اټومي بټۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
اټومي بټۍ

هستوي تعامل کوونکی چې پخوا د اتومي کوټې او پايې په نوم پېژندل کېده، يوه اله ده چې د هستوي کړۍ يوه ماتېدنه يا د هستوي يو ځای کېدنې غبرګونونه پيل او اداره کوي. هستوي تعامل کوونکي د برېښنا د توليد لپاره د هستوي ځواک په ماشين الاتو کې او په هستوي سمندري پر مخ وړلو (د محرکه قوې په توګه) کې کارول کېږي. له هستوي ټوټه کېدنې نه تودوخه کارکوونکې مايع (اوبه او ګاز) ته تېرېږي، چې به خپل وارسره د بخار توربينونو په واسطه پر مخ ځي. دا يا د بېړۍڅرخ چلوي او يا د برېښنايي جنراتورونو (توليدونکو) ميلې څرخوي. هستوي توليد شوی بخار په اصل کې د صنعتي پړاو تودوخې يا د کورونو د ګرمولو لپاره کارول کېدلی شي. ځيني تعامل کوونکي د طبي او صنعتي کارونې لپاره د ايزوتوپونو (isotopes) د توليد يا د وسلو په کچه د پلوتونيم د توليد لپاره کارول کېږي. د ۲۰۱۹ ز په لومړيو کې IAEA [د اتومي انرژۍ نړيواله استازولي: International Atomic Energy Agency] راپور ورکوي چې، د نړۍ شاوخوا په عملياتو کې د هستوي ځواک ۴۵۴ تعامل کوونکي او د هستوي څېړنې ۲۲۶ تعامل کوونکي دي. [۱][۲][۳]

عمليات

کټ مټ لکه د فوسيليی سون توکو له سوځېدنې نه آزاده شوې حرارتي انرژي د ګټې اخيستنې په واسطه د حرارتي ځواک تم ځايونو د توليدي برېښنا په شان، هستوي تعامل کوونکي د اداره شوې هستوې ماتېدنې په واسطه آزاده شوې انرژي ميخانيکي يا برېښنايي بڼو ته د بدلولو په موخه په حرارتي انرژي بدلوي.

ماتېدنه يا ټوټه کېدنه

کله چې يو ستر fissile اتومي هسته، لکه: uranium-235 يا plutonium-239 يو نيوترون جذبوي، کېدای شي اتومي هسته کې هستوي ټوته کېدنه پېښه شي. درنده هستهت په دوو يا زياتو سپکو کوچنيو هستو وېشل کېږي. د ټوټه کېدنې توليدات حرکي انرژي، د ګاما وړانګه او آزاد نيوترونونه خوشې کوي. د دې نيوترونونو يوه برخه کېدای شي، د نورو Fissile اتومونو په واسطه جذب شي او د ماتېدنې نورې پېښې رامنځته کړي، چې زيات نيوترونونه او داسې نور خوشې کوي. دې عمل ته د هستوي کړۍ غبرګون او تعامل وايي.

د دې ډول هستوي ځنځير يا کړۍ د غبرګون اداره کولو لپاره، د اداره کولو ميلې يا راډونه چې نيوترون زهريات (neutron poisons) او د نيوترون اداره کوونکي (neutron moderators) لري، کولی شي د نيوترونونو په هغه برخه کې بدلون راولي چې د نورې ماتېدنې يا انشقاق سبب کېږي. هستوي تعامل کوونکي په عمومي ډول خودکار او لاسي سيستمونه لري، چې د ماتېدنې تعامل د بندولو لپاره هغه وخت ترې نه ګټه اخلي، چې که چېرې څارنه يا د الې کارونه ناخوندي حالت مومي يا کشف کوي. [۴][۵]

د تودوخې توليد

د تعامل کوونکي هسته، په يو شمېر لارو تودوخه توليدوي:

  • د ماتېدنې د حرکي انرژي توليد، هغه وخت حرارتي انرژي ته بدلېږي، چې دا هستې له نږدې اتومونو سره ټکر کوي.
  • ياد تعامل کوونکی، د ماتېدنې پر مهال د ګاما توليد شوې ځينې وړانګې زغمي او د هغوی انرژي په تودوخه بدلوي.
  • تودوخه د ماتېدنې د توليداتو او موادو د هغه راډيواکټيف خوسا کېدنې په واسطه توليدېږي، چې د نيوترون د جذب په واسطه فعال شوې ده. د خوسا تودوخې دا سرچينه به ان د تعامل له بندېدلو نه وروسته هم د يو څه وخت لپاره پاتې شي.

د يورانيم – ۲۳۵ (U-235) يو کېلوګرام چې د هستوي پړاوونو په واسطه بدل شوی (مبدل) وي، په دودیز ډول د يو کيلو ګرام ډبرو سکارو د سوځېدنې په پرتله نږدې درې ميليونه ځله زياته انرژي آزادوي (د -۲۳۵ يورانيم 7.2 x 1013 jouls/kg د ډبرو سکارو د 2.4 x 107 jouls/kg په مقابل کې). [۶][۷]

سړول

د هستوي ريکټور سړونکی (nuclear reactor coolant) چې په عادي ډول اوبه، مګر ځيني وختونه يو ګاز يا مايع فلز (لکه مايع سوديم يا سرپ) يا ويلې شوې مالګه وي، د تعامل کوونکي له هستې نه ګردچاپېره تېرېږي، چې د دې په واسطه توليدېدونکې تودوخه جذب کړي. تودوخه له تعامل کوونکي نه لرې کېږي او وروسته د بخار يا بړاس د توليد لپاره کارول کېږي. د تعامل کوونکي زياتره سيستمونه، د سړولو يو سيستم په کار اچوي چې په فزيکي ډول له هغو اوبو نه بېل دی چې، لکه د فشار ورکړل شوو اوبو تعامل کوونکي غوندې د توربينونو لپاره د فشار ورکړل شوي بخار د توليدولو په موخه به خوټېدلې وي. که څه هم په ځينو تعامل کوونکو کې د بخار توربينونو لپاره اوبه په مستقيم ډول د تعامل کوونکي د هستې په واسطه خوټېږي (جوش کېږي). لکه: د جوش اوبو تعامل کوونکی. [۸]

د غبرګون اداره کول

د يوه تعامل کوونکي په هسته کې د ټوټه کېدنې د غبرګونونو کچه د نيوترونونو د هغې اندازې په اداره کولو سره برابرېدلی شي، چې د ټوټه کېدنې د نورو پېښو د هڅولو وړتيا لري. هستوي تعامل کوونکي په نمونه يي ډول د تعامل کوونکي ځواک د پايلې وتنۍ برابرولو په موخه د نيوترون د اداره کولو بېلابېلې کړنلارې په کار اچوي. د دې مېتودونو له ډلې ځينې يې د راډيواکتيف خوساکېدلو له فزيک نه په طبيعي ډول راپورته کېږي او د تعامل کوونکي د عمل پر مهال په ساده ډول ځواب ويونکي دي، په داسې حال کې چې نور هغه يې ميکانيزمونه دي ،چې د لرې (واټن) موخې لپاره د تعامل کوونکي په طرحه کې جوړ شوي دي.

په يوه تعامل کوونکي کې د نيوترونونو د ټوټه کېدنې هڅوونکو د کچو برابرولو لپاره تر ټولو تېز مېتود، د اداره کوونکي راډ يا ميل د خوځښت په واسطه دی. د اداره کولو ميلې له نيوتروني زهرياتو نه جوړې شوي دي او د همدې له امله نيوترونونه زغمي. کله چې د اداره کولو يوه ميله په يو تعامل کوونکي کې يو څه ژور ورننوځي، د هغو موادو په پرتله زيات نيوترونونه زغمي چې دا يې بې ځايه کوي او زياتره وختونه اداره کوونکی وي. دا عمل په شته لږو نيوترونونو کې اغېزه لري، چې د ماتېدنې يا ټوته کېدنې لامل کېږي او د تعامل کوونکي د ځواک وتنۍ کموي. په سرچپه ډول، د اداره کوونکي ميلې راايستل (استخراج) به د ټوته کېدنې د پېښو په کچه او ځواک کې د زياتوالي لامل شي.

د راډيو اکټيف تخريب فزيک په يو تعامل کوونکي کې د نيوترون نفوس هم اغېزمنوي. يو له دې ډول پړاو نه د يو شمېر بډايه نيوترون د ټوټه کېدنې ايزوتوپ په واسطه د ځنډول شوي نيوترون خپرېدل دي. دا ځنډول شوي نيوترونونه په ټوته کېدنه کې د ټولو توليد شويو نيوترونونو نږدې 0.65% لپاره د پاتې شوني (چې د لمسولو نېوترون ورته وايي) نيوترون سره حسابېږي، چې پر ټوټه کېدنه باندې په ناڅاپي ډول خوشې شوي دي. د ټوټه کېدنې هغه توليدات چې ځنډول شوي، نيوترونونه توليدوي، د نيوترون ټوټه کېدنې په واسطه د خپل تخريب يا خوسا کېدنې لپاره نيم ژوند (نيمه ژوندی حالت) لري، چې له ميليونونو ثانيو نه تر څو دقيقو پورې ترتيبېږي او د پام وړ وخت ته اړتيا ده، چې کټ مټ هغه وخت معلوم کړي چې يو تعامل کوونکی په کې ګواښوونکي ټکي ته رسېږي. تعامل کوونکی د پرله پسې غبرګون په هغه برخه کې ساتل، چې ځنډول شوي نيوترونونه په کې د يوې ګواښوونکې کتلې حالت ته د رسېدلو لپاره اړين وي؛ ميخانيکي الو يا انساني عمليو ته اجازه ورکوي، چې په ريښتي وخت کې يو پرله پسې غبرګون اداره کړي، که نه نو د ګواښ يا کړکېچ د تر لاسه کولو او هستوي ويلې کېدنې تر منځ وخت چې د يو تشرېحي ځواک د پايلې په توګه له عادي هستوي پرله پسې غبرګون نه راپورته او پړسېږي ، منځګړيتوب ته د لارې هوارولو لپاره به خورا کوچنی وي. ذکر شوی وروستی پړاو، چې تخريب شوي نيوترونونه په کې د ګواښ يا بحرانيت د ساتنې لپاره نور اړين نه دي، دسملاسي  ګواښوونکی ټکي په توګه پېژندل کېږي. په عددي بڼه کې د بحرانيت يا ګواښ تشرېح کولو لپاره پيمانه شته، چې لغړ [بې ګټې] کړکېچ په کې د صفر ډالرو او سملاسي اړين ټکی په کې يو ډالر دی او په یاد پړاو کې نور ټکي په Cent کې ځای پر ځای کېږي.

په ځينو تعامل کوونکو کې سړوونکې [اله] هم د نيوترون اداره کوونکي په توګه عمل کوي. يو اداره کوونکی د هغو چابکه نيوترونونو په واسطه د تعامل کوونکي ځواک زياتوي، چې د انرژي له لاسه ورکولو او حرارتي نيوترون جوړېدلو په موخه له ټوټه کېدنې نه ازاد شوي دي. حرارتي نيوټرونونه د زيات اټکل له مخې د تېزو نيوترونونو په پرتله د ټوټه کېدنې زيات سبب کېږي. که چېرې سړوونکې [اله] يو اداره کوونکی وي، نو د حرارت درجې بدلونونه د سړوونکې يا اداره کوونکې کثافت اغېزمنولی شي او د همدې لپاره د ځواک وتنۍ ته بدلون ورکوي. د لوړې حرارت درجې سړوونکی به لږ غليظ وي او له همدې امله به لږ ګټور اداره کوونکی وي. [۹]

د اټومي بټۍ تقسيمول

اټومي بټۍ په طبابت، علمي څېړنه کې او د برېښنا د توليدولو لپاره کارېدلای شي.

  • اټومي بټۍ د برېښنا په فابریکې کې د برېښنا تولیدولو لپاره کارېږي.
  • اټومي بټۍ هم د اوبتل، بېړۍ د حرکت کولو لپاره کارېدلای شي.
  • د نیوټرون سرچینه
  • د ایسوټوپ تولیدونکې اټومي بټۍ

د برېښنا فابريکې اټومي بټۍ

په اوس وخت کې په نړۍ کې درې د اټومي بتۍ ډولونه شته.

  • د گرافایټ اټومي بټۍ
  • د درنو اوبو اټومي بټۍ
  • د اوبو اټومي بټۍ

سرچینې

  1. "PRIS – Home". pris.iaea.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "RRDB Search". nucleus.iaea.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Oldekop, W. (1982), "Electricity and Heat from Thermal Nuclear Reactors", Primary Energy, Berlin, Heidelberg: Springer Berlin Heidelberg, د کتاب پاڼي 66–91, doi:10.1007/978-3-642-68444-9_5, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-11307-2, د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "DOE Fundamentals Handbook: Nuclear Physics and Reactor Theory" (PDF). US Department of Energy. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Reactor Protection & Engineered Safety Feature Systems". The Nuclear Tourist. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Bioenergy Conversion Factors". Bioenergy.ornl.gov. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bernstein, Jeremy (2008). Nuclear Weapons: What You Need to Know. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 312. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88408-2. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "How nuclear power works". HowStuffWorks.com. 9 October 2000. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Reactor Protection & Engineered Safety Feature Systems". The Nuclear Tourist. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)