توني بلیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
TonyBlairBasra.JPG

انتوني چارلس لینتن بلیر (د ۱۹۵۳ز کال د مې په  ۶ مه نېټه زېږېدلی) یو بریتانوی سیاستوال دی، چې له ۱۹۹۷ ز کال نه  تر ۲۰۰۷  ز کال پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر او له ۱۹۹۴ ز کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې یې د کارګر ګوند د مشر په توګه دنده ترسره کړه. له دندې نه تر استعفا وروسته، نوموړی د منځني ختیځ لپاره د څلوراړخیزې ډلې ځانګړی استازی و، چې یو دیپلوماتیک پست و، وټاکل شو او تر ۲۰۱۵ز کال پورې په کې پاتې شو. ه ۲۰۱۶ کال نه را په دې خوا، نوموړي د نړیوال بدلون د توني بلیر د بنسټ اجرایوي رئیس په توګه دنده تر سره کوي. د لومړي وزیر په توګه، د نوموړي ډېرو سیاستونو د "درېمې لارې" میانه روه سیاسي فلسفه  وړاندې کوله. تر اوسه هغه د کارګر ګوند یوازینی ژوندی پخوانی مشر دی چې ګارګر ګوند ته یې په عمومي ټاکنو کې بریا ور په برخه کړه او د تاریخ په اوږدو کې یې له دوو مشرانو نه یو بلیر او بل هارولد ویلسن دي چې د درېو اکثریت حکومتونه په جوړولو بریالي شوي دي.  

بلیر په ادینبورګ کې وزېږېد او پلاریې لیو، یو مدافع وکیل او اکادمیسین و. د فیتس کالج په خصوصي ښوونځی کې له زدکړو وروسته، نوموړی د آکسفورد په سنت جان کالج کې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې او مدافع وکیل شو. نوموړی د کارګر ګوند په سیاست کې ښکېل شو او په ۱۹۸۳ ز کال کې د سیجفیلد په استازیتوب پارلمان ته لاره وموندله.  هغه د بریتانیې د سیاست منځ ته د ګوند له تګ سره مرسته وکړه ، په دې هڅه چې، له ګوند سره د واک ګټلو کې مرسته وکړي (ګوند له ۱۹۷۹ ز کال راهیسې، په حکومت کې واک نه درلود). په ۱۹۸۸ ز کال کې نوموړی په پارلمان کې د ګوند مخ چوکي (اصلي چوکۍ) ته بریالی شو او په ۱۹۹۲ کال کې د سیوري په کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر ونډه په غاړه درلوده. د ګوند د پخواني مشر جان سمیت له ناڅاپي مړینې وروسته، نوموړی په ۱۹۹۴ ز کال کې د کارګر ګوند د مشر په ټاکل کېدو سره د اپوزیسیون مشر شو. 

ګوند د بلیر تر مشرۍ لاندې د "نوي کارګر ګوند" اصطلاح کاروله او لامل یې دا و چې د کارګر له پخواني سیاست او د سوسیالیزم له دودیزې لیدلوري نه ځان لرې کړي. د کارګر د کیڼ اړخ په مخالفت سربېره، نوموړي څلورم بند لغو کړ، چې ګوند په رسمي توکه د اقتصاد ملي کولو ته ژمن و. په پایله کې یې په ګوند کې د سوداګرۍ د اتحادیې اغېز کمزوری کړ او آزاد بازار او اروپایی اتحادیې ته ژمن شو. د کارګر ګوند په خپل تاریخ کې په ۱۹۹۷ ز کال کې د عمومي ټاکنو تر ټولو لویه بریا ترلاسه کړه. بلیر د ۱۸۱۲ز کال نه را په دې خوا، د هېواد ترټولو ځوان مشر په توګه ګڼل کېږي او د ګوند په ریاست کې ترټولو اوږد مهاله مشر پاتې شوی دی. د نوموړي تر مشرۍ لاندې کارګر ګوند، دوې نورې عمومي ټاکنې وګټلې چې یوه په ۲۰۰۱ ز کال کې وه او بله  یې یوه بله لویه بریا وه (که څه هم د ۱۹۱۸ ز کال راهیسې تر ټولو په ټیټه کچه رایه وکارول شوه) او بله یې په ۲۰۰۵ ز کال کې وه، چې  یې په ډېر کم اکثریت وګټله.  هغه د لومړي وزیراو د کارګر ګوند د مشری له دندې نه په ۲۰۰۷ ز کال کې استعفا ورکړه او ګوردن براون، چې له ۱۹۹۷ ز کال نه د خزانې وزیر و، د هغه ځای ناستی شو. د بلیر او براون تر منځ پرېشانه اړیکې، د ۱۹۹۴ز کال راهیسې د ډېرې لانجې او اندېښنې موضوع وه.      

د بلیر د واکمنۍ پر مهال د اساسي قانون اصلاحات وضع شول، د اعیانو مجلس نه یې ډېر مېراثي غړي  لرې کړل، په همدې وخت کې یې د انګلستان ستره محکمه هم را منځ ته کړه او د قاضي القضات په واک کې یې سمونونه راوړل (چې د قضايي قوې واکونه له مقننه او اجرائیوي قواوو نه جلا کړل). د هغه حکومت داسې ټول پوښتنې په لاره واچولې، چې په کې سکاتلندي او ویلزي رایه ورکونکو د لېږدولو شوې واکمنې ادارې په ګټه رایه ورکړه او د سکاتلند پارلمان او ویلز مجلس رامنځته کېدو ته یې په ۱۹۹۹ز کال کې لاره هواره کړه. نوموړي د غوره ټولیز(جمعې) تړون په هوکړه کې هم ونډه درلوده. د نوموړي د ریاست موده د پر له پسې اقتصادي ودې په دوره کې ترسره شوه، خو دا وده د لوی پور په کچه پورې تړلې وه.  

د نوموړي حکومت، د انګلستان بانک ته په ۱۹۹۷ ز کال کې واک ورکړ، چې د سود بیه په خپلواکه توګه وټاکي او وروسته یې په ځانګړې توګه د روغتیا پاملرنې او د زده کړې په برخه کې د عامه لګښتونو په ډېر زیاتوالي څارنه وکړه. نوموړي د دود له تنوع نه  ملاتړ وکړ،چې له امله یې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۷ ز کلونو ترمنځ په کډوالۍ کې د پام وړ زیاتوالی را منځ ته شو، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې حکومت یې په ۲۰۰۴ز کال کې د اروپايي اتحادیې د نوو غړو هېوادونو نه د کډوالۍ هرکلی وکړ. دې کار ارزانه او د انعطاف وړ کارګر ځواک عرضه کړ، خو د اروپایې ټولنې په اړه يې بدلید، په ځانګړې توګه د هغه د ګوند د ځینو اصلي رایه ورکوونکو ترمنځ پیاوړی کړ. د نوموړي نور ټولنیز سیاستونه ډېری پرمختګ غوښتونکي وو. نوموړي د ۱۹۹۸ ز کال د لږترلږه ملي مزد قانون، د ۱۹۹۸ز کال د بشري حقونو قانون او د ۲۰۰۰ ز کال د معلوماتو د آزادۍ قانون وړاندې کړل او په ۲۰۰۴ ز کال کې یې د همجنسبازانو جوړو ته اجازه ورکړه چې، په مدني ګډون کې ونډه واخلي، خو "د جرم په وړاندې، د جرم د لاملونو په وړاندې" نوموړي ځان سخت درېځه وښود او د جرمونو په کچه کې د بدلون په اړه په متضادو شواهدو سربېره، د بند د زیاتوالي کچه او د ټولنې د ضد چلند له نوي قانون نه څارنه وکړه.  

بلیر په کوسوو (۱۹۹۹ ز) او سیرا لیون (۲۰۰۰) کې د بریتانیا له لاس وهنې نه څارنه کوله چې دې لاس وهنو بریالۍ پایلې درلودې. هغه د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې په اوږدو کې د جورج ډبلیو بوش د ادارې د بهرني سیاست ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې، د بریتانیا وسله والو ځواکونه به د ۲۰۰۱ ز کال د افغانستان په جگړه او د ۲۰۰۳ ز کال د عراق په ډېر لانجمن یرغل کې برخه اخلي. بلیر استدلال وکړ چې، د صدام حسین رژیم د ډله ییزې ویجاړۍ وسلو (WMD)  فعاله پروګرام درلود، خو په عراق کې هېڅکله د WMD ‌زېرم او د WMD فعال پروګرامونه ونه موندل شول.

د بریتانوی وګړو تر منځ د عراق جګړه، په پر له پسې توګه بې شهرته شوه او نوموړی د مخالفینو او په ۲۰۱۶ ز کال کې د عراق د جګړې د څېړونکې ډلې له خوا د غیر عادلانه او غیر ضروري یرغل په توګه تر نیوکې لاندې راغی. کله چې د ۲۰۰۵ ز د جولای په ۷ نېټه یا ۷/۷ چاودنې وشوې، هغه په خپل دفتر کې و چې د ترهګرۍ ضد یو لړ قوانین یې معرفي کړل. د افغانستان او عراق د جګړو له امله د هغه میراث په لویه کچه جنجالي پاتې شوی دی. د ټاکنیزو بریاوو او اصلاحاتو سربېره، نوموړی له رسنیو سره د اړیکو، د اجرائیوي واکونو د مرکزي کولو او د ټولنیزو او اقتصادي سیاستونو د بېلګو له امله هم تر نیوکو لاندې دی.    

لومړني کلونه[سمول]

انتوني چارلس لینټن بلیر، د ۱۹۵۳ز کال د مې د میاشتې په ۶ نېټه د سکاتلند په ادنبورګ کې د ملکې ماري په زېږنتون کې نړۍ ته سترګې پرانستې. انتوني د لیو او هیزل (د زېږون نوم: کورسکادن) بلیر دویم زوی دی. لیو بلیر د دوو هنرمندانو نامشروع زوی و او د ګلاسګاو د بېړۍ جوړولو د کارخونې د یوه کارګر جیمز بلیر او د هغه مېرمن ماري له خوا د ماشوم په توګه ومنل شو. هیزل کورسکادن د جورج کورسکادن لور وه، جورج کورسکادن یو قصاب او پروتستانتو د بنسټ غړی و او په ۱۹۱۶ ز کال کې یې ګلاسګاو ته کډه وکړه. هغه په ۱۹۲۳ ز کال کې بېرته د کنتي دونیګال بالیشانون ته راستون شو (او وروسته هلته مړ شو). د کورسکاډن مېرمن، سارا مارګریت (د زېږون نوم: لیپسیت) په بالیشانون کې د کورنۍ د هټی پرسر د بلیر مور، هیزل وزېږوله.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

بلیر، د ښاغلي ویلیم بلیر په نوم یو مشر ورور لري چې د سترې محکمې قاضي دی او د صحرا په نامه یوه کوچنۍ خور لري. د بلیر لومړی کور له خپلې کورنۍ سره د ادنبورګ د ویلوبرا په سیمه په پیسلي تریس کې و. پلار یې په دې مهال د مالیاتو د یهو ټیټ رتبه مفتش په توګه کار کاوه ،چې په ورته وخت کې یې د ادنبورګ پوهنتون د حقوقو په څانګه کې زده کړې هم کولې.   [۱]

د بلیر لومړۍ کډه هغه وخت را منځ ته شوه، چې د نولس میاشتو عمر یې درلود. د بلیر مور او پلار او  دوه زامن یې د ۱۹۵۴ز کال په پای کې د پیسلي تریس نه د سویلي اسټرالیا آدلاید ته کډه وکړه. پلار یې د ادلاید پوهنتون د حقوقو په څانګه کې تدریس کاوه. دا په اسټرالیا کې هغه وخت و چې، د بلیر خور سارا نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. د بلیر کورنۍ پوهنتون ته نږدې د دولویچ شاوخوا ژوند کاوه. کورنۍ یې د ۱۹۵۸ ز کال په دوبي کې، بېرته انګلستان ته راستنه شوه.  [۸][۹]

دوی د یوه څه وخت لپاره د شمال ختیځ ګلاسګاو په څنډو کې په ستیپس کې د هیزل د مور او ناسکه پلار (ولیم مک کلی) سره په خپل کور کې ژوند وکړ. د بلیر پلار په درهم پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ومنله، چې له امله یې کورنۍ د انګلستان درهم ښار ته کډه شوه. د پنځه کلنۍ په عمر، دې پېښې له د رهم پوهنتون سره، د بلیر یوه اوږده اړیکه پیل کړه.

توني بلیر له ماشومتوب راهیسې، د نیوکاسل یونایتد فوټبال کلب مینه وال و.  [۱۰][۱۱][۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ (په 9 August 2006 باندې). Blair's birthplace is bulldozed in Edinburgh. Edinburgh Evening News. Johnston Press plc
  2. کينډۍ:Who's Who کينډۍ:Subscription required
  3. "Tony Blair profile". Encyclopædia Britannica. 
  4. (په 2012-11-18 باندې). Leo Blair.
  5. "Blair: 'Why adoption is close to my heart'". The Guardian. 21 December 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. . Local Map. Ballyshannon Town Council
  7. (په 14 March 2007 باندې). We had no file on him but it was clear he was up for the business. The Guardian.
  8. (په 17 November 2012 باندې). Leo Blair obituary.
  9. (په 27 April 2003 باندې). Tony's big adventure. The Guardian.
  10. "Newcastle fan Tony Blair shock candidate for key Premier League role". 20 September 2018. مؤرشف من الأصل في ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 29 June 2010 باندې). British Prime Ministers and their passion for football.
  12. (په 26 November 2008 باندې). Blair football 'myth' cleared up.