نوظهوره ټیکنالوژۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نو ظهوره یا مخ پر ودې ټیکنالوژۍ (انګلیسي: Emerging technologies) هغه ټیکنالوژۍ دي چې پراختیا او عملي تطبیق او یا دواړو یې لاهم تر ډېره بریده د عمل جامه نه ده اغوستې، داسې چې د نه شتون یا ابهام له شالید څخه په مجازي توګه د ظهور یا څرګندېدو په حال کې دي. دا ټیکنالوژۍ عموما نوې دي، مګر زړې ټیکنالوژۍ هم په کې  شاملې دي. نوظهوره ټیکنالوژۍ اکثرا د موجود وضعیت بدلوونکې بلل کېږي.

د نوظهوره ټیکنالوژیو ځانګړنې بنسټیز نوښت یا تازه‌ګي (د تطبیق له اړخه، ان که له بنسټه نوې هم نه وي)، نسبتا چټکه وده، همغږي او انسجام، پام وړ اغېزه، او ناڅرګندتیا او ابهام ګڼل کېږي. په بل عبارت، یوه نوظهوره ټیکنالوژي ښایي داسې تعریف شي: "یوه بشپړه نوې او نسبتا ګړندۍ وده کوونکي ټیکنالوژي چې د یوې ټاکلې درجې همغږۍ او انسجام ځانګړنه لري او د وخت په تېرېدو سره دوام راوړي او پر هغو ټولنیزو-اقتصادي ساحو د پام وړ اغېزو ښندلو وړتیا لري، چې د فعالینو، بنسټونو او د دوی ترمنځ د تعامل د نمونو د ترکیب له مخې د ورسره تړلې پوهې د تولید له پروسو سره لیدل کېږي. که څه هم، مهم اغېز یې په راتلونکي کې نغښتی وي او د ظهور په مرحله کې لاهم یو څه ناڅرګنده او مبهمه وي."[۱]

په نوظهوره ټیکنالوژيو کې بېلابېلې ټیکنالوژۍ شاملېږي لکه تعلیمي ټیکنالوژي، معلوماتي ټیکنالوژي، نانو ټیکنالوژي، بایو ټیکنالوژي، روباټیک، او مصنوعي هوښ یا ځیرکتیا.

نوي ټیکنالوژیک ډګرونه ممکن د مشابه اهدافو په لور د تکامل په حال کې بېلابېلو سیستمونو د تخنیکي نږدېوالي پایله وي. نږدېوالی یا تقارب پخوانۍ جلا ټیکنالوژۍ لکه غږ (او تلیفوني ځانګړنې)، ډاټا یا معلومات (او د ګټورتیا اپلیکېشنونه) او ویډیو سره رایوځای کوي ترڅو د دوی ترمنځ سرچینې سره شریکې شي او له یو بل سره تعامل وکړي او په دې توګه نوي موثریتونه رامنځته کړي.

نوظهوره ټیکنالوژۍ هغه تخنیکي نوښتونه دي چې د رقابتي ګټې لپاره په یوه مشخص ډګر کې د مخ پر ودې پرمختګونو ښودنه کوي. رایوځای کېدونکې ټیکنالوژۍ د پخوانیو جلا ډګرونو ښودنه کوي کوم چې په یو ډول د پیاوړې خپلمنځي اړیکې او مشابه اهدافو په لور د حرکت په حال کې وي. که څه هم د ګڼو نوظهوره او سره نږدې کېدونکو ټیکنالوژیو د اغېزو، وضعیت او اقتصادي وړتیا د کچې په اړه نظرونه متفاوت دي.[۲]

د نوظهوره ټیکنالوژیو تاریخچه[سمول]

د ټیکنالوژۍ په تاریخ کې، نوظهوره ټیکنالوژۍ د ټیکنالوژۍ په بېلابېلو ډګرونو کې معاصر پرمختګونه او نوښتونه دي.[۳][۴]

له پېړیو راهیسې نوي مېتودونه او نوې ټیکنالوژۍ رامنځته شوې او پرانیستل شوې دي. ځینې دا ټیکنالوژۍ د تیوریکي څېړنو له کبله، او ځینې یې د سوداګریزو څېړنو او پراختیا له کبله دي.

په ټیکنالوژیکي وده کې تدریجي زیاتیدونکي پرمختګونه او تحول راوستونکې ټیکنالوژۍ شاملې دي. د لومړي هغه بېلګه یې د یوه داسې پرمختګ په توګه د ډي وي ډي DVD (ډیجیټل ویډیو ډیسک) تدریجي راوتل وو چې هدف یې د مخکینۍ آپټیکل ټیکنالوژۍ کمپکټ ډیسک تعقیب و. په بل اړخ کې، تحول راوستونکې ټیکنالوژۍ هغه څه دي چې کله یو نوی مېتود د پخوانۍ ټیکنالوژۍ ځای نیسي او هغه بې کاره کوي، د بېلګې په توګه، د آسونو د بګیو ځای موټرو او نورو وسایطو نیولی دی.

د نوظهوره ټیکنالوژۍ په اړه شته بحثونه[سمول]

د کمپیوټر د عالم بېل جوی په ګډون ډېری لیکوالانو د ټیکنالوژیو داسې کلسترونه یا ډلې معرفي کړې دي، چې دوی یې د بشریت د راتلونکي لپاره مهمې ګڼي. جوی خبرداری ورکوي چې ټیکنالوژي د اشرافو لخوا د ښه یا بد هدف لپاره کارول کېدای شي. دوی کولی شي دا د نورو انسانانو لپاره د "ښو شپنو" په توګه وکاروي او یا پر دې فکر چې نور ټول بې ګټې او اضافي دي او د هغو خلکو، چې د ټیکنالوژۍ له لوري غیر ضروري شوي، د ډله‌ییز له منځه وړلو هڅه وکړي.[۵][۶]

د ټیکنالوژیکي بدلون د ګټو مدافعین په ټولیز ډول نوظهوره او سره یوځای کېدونکې ټیکنالوژۍ د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره یوه هیله ګڼي. سایبر فیلسوفان الکساندر بارډ او جان سوډرکویست په "فیوچریکا ترایولوژي" اثر کې استدلال کوي چې که څه هم انسان خپله د انساني تاریخ په اوږدو کې اساسا ثابت دی (جینونه خورا ورو بدلون مومي)، خو بیا هم ټول اړوند بدلونونه د ټیکنالوژیکي نوښت مستقیمه یا غیر مستقیمه پایله ده (میمونه خورا ګړندی بدلون مومي) ځکه نوي نظرونه تل د ټیکنالوژۍ له کارولو څخه راوتلي، نه برعکس. په دې توګه انسان باید د تاریخ اصلي ثابت او ټیکنالوژي یې اصلي متغیر وګڼل شي. که څه هم، د ټیکنالوژیکي بدلون د خطرونو منتقدین، او حتی ځینې مدافعین یې لکه ترانسمانیسټ فیلسوف نیک بوسټروم، خبرداری ورکوي چې ځینې دا ټیکنالوژۍ کولی شي ګواښونه او خطرونه راوټوکوي، حتی شاید خپله د انسانیت په له منځه وړلو کې ونډه ولري؛ د بېلګې په توګه، ځینې یې ممکن بیخي هستۍ ته خطرونه ولري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د مخ پر ودې یا نوظهوره ټیکنالوژیو نمونې[سمول]

مصنوعي هوښ یا ځیرکتیا (Artificial intelligence) هغه فرعي هوښ دی چې د ماشینونو یا سافټویر لخوا نندارې ته وړاندې کېږي، او کمپیوټر ساینس هغه څانګه ده چې د حیوان په څېر هوښ او ځیرکۍ سره ماشینونه او سافټویر رامنځته کوي. د مصنوعي هوښ (AI) ستر څېړونکي او درسي کتابونه دا ډګر "د هوښیارو عواملو د مطالعې او ډیزاین" په توګه تعریفوي، چې هوښیار عامل په کې  هغه سیستم دی چې خپل چاپېریال درک کوي او داسې اقدامات کوي چې د بریا چانس یې تر ټولو لوړې کچې ته رسوي. جان مک کارتي، چې په ۱۹۵۶ ز کال کې یې دا اصطلاح جوړه کړه، دا څانګه د "ځیرکو ماشینونو جوړولو د مطالعې" په توګه تعریفوي.

د مصنوعي ځیرکۍ (AI) د څېړنو په اصلي دندو (یا موخو) کې استدلال، پوهه، پلان جوړونه، زده کړه، د طبیعي ژبې پروسس (اړیکې)، درک او د شیانو د حرکت او سمبالولو وړتیا شاملېږي. عمومي هوښ (یا "قوی مصنوعي هوښ") لاهم د دغې ساحې له اوږدمهاله اهدافو څخه دی. اوسمهال یې په مشهورو لارو چارو کې ژورې زده کړې، احصایوي میتودونه، کمپیوټري ځیرکتیا او دودیز سمبولیک مصنوعي هوښ شامل دي. په مصنوعي هوښ یا ځیرکتیا (AI) کې ګڼ وسایل کارول کېږي، چې د لټون او ریاضياتي سمون نسخې، منطق، پر احتمال او اقتصاد ولاړ میتودونه، او ګڼ نور په کې  د یادولو وړ دي.[۱۵]

د سرطان واکسین[سمول]

د سرطان واکسین هغه واکسین دی چې د موجوده سرطان درملنه کوي یا په لوړ خطر لرونکو اشخاصو کې د سرطان د پراختیا مخه نیسي. ټول هغه واکسینونه چې د موجوده سرطان درملنه کوي د سرطان د درملنیزو واکسینونو په نوم پېژندل کېږي. په ټوله کې تراوسه هېڅ داسې واکسین نشته چې د سرطان مخه ونیسي.

د ۲۰۰۹ ز کال د اپرېل په ۱۴مه د ډینډریون شرکت اعلان وکړ چې د دوی د پروونج (Provenge) په نوم واکسین، چې د پروستات د سرطان د درملنې لپاره ډیزاین شوی، دریم پړاو کلینیکي آزموینې د ژوندي پاتې کېدو زیاتوالی ښودلی. د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې (FDA) بیا دا واکسین د ۲۰۱۰ کال د اپرېل په ۲۹مه د پروستات د سرطان د پرمختللو ناروغانو په درملنه کې د کارولو لپاره ومانه.[۱۶][۱۷]

روباټیک[سمول]

روباټیک د ټیکنالوژۍ هغه څانګه ده چې د روباټونو له ډیزاین، جوړښت، او کارونې او همدا راز د دوی د کنټرول، حسي فیډبک، او د معلوماتو د تحلیلولو لپاره له کمپیوټري سیستمونو سره سروکار لري. دا ټیکنالوژي له هغو اتومات ماشینونو سره سروکار لري چې کولی شي په خطرناک چاپېریال یا تولیدي پروسو کې د انسانانو ځای ونیسي؛ یا هم په ظاهري، چلندي، او یا د پېژندنې او درک په برخو کې له انسانانو سره مشابهت ولري. د هغه روباټ تر ټولو ښه بېلګه چې له انسانانو سره ورته والی لري سوفیا (Sophia) دی. سوفیا یو ټولنیز انسان ته ورته روباټ دی چې د هانګ کانګ میشت شرکت هانسن روباټیکس له لوري جوړ شوی او د ۲۰۱۵ ز کال د اپرېل پر ۱‍۹مه فعال شوی دی. د نن ورځې په ډېری روباټونو کې له طبیعت څخه الهام اخیستل شوی چې د بایو-الهام اخیستو روباټونو په برخه کې مرسته کوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د مخ پر ودې ټیکنالوژیو پراختیا[سمول]

لکه څرنګه چې نوښت د اقتصادي ودې لامل کېږي، او سترې اقتصادي لاسته راوړنې له نوو اختراعاتو څخه ترلاسه کېږي، ځکه نو ډېری سرچینې (تمویل او هڅې) هم د مخ پر ودې یا نوظهوره ټیکنالوژیو پر پراختیا لګول کېږي. ځینې دا سرچینې په لاندې ډول تشریح شوي دي:

څېړنه او پراختیا[سمول]

څېړنه او پراختیا په ټوله کې د ټیکنالوژۍ د پرمختګ په لور رهبري کېږي، او له همدې امله د نوظهوره ټیکنالوژیو پراختیا هم په کې  شامله ده. پر څېړنه او پراختیا د لګښتونو له مخې د هېوادونو نوملړ هم وګورئ.

تطبیقي یا عملي څېړنه د سیستماتیکو څېړنو یوه بڼه ده چې د ساینس عملي تطبیق په کې  شامل دی. دا څېړنه د څېړنیزو ټولنو (اکاډمیو) راټولو شوو نظریو، پوهې، میتودونو او تخنیکونو ته لاسرسی لري او ځینې برخې یې کاروي، چې یوه ځانګړې موخه لري، او ډېری وختونه یې موخه دولتي، سوداګریزه، یا مشتري-محوره وي.

ساینسي پالیسي بیا د عامه پالیسۍ حوزه ده چې له هغو پالیسیو سره تړاو لري چې د ساینس او څېړنې پر پانګونې اغېزه ښندي. په دې کې د ساینس تمویل هم راځي، چې ډېری وختونه د نورو ملي پالیسیو د اهدافو د تعقیب لپاره وي، لکه د سوداګریزو محصولاتو د پراختیا د ترویج، د وسلو پراختیا، او روغتیا ته د پاملرنې د چاپېریال څارلو لپاره تخنیکي نوښتونه.

سرچينې[سمول]

  1. Rotolo, Daniele; Hicks, Diana; Martin, Ben R. (December 2015). "What is an emerging technology?" (PDF). Research Policy. 44 (10): 1827–1843. doi:10.1016/j.respol.2015.06.006. S2CID 15234961. SSRN = 2564094 2564094. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. International Congress Innovation and Technology XXI: Strategies and Policies Towards the XXI Century, & Soares, O. D. D. (1997). Innovation and technology: Strategies and policies. Dordrecht: Kluwer Academic.کينډۍ:Pn
  3. Emerging Technologies: From Hindsight to Foresight. Edited by Edna F. Einsiedel. UBC Press.
  4. Emerging technologies: where is the federal government on the high tech curve? : hearing before the Subcommittee on Government Management, Information, and Technology of the Committee on Government Reform, House of Representatives, One Hundred Sixth Congress, second session, April 24, 2000
  5. See: Wired Magazine, "Why the future doesn't need us",
  6. Joy, Bill (2000). "Why the future doesn't need us". Wired. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۰۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bard, Alexander; Söderqvist, Jan (8 May 2012). The Futurica Trilogy. Stockholm Text. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9187173240. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bostrom, Nick (2002). "Existential risks: analyzing human extinction scenarios". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  9. Warwick, K: “March of the Machines”, University of Illinois Press, 2004
  10. McKibben, Bill (2003). Enough: Staying Human in an Engineered Age. Times Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-7096-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kurzweil, Raymond (2005). The Singularity Is Near: When Humans Transcend Biology. Viking Adult. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-03384-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Ford 2009 The lights in the tunnel
  13. econfuture (14 April 2011). "Machine Learning: A job killer?". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Saenz, Aaron (15 December 2009). "Martin Ford Asks: Will Automation Lead to Economic Collapse?". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Home – Office of Jeremy Rifkin". Office of Jeremy Rifkin. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 18 Oct 2010 باندې). What Comes After Dendreon's Provenge?.
  17. "Approval Letter – Provenge". Food and Drug Administration. 2010-04-29. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Siegelbaum, D.J. (2008-04-23). "In Search of a Test-Tube Hamburger". Time. د اصلي آرشيف څخه پر January 22, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 5 August 2013 باندې). World's first lab-grown burger is eaten in London. BBC News.
  20. (په 12 May 2013 باندې). Engineering the $325,000 In Vitro Burger.
  21. (په 2009-02-23 باندې). The Future of Food: The No-kill Carnivore. Portfolio.com
  22. Preliminary Economics Study of Cultured Meat Archived October 3, 2015, at the Wayback Machine., eXmoor Pharma Concepts, 2008