يورانيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یورانیم (په انگرېزي: Uranium ) د اکټينيد د ډلې څخه یو راديواکټيویټي فلزي عنصر دي چی سپين - نقره یی رنگ لری. کیمیاوی سمبول یی U دي. د دغی عنصر اټمي شمېر ۹۲ دی او د وروستي ډول الکټروني جوړښت ییRn 5f3 6d1 7s2 . د یورانیم عنصر ۹۲ الکټرونونه او ۹۲ پروتونونه لري. د یورانیم شپږ غیر مستقر ايسوټوپونه لري. د دغو د ايسوټوپونو کتله د یورانیوم - 233 څخه تر یورانیوم 238 پورې دي. یورانیم – ۲۳۸ په طبيعت کی تر ټولو پراخ شوي اسوټوټ دي.[۱]

تاريخ[سمول]

یورانيم

یورانيم په ۱۷۸۹ کال کی د مارتین هینریچ کلاپروت لخوا کشف شو او په ۱۸۴۱ کال کی د اېوگين ميلخیور پېليگوټ لخوا جدا شو. نوموړي عنصر تر ۱۸۹۶ کال پورې په ځانگړي ډول د شیشو د رنگولو لپاره کار شوي وو. په ۱۸۹۶ کال کی د یورانیم راديواکټيو د آنری بکرل لخوا کشف شو. په ۱۸۹۸ کال کی ماری کوری او پی‌یر کوری د یورانیوم د معدن څخه دوه راديواکټيویټی عنصرونه پولونيم او راډيوم جدا وکړل. په ۱۹۴۲ کال کی په امريکا کی لمړنی اټومي بټۍ (راکتور) جوړ شو او په دی کال کی لمړنی اټمی ځنځیری عکس العمل هم ترسره شوه. په ۱۹۵۴ کال کی په شوروی اتحاد کی لمړنیاتومي برېښناكوټ جوړ شو. په اوس وخت کی یورانیوم په ځانگړي ډول د اټمی محروقاتو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.

د يورانيم پيژندګلوي[سمول]

يورانيم ډير سخت دروند او د سپينو زرو په شان فلز دي اتومي نمبر يي (٩٢) او اتومي وزن (١٤٦ ) دي د کتلي شميره يي (٢٣٨ ) U238 او سمبول يي (U) دي په کال (١٧٨٩) کي يو جرمني کيمياپوه مارټين کلاپروت (Martin Klaproth) کشف کړ. مارټن لمړني سړي وه چي يورانيم يي د پيچ بلند( د طبيعي يورانيم معدني ډبره) نه جلاکړه دغه پيچ بلند(Uraninit = peachblende) د يو لړفزيکي او کيمياوي کړنلارو په مرسته سره د نورو ډبرو څخه بيلږي د چک جمهوريت د جواچمسال ( Joachim Sal ) د سپينو زرو د کانونو څخه لاس ته راغلي نوموړي کيميا دان دغه لوي دريافت شوي فلز په هغه وخت کښي د نوي کشف شوي سياري يورانوس په نوم يوران کيښود چي دغه سياره صرف اته (٨) کاله مخکي کشف شوي وه

د يورانيم عنصر لږ څه (٦،٦ بيلونه ) کاله پخوا په سوپرنوا (Super Nova) کښې مينځ ته راغي سوپرنوا په کايناتو کي په ډيره لوړه کچه يوه ځليدونکي او د رڼا څخه ډکه چاودنه ده چي هر پنځوس کاله وروسته يوځل مينځ ته راځي د سوپرنوا ماده د ايونايز شوو اتومونو څخه جوړه ده او د پلازما په نامه سره ياديږي د نوموړي هستوي پيښي عمر لنډ دي او څه ناڅه يوه مياشت پايښت لري بيايي رڼا ورو ورو کميږي او خړپړ رنګ ځان ته غوره کوي په نوموړي وخت کي سوپرنوا دومره انرژي د رڼا په بڼه خپروي لکه چي لمر يي د لسو بيلونو په موده کي خپروي.

په طبيعت کښي د يورانيم موجوديت[سمول]

يورانيم د جستو ،بورون ، انتيمني او د کيدميم څخه په کافي اندازه موجودد ي د بحر په يو ټن اوبو کي دري ملي ګرام يورانيم پيداکيږي د منرالونو په يو ټن کښي د (٢_٤ ) ملي ګرامو پوري موجود دي يورانيم د ځمکي په مخ دومره موجود دي لکه ارسنک ، قلعي ، تنګستن او موبليدينيم که د يورانيم قيمت لکه څه زيات شي نو د سمندر د اوبو نه به يي فايده مند وي د کثافت له پلوه د سرو زرو سره مساوي کثافت لري ي١٩/ګرام دي او په همدي ډول د سرپو (pb) څخه (١،٦) واري زيات دروند دي او په دنيا کي اتم (٨) دروند فلز شميرل کيږي په ( ١١٣٢ سانتي ګيرد) کښي ويلي کيږي او په (٣٨١٨ سانتي ګيرد ) باندي په جوش راځي.



د ځمکي په سطحي طبعي موادو کښي يورانيم په طبعي عناصرو کښي په اته څلويښتم نمبر (٤٨) دي دا دومره کم هم نه دي لکه څومره چي فکر کيږي د ډيروالي په اعتبار سره د سرو زرو(Ag) په مقابل کښي (٥٠٠) پينځه سوه واري زيات دي د سپينو زرو(Au) په مقابل کي (٤٠) څلويښت واري او د سيمابو (Hg) په مقابل کښي (٢٥) پينځه ويشت واري او د قلعي (Sn) په مقابل کي دوه چنده وجود لري.

د يورانيم استعمال[سمول]

صرف يو ټن طبعي يورانيم څخه څلور کروړه کيلو واټه برق په يو ساعت کښي پيداکولي شي او د همدومره برق د توليد لپاره (١٦) شپاړلس زره ټنه د ډبرو سکاره او يا (٨٠) اتيا زره بيرله تيل د سوځولو لپاره په کار دي تر اوسه پوري په دنيا کښي (٤٤٢) څلورسودوڅلويښت زروي بريښنا کوټونه په (٥٩) نهه پينځوس مختلفو ملکونو کښې فعاليت کوي چي په دنيا کي د بجلي د استعمال په سلو کښې (٢٣) درويشت دي په دي کي (١٠٤) يوسل څلور صرف په امريکا کښي دي او د امريکا د بجلي ضرورت

(٢٠%) پوره کوي د امريکا د بجلي (١٠%) د روس د هغه پخواني اتومي بمونو د حاصل شوي يورانيم څخه لاسته راځي کوم چي د يو تړون له مخي بي کاره کړلي شوي وه چي په هر اټومي بم کي پينځلس کيلو ګرامه (Kg١٥) يورانيم (٢٣٥) چي (٩٠%) غني کړلي شوي وه دځمکي د سطحي په مخ او په بحرونو کښي طبعي يورانيم دومره موجود دي چي په پيړيو پيړيو ددنيا د بجلي ضرورت پوره کولي شي د ټولي دنيا د زروې بريښنا کوټونو نه چي څومره فضله مواد پيداکيږي پداسي يودوه منزله تعمير کي ځاي پر ځاي کيدلي شي چي مساحت يي د يو باسکټبال د ميدان په شان وي په زروي بريښنا کوټ کښې د يورانيم د يوي ټوټې څخه تقريباً ( ١٨) مياشتو پوري برق پيداکولي شي پدې دوران کښې د يورانيم يو څه برخه په پلوتونيم بدليږي چي پلوتونيم په ايټم بم کي استعماليږي.

د ذروي هستي د ماتيدني دتسلسل يوه خاکه په يورانيم (٢٣٥) په يوه مرکزي اتوم باندي يو سست رفتاره نيوترون د وارديدو په صورت کي په دوه مرکزي کوچنيو اتومونو ويشل کيږي چي د انرژي د امواج سره سره نور نوي نيوترونونه هم اخراجوي چي د هغه نور رڼا د (٢٣٥) يورانيم د تجزيي سبب ګرځي او دا يو ځنځيري سلسه ده چي جريان لري.

يورانيم د استخراج کړنلاره په لاندي پړاوونو کي تر سره کيږي[سمول]

لومړي:د يورانيم د راايستلو کړنلاره[سمول]

د يورانيوم زيرمي او کانونه په طبيعي ډول د ځمکي کوري ( Globus) په ډيرو برخو او په غير متجانس ډول سره پيداکيږي طبيعي يورانيم په سوچه توګه په طبيعت کي نه پيدا کيږي، بلکي په کاني ډبرو کي د يورانيم اکسايد (U3O8) مرکب (گډ) په شکل موجود وي. کله چي نوموړي عنصر، د يورانيم يوه کان څخه استخراج کيږي نو په مرکب کي د سوچه يورانيم برخه لږ څه صفر عشاريه دري په سل ( ٣%) کي ده. د طبيعي يورانيوم مرکبات د اوکسايد په بڼه ډير ډولونه لري د بيلګي په ډول، لکه ناتريم يورانات ، يورانيم اکسايد(U3O8 Yellow cake)،يورانيوم ډاي اکسايد (UO2) (نصواري رنګ) Uraniumdioxid ماګنيزيم يورانات او امونيم ډاي يورانات .

دويم : د يورانيم اکسايد اوړه کول (Milling/Refining )[سمول]

د يورانيم اکسايد معدني ډبري د يوي ژرندي په مرسته سره دومره کوچني او ميده کيږي تر څو لکه د اوړو په شان پوډرو باندي واوړي د يورانيم دغه ډول کوچنۍ ذرې چي د پوډر بڼه لري، د قلوي او يا تيزابې مرکباتو په مرسته سره د اوکسيديشن (Oxidation )کوونکو مرکباتو لکه ( Na2ClO4 ) په ګډون سره د نورو موادو څخه بيليږي د کيمياوي کړنلارو لکه سلفوريک اسيد په مرسته کولاي شو چي يورانيم د نورو منرالو، معدني ډبرو او فلزاتو څخه بيل کړو.

چي دغه ډول اوړه شوې يورانيم ته د زيړ کيک ( Yellow Cake) نوم ورکړ شوي دي د يادولو وړده چي دطبيعي يورانيوم نوموړي زيړ کيک لاتر اوسه هم ددي وړتيا نلري چي په هستوي بټۍ کي ورڅخه ګټه پورته شي بلکي د مخه تردې ضرور ده چي په يورانيم هيګسافلورايد واړول شي.

درييم: يورانيم هيګسافلورايد ( Uranium hexafluoride) ( UF6)[سمول]

د چاوديدونکي يورانيم دوسوه پينځه ديرش ( U235) د بډاي کولو لپاره اړين بريخي چې لومړي بايد زيړ کيک (U3O8 ) د يورانيم هيکسافلورايد ( UF6) په غاز واړول شي يورانيم هيګسا فلورايد په عادي تودوخي او فشار کي يو پودر شکله جامد شکل لري،چي کثافت يي لږڅه پينځه ګرامه په يوه سانتي متر مکعب دي (5gr/cm3) د تودوخي په څه نا څه شپږپينځوس (٥٦) درجه د سانتي ګراد کي د جامد حالت څخه په سم سيخ په غاز شکله حالت باندي اوړي، نوموړې غاز ديوې خوا ډير سخت راديو اکتيو او د بلي خوا کيمياوي ډير زهرجن خاصيت لري نو کله چي تنفس شي د سږو او پښتورګو لپاره ډير زيان رسوي يورانيم اکسايد ياني زيړ کيک (U3O8) د يو لړ کيمياوي پړاونو په اخير کي د يورانيم هيګسافلورايد په غاز باندي واړول شي ، دغه کړنلاره په لاندي ډول ترسره کيږي


نوموړي زيړ کيک په نيتريک اسيد کي حل کيږي HNO3 او د يورانيول نايترات مرکب ( گډ) UO2(NO3)2 = Uranyl Nitrate ورڅخه لاسته راځي وروسته له هغه څخه د امونيم هايدرواکسايد ( NH4OH) سره ګډيږي تر څو امونيم ډاي يورانات (NH4)2 U2O7 =Ammonium Diuranate باندي واوړي په اخير کي نوموړي مرکب د هايدروجن ماليکول په مرسته سره، ريدکشن کيمياوي پروسي لاندي نېول کيږي تر څو چي يو نصوارې رنګه يورانيم ډاي اکسايد (UO2) ورڅخه جوړشي بيا په خپل وار سره د هايدروفلوريک اسيد (HF = Hydrofluoric acid) او د فلورين (F2 = fluorine) په اکسايديشن سره ، لومړى (UF4) يورانيم تيترافلورايد او ورپسي يورانيم هيګسافلورايد (Uranium hexafluoride) لاس ته راځى د يورانيم هيګسافلورايد سوچه غاز مرکب چى صفر اعشاريه اووه په سلو کي (0.7%) د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش (U235) او پاتي برخه يي يورانيم دوه سوه اته ديرش (U238) جوړوي بيا په خپل وار سره ديوي ځانګړي ټکنالوژي مرسته سره، چى د يورانيم غاز سنتريفوګ په نامه سره ياديږى، دچاوديدونکي يورانيم دوسوه پينځه ديرش (U235) برخه يي دري (٣-٥%) نه تر پينځه په سل پوري بډاى کيږي.په پايله کي د يورانيم هيګسافلورايد غاز، بيا په خپل وار سره د يورانيم اکسايد (UO2) په يوه پودر اړول کيږى او د لوړفشار، ټاکلى تودودخي اوځانګړي ټکنالوژى په مرسته، په ناڅاپي ډول سره په لومړي پړاو کي د غاز څخه په جامد حالت، او بيا په دوهم پړاو کي د کوچنيو کروى شکله ټوټو (Pellets) باندي اړول کيږي. د چاوديدونکي يورانيم دوه سوه پينځه ديرش بډاى شوي دغه غونډى ټوټې، په هستوي بټيو کي د سونګ موادو په موخه کارول کيږي. د يورانيم هيګسافلورايد څخه په هستوي بټۍ لکه د سپکو اوبو بټې ( Light Water Reactor)، د خوټيدونکې اوبو بټۍ (Boiling water Reactor

) اويا لوړ فشار اوبو بټۍ ( High Pressurized Water Reactor ) کي د چاوديدونکي سونګ موادو په موخه،ګټه اخيستل کيږي



توصیف[سمول]

یورانیم خړ یا نقره یی فلز دی چی په هوا کی اكسيايډېږي. یورانیوم د درنو فلزونو څخه دی او گڼوالى یی 19,01 g.cm−3 دی. ټول الکټروني جوړښت یی 1s2 2s2 2p6 3s2 3p6 3d10 4s2 4p6 4d10 5s2 5p6 4f14 5d10 6s2 6p6 5f3 6d1 7s2. دی. یورانیم په طبیعت کی د یورانیم اکسایډ په شکل کی موندل شوی دی. نوموړی ترکیب د یورانینیټ په نوم پېژندل شوي دی. په اوس وخت کی یورانینيټ په کاناډا، امريکا، روسیه، نايجېر، نایجېريا، قزاقستان، ازبکستان، ايران او چېک جمهوريت کی استخراج کېږي. د پوهانانو په نظر د یورانیم ‌ذخیره په نړی کی ۱۷ میلیونه ټنو ته رسېږي.[۲]

د یورانیوم اسوتوپونه[سمول]

تر اوسه پورې (تر ۲۰۱۴ کال پورې) ۲۶ اسوتوپونه پېژندل شوي دی خو یوازې یورانیوم – ۲۳۸ ، ۲۳۵ ، ۲۳۴ اهمیت لري.

ایسوتوپ د یورانیم نیمه عمر راډيواكټويټى عنصر
217U 16 ms α 213Th
218U 510 ms α 214Th
219U 42 μs α 215Th
220U ? ε/ α 220Pa/ 216Th
221U 700 ns ? ?
222U 1 μs α 218Th
223U 18 μs α (99,80 %)/ ε (0,20 %) 219Th/ 223Pa
224U 900 μs α 220Th
225U 95 ms α 221Th
226U 350 ms α 222Th
227U 1,1 min α 223Th
228U 9,1 min α (95 %)/ ε (5 %) 224Th/ 228Pa
229U 58 min ε (80 %)/ α (20 %) 229Pa/ 225Th
230U 20,8 d α 226Th
231U 4,2 d ε (100,00 %)/ α (4,0·10−3 %) 231Pa/ 227Th
232U 68,9 r α 228Th
233U 159 200 r α 229Th
234U 245 500 r α 230Th
235U 7,04·108 r α 231Th
236U 2,342·107 r α 232Th
237U 6,75 d β- 237Np
238U 4,468·109 r α 234Th
239U 23,45 min β- 239Np
240U 14,1 h β- 240Np
241U ? β- 241Np
242U 16,8 min β- 242Np

د يورانيمو بډاينه[سمول]

یورانیم اوکسایډ چی د ژيړ کيک په نوم یادېږي

د يورانيمو زيرمې او کانونه په طبيعي ډول دځمکې د کرې په ډ يروبرخو كې په غير متجانس ډول سره پيداکيږي. په لمړي پړاوکې د طبيعي يورانيمو معد ني مينرالونه د يو لړفزيکي او کيمياوي کړنلاروپه مرسته سره دنورو ډبرو څخه بيليږي ، وروسته بيا غه يورانيم ديوې ځانگړي دستگاه چې د يورانيمو دژرندي په نامه ياديږي دپوډرو په بڼه اوړي ، د يورانيمو دغه ډول کوچنۍ ذرې يا پوډر دقلوي اويا تیزابي مرکباتو په مرسته د اوکسيديشن کونکو مرکباتو لکه سوديم پركلوريت په كاروني سره د نورو توكو څخه بېلــــــــيږي.دغه پوډر ډوله يورانيم ژيړ رنگ لري او د يوه كيک په بڼه جوړيږي چې كيـــــــــــمياوي فارمول ئېU3O8 يورانيم اوكســـــــايد ده اود ژيړ كيك په نامه ياديږي. نوموړی ژيړکيک ته په ډيرو غټو بخاريو کې دسانتي گرېدترشپږ پنځوس درجو ۵۶ °C پورې تودوخه ورکول کيږي اوديو لړ کيمياوي کړنلارو په پايله كې د نيتريک اسيد، امونيم هيدرواکسيد، هايدروجن، هيدرو فلوريک اسيد او دفلورگاز په مر سته سره په شپږ قېمته يورانیمو او فلورمرکب باندې بدليږي . ديورانیمو دغه ژيړرنگه مرکب چې په اوبو کې ئې د حل کیدلووړتيا دڅلورقيمته يورانيمو په پر تله ډيرپياوړی دی د يورانيم هېکسا فلوريد په نامه سره ياديږي او ډير زهرجن خاصيت لري وروسته له دغي مرحلې څخه دبډايني لړۍ پيل كيږي.

د يورانيم بډاۍ کولو سينتريفوګ کړنلاره Uranium Gas Centrifuge[سمول]

په نوموړي کړنلاره کي، يورانيم هيګسافلورايد(UF6)، گن شمير سلينډر شکله، څرخيدونکو لوښو (Uranium Gas Centrifuge) ته ورننوځي، چى ډير لوړ گرځيدونکى سرعت لري. د بيلگي په ډول د پينځوس زرو څخه تر اويازروپيري، په يوه دقيقه کي ترسره کوې(50000-70000 rotation/min)، په دي کړنلاره کي، ديورانيم په دواړو ايزتوپو باندي، د لوښي منځ څخه دباندي

خواته، تښتيدونکي قوه (Centrifugal force) په توپير سره اغيزه کوي، چى په پايله کي د يورانيم څه ناڅه دروند ايزوتوپ (U238) د لوښي ديوال خواته او د يورانيم څه ناڅه سپک ايزتوپ (U235) د لوښې منځ برخې ته راغونډوي.

د يورانيم بډاې کولو غاز سينتريفوګ (Gas Centrifuge) تکنالوژي ښوول شويده. يورانيم دوه سوه اته ديرش اتومونه په غټو تورو، گردو ټکو، او د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش په سپين بخونو، گردو ټکو ښوول شوي دي د يورانيم هيګسافلورايد غاز، تر هغه وخته پوري په څرخيدونکو لوښو کي څرخې، تر څو چي د چاوديدونکي يورانيم دوه سوه پينځه ديرش (U235) برخه په سلو کى لږ څه درى په سل (3%) او يا نوره هم پورته لاړه شي. د بيلگي په ډول، د هستوي بټۍ لپاره د چاوديدونکي يورانيم د بډاى کولو کچه ، دري په سل، او په پوځي برخه کي لکه د هستوي وسلو لپاره، لږ څه نوي په سل (90%) کي قيمت لرى. که چيرته د چاوديدونکي يورانيم څخه په پوځي برخه او يا د هستوي وسلو په موخه کار اخيستل وغوښتل شي، نو اړين ده چي د يورانيم هيګسافلورايد غاز په سل گونو څرخيدونکو لوښو کي وڅرخي، تر څو د بډاى کولو کچه يي پورته لاړه شي. په شکل کي د يورانيم غاز سنتريفوگ لوښو دستگاه ښوول شوي ده. کله چي يوزر، څرخيدونکي لوښي څنګ په څنگ، په بريښنا يز سرکيټ کې ونښلول شي، او دهغوي تخنيکي ارقام، لکه اوږدوالى يي يو نيم متر، سرعت (چټکتيا) يي څلور سوه متره په ثانيه کي وټاکل شي، او شپه او ورځ کار وکړي، نو په يوه کال کې څه ناڅه شل کيلو گرام په لوړه کچه

غني شوي يورانيم (HEU) تر لاسه کيږي. په دغه اندازه غني شوى يورانيم بس دي ، چې يو اتوم بم ورڅخه جوړشي. د يورانيم غاز سنتريفوگ په کړنلاره کې، په ډيره لوړه اندازه خوار شوي يورانيم (Depleted uranium) د فاضله موادو په ډول تاتې کيږي. د نوموړي يورانيم کچه دلاندې بيلگي په مرسته سره اټکل کولاى شو. که فرض کړو چې د يورانيم هيگسافلورايد مرکب (گډ) دوولس ټنه مواد (12 t) راونيسو، چې د بډاى کولو په پيل کې د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش برخه صفر عشاريه اوه په سل (0.7% U235) کې ولري، نو کله چې د بډاى کولو کړنلاره ترسره شي، نو په پايله کي يو ټن (1 tone U) بډاى شوى يورانيم دوه سوه پينځه ديرش لاس ته راځي، چې لږڅه درې نيم په سل کې ( 3.5% U235) بډاى شوى وى. پاتې برخه يي، يانې لږ څه يوولس ټنه (11 tone depleted Uranium) په نامه سره ياديږي. په نوموړو فاضله موادو کي، د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش برخه د صفر عشاريه اوه پر ځاى يوازې صفر عشاريه درې (0.3%) ته راښکتته شوي وي.

ديورانيمو بډاينه ( Uranium’s Enrichment )[سمول]

په ټوليزه توګه په نړۍ كې 470 هستوي ريكتورونه شته چې ځيني ئې فعال ، ځيني ئې غيرفعال او ځيني ئې هم دجوړيدلو په حال كي دي. د دغو ريكتورونو ډيرى برخه ئې له بډايه شويو U 235يورانيمو څخه د سون توكو په بڼه كار اخلي ، چې د دې بډايني لپاره بيلابيل تخنيكونه كارول كيږي.مخکي له دې نه چې په بډاینه رڼا واچوو اړينه بريښي چې يوه کيمياوي اصطلاح ته چې ايزوتوپ واي تعريف کړو : هغه عناصر چې کيمياوي ځانګړتياوي ( خواص ) يې سره يوشان او فزيکي ځانګړتياوي يې يوله بله توپير ولري ايزوتوپونه نوميږي .په ټوليزه توګه په طبعيت كې ديورانيمو څلور ډوله ايزوتوپونه شته خو هغه ايزوتوپونه چې ډير پيژندل شوي دي يورانيم 238U او235Uدي. چې په طبعيت كې دټولو شته يورانيمو له جملې څخه 0,3% ئې يورانيم دوسوه پنځه ديرش او پاتي 99,7% ئې يورانيم دوسوه اته ديرش دي. اوس كه چيري وغواړو چې د طبيعي يورانيمو په يوه ثابته اندازه كې ( دبيلګې په ډول په يوه كيلو كې) د 235U سليزه يا فيصدي زياته كړو نو بايدپه دغه معينه اندازه ( يوه كيلو ) كې د 238U كچه يافيصدي لږه كړوچې دغي انډوليزي عمليې ته ديورانيمو بډاينه يا Enrichment وائي. دغه عمليه د دې لپاره اجراكيږي چې يورانيم دوسوه اته ديرش په كافي اندازه انرژي نلري ترڅو يو هستوي ريكتور په كارواچوي ، او ياهم په بل عبارت ديورانيم دوسوه پنځه ديرش دچاودني په ترڅ كې د يورانيم دوسوه اته ديرش په پرتله ډيره انرژي ( په هره چاودنه كې نږدې 200MeV انرژي ) لاس ته راځي .ديادوني وړده هغه دوسوه اته ديرش يورانيم چې د بډايني له پروسې څخه وروسته لاس ته راځي ځبيښل شويويا Depleted uranium (DU)يورانيمو په نامه ياديږي او اكتيفيتي ئې د طبيعي يورانيمو په پرتله لږه ښوول شوي ده. مخكي له دې څخه چې دبډايني په بيلابيلو ډولونو او بخش بندي باندي خبري وكړو ضروري بريښي چې طبيعي يورانيم يوڅه نورهم وڅيړو:



طبيعي يورانيم( Natural Uranium )[سمول]

سوچه طبيعي يورانيم دسپينو زرو په شان يوسپين رنګه ځليدونکی راديو اکتيف عنصر دی چې دالفا وړانګې ورڅخه چاپيريال ته خپريږي او دډيرو درندوفلزاتو په ډله کې شميرل کيږي. نوموړی عنصر دلومړي ځل لپاره په 1789 م کال کې د يوه جرمني کيميا پوه مارتين هاينريښ کلاپروت (Martin Heinrich Klaproth) له خوا وپيژندل شواو داورانوس سيارې نوم ورکړل شو. ديورانيم عنصر نوم د اورانوس سيارې څخه اخیستل شوی چې په يوناني ژبه کې د آسمان (Sky) معنى ورکوي. طبيعي يورانيم يوراديواکتيف عنصر دی چې دوه نوي 92 پروتونونه او يوسلوشپږڅلويښت146 نويترونونه لري اودکتلې شميره يې دوه سوه اته ديرښ 238 A= ته رسيږي. دطبيعي يورانيمو کيمياوي سمبول په 238Uښوول کيږي او د الفا هستوي وړانګې ياذرې خپروي. طبيعي يورانيم راديواکتيف خاصيت لري اوپه خپل سر له باندنۍ کيمياوي او فزيکي اغيزې څخه پرته تجزيه كيږي او د راديواکتيف تجزيې په ترځ کې په نوروعناصرو لکه توريم 234Th پروتکتينم 234Pa او د يورانيم 234U په ايزوتوپونوباندې اوړي . لكه څنګه چې يادونه وشوه د يورانيم 238U هسته د چاودېدونکي يورانيم( Fissionable ) پرخلاف په ترمل نيوترونونو سره له بمباردڅخه وروسته چوي او له همدې کبله د هستوي بټۍ لپاره د سون توكو په بڼه كارول كيږي. خو دهغه ګړنديو نيوترونونو په بمبارد سره چې انرژي يې د يو میګا الکترون ولټ (1 MeV) څخه پورته وي ددې امکان شته دی چې نوموړي نيوترونونه د يورانيم U238 هستې ته ورننوځي او دنوموړې هستې په واسطه جذب شي. په ځيني هستوي بټيو ياريكتورونوکې نوموړي کړنلاره تر سره کيږي اوپه مصنوعي ډول سره راديو اکتيف پلوتونيم Pu239 لاس ته راځي. پلوتونيم د يورانيم دوه سوه پنځه ديرش په څيردترمل نيوترونونو په جذبولو سره سمدلاسه چوي له همدې امله په هستوي بټيو کې دسون توكو (Nuclear fuel) په برابرولو اوپه تېره بيا دهستوي وسلو( لكه اتوم بم ) په جوړولو کې خورا ارزښتناكه دي . د يورانيم دوه سوه اته ديرش د چاودني په لړ کې په خپل وار سره د يورانيم دوه سوه نه ديرش U239، نېپتون دوه سوه نه ديرش Np239 او په پايله کې پلوتونيم دوه سوه نه ديرش Pu239 اوداسي نورې نوې هستې لاس ته راتلاى شي ، همدارنګه د نوموړې هستوي چاودني په ترځ کې پر لپسې د بېتا وړانګې هم خپريږي. مخكي له دې څخه چې ديورانيمو دبډايني په كړنلارو باندي خبري وكړو ضروري ده چې دبډايه شويو يورانيمو ډولونه وپيژنو. په ټوليزه توګه درى ډوله بډايه شوي يورانيم په صنعت كې كارول كيږي ، چې په لاندي توګه لنډه يادونه ورڅخه كوو:


لږ بډاى شوي يورانيم(Slightly Enriched Uranium)(SEU)[سمول]

هغه U 235 يورانيم چې له 0,9% څخه تر 2% پورې بډايه شوي وي د( SEU) په نامه ياديږي. دغه ډول نوي بډايه شوي يورانيم د درندو اوبو په ځينو ريكتورونو ( HWR )كې ) لكه CANDUريكتور چې دسون توكي ئې طبيعي يورانيم دي( دطبيعي يورانيموپر ځاى دسون توكو په بڼه كارول كيږي. چې بيه ئې لږه او ثمره ئې ډيره ارزول شوي ده.

په ټيټه سويه بډاى شوي يورانيم(Low Enriched Uranium) (LEU)[سمول]

هغه 235U يورانيم چې له 20% څخه په ټيټه سويه بډايه شوي وي د ( LEU ) په نامه باندي ياديږي ، چې دغه ډول يورانيم معمولاً د سپكواوبو ( LWR ) د ريكتورونو لپاره چې په دوديز ډول بازار كې په تجارتي ډول شته او له 3% څخه تر 5% پوري بډايه شوي 235U يورانيم په كې كارول كيږي. او


څيړنو لپاره په كارونكو ريكتورونو كې هغه تازه 235U ( LEU ) يورانيم چې له 12% څخه تر 19,75%پورې بډايه شوي دي كارول كيږي. په دغه حالت كې( LEU ) بډاى شوي235U يورانيم يوژيړ رنګ لري او معمولاً ديوه كيك په بڼه جوړيږي چې دغه كيك د ( Yellow Cake ) په نامه ياديږي.

په لوړه سويه بډاى شوي يورانيم(HEU) (High Enriched Uranium)[سمول]

هغه يورانيم 235U يورانيم چې له 20% څخه په لوړه سويه بډاى شوي وي د ( HEU ) په نامه ياديږي. چې دغه ډول يورانيم په بيلابيلو هستوي وسلو اودچټكونيوترونونو په ځينو ريكتورونوكې كاروكيږي. په لوړه سويه بډاى شوي يورانيم سپينو زرو ته ورته رنګ لري او معمولاً ديوې كړۍ په بڼه جوړيږي.


ديورانيمو استحصال اوبډاينه (Producing and Enrichment)[سمول]

مخكي له دې څخه چې ديورانيمو دبډايني په كړنلارو خبري وكړو ښه به وي چې ديورانيمود استحصال څخه تر بډايني پوري په ميكانيزم باندي يوڅه خبري وکړو. د يورانيمو زيرمې او کانونه په طبيعي ډول دځمکې د کرې په ډ يروبرخو كې په غير متجانس ډول سره پيداکيږي. په لمړي پړاوکې د طبيعي يورانيمو معد ني مينرالونه د يو لړفزيکي او کيمياوي کړنلاروپه مرسته سره دنورو ډبرو څخه بيليږي ، وروسته بيا غه يورانيم ديوې ځانګړي دستګاه چې د يورانيمو دژرندي يا ( Uranium Mill ) په نامه ياديږي دپوډرو په بڼه اوړي ، د يورانيمو دغه ډول کوچنۍ ذرې يا پوډر دقلوي اويا تیزابي مرکباتو په مرسته د اوکسيديشن کونکو مرکباتو لکه (NaClO4) سوديم پركلوريت په كاروني سره د نورو توكو څخه بېلــــــــيږي.دغه پوډر ډوله يورانيم ژيړ رنګ لري او د يوه كيك په بڼه جوړيږي چې كيـــــــــــمياوي فارمول ئې U3O8 ( يورانيم اوكســـــــايد)ده اود ژيړ كيك ( Yellow Cake ) په نامه ياديږي. نوموړی ژيړکيک ته په ډيرو غټو بخاريو(Oven) کې دسانتي ګرېدترشپږ پنځوس درجو (56 °C) پورې تودوخه ورکول کيږي اوديو لړ کيمياوي کړنلارو په پايله كې د نيتريک اسيد، امونيم هيدرواکسيد، هايدروجن، هيدرو فلوريک اسيد او دفلورګاز (Flour= F2) په مر سته سره په شپږ قېمته يورانيمو او فلورمرکب باندې بدليږي . ديورانیمو دغه ژيړرنګه مرکب چې په اوبو کې ئې د حل کيدلووړتيا دڅلورقيمته يورانيمو په پر تله ډيرپياوړی دی د يورانيم هېکسا


فلوريد (UF6) په نامه سره ياديږي او ډير زهرجن خاصيت لري .وروسته له دغي مرحلې څخه دبډايني لړۍ پيل كيږي چې لانديني ډولونه لري:

لكه څنګه چې پوهيږو دوه ايزوتوپونه يوشانته كيمياوي ځانګړتياوې لري نو له همدې امله د دوۍ دواړو بيلول د هغوۍ د كتلې د توپير په پام كې نيوني سره آسانه لاره كيداى شي چې په ټوليزه توګه په بډاينه كې هم همدغه تخنيك كارول كيږي. همدارنګه پوهيږو چې د 235U كتله 1,26% د 238U په پرتله سپكه ده نو له همدې امله بيلابيل تخنيكونه ته امكان پيدا شوى ترڅو دهغوۍ په كاروني سره د يورانيمو بډاينه ترسره شي.

دبډايني دکچي راټيټول( Down blending )[سمول]

لكه څنګه چې يادونه وشوه يورانيم په بيلابيلو سويو بډاى كيداى شي چې د بډايني هره يوه سويه ديوه ځانګړي تخنيك او موخي لپاره ( لكه برښنا ، وسلې اوداسي نور ) كارول كيږي. نوكه چيري مونږ په لوړه كچه بډاى شوي يورانيم ولرو او دمونږ د اړتيا وړ يورانيم لږ بډاى شوي يورانيم وي نو په دې حالت كې ضروري ده چې دغه يورانيم يوڅه وځبيښل ( Deplete ) شي. دغه تخنيك ته چې په هغه كې بډاى شوي يورانيم بيرته ځبيښل كيږي دبډايني راټيټولو تخنيك يا Down blending وائي. چې دغه پروسه دلمړى ځل لپاره د امريكا لخوا په روسيه كې د هستوي وسلو لپاره د بډاى شوي يورانيمو د بډايني دسويو د راټيټولو لپاره وكارول شوه. چې وروسته بيا دغه بډاى شوي يورانيم د سوله ئيزو موخو لپاره وكارول شول.

د هستوي بټۍ سونگ مواد ( Nuclear Fuel)[سمول]

کله چي په ظبيعي يورانيم کې د چاوديدونکي يورانيم (U235) د بډاى کولو کړنلاره سرته ورسيږي، نو د يورانيم هيگسافلورايد غاز(UF6) د يوي ځانگړي ټکنالوژي په بنسټ يوه ناڅاپه د غاز حالت څخه په جامد حالت اړول کيږي. نوموړي کلک او بډاى شوي يورانيم، د سونگ موادو (Fuel) په صفت په هستوي بټيو کې د بريښنا د لاس ته راوړلو په موخه او يا داچي په لوړه کچه بډاى شوي يورانيم دهستوې وسلو لکه اتوم بم ، هايدروجن بم ، او نيوترون بم کي کارول کيږي. د بيگي په ډول د يوه اتوم بم د جوړولو لپاره، چي د چاودنى انرزي يي منځني قدرت تشکيلوي د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش (U235) بحراني کتلي ((Critical Mass کچه ، نهه څلويښت کيلوگرام (49 Kg-U235) او د سوچه پلوتونيم لپاره لږ څه لس کيلو گرام (10 Kg Pu-239) اټکل کيږي، تر څو يو ځنځيري پايښت لرونکى هستوي تعامل منځته راشي( Nuclear Chain Reaction)



دا هم وگورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Uran_(prvek)
  2. https://cs.wikipedia.org/wiki/Uran_(prvek)#cite_note-energetika-4

اخذليکونه

1) پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزي ځدران

2) بينوا ټکي کم benawa.com http/www.


3) http://www.ne.jp/asahi/mh/u/INSCAP/Radwase.html[مړه لينکونه]

4) http://www.radioactivewase.gov.au[مړه لينکونه]


5) http://www.iaea.org

6) http://en.wikipedia.org/wiki/Soviet_atomic_bomb_project


7) http://nuclearweaponarchive.org/Israel/index.html


8) http://nuclearweaponarchive.org/UkOrigin.html[مړه لينکونه]