علمي تخیلي ژانر
علمي تخیلي ژانر یا ساینس فېکشن (انګلیسي: Science fiction، چې کله ناکله د ساینس فای sci-fi یا SF په بڼه هم رالنډېږي) د ګماني تخیل یو ژانر دی چې معمولا له تخیل او راتلونکو تصوراتو او مفکورو سره سروکار لري، لکه پرمختللی ساینس او ټیکنالوژي، د فضا سپړنه، د وخت سفر، موازي کاینات، او له ځمکې بهر ژوند. دغه ژانر د "ایډیاوو یا نظرونو ادبیات" بلل کېږي، او ډېری وختونه د ساینسي، ټولنیزو او ټیکنالوژیکي نوښتونو د احتمالي پایلو پلټنه کوي.
د علمي تخیلي ژانر ریښې ممکن لرغونو افسانو ته ورسېږي، او له خیالي، وېروونکو، او اتلولیزو افسانو سره تړاو لري، او ګڼ فرعي ژانرونه رانغاړي. دقیق تعریف یې له پخوا راهیسې د لیکوالانو، نقد کوونکو، پوهانو او لوستونکو ترمنځ اختلافي دی.[۱]
د نړۍ په ډېرو برخو کې علمي تخیلي ژانر په ادب، فلم، ټلویزیون او نورو رسنیو کې مشهور شوی او اغېزې یې ښندلې دي، او همدا راز ویل کېږي چې د "حیرانتیا احساس" هم تلقین کوي. دا ژانر د تفریح ترڅنګ کولی شي د اوسنۍ زمانې ټولنه تر نیوکې لاندې راولي او بدیلونه ولټوي.[۲]
تعریفونه
[سمول]د ساینس فېکشن امریکایی لیکوال او اېډېټر لیسټر ډیل ري لیکي: "حتی د دغه ژانر ځانګړو مینه والو ته هم ستونزمنه ده چې تشریح کړي چې ساینس فېکشن څه دی" او د "بشپړ قناعت وړ تعریف" نشتوالی له دې کبله دی چې "د علمي تخیلي ژانر لپاره کوم حدود نشته." د آیزاک آسیموف په وینا، "ساینس فېکشن د ادب د هغې څانګې په توګه تعریفېدای شي چې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې پېښېدونکو بدلونونو ته د انسانانو له غبرګون سره تړاو لري." رابرت انسون هاینلاین لیکي: "د نږدې ټولو علمي تخیلي ژانرونو یو اسانه لنډ تعریف داسې کېدای شي: د راتلونکو احتمالي پېښو په اړه واقعبینانه حدس او ګومان، چې د واقعي نړۍ او تېر او اوس وخت په اړه د کافي پوهې او د ساینسي مېتود د طبیعت او اهمیت د بشپړ درک پر بنسټ وي."[۳]
دا چې د ساینس فېکشن د یوه منل شوي تعریف ټاکل خورا ستونزمن دي، لامل یې تر یوه بریده دا دی چې د ساینس فېکشن د مینه والو ترمنځ داسې یو تمایل شته چې هر څوک له خپله نظره دا پرېکړه کوي چې واقعا ساینس فېکشن څه او له څه شي جوړ دی. ډېمون نایټ بیا دا ستونزه یو څه راټوله کړه او ویې ویل: "ساینس فېکشن هغه څه دي چې موږ یې د بیانولو پر وخت اشاره ورته کوو." بالاخره دا ښایي لا ګټور وي چې د ساینس فېکشن په اړه د نورو لا ډېرو مشخصو ژانرونو او فرعي ژانرونو د تقاطع یا نښلون د نقطې په توګه خبرې وشي. [۴][۵]
تاریخچه
[سمول]ځینې پوهان پر دې باور دي، چې علمي تخیلي ژانر یا ساینس فېکشن په لرغونو وختونو کې پیل شوی، په ځانګړې توګه کله چې د افسانې او حقیقت ترمنځ کرښه پیکه او مبهمه وه. د "ريښتینې کیسه" تر نوم لاندې اثر چې په دویمه پېړۍ کې د طنز لیکونکي لوسیان لخوا لیکل شوی، د عصري علمي تخیلي ژانر ډېری موضوعات او استعارې رانغاړي، چې پکې نورو نړیو ته سفر، له ځمکې بهر د ژوند ډولونه، د سیارو ترمنځ جګړې، او مصنوعي ژوند د یادولو وړ دي. ځینې پوهان دا لومړنی علمي تخیلي یا ساینس فېکشن ناول ګڼي. د "عربي شپې" اثر ځینې کیسې، د لسمې پېړۍ د "بامبو ماتوونکي کیسه" اثر او د ابن النفیس د ۱۳مې پېړۍ د "تیولوګس آټوډیډیکټس" اثر هم د ساینس فېکشن عناصر لري.[۶]
د علمي یا ساینسي انقلاب او د روشنګرۍ د دورې په جریان کې لیکل شوی د جوهانس کیپلر اثر "سومنیم" (۱۶۳۴)، د فرانسیس بیکن "نوی اتلانتیس" اثر (۱۶۲۷)، د اتاناسیوس کیرشه "ایتینراریوم اکسټاټکیوم" اثر (۱۶۵۶)، د سیرانو ډي برجراک "د سپوږمۍ د دولتونو او امپراتوریو مزاحیه تاریخ" اثر (۱۶۵۷) او "د لمر دولتونه او امپراتورۍ" اثر (۱۶۶۲)، د مارګریټ کاوینډیش د "سوځنده نړۍ" اثر (۱۶۶۶)، د جانتن سویفټ "د ګولیور سفرونه" اثر (۱۷۲۶)، د لوډویګ هولبرګ "نیکولای کلیمي ایټر سبټرانیوم" اثر (۱۷۴۱) او د ولټایر "مایکروماګاس" اثر (۱۷۵۲) د ځینو لومړنیو واقعي ساینس فېکشن یا علمي تخیلي اثارو په توګه مطرح دي. آیزاک آسیموف او کارل ساګان بیا "سومنیم" اثر لومړنۍ علمي تخیلي کیسه ګڼلې ده. دا اثر سپوږمۍ ته یو سفر انځوروي او دا بیانوي چې د ځمکې حرکت له هغه ځایه څه ډول ښکاري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
په ۱۷مه پېړۍ کې د یوې ادبي بڼې په توګه د ناول له مطرح کېدو وروسته، د ماري شیلي "فرانکنسټین" اثر (۱۸۱۸) او "وروستی سړی" اثر (۱۸۲۶) د ساینس فېکشن یا علمي تخیلي ناول د بڼې په پېژندلو کې مرسته وکړه. برایان آلډیس وايي، چې فرانکنسټین د ساینس فېکشن لومړنی اثر و. "اېډګر آلن پو" هم یو څو داسې کیسې لیکلې دي، چې علمي تخیلي ګڼل کېږي. په دغو کیسو کې "د یو هانس فاال بې ساري ماجرا" (۱۸۳۵) هم ده، چې سپوږمۍ ته یې یو سفر انځور کړی دی. جولس ویرن بیا جزئیاتو او علمي دقت ته د هغه د پاملرنې له کبله مشهور دی، په ځانګړي توګه "تر سمندر لاندې شل زره ټولنې" اثر کې (۱۸۷۰). په ۱۸۸۷ کال کې د هسپانوي لیکوال اېنریکو ګاسپر وای ریمبو له لوري لیکل شوي ناول "اېل اناسرونوپیټ" لومړنی ماشین معرفي کړ.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
ډېری کتونکي ایچ جي ویلز د ساینس فېکشن یو له خورا مهمو لیکوالانو څخه ګڼي، حتی "د ساینس فېکشن شکسپیر" یې بولي. د نوموړي په مهمو علمي تخیلي اثارو کې "د وخت ماشین" اثر (۱۸۹۵)، د ډاکټر موریو ټاپو (۱۸۹۶)، نه لیدل کېدونکی انسان (۱۸۹۷)، او د جهانونو جګړه (۱۸۹۸) اثار شامل دي. د نوموړي ساینس فېکشن یا علمي تخیلي اثارو د فضایي کایناتو یرغل، بیولوژیکي انجینرۍ، نه لیدل کېدل یا نامرئيوالی او د وخت سفر انځوروي. نوموړي په خپلو غیرداستاني یا نان-فېکشن مستقبلي اثارو کې د الوتکو، نظامي ټانکونو، اټومي وسلو، د سپوږمکۍ تلویزیون، فضايي سفر، او د نړۍ په کچه شبکې سره ورته یو څه وړاندوینه وکړه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
فېلم
[سمول]لومړنی یا لږترلږه یو له لومړنیو ثبت شوو ساینس فېکشن فېلمونو څخه، د ۱۹۰۲ کال "سپوږمۍ ته یو سفر" فېلم دی، چې د فرانسوي فېلم جوړوونکي جورج میلیس له لوري ډاریکټ شوی دی. دغه فېلم پر وروستیو فېلم جوړوونکو هم ژوره اغېزه ښندلې، او په سینمایي نړۍ کې یې یو ځانګړی خلاقیت او خیال له ځان سره راوړی دی. پردې سربېره، د میلیس ابتکاري اېډېټ او د ځانګړو اېفېکټونو تخنیکونه په پراخه کچه تقلید شوي او د سنمایي نړۍ پر مهمو عناصرو بدل شوي دي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
د ۱۹۲۷ کال "میټروپولیس" نومی فېلم چې د فریټز لنګ له لوري ډایریکټ شوی، لومړی اوږد ساینس فېکشن دی. که څه هم په خپل وخت کې د دغه فېلم ډېر هرکلی ونه شو، مګر اوس بیا یو ستر او اغېزناک فېلم ګڼل کېږي. په ۱۹۵۴ کال کې ګوډزیلا فېلم چې د ایشیرو هونډا له لوري ډایریکټ شوی، د ساینس فېکشن فېلمونو د کایجو فرعي ژانر پیل کړ، چې پکې د هرې بڼې ستر مخلوقات ښودل کېږي او معمولا پر لویو ښارونو بریدونه کوي یا په جګړه کې نورې هیولاوې ښيي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
تلویزیون
[سمول]ساینس فېکشن او تلویزیون نږدې اړیکې لري. تر دې ډېر مخکې چې خپله تلویزیون د ۱۹۴۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې په پراخه کچه د لاسرسي وړ شو، تلویزیون یا د تلویزیون په څېر ټیکنالوژۍ په مکرر ډول په ساینس فېکشن کې راڅرګندې شوې دي.[۴۰]
لومړی مشهور ساینس فېکشن تلویزیوني پروګرام د RUR ډرامې یو ۳۵ دقیقهاي غورچاڼ و، چې د چک ډرامه لیکونکي کارل چاپک لخوا لیکل شوی و، او د ۱۹۳۸ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د بي بي سي د الکساندرا ماڼۍ له سټوډیوګانو څخه په ژوندۍ بڼه خپور شو. په امریکايي تلویزیون کې لومړی مشهور ساینس فېکشن پروګرام بیا د ماشومانو ماجرا سریال "کپتان ویډیو او د هغه ویډیو ساتونکي" و چې د ۱۹۴۹ کال له جون څخه د ۱۹۵۵ کال تر اپریل پورې خپور شو.[۴۱][۴۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Luckhurst, Professor in Modern and Contemporary Literature Roger; Luckhurst, Roger (2005-05-06). Science Fiction (په انګليسي). Polity. ISBN 978-0-7456-2893-6.
- ↑ Prucher, Jeff (ed.). Brave New Words. The Oxford Dictionary of Science Fiction (Oxford University Press, 2007) page 179
- ↑ Asimov, "How Easy to See the Future!", Natural History, 1975
- ↑ Seed, David (2011-06-23). Science Fiction: A Very Short Introduction (په انګليسي). OUP Oxford. ISBN 978-0-19-955745-5.
- ↑ Menadue, Christopher Benjamin; Giselsson, Kristi; Guez, David (2020-10-01). "An Empirical Revision of the Definition of Science Fiction: It Is All in the Techne . . ". SAGE Open (په انګليسي). 10 (4): 2158244020963057. doi:10.1177/2158244020963057. ISSN 2158-2440. S2CID 226192105.
- ↑ See, e.g., Fredericks, S.C.: "Lucian's True History as SF" Archived 16 July 2020 at the Wayback Machine., Science Fiction Studies, Vol. 3, No. 1 (March 1976), pp. 49–60; Georgiadou, Aristoula & Larmour, David H.J.: "Lucian's Science Fiction Novel True Histories. Interpretation and Commentary" Archived 13 August 2009 at the Wayback Machine., Mnemosyne Supplement 179, Leiden 1998, ISBN 90-04-10667-7, Introduction; Grewell, Greg: "Colonizing the Universe: Science Fictions Then, Now, and in the (Imagined) Future", Rocky Mountain Review of Language and Literature, Vol. 55, No. 2 (2001), pp. 25–47 (30f.); Gunn, James E., The New Encyclopedia of Science Fiction, Viking, 1988, ISBN 978-0-670-81041-3, p. 249, calls it "Proto-Science Fiction."; Swanson, Roy Arthur: "The True, the False, and the Truly False: Lucian's Philosophical Science Fiction" Archived 30 July 2020 at the Wayback Machine., Science Fiction Studies, Vol. 3, No. 3 (Nov. 1976), pp. 227–239
- ↑ Jacqueline Glomski (2013). Stefan Walser; Isabella Tilg (eds.). "Science Fiction in the Seventeenth Century: The Neo-Latin Somnium and its Relationship with the Vernacular". Der Neulateinische Roman Als Medium Seiner Zeit. BoD: 37. ISBN 9783823367925. Archived from the original on 15 April 2021. نه اخيستل شوی 4 June 2020.
- ↑ White, William (September 2009). "Science, Factions, and the Persistent Specter of War: Margaret Cavendish's Blazing World". Intersect: The Stanford Journal of Science, Technology and Society. 2 (1): 40–51. Archived from the original on 27 December 2013. نه اخيستل شوی 7 March 2014.
- ↑ Murphy, Michael (2011). A Description of the Blazing World. Broadview Press. ISBN 978-1-77048-035-3. Archived from the original on 6 May 2016. نه اخيستل شوی 7 November 2015.
- ↑ "Margaret Cavendish's The Blazing World (1666)". Skulls in the Stars. 2 January 2011. Archived from the original on 12 December 2015. نه اخيستل شوی 17 December 2015.
- ↑ Robin Anne Reid (2009). Women in Science Fiction and Fantasy: Overviews. ABC-CLIO. p. 59. ISBN 978-0-313-33591-4.[مړه لينکونه]
- ↑ Khanna, Lee Cullen. "The Subject of Utopia: Margaret Cavendish and Her Blazing-World." Utopian and Science Fiction by Women: World of Difference. Syracuse: Syracuse UP, 1994. 15–34.
- ↑ "Carl Sagan on Johannes Kepler's persecution". YouTube. Archived from the original on 29 November 2011. نه اخيستل شوی 24 July 2010.
- ↑ Asimov, Isaac (1977). The Beginning and the End. New York: Doubleday. ISBN 978-0-385-13088-2.
- ↑ La obra narrativa de Enrique Gaspar: El Anacronópete (1887), María de los Ángeles Ayala, Universidad de Alicante. Del Romanticismo al Realismo : Actas del I Coloquio de la S. L. E. S. XIX, Barcelona, 24–26 October 1996 / edited by Luis F. Díaz Larios, Enrique Miralles.
- ↑ El anacronópete, English translation (2014), www.storypilot.com, Michael Main, accessed 13 April 2016
- ↑ Roberts, Adam (2000), Science Fiction, London: Routledge, p. 48, ISBN 9780415192057
- ↑ Renard, Maurice (November 1994), "On the Scientific-Marvelous Novel and Its Influence on the Understanding of Progress", Science Fiction Studies, 21 (64), archived from the original on 12 November 2020, نه اخيستل شوی 25 January 2016
- ↑ Thomas, Theodore L. (December 1961). "The Watery Wonders of Captain Nemo". Galaxy Science Fiction. pp. 168–177.
- ↑ Margaret Drabble (8 May 2014). "Submarine dreams: Jules Verne's Twenty Thousand Leagues Under the Seas". New Statesman. Archived from the original on 11 May 2014. نه اخيستل شوی 9 May 2014.
- ↑ Tresch, John (2002). "Extra! Extra! Poe invents science fiction". In Hayes, Kevin J. The Cambridge Companion to Edgar Allan Poe. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 113–132. ISBN 978-0-521-79326-1.
- ↑ "Mary W. Shelley". Encyclopedia of Science Fiction. (1993). Orbit/Time Warner Book Group UK.
- ↑ Wingrove, Aldriss (2001). Billion Year Spree: The History of Science Fiction (1973) Revised and expanded as Trillion Year Spree (with David Wingrove)(1986). New York: House of Stratus. ISBN 978-0-7551-0068-2.
- ↑ Roberts, Adam (2000), Science Fiction, London: Routledge, p. 48, ISBN 9780415192057
- ↑ Siegel, Mark Richard (1988). Hugo Gernsback, Father of Modern Science Fiction: With Essays on Frank Herbert and Bram Stoker. Borgo Pr. ISBN 978-0-89370-174-1.
- ↑ Wagar, W. Warren (2004). H.G. Wells: Traversing Time. Wesleyan University Press. p. 7.
- ↑ "HG Wells: A visionary who should be remembered for his social predictions, not just his scientific ones". The Independent. 8 October 2017. Archived from the original on 18 March 2020. نه اخيستل شوی 2 February 2018.
- ↑ Dixon, Wheeler Winston; Foster, Gwendolyn Audrey (2008), A Short History of Film, Rutgers University Press, p. 12, ISBN 978-0-8135-4475-5, archived from the original on 22 March 2019, نه اخيستل شوی 19 December 2017
- ↑ Kramer, Fritzi (29 March 2015). "A Trip to the Moon (1902) A Silent Film Review". Movies Silently (په انګليسي). Archived from the original on 30 March 2019. نه اخيستل شوی 2019-03-30.
- ↑ Eagan, Daniel. "A Trip to the Moon as You've Never Seen it Before". Smithsonian (په انګليسي). Archived from the original on 30 March 2019. نه اخيستل شوی 2019-03-30.
- ↑ Schneider, Steven Jay (1 October 2012), 1001 Movies You Must See Before You Die 2012, Octopus Publishing Group, p. 20, ISBN 978-1-84403-733-9
- ↑ Dixon, Wheeler Winston; Foster, Gwendolyn Audrey (1 March 2008). A Short History of Film (په انګليسي). Rutgers University Press. ISBN 9780813544755. Archived from the original on 15 April 2021. نه اخيستل شوی 28 October 2020.
- ↑ SciFi Film History - Metropolis (1927) Archived 10 October 2017 at the Wayback Machine. – Though most agree that the first science fiction film was Georges Méliès' A Trip to the Moon (1902), Metropolis (1926) is the first feature length outing of the genre. (scififilmhistory.com, retrieved 15 May 2013)
- ↑ "Metropolis". Turner Classic Movies. Archived from the original on 16 March 2014. نه اخيستل شوی 2019-03-30.
- ↑ "The 100 Best Films of World Cinema". empireonline.com. 11 June 2010. Archived from the original on 23 November 2015. نه اخيستل شوی 17 February 2016.
- ↑ "The Top 100 Silent Era Films". silentera.com. Archived from the original on 23 August 2000. نه اخيستل شوی 17 February 2016.
- ↑ "The Top 50 Greatest Films of All Time". Sight & Sound September 2012 issue. British Film Institute. 1 August 2012. Archived from the original on 1 March 2017. نه اخيستل شوی 19 December 2012.
- ↑ "Introduction to Kaiju [in Japanese]". dic-pixiv. Archived from the original on 18 February 2017. نه اخيستل شوی 9 March 2017.
- ↑ 中根, 研一 (September 2009). "A Study of Chinese monster culture – Mysterious animals that proliferates in present age media [in Japanese]". 北海学園大学学園論集. Hokkai-Gakuen University. 141: 91–121. Archived from the original on 12 March 2017. نه اخيستل شوی 9 March 2017.
- ↑ Science Fiction TV, J. P. Telotte, Routledge, 26 March 2014, pages 112, 179
- ↑ Suzanne Williams-Rautiolla (2 April 2005). "Captain Video and His Video Rangers". The Museum of Broadcast Communications. Archived from the original on 30 March 2009. نه اخيستل شوی 17 January 2007.
- ↑ Telotte, J. P. (2008). The essential science fiction television reader. University Press of Kentucky. p. 210. ISBN 978-0-8131-2492-6. Archived from the original on 1 June 2021. نه اخيستل شوی 28 October 2020.