اوبتل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يو اوبتل (يا sub) د اوبو يوه بېړۍ ده چې تر اوبو لاندې په خپلواک ډول د فعاليت وړتيا لري. دا او بو لاندې د تلونکې بېړۍ سره توپير لري، کومه چې تر اوبو لاندې محدوده د فعاليت وړتيا لري. دا اصطلاح په تاريخي يا عام ډول کله کله له لرې ځايه اداره کېدونکو وسايلو او روباتونو لپاره هم استعمال شوې ده، همدا راز د منځنۍ اندازې يا کوچنيو ماکوګانو لپاره، لکه کوچنی اوبتل او تر اوبو لاندې چلېدونکې وسيله. د اوبتلونو اندازې ته له کتنې پرته د بېړيو پر ځای ماکو ويل کېږي.[۱]

که څه هم تجربوي اوبتلونه پخوا جوړ شوي وو، اوبتل د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې طرحه شو او مختلفو سمندري ځواکونو خپل کړ. په پراخه کچه په لومړي ځل د لومړۍ نړيوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) پر مهال وکارول شول او اوسمهال په ډېرو کوچنيو او سترو سمندري ځواکونو کې کار ځينې اخيستل کېږي. په پوځي کارولو کې يې د دوښمن په هغو بېړيو (سوداګريزې يا پوځي) چې د سمندر په سطحه وي او د دوښمن په اوبتلونو بريدونه شامل دي، همدا راز د الوتکو د لېږدونکو د ساتنې، محاصرې څخه د وتلو، هستوي مخنوي، جاسوسي کول، دوديز ځمکنی بريد (د بېلګې په ډول د کروز ميزايل کارول) او ځانګړو ځواکونو پټو فعاليتونو لپاره هم کارول کېږي. په ملکي استعمال کې يې سمندري ساينس،  ژغورنه، موندنې او د سيمو څېړنه او پالنه شامل دي. شونې ده چې اوبتلونه د ځانګړو فعاليتونو لپاره جوړ کړای شي، لکه د لټون او ژغورنې ماموريتونه او تر سمندر لاندې د مزو ترميم. دا همدا راز د ګرځندويۍ او تر سمندر لاندې لرغونو اثارو لپاره هم کارول کېږي. د اوبو ژورو ته تلونکي عصري اوبتلونه له «باتیسکاف» (د سمندر ژورو ته تلونکې وسيلې) څخه اخيستل شوي دي، کوم چې له «ډايونګ بل» (هغه یو نفري خونه چې له هوا ډکه او د سمندر ژورو ته کوزېږي) څخه بدلون موندلی.

ډيری ستر اوبتلونه د يوې سلنډر ته ورته تنې څخه جوړ شوي وي چې په هغې کې نيمې کرې (يا مخروطي) ته ورته پای سرونه وي او يو عمودي جوړښت لري چې عموماً په منځ کې موقعيت لري، کوم چې د اړيکو او حس کولو د وسايلو او تر څنګ یې د «پيريسکوپيس» (له اوبتل څخه د باندې سیمې کتلو لپاره دوربين) لپاره ځای وي. په اوسنيو اوبتلونو کې، دا جوړښت په امريکايي استعمال کې «سيل» (بادبان) دی او په اروپايي استعمال کې بيا «فين» بلل کېږي. د لارښوونې د مديريت لپاره يو څلی يې د لومړيو طرحو يوه ځانګړتيا وه: د کښتې د مرکزي بدن دپاسه د فشار يوه جلا بدنه، کومه چې د نژدې «پيريسکوبيس» له کارولو سره مرسته کوي. په وروستۍ برخه کې يې د چلولو يو څرخ (يا پمپ جيټ) او د هايډروډاينامک مديرت ګڼ «فينونه» موجود دي. شونې ده چې کوچني، ژور غوپه وهونکي او ځانګړي اوبتلونه له دې دوديزې طرحې څخه توپير ولري. اوبتلونه د غوپه کېدو د مديريت د تختو په وسيله غوپه وهي او بېرته سطحې ته راپورته کېږي او په د اوبو په زېرمه خايونو (د اوبو هغه زېرمه ځايونه چې د اوبتل توله برابروي) کې د اوبو او هوا مقدار بدلوي، څو په اوبو کې  دوی تګ په حرکت راولي.

اوبتلونه د وړتیاوو پراخه ډولونه او لړۍ لري. په دوی کې د A-Navigation استعمالونکي خپلواکې او د يو يا دوه کسانو اوبتلونو بېلګو څخه نيولې، کوم چې د څو ساعتونو لپاره فعالیت کولای شي، بيا تر سترو بېړيو پورې شامل دي، کوم چې کولای شي د اوبو لاندې د شپږو مياشتو لپاره پاتې شي – لکه د روسيې «ټايفن کلاس»، کوم چې تر اوسه په جوړو شويو اوبتلونو کې تر ټولو ستر دی. اوبتلونه کولای شي په دومره ژورتيا کې کار وکړي، څومره ژوروالی چې د غوپه وهونکو انسانانو لپاره د پاتې کېدو وړ یا عملي نه وي.[۲]

تاریخ[سمول]

آرپوهنه[سمول]

د «سبمرين» (submarine ) ټکي ساده معنا ده تر اوبو لاندې يا تر سمندر لاندې (لکه تر سمندر لاندې دره، تر سمندر لاندې نل ليکه)، خو د نوم په توګه عوماً هغه بېړۍ ته ويل کېږي، کومه چې تر اوبو لاندې سفر کولای شي. دا اصطلاح تر سمندر لاندې کښتۍ لنډيز دی او په بېلا بېلو ژبو کې په دې ډول يادېږي، د بېلګې په ډول فرانسوي (sous-marin)، اسپانوي (submarino)، په داسې حال کې چې نورو ژبو يې اصلي اصطلاح ساتلې ده، لکه په هالنډي ژبه کې (Onderzeeboot)، الماني (Unterseeboot)، سويډني (Undervattensbåt) او روسي (подводная лодка: podvodnaya lodka)، د ټولو معنا ده «تر سمندر لاندې بېړۍ». په سمندري دود کې، تر اوسه عموماً ابتلونه د دوی اندازې ته له کتنې پرته ماکو بلل کېږي، نه بېړۍ. که څه هم په نارسمي ډول ورته کښتۍ ويل کېږي، د متحده ايالاتو اوبتلونو لپاره د هر اوبتل د نوم په بيل کې د USS (د متحده ايالاتو بېړۍ) مختاړی کارول کېږي، لکه USS Alabama. په شاهي سمندري ځواک کې، شونې ده چې د HMS به لقب «د هغه عضيم بېړۍ» يا « د هغه عظیم اوبتل» وبلل شي، په داسې حال کې چې وروستۍ بڼه يې کله کله په « HMS/m» ډول لنډيز کېږي، او عموماً  اوبتلونو ته د بېړۍ پر ځای ماکو ويل کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

تر اوبو لاندې د انسان په ځواک چلېدونکې ابتدايي بېړۍ[سمول]

شپاړسمه او اولسمه پېړۍ[سمول]

په « Opusculum Taisnieri» کې د يو راپور تر مخې چې په ۱۵۶۲ز کال کې خپور شوی، ويل شوي:[۱۰]

د سپېڅلي رومي سترواک چارلس پنځم په حضور کې دوه يونانيان د «ټوليډو» له ښار سره نږدې د «ټاګوس» سمندر په اوبو کې څو ځلې ډوب او بېرته سر ته راوختل، بې له دې چې لانده شي، په داسې حال کې چې د هغه اور لمبې لاهم بلې وې چې دوی په لاسو کې له ځانه سره درلودې. [۱۱]

په ۱۵۷۸ز کال کې، انګرېز رياضي پوه «وليام بورني» د « Inventions or Devises» (اختراعات يا وسايل) په نوم په خپل کتاب کې تر اوبو لاندې سفر کونکې نقليه وسيلې يوه لومړۍ طرحه ثبت کړې دي. يو څو کاله وروسته سکاټلينډي رياضي پوه او الاهيات پوه «جان ناپير» د « Secret Inventions » (۱۵۹۶) په نوم کتاب کې وليکل چې «زه هيله لرم چې د خدای په مرسته او ماهرو بېړۍ جونکو په کار سره به دا اختراعات او تر څنګ يې د غوپه کېدونکو په مرسته تر اوبو لاندې د سمندري سفر وسايلو په مټ، نور وسايل او تګلارې دوښمنانو ته د زيان رسولو لپاره کار وکړي». نه ده روښانه چې ايا هغه خپل اند عملي کړ که نه.[۱۱]

تر اوبو لاندې تلونکې لومړۍ وسيله چې د جوړولو اړند يې باوري معلومات شته په ۱۶۲۰ز کال کې د «کارنيليس ډريبيل» له خوا طرحه او جوړه شوې وه، نوموړی يو هالنډی او د انګلستان لومړي جيمز په خدمت کې بوخت و. دا د پيډلونو په وسايلو چلېده.[۱۱]

اتلسمه پېړۍ[سمول]

د اتلسمې پېړۍ تر نيمايي پورې، په انګلستان کې له يو درجن زیاتو اوبتلونو/تر اوبو لاندې تلونکو بېړيو ته د امتياز حق ورکړل شوی و. په ۱۷۴۷ز کال کې، «نتينيل سايمنز» د اوبو لاندې تللو لپاره د درندې ټاکنۍ تر ټولو لومړۍ بېلګه جوړه اود هغې حق امتياز يې تر لاسه کړ. د هغه نمونې د څرمنې کڅوړې استعمال کړې وې، کومې چې د اوبو لاندې د بېړۍ د ډوبولو لپاره له اوبو څخه ډکېدای شوې. له کڅوړو څخه د اوبو د راايستلو او د بېړۍ د بېرته راپورته کېدو لپاره يوه طريقه کارول شوې وه. په ۱۷۴۹ز کال کې، د «جينټلمين» په نوم يوې جريدې راپور ورکړ چې دا ډول يوه نمونه په ابتدايي ډول د «جیواني بوريلي» له خوا په ۱۶۸۰ز کال کې وړاندې شوې وه. د دې نمونې نور ښه والی د يوې پېړۍ لپاره پر ځای ولاړ و، تر دې چې د چلولو او پايښت لپاره لا زياته نوې ټیکنالوژي پلې شوه. [۱۲]

د اوبولاندې سفر کونکې لومړۍ بېړۍ د «ټرټل» (۱۷۷۵) په نوم وه، دا په لاس چلېدونکی د پرګي (د څېړۍ مېوه) په بڼه يوه وسيله وه چې د امریکايي «ډيويډ بنشنل» له خوا جوړه شوې وه او يو تن پکې ځاېيدو. دا لومړی تاييد شوی اوبتل و چې په اوبو کې يې په ازاد ډول فعاليت او نقل او حمل وړتيا درلوده، همدا راز لومړی اوبتل و چې پېچونه پکې کارېدلي وو.[۱۳][۱۴]

نولسمه پېړۍ[سمول]

په ۱۸۰۰ز کال کې، فرانسې «نوټيلس» جوړ کړ، دا د انسان په ځواک چلېدونکی اوبتل و چې امريکايي «رابرټ فلټن» جوړ کړی و. هغه په ۱۸۰۴ز کال کې دا تجربه پرېښوده، کټ مټ هغه شان، څنګه چې برتانويانو د فلټن اوبتل په طرحه د بيا غور کولو لپاره کړي و.

په ۱۸۵۰ز کال کې، د «ولهيلم باور» «برانډټاوچر» په المان کې جوړ شو. دا په نړۍ تر ټولو زوړ پاتې اوبتل دی.

په ۱۸۶۴ز کال کې، د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، د کانفدراسیون د سمندري ځواک «ايچ.ايل. هنلي» لومړی هغه پوځي اوبتل و چې د دوښمن يوه بېړۍ يې غرقه کړه، دا د « USS Housatonic» په نوم یوه سمندري بېړۍ وه، د دې د غرقولو لپاره د سپارې د پاسه له باروتو څخه ډک بيلر څخه کار اخيستل شوی چې د سمندر لاندې د ويشتل کېدونکي توغندي په توګه کارول کېدو. « Hunley » هم ډوب شو، ځکه چې د چاودنې د شدت څپو د دې عمله هم په سملاسي ډول ووژله او د اوبتل له منځ څخه د وتلو يا د اوبتل پر مخ وړلو مخنیوی يې وکړ.[۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Chief of Naval Operations (March 2001). "The Saga of the Submarine: Early Years to the Beginning of Nuclear Power". United States Navy. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Sherman, Chris (14 April 2009). "Worlds Biggest Submarine". English Russia. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Submarine at OED; retrieved 4 September 2021
  4. Submarine boat at OED; retrieved 4 September 2021
  5. The New Shorter Oxford English Dictionary, Clarendon Press, Oxford, 1993, Vol. 2 N–Z
  6. Gugliotta, Bobette (17 February 2014). Pigboat 39: An American Sub Goes to War (په انګلیسي ژبه کي). University Press of Kentucky. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813146317. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sontag, Sherry; Drew, Christopher; Drew, Annette Lawrence (19 October 1998). Blind Man's Bluff: The Untold Story Of American Submarine Espionage (په انګلیسي ژبه کي). PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781891620089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. McHale, Gannon (15 September 2013). Stealth Boat: Fighting the Cold War in a Fast Attack Submarine (په انګلیسي ژبه کي). Naval Institute Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781612513461. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. HMS/m at acronyms.thefreedictionary; retrieved 4 September 2021
  10. Joann Taisnier Hannon (Jean Taisnier (1508–1562)), Opusculum perpetua memoria dignissimum, de natura magnetis et eius effectibus [Most fitting work in perpetual remembrance, on the nature of the magnet and its effects] (Köln (Cologne, "Colonia"), (Germany): Johann Birckmann, 1562), pp. 43–45. Available from: Bavarian State Library From p. 43: "Ne autem Lector nostra dicta videatur refutare, arbitratus ea, quae miracula putat, naturae limites excedere, unica demonstratione elucidabo, quomodo scilicet quis in fundum alicuius aquae aut fluvij, sicco corpore intrare possit, quod me vidisse in celebri Oppido & Regno Tolleti affirmavi, coram piae memoriae Carolo Quinto Imperatore, & infinitis aliis spectatoribus." (Nevertheless, reader, our statement is seen to refute something witnessed, which one considers a wonder, exceeding the limits of nature; I will elucidate a unique demonstration, namely, how one can penetrate to the bottom of any water or river while remaining dry, which, I assert, I saw in the celebrated city and kingdom of Toledo in the presence of Emperor Charles V of blessed memory and a multitude of other spectators.) From p. 44: "Nunc venio ad experientiam praedictam, Tolleti demonstratam a duobus Graecis, qui Cacabo magnae amplitudinis accepto, orificio inverso, funibus in aere pendente, tabem & asseres in medio concavi Cacabi affigunt, … " (Now I come to the experiment mentioned above: in Toledo, it was shown by two Greeks, who, I understand, attached to a cauldron (cacabus) of great size — [which had its] opening inverted [and which was] held in the air by ropes — a beam and poles inside of the hollow cauldron … [The beam and poles formed seats for the divers.]) The German Jesuit scientist Gaspar Schott (1608–1666) quoted Taisnier's account and mentioned that Taisnier had witnessed the demonstration in 1538. Gaspar Schott, Technica Curiosa, sive Mirabilia Artis, Libris XII. … [Curious works of skill, or marvelous works of craftsmanship, in 12 books … ] (Nuremberg (Norimberga), (Germany): Johannes Andreas Endter & Wolfgang Endter, 1664), Liber VI: Mirabilium Mechanicorum (Book 6: Wonders of mechanics), p. 393. From p. 393: " … quod nihilominus Anno 1538 in Hispaniae oppido Toleto &c. coram piae memoriae Carolo V. Imperatore, cum decem propemodum millibus hominum experientia vidi." ( … that nevertheless I saw the experiment in the year 1538 in Spain in the city of Toledo, etc., in the presence of Emperor Charles V of blessed memory, with almost ten thousand people.)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Tierie, Gerrit (10 June 1932), "Cornelis Drebbel (1572–1633)" (PDF), Thesis, Rijksuniversiteit te Leiden (په انګلیسي ژبه کي), Amsterdam: 92 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Mary Bellis. "The Invention Of The Submarine". د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  13. "The Submarine Turtle: Naval Documents of the Revolutionary War". Navy Department Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Inventor of the Week: Archive. mit.edu
  15. Lance, Rachel. "The New Explosive Theory About What Doomed the Crew of the 'Hunley'". Smithsonian Magazine (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. James P. Delgado (2006). "Archaeological Reconnaissance of the 1865 American-Built Sub Marine Explorer at Isla San Telmo, Archipielago de las Perlas, Panama". International Journal of Nautical Archaeology Journal. 35 (2): 230–252. doi:10.1111/j.1095-9270.2006.00100.x. S2CID 162403756. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)