مصنوعي ځيرکتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

مصنوعي ځیرکتیا (Artificial intelligence یا اې آی)  هغې ځیرکتیا ته ویل کېږي چې د ژویو او انسانانو له لوري د ښودل کېدونکې طبیعي ځېرکتیا پرخلاف د ماشین په وسیله ښودل کېږي. د مصنوعي ځيرکتیا مخکښ درسي کتابونه دا څانګه د "ځیرکو عاملونو یا intelligent agents" مطالعه راپېژني: هر هغه سیستم چې خپل ژوندچاپېریال درک او داسې کړنې تر سره کوي چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپل چانس ترټولو لوړې کچې ته رسوي. ځینې نوموتي بیا د "مصنوعي ځیرکتیا" اصطلاح، د هغو ماشینونو د توصیف لپاره کاروي چې د انسانانو د "زده کولو" له کارکړنو تقلید کوي او دا هغه کارکړنې دي، چې انسانان يې له بشري ذهن سره تړي، لکه: "زده کول" او "ستونزې هوارول"، خو د مصنوعي ځيرکتیا ستر څېړونکي دا تعریف نه مني.

د مصنوعي ځیرکتیا په اپلېکېشنونو (applications) کې دغه راځي: وېب پلټنې ماشینونه (لکه: ګوګل)، سپارښتنې سیستمونه  (چې یوټیوب، امازون او نېټفلېکس يې کاروی)، په انساني خبرو پوهېدنه (لکه: سیري (Siri) او الېکسا (Alexa)). اتوماټ ګاډي چلونه (لکه: ټېسلا)، په سټراټيژیک لوبو سیستم کې اتومات پریکړه او سیالي کول(لکه: شطرنج او ګو (Go)). د ماشینونو د وړتیاوو په ډېرېدو سره، ډېری مهال هغه دندې چې "ځیرکتیا" ته اړتیا لري، د مصنوعي ځیرکتیا له تعریف اېستل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا اغېر یا AI effect ښکارنده يې بولي. د بېلګې په توګه: د نوري کرکټرونو پېژندنه، ډېری مهال له هغو شیانو اېستل کېږي، چې مصنوعي ځیرکتیا ګڼل کېږي، ځکه دا شیان نور په عادي ټکنالوژي اوښتي دي.

مصنوعي ځیرکتیا، په ۱۹۵۶ز کال کې د یوې علمي څانګې په توګه رامنځته شوه او له هغه مهاله راهیسې يې د خوشبینۍ ګڼې څپې او ورپسې بیا ناهیلۍ او د تمویل له لاسه ورکول (چې "د مصنوعي ځیرکتیا ژمی" یې بولي) تجربه کړي دي. له رامنځته کېدو راهیسې، د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکو ډېری لارې چارې ازمویلې او لاس ترې مینځلی دی، لکه: د مغز ورته ول (simulating)، د انسانی ستونزې هوارولو ماډل جوړول، شکلي منطق، د علم ستر ډېټابېس او د حیواني چلند پیروي. د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې، ستر ریاضیکي احصایوي ماشین زده کړې دا څانګه تر خپل اغېز لاندې راوسته او دا تخنیک تر ډېره بریالی ثابت شوی دی، چې په صنعت او علم کې يې د ډېرو ګواښونو، ستونزواو موضوعګانو په هواري کې مرسته کړې ده. [۱][۲][۳][۴]

د مصنوعي ځیرکتیا ډېری فرعي څانګې، په ځانګړو موخو او د ځانګړو وسیلو په کارولو متمرکزې دي. د مصنوعي ځیرکتیا یو څه دودیزې موخې دا دي: استدلال، د پوهنې وړاندې کول، پلان جوړول، زده کول، طبعي ژبني پروسس، درک او د شیانو د خوځولو او تدبیر وړتیا. عمومي ځیرکتیا (د یوې علی-توکلي ستونزې هوارولو وړتیا) د دې څانګې په اوږدمهالو موخو کې راځي. د دې ستونزو د هوارولو لپاره، د مصنوعي ځیرکتیا ځېړونکو د ستونزو هوارولو پراخ شمېر تخنیکونه منلي او سره راټول کړي دي، لکه:  پلټنیز او ریاضیکی ښه کول، شکلي منطق، مصنوعي عصبي شبکې او د احصائيې، احتمال او اقتصاد پر بنسټ مېتودونه. مصنوعي ځیرکتیا، همدا ډول پر کمپیوټر ساینس، ارواپوهنه، ژبپوهنې، فلسفې او نورو څانګو کار کوي. [۵]

دا څانګه په دې انګېرنې سره رامنځته شوه، چې کېدای شي انساني ځیرکتیا "په داسې کره ډول تشرېح شي او داسې ماشین جوړ شي، چې وکولای شي، د هغه پېښې وکړي". دې موضوع د داسې مصنوعي موجوداتو د جوړولو، چې د انسان په ډول ځیرکتیا ولري، د فکر او اخلاقو په اړه فلسفي بحثونه راپورته کړي دی. له لرغونې زمانې راهیسې، پر دې مسئله د افسانو، نکلونو او فلسفې په بڼه پوښتنې ګروېږنې او پلټنې روانې دي. علمي تخیلي داستانونه او راتلونکې پېژندنه (futurology) هم دا وايي چې: مصنوعي ځیرکتیا ښايي، د ستر ظرفیت او ځواک په مرسته بشریت ته بنسټيز خطر رامنځ ته کړي. کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

تاریخچه[سمول]

په لرغونې زمانه کې ځیرک مصنوعي موجودات، د کیسو د وسیلې په توګه راښکاره کېدل او په نکلونو کې دود وو، لکه: د ماري شېلي فراکنشټاین (Mary Shelley's Frankenstein) او د کارل چاپېک آر یو آر (Karel Čapek's R.U.R). دغه څېرې ا و د دوی برخلیکونه، عینِې هماغه مسایل دي چې اوس د مصنوعي ځیرکتیا په اخلاقیاتو کې بحث پرې کېږي. [۶]

د میخانیکي او یا "شکلي" استدلال مطالعه، په لرغونې زمانه کې له فیلسوفانو او ریاضي پوهانو سره پیل کېږي. د ریاضیکي منطق نظریه نېغ په نېغه د آلن تورېنګ (Alan Turing) د محاسبې د نظريې لامل کېږي چې وايي: یو ماشین د "0" او "1" د ساده سمبولونو د ګډولو له لارې کولای شي، د ریاضیکي استنتاج د تصور وړهر ډول کړنه په ورته بڼه جوړه (simulate) کړي. دا لیدلوری چې ډيجيټل کمپیوټرونه کولای شي، د شکلي استدلال هر ډول بهیر په ورته بڼه جوړ کړي، چرچ-تورینګ تېزس (Church–Turing thesis) بلل کېږي.

چرچ-تورینګ تېزس، په نیوروبیولوژۍ، د معلوماتو نظریې او سایبرنېټیک کې له هممهاله موندنو سره څېړونکي وهڅول، چې د الکټرونیک مغز د جوړېدو پر شونتیا غور وکړي. لومړنی هغه اثر چې اوس يې په عمومي ډول مصنوعي ځيرکتیا بولي، په ۱۹۴۳ز کال کې د مک کولوک او پیټ د بشپړ تورینګ "مصنوعي نیورونونو" شکلي ډیزاین و. [۷]کينډۍ:Sfnp

کله چې د ۱۹۵۰مې لسیزې په نیمايي کې ډيجیټل کمپیوټرونو ته د لاسرسي امکان پیدا شو، د مصنوعي ځیرکتیا څېړنو د دې شونتیا په پلټلو پیل وکړ، چې کېدای شي د ګام په ګام سمبول جعل له لارې انساني ځیرکتیا راکمه کړل شي، لکه سمبولیکه مصنوعي ځيرکتیا (ymbolic AI) او یا GOFAI. 

د مصنوعي ځیرکتیا څېړنې څانګه، په ۱۹۵۶ز کال کې په ډارتماوت کالج (Dartmouth College) کې په یوه ورکشاپ کې رامنځته شوه. د دې ورکشاپ ګډونوال د مصنوعي ځیرکتیا څېړنې بنسټ اېښودونکي او مشران شول. دوی او شاګردانو يې داسې پروګرامونه جوړ کړل، چې رسنیو "هېښوونکي" وبلل: کمپیوټرونو شطرنجي سټراټيژي ګانې زده کولې، د وییونو ستونزه يې په الجبر کې هواروله، منطقي قضیې يې په ثبوت رسولې او په انګلیسي غږېدل. د ۱۹۶۰مې ز لسیزې په نیمايي کې، د امریکا دفاع وزارت په دې برخه کې څېړنو ته ډبلې پیسې ورکړي او په ټوله نړۍ کې د دې کار لپاره لابراتوارونه جوړ شول. [۸]کينډۍ:Sfnp[۹][۱۰]

په ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو ز کلونو کې د څېړونکو زړه منلې وه چې، سمبولیکې لارې چارې به په پای کې د داسې یوه ماشین په جوړولو بریالۍ شي، چې عمومي مصنوعي ځیرکتیا به ولري او دا کار یې د خپلې څانګې هدف ګرځولی و. هربرټ سیمون وړاندوینه وکړه: "د راتلونکو شلو کلونو په اوږدو کې به ماشینونه د دې وړتیا ولري، چې د انسان په وسیله ترسره  کېدونکی هر کار ترسره کړي." ماروین مینسکي ومنله او ویې لیکل: "د یوه نسل په ترڅ کې به ...د 'مصنوعي ځیرکتیا' د جوړېدو ستونزه، په ستره کچه هواره شي."[۱۱][۱۲]کينډۍ:Sfnp

دوی د ځینو پاتې چارو د ستونزمنتوب په پېژندلو کې پاتې راغلل. پرمختګ ورو شو او په ۱۹۷۴ز کال کې، د سرجېمز لایټ هېل نیوکو ته او د امریکا د کانګریس له خوا د لابریالیو پروژو د تمویل پر سر د پر له پسې  فشار په غبرګون کې، هم د امریکا او هم د بریتانیې حکومتونه، په مصنوعي ځیرکتیا کې موندونکې څېړنې ودرولې. راتلونکو څو کلونو ته، وروسته بیا د "مصنوعي ځیرکتیا ژمي" نوم ورکړل شو او دا داسې دوره وه، چې په کې د مصنوعي ځیرکتیا پروژو لپاره پیسې(فنډ) ترلاسه کول ستونزمن و. [۱۳]کينډۍ:Sfnp

د ۱۹۸۰مې ز لسیزې په لومړیو کې د تخصصي سیستمونو د سوداګریزې بریا له امله، د مصنوعي ځيرکتیا څېړنې بېرته له سره پیل شوې. تخصصي سیستمونه د مصنوعي ځیرکتیا د پروګرام داسې یوه بڼه وه، چې د انساني متخصصینو پوهه او تحلیلي مهارتونه يې ورته جوړول (simulate). په ۱۹۸۵ ز کال کې، د مصنوعي ځیرکتیا بازار له یو میلیارډ ډالرو نه واوښت. په ورته مهال، د جاپان د پنځم نسل کمپیوټري پروژې د امریکا او بریتانیې حکومتونه وهڅول، چې بېرته له سره په دې برخه کې علمي پروګرامونه تمویل کړي، خو په ۱۹۸۷ ز کال کې د لېسپ ماشین (Lisp Machine) بازار له راغورځېدو سره، مصنوعي ځیرکتیا یو ځل بیا له سترګو ولوېده او دویم ژمی پیل شو، چې له تر ډېره یې دوام وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶]

ډېری څېړونکو په دې شک پیل کړ، چې سمبولیکې لارې چارې به وکولای شي، د بشري پېژندنې ټول بهیرونه، په ځانګړنې توګه ادراک، زده کول او د بېلګو پېژندنه کاپي کړي. [۱۷]کينډۍ:Sfnp

سرچینې[سمول]

  1. Funding initiatives in the early 80s: Fifth Generation Project (Japan), Alvey (UK), Microelectronics and Computer Technology Corporation (US), Strategic Computing Initiative (US):
  2. AI widely used in late 1990s:
  3. First AI Winter, Lighthill report, Mansfield Amendment
  4. Second AI Winter:
  5. کينډۍ:Harvtxt; کينډۍ:Harvtxt
  6. AI in myth:
  7. AI's immediate precursors:
  8. Dartmouth workshop:
  9. Successful Symbolic AI programs:
  10. AI heavily funded in 1960s:
  11. کينډۍ:Harvtxt quoted in کينډۍ:Harvtxt
  12. کينډۍ:Harvtxt quoted in کينډۍ:Harvtxt
  13. First AI Winter, Lighthill report, Mansfield Amendment
  14. Expert systems:
  15. Second AI Winter:
  16. Funding initiatives in the early 80s: Fifth Generation Project (Japan), Alvey (UK), Microelectronics and Computer Technology Corporation (US), Strategic Computing Initiative (US):
  17. Revival of connectionism: