روباټیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روباټیک (انګلیسي: Robotics) د کمپیوټر علم او ​​​​انجینرۍ په بېلابېلو څانګو پورې تړلې یوه څانګه ده. په روباټیک کې ډیزاین، جوړښت، عملیات، او د روباټونو کارول شامل دي. د روباټیک موخه د داسې ماشینونو ډیزاینول دي، چې کولی شي له انسانانو سره مرسته وکړي. روباټیک له میخانیکي انجینرۍ، برېښنایي انجینرۍ، معلوماتي انجینرۍ، میکاټرونیک انجینرۍ، برقیاتو یا الکترونیک، بایو انجینرۍ، کمپیوټري انجینرۍ، کنټرول انجینرۍ، سافټویر انجینرۍ، ریاضیاتو او داسې نورو برخو سره تړلې څانګه ده.[۱]

روباټیک داسې ماشینونه جوړوي چې کولی شي د انسانانو ځای ونیسي او د انسان کارونه تکرار کړي. روباټونه په ګڼو ځایونو کې د بېلابېلو موخو لپاره کارېدای شي، مګر په اوسني وخت کې تر ډېره په خطرناکو چاپېریالونو (د راډیو اکټیو موادو د معاینې، د بمونو د کشف او غیر فعالولو په ګډون)، د تولید په پروسو یا چېرې چې انسانان ژوند نشي کولی (لکه په فضا کې، تر اوبو لاندې، په لوړه تودوخه کې، او د خطرناکو موادو او وړانګو په پاکولو او ساتلو کې) کارېږي. روباټونه هر ډول بڼه غوره کولی شي، مګر ځینې یې په ظاهري بڼه له انسانانو سره ورته وي. دا چاره په ځینو هغو تکراري کارونو کې چې معمولا د انسانانو له لوري ترسره کېږي، د روباټونو په منل کېدو کې مرسته کوي. دا ډول روباټونه هڅه کوي تګ یا قدم وهل، پورته کول، خبرې کول، پېژندل، یا هر بل انساني فعالیت تکرار کړي. په اوسني وخت کې ډېری روباټونه له طبیعت څخه په الهام اخیستې توګه جوړېږي، او د بایو الهام شوو روباټونو په برخه کې مرسته کوي.

ځینې ​​​​روباټونه د کار کولو لپاره د کاروونکي له لوري د پروګرام داخلولو ته اړتیا لري، خو ځینې نور روباټونه بیا په خپلواکه توګه کار کوي. د هغو روباټونو د جوړولو تصور، چې کولی شي په خپلواکه توګه کار وکړي، کلاسیکو وختونو ته رسېږي، مګر د روباټ د فعالیت او احتمالي کارونې څېړنو تر ۲۰مې پېړۍ پورې پام وړ وده نه وه کړې. د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو پوهانو او څېړونکو، اختراع کوونکو، انجینرانو او تخنیکرانو په مکرر ډول دا تصور لرلی، چې روباټ به یوه ورځ د انساني چلند تقلید کوي او د انسان په څېر به دندې اداره کوي. نن ورځ، روباټیک په چټکۍ سره وده کوونکی ډګر ګڼل کېږي، ځکه د ټیکنالوژۍ پرمختګ دوام لري؛ او د نوو روباټونو په اړه څېړنه، ډیزاینول، او جوړول بېلابېلې عملي موخې پوره کوي، هم په کورنیو، هم په سوداګریزو، او هم په نظامي برخو کې. ډېری روباټونه د هغو کارونو لپاره جوړ شوي چې خلکو ته خطرناک دي، لکه د بمونو شنډول، په بې ثباته کنډوالو کې د ژوندیو پاتې خلکو پلټل، او د ماینونو او د ډوبو شوو کښتیو پلټل. روباټونه همدا راز په سټېم STEM (ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ، او ریاضي) کې د تدریسي مرستیالانو په توګه هم کارېږي.[۲]

د کلمې ریښه[سمول]

روباټیک (robotics) کلمه د روباټ (robot) له کلمې څخه اخیستل شوې، چې د چکسلواکیا هېواد یوه لیکوال کارل چاپېک په خپله ډرامه R.U.R (د روسوم روبات جوړونې فابریکه) کې عامو خلکو ته ورپېژندلې ده. دا ډرامه په ۱۹۲۰ کال کې خپره شوه. د روباټ (robot) کلمه اصلا له سلاویکي کلمې روباټا (robota) څخه اخیستل شوې چې معنا یې کار/دنده ده. دغه ډرامه په یوه فابریکه کې پیلېږي چې پکې مصنوعي خلک جوړېږي او روباټونه نومېږي، هغه مخلوقات چې د انسانانو ګومان پرې کېدای شي – د عصري اندروید روباټونو له نظریو سره ډېر مشابه دي. کارل چاپېک په خپله دا کلمه جوړه نه کړه. نوموړي د اکسفورډ انګلیسي قاموس کې د کلمې د ریښې په حواله یو لنډ لیک لیکلی چې په هغه کې یې خپل ورور جوزف چاپېک د دغې کلمې د اصلي بنسټګر په توګه نومولی دی.[۳]

د اکسفورډ انګلیسي قاموس له مخې، د روباټیک (robotics) کلمه په لومړي ځل د ایزاک اسیموف له لوري په خپله دروغجن "Liar" نومې علمي تخیلي لنډه کیسه کې په چاپي توګه کارول شوې وه، چې د ۱۹۴۱ کال په مې میاشت کې په اسټونډېنګ علمي تخیلي یا ساینس فېکشن مجله کې خپره شوه. اسیموف نه پوهېده چې هغه دا اصطلاح جوړوي. دا چې د برېښنایي یا الکترونیکي وسایلو علم او ​​​​ټیکنالوژي د الکترونیک په نوم یادېږي، هغه فکر کاوه چې روباټیک هم لا له وړاندې د روباټانو علم او ​​​​ټیکنالوژۍ ته ویل کېږي. د اسیموف په ځینو نورو اثارو کې، هغه وايي چې د روباټیک کلمه لومړی ځل د هغه په ​​لنډه کیسه رن‌اراونډ Runaround (اسټونډېنګ علمي تخیلي مجله، مارچ ۱۹۴۲) کې کارول شوې وه، چېرې چې هغه "د روباټانو د دریو قوانینو" مفهوم وړاندې کړ. دا چې د دروغجن "Liar!" نومې کیسې لومړی ځل نشر له "رن‌اراونډ" کیسې څخه لس میاشتې وړاندې و، ځکه نو هماغه په ټولیز ډول د دغې کلمې د ریښې په توګه یاده شوې ده.[۴][۵]

تاریخچه[سمول]

نوربرټ وینر په ۱۹۴۸ کال کې د سایبرنیټیک اصول رامنځته کړل، کوم چې د عملي روباټیک بنسټ جوړوي.

په بشپړ ډول خپلواک روباټونه یوازې د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې راڅرګند شول. لومړنی په ډیجیټل ډول چلېدونکی او د پروګرامېدو وړ روباټ یونیمیټ (Unimate) نومېده، چې په ۱۹۶۱ کال کې نصب شو، ترڅو د وېلې کولو د قالبونو له دستګاه څخه د فلزاتو ګرمې ټوټې راپورته کړي او یو پر بل یې کېږدي. سوداګریز او صنعتي روباټونه په اوسني وخت کې ډېر زیات دي او د انسانانو په پرتله په خورا ارزانه، ډېر دقیق او باوري ډول دندو ترسره کولو لپاره کارېږي. روباټونه همدا راز په ځینو داسې دندو کې هم ګمارل شوي چې د انسانانو لپاره مناسبې نه وي او له ډېرې چټلۍ، خطر یا بې‌خوندۍ سره مل وي. روباټونه په پراخه کچه په تولید، راټولولو، بسته بندۍ، کان کیندنې، ټرانسپورټ، د ځمکې او فضا سپړنې، جراحۍ، وسلو، لابراتواري څېړنو، خوندیتوب، او د مصرفوونکو او صنعتي توکو په ډله‌ییز تولید کې کاریږي.[۶][۷]

د کارولو ځایونه[سمول]

دا چې ډېر بېلابېل روباټونه د مشخصو دندو لپاره ډیزاین شوي، د ډلبندۍ دا مېتود خورا مهم دی. د بېلګې په توګه، ګڼ روباټونه د راټولولو د کار لپاره ډیزاین شوي، چې ممکن د نورو کارونو لپاره په اسانۍ سره د تطبیق وړ نه وي. دوی ته د "راټولولو د روباټانو" نوم کارېږي. د درزونو د ولډینګ یا جوشکارۍ لپاره ځینې شرکتونه له روباټ سره د ولډینګ بشپړ سیسټمونه د ورسره تړلې برخې په توګه وړاندې کوي، د بېلګې په توګه د ولډینګ تجهیزات او د موادو سمبالولو نورې اسانتیاوې لکه څرخنده دړه او داسې نور. دا ډول مدغم روباټیک سیسټم د "ولډینګ روباټ" په نوم یادیږي، که څه هم جلا تنظیموونکی واحد یې ممکن د نورو بېلابېلو کارونو لپاره هم وکارېږي. ځینې ​​​​روباټونه په ځانګړي ډول د درنو بارونو د تنظیمولو لپاره ډیزاین شوي، او د "درنو دندو د روباټونو" په نوم نومول کېږي.[۸]

اوسني او بالقوه کارځایونه یې په لاندې ډول دي:

  • نظامي روباټونه.
  • صنعتي روباټونه. روباټونه په زیاتیدونکي توګه په تولید کې استفاده کېږي (له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې). د متحده ایالاتو د روباټیک صنعت اتحادیې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د ماشینونو یا موټرو صنعت د ټول پلور د ۵۲٪ صنعتي روباټونو اصلي پیرودونکی و. د موټرو په صنعت کې دوی د "کارګر ځواک" تر نیمایي ډېره برخه نیسي. حتی "له انساني کارګر خالي" (lights off) فابریکې هم شته دي، لکه په ټکزاس کې د IBM کیبورډ جوړولو فابریکه چې په ۲۰۰۳ کال کې په بشپړ ډول اتومات شوې وه.[۹][۱۰]
  • کوباټونه (همکار روباټونه).[۱۱]
  • ساختماني روباټونه. ساختماني روباټونه په دریو ډولونو وېشل کېدای شي: دودیز روباټونه، روباټیک لاسونه، او روباټیک بېروني ایسکلیټونه.[۱۲]
  • زراعتي یا کرنیز روباټونه (AgRobots). په کرنه کې د روباټونو کارول د مصنوعي هوښ (AI) په مرسته دقیق کرنیز او د ډرون کارولو له مفهوم سره نږدې تړاو لري. د ۱۹۹۶-۱۹۹۸ کلونو څېړنو دا هم ثابته کړه چې روباټ کولی شي د څارویو دنده ترسره کړي.[۱۳][۱۴][۱۵]
  • بېلابېل ډوله طبي روباټونه (لکه دا وینسي جراحي سیسټم او هاسپي).
  • د پخلنځي اتومات کول. د پخلنځي اتومات کولو سوداګریزې بېلګې فلیپي (برګرونه)، زوم پیزا (پیزا)، کېفي ایکس (کافي)، مکر شکر (کاکټیلونه)، فروبوټ (منجمدې مستې) او سېلي (سلاټې) دي. کورني مثالونه یې روټیماتیک (د وچې ډوډۍ پخول) او بورېس (د دیګونو مینځلو پورته کوونکی) دي.[۱۶][۱۷][۱۸]
  • د سپورت لپاره د روباټ جګړه – د شوق یا سپورت پروګرام، چېرې چې دوه یا ډېر روباټونه په یوه ډګر کې سره جنګیږي ترڅو یو بل له کاره وغورځوي. دا په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د خوښۍ له کار څخه په ټوله نړۍ کې څو تلویزیوني سیریالونو ته وده وکړه.
  • د ککړو ساحو پاکول، لکه زهرجن کثافات یا اټومي تاسیسات.[۱۹]
  • کورني روباټونه.
  • نانو روباټونه.
  • د ګڼې ګوڼې یا ازدحام روباټیک.[۲۰]
  • خپلواک ډرون.
  • د سپورټ میدان کرښه په نښه کول.

سرچينې[سمول]

  1. "German National Library". International classification system of the German National Library (GND). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nocks, Lisa (2007). The robot : the life story of a technology. Westport, CT: Greenwood Publishing Group. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Zunt, Dominik. "Who did actually invent the word "robot" and what does it mean?". The Karel Čapek website. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Asimov, Isaac (1996) [1995]. "The Robot Chronicles". Gold. London: Voyager. د کتاب پاڼي 224–225. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-648202-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Asimov, Isaac (1983). "4 The Word I Invented". Counting the Eons. Doubleday. Bibcode:1983coeo.book.....A. Robotics has become a sufficiently well developed technology to warrant articles and books on its history and I have watched this in amazement, and in some disbelief, because I invented … the word الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Robotics: About the Exhibition". The Tech Museum of Innovation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Svoboda, Elizabeth (25 September 2019). "Your robot surgeon will see you now". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 573 (7775): S110–S111. Bibcode:2019Natur.573S.110S. doi:10.1038/d41586-019-02874-0. PMID 31554995. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hunt, V. Daniel (1985). "Smart Robots". Smart Robots: A Handbook of Intelligent Robotic Systems. Chapman and Hall. د کتاب پاڼې 141. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4613-2533-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Robot density rises globally". Robotic Industries Association. 8 February 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 1 October 2003 باندې). Fully automated factories approach reality. Automation World.
  11. Dragani, Rachelle (8 November 2018). "Can a robot make you a 'superworker'?". Verizon Communications. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Pollock, Emily (7 June 2018). "Construction Robotics Industry Set to Double by 2023". engineering.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Grift, Tony E. (2004). "Agricultural Robotics". University of Illinois at Urbana–Champaign. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "OUCL Robot Sheepdog Project". Department of Computer Science, University of Oxford. 3 July 2001. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Thomas, Jim (1 November 2017). "How corporate giants are automating the farm". New Internationalist. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kolodny, Lora (4 July 2017). "Robots are coming to a burger joint near you". CNBC. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Corner, Stuart (23 November 2017). "AI-driven robot makes 'perfect' flatbread". iothub.com.au. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 12 September 2014 باندې). 'Boris' the robot can load up dishwasher. BBC News.
  19. One database, developed by the United States Department of Energy contains information on almost 500 existing robotic technologies and can be found on the D&D Knowledge Management Information Tool.
  20. Kagan, Eugene, and Irad Ben-Gal (2015). Search and foraging:individual motion and swarm dynamics. Chapman and Hall/CRC, 2015. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781482242102. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)