, 2005.
  36. Reaves, Jessica (August 1, 2000). "Now making her bow: The un-Hillary". CNN. Archived from the original on December 5, 2008. نه اخيستل شوی May 28, 2008.
  37. Hanchette, John (June 23, 2000). "Laura Welch Bush: Shy no more". USA Today. نه اخيستل شوی April 21, 2011.
  38. Bush, George W. (2011). Decision Points. Broadway Books. p. 42. ISBN 978-0307590633.
  39. Bush, Laura (2010). Spoken From The Heart. Scribner. p. 103. ISBN 978-1439155202.
  40. "Read her lips: Literacy efforts on first lady's agenda". CNN. April 8, 2001. Archived from the original on June 12, 2008. نه اخيستل شوی May 25, 2008.