ګوردون براون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوردون براون
(انګلیسي: Gordon Brown د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوردون براون
ګوردون براون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: James Gordon Brown)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۰ فبروري ۱۹۵۱[۱][۲][۳]
تابعیت برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.81 متر[۴]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت د يوې سترګی لرونکي  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر (74 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۷ جون ۲۰۰۷  – ۱۱ مې ۲۰۱۰ 
توني بلیر 
ډېوېډ کامرون 
عملي ژوند
دنده سياستوال[۵]
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۶][۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی ملگري ملتونه  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جېمز ګوردون براون HonFRSE چې د ۱۹۵۱م کال د فېبرورۍ په ۲۰ زېږدلی یو بریتانوي سیاستوال دی چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. هغه د بلر Blair)) په دولت کې د خزانه دارۍ د صدراعظم/لومړي وزیر په توګه له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې خدمت وکړ. بروان له ۱۹۸۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې لومړی د ډون فېرملاین ایست (Dunfermline East) بیا د کېرکالډي (Kirkcaldy) او کوډېن بېث (Cowdenbeath) لپاره د پارلمان غړی (Mp) و. هغه د کارګر ګوند تر ټولو نوی سیاستوال او تر ټولو نوی سکاټلنډی سیاستوال دی چې د لومړي وزیر دنده پر غاړه لري.

د ډوکتورا فارغ بروان د اېډونبورګ (Edinburgh) په پوهنتون کې تاریخ لوستی، چې په ۱۹۷۲ کال کې په همدغه ځای کې رییس وټاکل شو. هغه خپلې لومړنۍ دندې په دوه بستونو کې هم د پوهنتون د استاد په توګه او هم د تلویزوني ژورنالېست په توګه ترسره کړې. هغه په ۱۹۸۳م کال کې د ختیځ ډون فېرملاین د استازي په توګه د بریتانیا د عوامو مجلس ته لار ومونده. هغه په ۱۹۸۹م کال کې د سیوري Shadow)) د سوداګرۍ د وزیر په توګه د شډو/ سیوري له کابینې سره یوځای شو او وروسته یې په ۱۹۹۲ کال کې د سیورې د خزانه دارۍ وزیر په توګه ارتقاع وکړه. د کاګر ګوند تر بریا وروسته په ۱۹۹۷م کال کې د مالیې وزیر شو او په مدرن تاریخ کې د تر ټولو اوږدمهال لپاره د یاد موقف لرونکی و.

د لومړي وزیر په توګه د براون د تصدۍ/واکمنۍ دوره د بریتانیا د پولي او مالي سیاستونو په جوړښت کې له لویو سمونو/اصلاحاتو سره پېژندل کېږي، چې د خزانه‌دارۍ د پراخ ځواک د پراخوالي له لارې یې د داخلي سیاست د لا پوښښ لپاره د نرخونو د تعینولو واک د انګلستان بانک ته ولېږدوه او د بانکي نظارت مسؤلیت یې د مالي خدماتو سازمان ته پرېښود. براون د بریتانیا په تاریخ کې د دوامدارې اقتصادي ودې د تر ټولو اوږدې دورې مشري وکړه. خو دا چاره په زیاتېدونکي ډول له مخ په زیاتېدونکو پورونو سره وتړل شوه او د ودې د ودې د دغې دورې یوه برخه په ۱۹۹۳ کې د پخواني محافظه کار دولت تر واک لاندې پیل شوه. هغه پنځه اقتصادي ازمویښتونه تشرېح کړل. په بریتانیا کې يې د یورو د پولي واحد د منلو پر وړاندې مقاومت وکړ. د هغه په لومړنۍ بودیجه کې د مالیاتو د مخکې له مخکې  ورکړې تخفیف (ACT) لغوه کول، له  ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې د بریتانیا د سرو زرو د زېرومو خرڅول او په نهایي/ وروستۍ بودیجه کې د مالیاتو د "پیل په نرخ" کې د لس سلنه مالیې له منځه وړل چې په ۱۹۹۹ کال کې يې پر شخصي عایداتو وضع کړې وه د هغه له لانجمنو اقداماتو څخه وو. په ۲۰۰۷ کال کې ټوني بلېیر Tony Blair)) د کارګر ګونډ د مشر او لومړي وزیر له موقف څخه استعفا وکړه او براون له هېڅ ډول مخالفت پرته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د براون دولت د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د بانکونو د خوندیتوب لپاره د نړیوال مالي کړکېچ په بهیر کې د ژغورنې کڅوړې/پکېجونه معرفي کړل چې په پایله کې د بریتانیا په ملي پورونو کې ناڅاپي زیات‌والی راغی. دولت د شمال راک (Northern Rock) او د سکاټلنډ د رویال بانک ډېره ونډه/اسهام ترلاسه کړل چې دواړه له مالي ستونزو سره مخ و او زیاته کچه پيسې یې نورو بانکونو لکه د لویډز بانکې ډلې (Lloyds Banking Group) ته چې په ۲۰۰۹ کال کې د HBOS (په انګلستان کې د بانکدارۍ او بیمې شرکت) د اخیستلو لارې د لویډز د TSB (په بریتانیا کې یو پرچون سوداګریز بانک) په واسطه جوړ شو د ننه/ترزیق کړې. په ۲۰۰۸م کال کې د بروان دولت په نړۍ کې د اقلیم د بدلون لومړنی قانون تصویب کړ او په ۲۰۱۰ کال کې يې د برابرۍ/مساواتو قانون معرفي کړ. د بروان تر لومړي وزیر کېدو وروسته د ټول‌پوښتنو له زیاتېدو سره سره په ۲۰۰۸ کال کې د کارګر ګوند محبوبیت د رکود له پیل سره راکم شو او په پایله کې د ۲۰۰۹ کال د اروپايي او سیمه‌ییزو ټاکنو د کمزورو پایلو لامل شو. د ۲۰۱۰ م کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند ۹۱ څوکۍ له لاسه ورکړې چې د ۱۹۳۱ کال راهیسې په واحدو عمومي ټاکنو کې دا د څوکيو له لاسه ورکولو تر ټولو لوی شمېر و. په پایله کې یو معلق پارلمان رامنځته شو چې په هغه کې محافظه کاران تر ټولو لوی ګوند و. د محافظه کار ګوند له خوا د دیموکراتانو له لېبرال سره د اتلافي دولت تر رامنځته کولو وروسته ډېوېډ کامرون د بروان پر ځای د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. څه موده پس براون په ۲۰۱۴ کال کې د سکاټلنډ د خپلواکۍ د ټول‌پوښتنې په بهیر کې د اتحادیې د خوندیتوب لپاره په ټاکنیزو مبارزاتو کې ممتاز رول ولوباوه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

لومړنی ژوند[سمول]

براون د سکاټلنډ په ګېفنګ، رینفریوشایر (Giffnock, Renfrewshire) کې په اوچرډ مټرنیټي نرسېنګ هوم (Orchard Maternity Nursing Home) کې زېږېدلی. پلار یې جان اېبینزر براون / John Ebenezer Brown (۱۹۱۴-۱۹۹۸) د سکاټلنډ د کلیسا وزیر و چې پر براون یې پیاوړی اغېز درلود. مور یې جیسي الزابېت بانټي براون / Jessie Elizabeth "Bunty" Brown (کورنی نوم یې سوټر، ۱۹۱۸-۲۰۰۴) د جان سوټر(John Souter) لور وه، چې د لرګیو سوداګر و. کله چې ګورډون درې کلن و کورنۍ يې کرکالډي ته کډه شوه، چې هغه مهال له ادینبورګ څخه په ټول فرث فورټ (Firth of Forth from Edinburgh) کې د فیف (Fife) تر ټولو لوی ښار و. براون په کور کې د خپل مشر ورور جان او کوچني ورور اېنډرو براون (Andrew Brown) سره یوځای لوی شو. له همدې امله هغه په کور کې د «د منس د زوی » په نوم چې یوه سکاټلنډي اصطلاح ده یادېده. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

زده کړې[سمول]

براون خپلې لومړنۍ زده کړې د کرکالډي په ابتدایه ښوونځي کې بشړې کړې، چېرته چې هغه د چټک تجربوي جریان ښوونیز پرګرام ته وټاکل شو، چې هغه ته یې د کرکالډي تر عالي لېسې دوه کاله مخکې په بېلابېلو ټولګیو کې د هاټ‌هوز/hothouse  (د ماشومانو لپاره یو ښوونیزسیستم، چې د ماشوم د ذهن د تحریک په موخه د یوې موضوع شدیده مطالعه په کې شاملېږي) اکادمیکې زده کړې ورکولې. په ۱۶ کلنۍ کې هغه ولیکل چې د ځوانانو پر ژوند له دغه مزخرف ازمويښت څخه زړه توری او بېزاره دی.  [۲۷][۲۸]

هغه په ۱۶ کلنۍ کې د اېډېنبورګ پوهنتون له خوا د تاریخ په څانګه کې ومنل شو. په خپل پخواني ښوونځي کې يې د راګبای (rugby) د پای لوبې په بهیر کې په سر ضربه ولیده او د شبکیې/ ریتینول له بېل والي سره مخ شو. دا پېښه د دې لامل شوه چې نوموړی د څوګونو جراحي عملیاتونو او درملنو سره سره چې په اونیو په تیاره خونه کې پروت وپه چپه سترګه ړوند شي. وروسته په اېډنبورګ کې د تېنس لوبې پر مهال یې په ښۍ سترګه کې هم ورته نښو ته پام شو. براون د اېډنبورګ په سلطنتي روغتون کې تر ازمویښتي جراحي عملیات لاندې راغی او ښۍ سترګه یې د سترګو د یو ځوان جراح هېکتور چاولا  (Hector Chawla) په واسطه وژغورل شوه. براون په ۱۹۷۲ کې د اېډنبورګ د تاریخ له څانګه څخه د ماسترۍ په کچه په عالي درجه فارغ شو. هغه دوام ورکړ تر څو د تاریخ په برخه کې خپله د دوکتورا درجه ترلاسه کړي چې لس کاله وروسته یې په ۱۹۸۲ کال کې د کارګر ګوند او په سکاټلنډ کې د سیاسي بدلون ۱۹۱۸ -۲۹ له سرلیک سره تر لاسه کړه.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

بروان د خپلې ځوانۍ په درشل کې په اېډنبورګ پوهنتون کې له مارګاریتا سره چې د رومانیا ولیعهده شهزادګۍ وه په یوه عاشقانه اړیکه کې ښکېل شو،  مارګاریتا په دې اړه وویل: "دا  یوه ډېره کلکه رومنتیکه/ عاشقانه کیسه وه. ما هېڅکله له هغه سره مینه کول پرې نښول خو یوه ورځ هغه نور ښه نه ښکارېده دا سیاست، سیاست، سیاست و او ما پالنې ته اړتیا لرله." د هغو وختونو یو بې نومه ملګری چې د پاول روټ لېج (Paul Routledge) له خوا د بروان په ژوند لیک کې نقل شوی داسې یادوي: "هغه خوږه او د ښه خوی څښتنه وه او په ښکاره ډول د یو چا لپاره ښه مېرمن کېدی شوه. هغه سپینه وه، که څه هم د هغه په څېر نه وه، خو داسې برېښېده چې هغوی د یو بل لپاره جوړ شوي وو.[۳۵]

په ۱۹۷۲ کال کې هغه مهال چې لا زدکړیال و براون د اېډنبورګ پوهنتون رییس او د اېډنبورګ پوهنتون د محکمې جوړوونکی وټاکل شو او تر ۱۹۷۵ کال پورې یې د پوهنتون د رییس په توګه خدمت وکړ او همدارنګه یې د سکاټلنډ د رېډ پېپر سند (Red Paper) اېډټ کړ.[۳۶][۳۷]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ I could still be prime minister, says Brown — د نشر نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۱۰ — آرشيف اصل په ۱۵ اپرېل ۲۰۱۰ — دوتنه: Paul Routledge — د خپرولو نیټه: ۱۱ جنوري ۱۹۹۸
  2. سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1757623/bio/
  5. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-gordon-brown — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12515856j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/195651171
  8. "Budgeting for stable economic growth" Archived 28 May 2007 at the Wayback Machine.
  9. (په 17 March 2005 باندې). His record – 304 years and counting. The Guardian.
  10. (په 16 October 2006 باندې). Brown's raid on pensions costs Britain £100 billion. The Daily Telegraph.
  11. (په 22 July 2002 باندې). Pension blame falls on Brown. The Guardian.
  12. (په 21 April 2008 باندې). Q&A: 10p tax rate cut. The Guardian.
  13. "New British PM gives party biggest poll lead in two years". The Philippine Star. 15 July 2007. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مارچ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 6 June 2009 باندې). Labour suffers wipeout in its worst local election results. The Times.
  15. (په 8 June 2009 باندې). Labour slumps to historic defeat. BBC News.
  16. (په 7 May 2010 باندې). General Election 2010: Gordon's career is finished – Labour MP. The Scotsman.
  17. "A reborn Gordon Brown could be the man who saved the union". Financial Times. 17 September 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 19 January 1998 باندې). I could still be prime minister, says Brown. The Independent.
  19. Birth certificate of James Gordon Brown, 20 February 1951, Newton Mearns District, Renfrewshire 571/02 0053 – General Register Office for Scotland
  20. (په 23 April 2004 باندې). Chancellor's daughter remembered at christening service. The Scotsman.
  21. (په 20 September 2004 باندې). Brown mourns loss of mother. The Scotsman.
  22. (په 28 April 2007 باندې). Family detective. The Daily Telegraph.
  23. (په 14 July 2007 باندې). From a Scottish manse to Number 10. The Washington Times.
  24. "Gordon Brown – Biography on Bio". thebiographychannel.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 20 September 2004 باندې). Brown mourns loss of mother. The Scotsman.
  26. (په 9 June 2007 باندې). The making of Gordon Brown. The Daily Telegraph.
  27. (په 23 September 2000 باندې). Chancellor on the ropes; Profile: Gordon Brown. The Independent.
  28. (په 19 May 2007 باندې). 'Cruel' experiment that left its mark on a very precocious boy. The Times.
  29. (په 10 October 2009 باندې). How Gordon Brown's loss of an eye informs his view of the world. The Observer.
  30. "Indian-Origin Surgeon Saved Me from Blindness, Says Former UK PM". مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 25 September 2004 باندې). Will he? Won't he?. The Guardian.
  32. Brown, Gordon (1982). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". The Labour Party and political change in Scotland 1918–1929: the politics of five elections]. 
  33. "History and tour-Gordon Brown". Prime Minister's Office. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Iain MacLean, Alistair MacMillan (2005). State of the Union: Unionism and the Alternatives in the United Kingdom. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199258208. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 21 May 2007 باندې). Romantic. Beautiful. I fell madly in love. The Daily Telegraph.
  36. (په 15 July 2005 باندې). Brown's first taste of power. BBC News.
  37. (په 5 October 2000 باندې). Life on the ante-eurodiluvian Left. The Guardian.