کمزوره شوي یورانیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یو مردک چی د کمزوري شوی یورانیم څخه جوړ شوي دي

کمزوري شوي یورانیم یا دټيټی درجې یورانیم (په انگرېزي: depleted uranium یا tulalloy) یورانیم چې لنډ اومخفف نوم یې DU دی چې دطبیعی یورانیم دبډای کولو څخه د هستوی عکس العملونو په کاروړلوسره ،لاسته راځی. طبیعی یورانیم درادیواکتیف دکښتی درجې اوکمزوره خواص په درلودلوسره یوکمیاوی فلز دی چې په ډېرلږ مقدار سره په غرونو،سمندرونو،لوی اوواړه سیندونو کې پیداکیږی ،دغه ډول یورانیم د دووایزوتوبه څخه د یورانیم 235 او 238 په سلو کې7/0 او په سلو کې 3/99 جوړه وی ددغودووایزوتوبونو څخه لمړی ډول یې یورانیم 235 دهستوی عکس العلونودرامنځته کولو اودانرژی دلاس ته راوړلو دپاره ځینی کار اخیستل کیږی په همدی ډول دغنی سوی طبیعی یورانیم څخه په واقعیت کي دایزوتوب U 235 په ذریعی سره د U235 د ايزوتوپ دلوړی برخی دجلاکیدلو څخه U238 دئ چي دغه جلاسوی برخه د U238 دټيټی درجې يا(کمزوره) یورانیومو. د DU دراډیواکتیف دتشعشعاتو میزان اوبرابروالی دطبیعی یورانیوم په سلوکښې (۷۰) دئ چي په سیمه اومحیط کښې شته دئ اود DU نیمه عمر تقریبآ څلورنیم میلیارده کلنوپوری دئ په همدی ډول ددغه کمیاوی فلزڅخه دغه جوړسوی مواد ډېر اوږد عمر لری.