مېخایل باختین
لومړنی ژوند [سمول]باختین د روسیې په اوریول ښار کې د اشرافو په یوه پخوانۍ کورنۍ کې زیږېدلی. پلار یې د بانک مدیر ؤ او په څو ښارونو کې یې کار کاوه. له همدې امله باختین د خپل ماشومتوب لومړني کلونه په اوریول، ویلنیوس او بیا په اوډیسا کې تېر کړل، هلته په ۱۹۱۳ کال کې د محلي پوهنتون (اوډیسا پوهنتون) د تاریخ او ژبې پېژندنې په پوهنځۍ کې شامل شو. کاترینا کلارک او مایکل هولکویسټ لیکي: "اوډیسا ... د ویلنیوس په څېر، د هغه کس د ژوند د یوه پړاو لپاره مناسب چاپېریال ؤ، چې د ژبې بېلابېل بڼو (heteroglossia) او کارنیوال (carnival) فیلسوف به شي. د ساتېرۍ او بې ادبۍ ورته احساس چې د بابل د رابلي غلو د رامنځته کېدو یا د اوسټاپ بنډر چلونو او دوکو، د پیکارو هغه ناول چې د ایلف او پیټروف له خوا رامنځته شوی، د رامنځته کېدو لامل شول، په باختین باندې خپل اثر پرېښود. هغه وروسته پیټروګراد امپریال پوهنتون ته ولېږدول شو ترڅو د خپل ورور، نیکولای سره یوځای شي. همدې ځای کې باختین د کلاسیک پوه اف. اف. زیلینسکي تر زیاتې اغېزې لاندې راغی، د ده په آثارو کې د هغو مفهومونو لومړني مراحل شامل دی چې د باختین له لوری تشرېح شوي. [۱۹] مسلک [سمول]باختین په ۱۹۱۸ کال کې خپلې زده کړې بشپړې کړې. بیا د روسیې په لوېدیځ کې یوه کوچني ښار، نېوېل (پسکوف اوبلاست) ته ولاړ او هلته یې دوه کاله د ښوونځۍ ښوونکي په توګه کار وکړ. په همدې وخت کې د باختین لومړنۍ حلقه جوړه شوه. په دې ډله کې د بېلا بېلو علاقو لرونکي روڼفکران شامل وو، خو ټولو د ادبي، مذهبي او سیاسي موضوعاتو په اړه د خبرو اترو سره مینه درلوده. په دې ډله کې والنتین ولوشینوف او بلاخره پی. ان. مدویدیف چې وروسته په ویتبسک کې له دې ډلې سره یوځای شو، شامل وو. ویتبسک چې "د سیمې یو کلتوري مرکز" ؤ، د باختین او نورو روڼفکرانو لپاره د ویناوو، مناظرو او د کنسرتونو د تنظیمولو لپاره غوره ځای ؤ. جرمني فلسفه هغه موضوع وه چې په اړه یې زیاتره وختونه خبرې کېدې او باختین له دې وخته وروسته ځان د ادبي عالم په پرتله ډېر فیلسوف ګاڼه. په همدې نېوېل ښار کې هم باختین د اخلاقي فلسفې په یوه ستر اثر نه ستړی کېدونکی کار وکړ، چې هېڅکله په بشپړ ډول خپور نه شو. که څه هم د دې اثر یوه لنډه برخه د "هنر او مسؤلیت" تر سرلیک لاندې په ۱۹۱۹ کال کې خپره شوه. دا د باختین لومړنی چاپ شوی اثر دی. باختین په ۱۹۲۰ کال کې ویتبسک ته کډه شو. همدلته باختین له الېنا الکساندرونا اوکولویچ سره په ۱۹۲۱ کال کې واده وکړ. وروسته په ۱۹۲۳ کال کې تشخیص شو چې باختین د هډوکي په التهاب (osteomyelitis) اخته شوی، د هډوکي هغه ناروغۍ چې بالاخره په ۱۹۲۳ کال کې یې د پښې د پرې کېدو لامل شوه. دې ناروغۍ یې د تولید وړتیا مخه ونیوله او هغه یې له کار وغوړځاوه. [۲۰][۲۱] باختین په ۱۹۲۴ کال کې لیننګراد ته لاړ، هلته یې په تاریخي انسټیټیوټ کې یوه دنده ونیوه او د دولتي مطبوعات خونې (State Publishing House) لپاره یې مشورتي خدمتونه وړاندې کړل. همدې وخت کې باختین پرېکړه وکړه چې خپل اثر له خلکو سره شریک کړي، خو مخکې له دې چې "په لیکل شوو آثارو کې د ښایست پېژندنې د میتودولوژي مسئلې په باب" یا "On the Question of the Methodology of Aesthetics in Written Works" خپره شي، هغه جورنال چې پلان ؤ مقاله په کې چاپ شي، خپرول یې بند کړل. یاد اثر بالاخره ۵۱ کاله وروسته خپور شو. د هغه د لاس نسخو ایسته کېدنه او غلط ځای په ځای کول باختین په خپل ټول مسلک کې ځوراوه. د باختین لومړنی ستر اثر، "د دوستوفسکي د هنر ستونزې" په ۱۹۲۹ کال کې خپور شو. په همدې اثر کې باختین د ډیالوګ پالنې (dialogism) مفهوم معرفي کوي. خو همدا چې دغه کتاب د ۱۹۲۸ کال د دسمبر په ۸، د ووسکریسیني له لسمې کلیزې مخکې معرفي شو، مایر، باختین او په ووسکریسیني پورې اړوند یو شمېر نور کسان، د شوروي د پټو پولیسو، جي. پي. یو (OGPU) له خوا ونیول شول (هیرشکوپ ۱۹۹۹: ۱۶۸ پاڼه). یاد مشران تر لسو کلونو پورې د سولوفکي زندان د کار په کمپونو کې محکوم شول، که څه هم وروسته له هغه چې د باختین د روغتیايي وضعیت بررسۍ لپاره نوې غوښتنه وشوه، د هغه په سزا کې کموالی راغی او قزاقستان ته جلاوطن شو، هلته هغه او مېرمن یې په قوستانای ښار کې شپږ کاله تېر کړل. . په ۱۹۳۶ کال کې سارانسک ( د هغه وخت په موردوویايي ASSR ، اوسني موردوویا جمهوریت کې)، هلته باختین په د موردویا پیډاګولوژیکي انسټیټیوټ کې تدریس کاوه. [۲۲][۲۳] هغه په قوستاناي ښار کې د کتاب ساتونکي په توګه شپږ کاله کار کاوه، په دې موده کې یې "په ناول کې خبرې" په ګډون ګڼ شمېر مهمې مقالې ولیکلې. هغه چې په ۱۹۳۶ کال کې په سارانسک کې ژوند کاوه، په یوه ولایتي کالج کې په یوه ناپېژانده شخصیت بدل شو، د لید څخه لېرې شو او یوازې یې کله کله درس ورکاوه. باختین په ۱۹۳۷ کال کې د کیمري ښار ته چې د مسکو په سل کیلومترو کې پروت دی، لاړ. په دې ځای کې یې د اتلسمې پېړۍ آلماني ناول په اړه په یو کتاب باندې کار بشپړ کړ، چې وروسته د سوویتسکي پیساټل خپروندویې (Sovetskii Pisatel' Publishing House) له لوري ومنل شو. که څه هم د دې لاس لیکنې یوازینۍ لاسي نسخه د آلمان د ۱۹۴۱ کال یرغل له امله د رامنځته شوې ګډوډۍ په جریان کې ورکه شوه. په ۱۹۳۸ کال کې د باختین د پښې له پرې کولو وروسته، د هغه روغتیا ښه شوه او نور هم ګټور شو. باختین په ۱۹۴۰ کال کې او د دوهمې نړیوالې جګړې تر پایه پورې په مسکو کې ژوند کاوه، هلته یې د فرانسوا رابلیه په اړه یو تېزس د ګورکي د نړیوال ادبیاتو انسټیټیوټ ته وړاندې کړ ترڅو د ډوکتورا سند ترلاسه کړي، که څه هم دا تېزس یې د جګړې تر پای ته ورسېدو پورې دفاع ونشو کولای. په ۱۹۴۶ او ۱۹۴۹ کلونو کې د دې تېزس دفاع کولو د مسکو پوهان په دوو ډلو ووېشل: هغه رسمي مخالفین چې د دفاع لارښوونه یې کوله او اصلي او معمولي لاسي نسخه یې منله او هغه نور پروفیسوران چې د لاسي نسخې د منلو مخالف وو. د کتاب ساده، ګډوډه موضوع د زیاتره بحثونو لامل وه، چې یوازې د حکومت په مداخلې سره بند شو. باختین په نهایت کې د دولت د اعتبار ورکونې ادارې له لوري د لوړې ډوکتورا (د علومو ډوکتورا) څخه بې برخې شو او ټيټ سند (د علومو نوماند، د څېړنیزه ډوکتورا) ورکړل شو. وروسته، باختین بېرته سارانسک راوبلل شو او په موردوویايي پیداګوژیکي انسټیټیوټ کې یې د عمومي ادبیاتو څانګې ریاست په غاړه واخیست. کله چې انستیتیوت په ۱۹۵۷ کال کې د دارالمعلمین څخه په پوهنتون بدل شو، باختین د روسي او نړیوال ادبیاتو څانګې رئیس شو. باختین د خپلې خرابې روغتیا له وجهې اړ شو چې تقاعد وکړي او په ۱۹۶۹ کال کې د طبي پاملرنې د لټولو لپاره بېرته مسکو ته لاړ، هلته په ۱۹۷۵ کال کې تر خپلې مړینې پورې واوسېد. [۲۴][۲۵] د باختین آثارو او نظریو یوازې د هغه له مړینې وروسته شهرت ترلاسه کړ او هغه د خپل مسلکي ژوند په ډېره برخه کې سخت شرایط وزغمل، داسې وخت چې معلومات اکثراً خطرناک ګڼل کېدل او له همدې امله زیاتره وختونه پټېده. په پایله کې اوسني برابر شوي جزیات اکثراً د ناڅرګند دقت څخه برخمن دي. همدارنګه د دې جزیاتو د نادقت لامل دا دی چې باختین د ژوند پرمهال د روسيې د آرشیف معلوماتو ته محدود لاسرسی درلود. پوهان یوازې وروسته له هغه چې آرشیفونه عمومي شول، پوه شول چې زیاتره هغه څه چې دوی فکر کاوه د باختین د ژوند په اړه پوهېږي زیاتره پخپله د باختین له خوا غلط یا تحریف شوي وو. [۲۶] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ https://cs.isabart.org/person/26289 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118899349 — د نشر نېټه: ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Mikhail-Bakhtin — د نشر نېټه: ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2590 — subject named as: Mikhail Bakhtin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fg5vj3 — subject named as: Mikhail Bakhtin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118505653 — د نشر نېټه: ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱ — منښتلیک: CC0
- ↑ Great Russian Encyclopedia Online ID: https://old.bigenc.ru/text/1857587 — د نشر نېټه: ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — منښتلیک: works protected by copyrights
- ↑ پیوستون : 118505653 — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
- ↑ پیوستون : 118505653 — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Бахтин Михаил Михайлович — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ پیوستون : 118505653 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118899349 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Mikhail-Bakhtin — subject named as: Mikhail Bakhtin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bachtin-michail-michailowitsch — subject named as: Michail Michailowitsch Bachtin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Mikhail_Mikhajlovitsj_Bakhtin — subject named as: Mikhail Mikhajlovitsj Bakhtin — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/185445 — subject named as: Mikhail Mikhaïlovitch Bakhtine
- ↑ پیوستون : 118505653 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118899349 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Gary Saul Morson and Caryl Emerson, Mikhail Bakhtin: Creation of a Prosaics, Stanford University Press, 1990, p. xiv.
- ↑ Katerina Clark and Michael Holquist, Mikhail Bakhtin (Harvard University Press, 1984: کينډۍ:ISBN), p. 27.
- ↑ "Mikhail Bakhtin (Russian philosopher and literary critic) - Britannica Online Encyclopedia". Britannica.com. (1975-03-07).
- ↑ Мемория. Михаил Бахтин (په روسي ژبه کي). polit.ru. د لاسرسينېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Haynes, D. J. (2013). Bakhtin reframed. London: I.B. Tauris.
- ↑ "Saint Petersburg encyclopaedia". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Holquist Dialogism: Bakhtin and His World p.10
- ↑ Holquist xxi-xxvi
- ↑ Hirschkop 2
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1975م وفاتونه
- 7 مارچ وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- د خاصيت کارولو پاڼې P135
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- ليکنې په کومو کې چي د ناروېجي بوکمول ژبې توري موجود دي
- صفحات بها عناوين بروسي (ru)
- ليکنې په کومو کي چي د روسي (ru) ژبې سرچينې موجودې دي