ټوليزه مصنوعي ځيرکتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټوليزه مصنوعي ځيرکتيا يا عمومي مصنوعي ځيرکتيا (انګلیسي: Artificial general intelligence) لنډيز يې AGI یو ماشیني وېښارتيا يا ځيرکتيا ده چې کولی شي په بریالیتوب سره هر هغه فکري دنده ترسره کړي چې انسان یې د ترسره کولو توان لري. دا مقاله د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ځینو څېړنو اصلي هدف او علمي تخيلي ژانر او راتلونکي څېړنې یوه عامه موضوع ده. عمومي مصنوعي وېښیارتیا ته د " قوي مصنوعي ځيرکتيا " يا " بشپړه مصنوعي ځيرکتيا " یا د "عمومي مصنوعي وېښيارتيا عمل" د ترسره کولو لپاره د ماشین وړتیا هم ویل کیږي. اکاډمیکو سرچینو "ټوليزه مصنوعي ځيرکتيا" د ماشينونو په برخه کې په کار اچولې ترڅو د ماشينونو په برخه کې داسې ماشينونه رامنځته کړي چې د شعور تجربه کولو وړ دي.

ځینې مآخذونه دا ځيرکتيا د قوي مصنوعي ځيرکتيا او "کمزورې مصنوعي ځيرکتيا" تر مینځ په توپیر ټینګار کوي (د "کمزورې مصنوعي ځيرکتيا" یا " کمزوري مصنوعي ذهانت "  : د مطالعې لپاره د سافټویر کارول یا د ټاکل شويو دندو بریالي بشپړول د ستونزې حل کول یا استدلال شامل دي د قوي مصنوعي ځيرکتيا په څېر، کمزورې مصنوعي ځيرکتيا هڅه نه کوي چې د انسان د ادراکي وړتیاوو بشپړه لړۍ ترسره کړي.

نږدې راتلونکې

په 2023 کې، د OpenAI او د ګوګل د DeepMind ځینې څېړونکو او مدیرانو او ځینو کارپوهانو وړاندوینه وکړه چې د 15 کلونو څخه په کمه موده کې به د AGI (ټوليزه مصنوعي ځيرکتيا) سیسټم د ټورینګ ټیسټ او نورو څو اړخیزو ازموینو کې د بریالي کېدو وړ وي. دا سیسټم به د انسان په څېر جامع او عمومي فعالیت ولري یا دا چې کړنې به يې د انسان کړنو ته ډېرې نږدې وي.

سرچينې[سمول]





بهرنۍ لینک[سمول]