Permanently protected article

مولانا منصور انصاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
منصور انصاری
د منصور انصاری انځور
د منصور انصاری انځور

د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۰ مارچ ۱۸۸۴
مړینه ۱۱ جنوري ۱۹۴۶(1946-01-11)
جلال اباد  د د مړينې ځای (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
هيواد غړيتوب افغان
عملي ژوند

د اسلامي ټولنپوهنې او ختیځ سیاسي مفکر علامه مولانا ابوالحامد محمد بن عبدالله منصور انصاري د دیوبند په علمي او جهادي روزنځای کې روزل شوې و، او د شېخ الهند د سیاسي او جهادي غورځنگ څخه یې د اسلام د بریالیتوب او مسلمان امت له انگرېزي استکبار څخه ژغورلو لپاره په مبارزه لاس پورې کړ و. دې د شېخ الهند له سرتېرو څخه ؤ، چې د اسلام لپاره یې خپل آل، مال او آن تردې چې خپله کورنۍ هم ځار کړه، او انگرېز ضد مبارزې ته یې راودانگل.

علامه منصور انصاري په ۱۸۸۳ز کال د اتراپردېش ایالت، سهارنپور ولسوالۍ په انبېټه کلي کې د دیوبند دارالعلوم بنسټ اېښوونکي مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په کاله (د مور له اړخه) دې نړۍ ته سترگې پرانیستې.

د علامه ژوند د هغه په قلم

زما پيداۍښت په ۱۲۹۹ هجري سپوږميز كال د روژۍ په ۲۱مه نيټۀ د جمعۍ په شپه د سهارنپور ښار په انبۍټۍ كلي كۍ شوۍ. تقريبا د ۷ كلونو په عمر مۍ بغدادي قاعده خلاصه او د عمۍ پاره پيل كړه.

زما والد صيب (حضرت مولانا عبدالله انصاري رحمه الله) په دغو ورځو كۍ د گلاوټي كلي د اسلامي مدرسۍ صدرالمدرسي و.د هغه شفقت او مهربانې څخه چې په ما يۍ لرلو، زه يۍ له ځان سره گلاوټي ته بوتلم.

د نصب لړۍ

د علامه مولانا منصور انصاري د نصب لړۍ د هرات خواجه عبدالله انصاري، او بایزید پیر روښان سره نښلېدو څخه وروسته، د محمد صلی الله علیه وسلم کوربه( حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه ته رسېږي. په لاندې ډول به یې موږ لنډه راواخلو:

علامه مولانا منصور بن عبدالله بن انصار علي، بن احمد علي، بن شاه قطب الدین، بن شاه غلام محمد، بن شرف الدین، بن غلام محی الدین گنگوهي... چې په همدې لړ کې د هرات پیر خواجه عبدالله انصاري او د مدینې د خزرج قبیلې نامتو صحابي ابو ایوب انصاري رضی الله عنه ته رسېږي.

د منصور انصاري جهادي او سیاسي یون

شمېره سرلیک نیټه کتنې
۱ له سلطان العلما مولانا محمود حسن صاحب سره د حج لپاره د حجاز پر لور غوځېدل او هلته د ترکي چارواکو سره لیدنه ۷ شعبان المعظم سنة ۱۳۳۳ هجری قمری =
۲ د سلطان العلماء په امر له حجازه د هند پر لور راګرځېدنه، او د حجاز د والي غالب پاشا له فرمان سره له مدینې څخه هند ته رارسېدنه ۱۵، ربیع‌الاول سنة ۱۳۳۴ هجری قمری =
۳ له هند څخه د یاغستان (مومند) پرلور سفر ۲۵ جمادی‌الثانی، ۱۳۳۴ هجری قمری =
۴ له حاجی صاحب ترنگزي سره لیدنه ۱، رجب ، ۱۳۳۴ =
۵ له ملا صاحب بابړه سره لیدنه ۹، رجب ، ۱۳۳۴ =
۶ د کابل پر لور د یاغستان له وفد سره سفر ۱، شعبان
۷ له حاجی عبدالرزاق خان سره په کابل کې لیدنه ۸ ، شعبان
۸ له نائب السلطنة بهادر صاحب سره لیدنه ۸ ، شعبان
۹ له مولانا سیف الرحمٰن خان سره یو ځای بېرته راگرځېدنه ۱، ذی الحجة
۱۰ زما داخلېدل چمرکنډ ته او د مولانا (سیف الرحمن خان) په جلال آباد کې ۹، ذی الحجة روز عرفه
۱۱ د ماموندو او نورو اقوامو ته د جهادي جرگې پر لور حرکت ۱۱، ذی الحجة
۱۲ مهمند و رجعت ماموند و غیره ۱۶ و ۱۷ محرم الحرام سنة ۱۳۳۵ قمری
۱۳ حرکت د سوات اړخ ته له با پادشاه گل صاحب سره ۷ ، صفر، ۱۳۳۵ ق
۱۴ له سوات څخه راګرځېدنه او د مولوي فضل الربي او صاحبزاده فضل قادر سره په هلکي چارمنګ کې پاتې کېدنه ۲۶ ، جمادی‌الثانی
۱۵ باجوړ ته رسېدنه ۳ ، رجب، ۱۳۳۵ ق
۱۶ د میدان په لال کلا کې د دیر له نواب سره کتنه ۹، رجب ، ۱۳۳۶ ق
۱۷ دیر کلا کې د دیر له نواب سره دویمه کتنه ۲۵، رجب ، ۱۳۳۶ ق
۱۸ ترکانو ته د یاغستان او وغیره احوال رسونې لپاره د باکو په مقصد ترکستان ته سفر ۱، ذی الحجة، ۱۳۳۶
۱۹ د پېچ، واما وغیره له لیارې مزار شریف او سرحد ته یې رسېدل ۲۰، ذی الحجة، ۱۳۳۶ هجری قمری
۲۰ د سنګ چارک په سیمه کې د صوفي محمد جان په خدمت کې پاتې کېدل محرم الیٰ جمادی‌الثانی، ۱۳۳۷ قمری
۲۱ سفر بسوی ترکستان روسی از راه سرپل، شبرغان، اندخوی به کرکی و بخارا و تاشکند. دیدن میر عاصم، میر عبدالله و سید عبدالله طلبای دیوبندی در تاشکند. جمادی‌الثانی، ۱۳۳۷ هجری قمری
۲۲ بر گشت به خاک افغانستان همراه برادین سفیر روسیه تا بُغه و مراجعت به نیل مرام. و جدا شدن برادین و رحمت علی و ماندن ما به کرکی و جنگ روس و ترکمن و محصور شدن ما در قلعۀ کلکی از دست ترکمن ها معه حاجی عبدالسبحان خان برادر عبد الرزاق و ملای لغمانی خادم بنده. از ماه شعبان الیٰ دهم رمضان المبارک
۲۳ آمدن یک وکیل نائب الحکوکه صاحب مزار شریق برای بردن برادین و بردن ما بجای او به مزار شریف.

مړینه او زیارت

د علامه صېب د مړینې په اړه د پښتو ژبې له پینځو ستورو څخه یو او نامتو عالم استاد عبدالروف بېنوا په خپله هغه لیکنه، چې د «کابل» مهالنۍ په ۱۳۵۸هجري لمریز کال خپره شوې داسې لیکي:

پدې توگه مولانا منصور د خپل ژوند تر پایه په ډېر اخلاص او شوق د هند د آزادۍ غوښتونو نه ستړۍ کېدونکی ملگرې او سرتېر مجاهد و، څو چې د (۱۳۲۴هجري لمریز-۱۳۶۴هجري سپوږمیز=۱۹۴۴ز) کاد د دلوې په میاشت د افغانستان د ننگرهار په ولایت کې د فلج په ناروغۍ وفات شو، او د لغمان د مهترلمک د زیارت په هدیره کې د یوه واړه مسجد اړخ ته ښخ دی.

سیاست کې ونډه

دوتنه:مولانا منصور انصاري او محمد گل خان مومند (1).jpg
مولانا منصور انصاري او محمد گل خان مومند باباMaulana Mansoor Ansari and Wazir Muhammad Gul Khan Mumand
علامه مولانا منصور انصاري او د افغاني سفارت غړي په تركيه كې

د ورېښمین دسمال غورځنگ

د ورېښمین دسمال غورځنگ د هند خپلواکۍ د جگړې د کړۍ یوه مهمه برخه وه. د انگرېر څارگریزو لاسوندونو کې دا غورځنگ د «رېشمي رومال» یعنې ورېښمین دسمال په نامه یاد شوی دی. د ۱۸۵۷ز کال د خپلواکۍ جگړې له ناکامۍ وروسته، ددې جگړې یو لارښود، مولانا محمد قاسم نانوتوي او د مولانا رشید احمد گنگوهي په څېر نورو ملگرو یې د خپلواکۍ غورځنگ بیا راژوندی کولو او د هغې د موخو ترلاسه کولو لپاره په ۱۸۶۶ز کال د دیوبند دارالعلوم بنسټ کېښود. ددې دارالعلوم په اړه مولانا محمد قاسم نانوتوي یوه وینا ده چې دا مدرسه «د اسلام داسې کلا ده چې ما پرې د تعلیم څادر غوړولی دی».

د دیوبند دار العلوم لومړنی زده کوونکې، محمود الحسن چې نن سبا د شېخ الهند مولانا محمود الحسن په ستاینوم یادېږي، د مولانا محمد قاسم نانوتوي له غوره فکري ځایناستی و. هغه له هند څخه د انگرېزی ښکېلاک د بشپړې شړنې پلان په ۱۹۰۴ز کال تیار کړ، او د خپل ډېر نږدی باوري او راز ساتونکي شاگرد او مرید، مولانا محمد میا چې په منصور انصاري پېژندل کېږي؛ په لاس د هېواد او سیمې نامتو دین-پوهانو ته ولېږلو، چې د هغوي رایه هم ترلاسه کړي. د مولانا منصور مشر زوی، مولانا حامد الانصاري غازي د یوې وینا له مخې، د ځینو مشرانو سینه دې کار ته پر وخت پرانېستې نشوه. دې ښاغلو تر لسو کلو پورې غور و فکر او په شپو و ورځو دوعاگانې کولې، تردې چې په دې پلان یې د عمل کولو هوکړه وکړه. په دې توگه د خپلواکۍ غورځنگ ته عملي جامه اغوستو باندې لس کاله نور ولگېدل. په ۱۹۱۴ز کال ورېښمین دسمال غورځنگ پیل شو، په همدې کال اروپایی هېوادو کې، ښکېلاکي ځواکونه یو بل ته ښکر په ښکر شول، او لومړۍ نړیواله جگړه پیل شوه، چې په پایله کې یې د عثماني خلافت د ړنگېدا بنسټ کېښودل شو. د نجد ابن مسعود (شاه عبدالعزیز آل سعود) او د حجاز (مکې مکرمې) د شریف حسین زامنو تورک (عثماني خلافت) دوښمنه کړو وړو په پایله کې له عربي نړۍ د عثماني خلافت ټغر ټول شو، چې په دی کار سره د عربي هېوادو تېل د انگرېزانو په ولکه کې راغله، او د برېټانیې او فرانسې د گډ پلان له مخې په فلسطین کې د اسراییلو بنسټ کېښودل شو.

مخیېنه

د ورېښمین دسمال غورځنگ بنسټیز فکر او پلان د شېخ الهند مولانا محمود الحسن لخوا تیار شوی و. ددې غورځنگ لنډیز دا و چې: انگرېزي ښکېلاکگرو، هندوستان نه خپل هېواد کړ او نه یې وگڼلو، بلکه په پرله پسې توگه یې ددې هېواد وگړي، دولت او د هغې طبعي سرچینې لوټلي دي. انگرېزان په خپله خوښه هندوستان ته راغلي ول، مگر په خپله خوښه به دا هېواد نه پرېږدي. له هندوستانه د انگرېزانو وېستلو لپاره هر ډول هڅو ته اړتیا ده. د انگرېزانو پر ضد جگړه ییزو هڅو څخه به هغوي ته پته ولگي چې نور د هندوستان ښکېلول شوني نه دي. د ورېښمین دسمال له ټولو مهم غړي مولانا محمد میا و، چې افغانستان ته په رسېدو یې د منصور انصاري پټ-نوم بدیل نوم غوره کړی و، ځکه چې د هند د خپلواکۍ غورځنگ یوه فعال غړي په توگه، دده د نیونې پر سر هغه مهال پینځه ویشت زره هندي روپۍ انعام ټاکل شوی و. ددې غورځنگ په نورو غړو کې مولانا عبید الله سېندي، مولانا حسرت موهاني، مولانا ابوالکلام آزاد، مولانا عبدالرحیم پوپلزی، مولانا عُزیر گل، راجا مهندرا پرتاب، برکت الله بهوپالي مولانا مفتی کفایت الله، مولانا حسین احمد مدني، ډاکټر مختار احمد انصاري، حکیم اجمل خان، مولانا شوکت علي، مولانا محمد علي جوهر او داسې نور دین-پوهان د یادولو وړ دي. ددې غورځنگ پر مټ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د هندوستان خپلواک جلا وطن حکومت جوړ شو، چې ددې حکومت په رامنځته کولو کې د مولانا منصور انصاري بنسټیز رول لوبولې و، چې د همدې حکومت د دفاع وزیر هم وټاکل شو.

  • د خپلواک هندوستان د لومړني عبوري حکومت مهمې دندې په لاندې توگه وی:
    • راجا مهندرا پرتاب، علیگړ، د ولسمشر په توگه
    • مولانا برکت الله بهوپالی، د «امریکن غدر پارټۍ-سانفرانسېسکو لارښود» د ستر وزیر (وزیر اعظم) په توگه.
    • مولانا محمد میا منصور انصاري، د دیوبند دار العلوم فاضل، د شیخ الهندله ښي لاس، او د ورېښمین دسمال غورځنگ لوبغاړی، د دفاع وزیر په توگه.
    • مولانا عبید الله سېندي، د دیوبند دار العلوم فاضل او د شیخ الهندله اعتمادي کس، د بهرنیو چارو وزیر په توگه.

د نړۍ له مختلفو سیمو او هېوادونو څخه ددې مشرانو کابل ته د را رسولو تیارۍ هم د مولانا محمد میا منصور انصاري لخوا د افغان حکومت په مرسته ترسره شوی.

د هند عبوري حکومت

د هندوستان دی عبوري حکومت کې یو څه نور وزارتونه هم ول، چې د ډېری وزیرانو، کارمنانو، او نورو سرتېرو اولاده اوس هم په افغانستان کې اوسېږي، که څه هم اوس هغوي ټول افغان تابعت لري، مگر په زړونو کې له هند سره مینه لري. د ورېښین دسمال د غورځنگ پلان داسې و، چې له هرڅه مخکې د عثماني خلیفه ملاتړ ترلاسه کړای شي، ځکه چې عثماني خلیفه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د خلیفه په توگه پېژندل کېدو، چې په قانوني توگه د امت د اجماع او راټولېدنې یو انځور و. په دویم پړاو کې افغانستان خپل منځی (مرکز) ټاکل او داسې یو پوځ تیارول چې له هندي، افغانانو، سرحدي خپلواکو قبایلو، بخارا او ترکانو څخه منځته راغلی وي.

په درېیم پړاو کې به دا پوځ د هندي انگرېز حکومت پر ضد د جگړې اعلان کوي، څرنگه چې د برېټانوي ښکېلاک پر ضد به ددې جگړې اعلان د هند جلا وطنه حکومت کوي، ددې لپاره به ددې حکومت قانوني توب پر بنسټ، د نړیوال قانون ملاتړ ترلاسه وي، او په دې لړ کې به له هغو هېوادو څخه اخلاقي ملاتړ ترلاسه کړي چې په نړیوال سیاست کې د برېټانیې دوښمنان یا مخالفان دي. ددې موخې لپاره جاپان، امریکه او د المان ملاتړ ترلاسه کړای شو. په لومړیو کې دا یواځې اخلاقي ملاتړ و، او دا هيله وه چې د خپلواکۍ جگړې پیلېدا سره به سملاسي په ښکاره توگه د سیاسي او پوځي ملاتړ بڼه غوره کړي. د هند د خپلواکۍ لپاره مولانا محمد میا منصور انصاریله په مختلفو وختونو کې د مصر له شیخ عبدالعزیز شاویشله او د لیبیا له شیخ احمد سنوسيله سره لیده کاته کړي، او د انگرېزي ښکېلاک پر ضد یې د جهاد په ملاتړ ترې شرعی فتاوی او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړ. دا شخصیات د مصر او لېبیا د خپلواکۍ د غورځنگونو فکري لارښوونکي ول، چې په خپل وخت کې یې له هندوستانه د مرستې وعده ترلاسه کړې وه. مولانا محمد میا منصور انصاري له تورکي لارښوونکو سره هم نږدې اړیکې ټینگې کړې وی.

د ورېښمین دستمال فرمان

کله چې په ۱۹۱۴ز کال د ورېښمین دسمال غورځنگ د دینپوهانو لخوا منظور شو، نو د عثماني خلافت څخه د جهاد فرمان اخېستلو لپاره شیخ الهندله د یو شمېر اعتمادي او راز ساتونکو ملگرو سره چې مولانا محمد میا منصور هم په کې شتون درلود، د حج په نیت د حجاز (مکې معظمې) پر لور وخوځېدل. مولانا منصور او شیخ الهندله دواړو له تورک والي غالب پاشا او دفاع وزیر انور پاشا سره په مدینې منورې کې لیدنې کتنې وکړی. ددې لیدنې لپاره انور پاشا په ځانگړي توگه مدینې منورې ته راغلې و. د لیدنو پایله دا شوه چې له استنبول څخه د عثماني خلیفه شپږم محمد هوکړه راغله. د هند خپلواکۍ غورځنگ په ملاتړ د عثماني خلیفه فرمان هندیانو، افغانانو، دا رنگه خپلواکو قبایلو، د قرغېزستان، اوزبکستان، قزاقستان، ترکمنېستان او داسې نورو هېوادو د تورک توکمو په نامه و چې هغوي هم باید په هر ډول چې وي ددې غورځنگ ملاتړ وکړي او د خپلواکۍ جهاد کې گډون وکړي.

د راز ساتنې لپاره دا فرمان په ژیړ رنگه ورېښمین دسمال، په یو ډول نه ښکاره کېدونکې رڼا لیکل شوې و. دا لیکونه مولانا منصور انصاري را واخېستل او د هند پر لور وخوځېد. له پلان سره سم یې باید بمبۍ ته په رسېدو له مولانا ابو الکلام آزاد او مولانا حسرت موهاني سره لیدنه کړې وای، او بیا درې واړه د سېند او خېبر پښتونخوا (سرحد صوبې) له لیارې لومړی خپلواکو قبایلو ته او بیا افغانستان ته ځانونه رسولي وای. مگر انگرېز هندي پولیسو په مولانا آزاد او مولانا حسرت موهاني سخت نظر ساتلو. کله چې دې دواړو ته دا پته ولگېده، نو بمبۍ ته یې خپل تگ وځنډولو. مولانا منصور د انگرېزي څارگرو او پولیسو له پامه په ډېره هوښیارۍ ځان ژغورلو سره تر ټاکلې مودې د هغوی انتظار وکړ، کله چې مولانا آزاد او مولانا حسرت موهاني ورنغلل، نو په یواځې ځان یې له پلان سره سم خپل یون پیل کړ. په سېند او خېبر پښتونخوا کې د راز ساتلو په سختۍ زغملو یې ځان خپلواکو قبایلو او له هغه ځایه کابل ته ورساوه. هوری یې د عثماني خلیفه شپږم محمد د فرمان ورېښمین دسمال افغان حکومت ته وړاندې کړ او د هغوي په اجازه یې د هند د خپلواکۍ پوځ مرتب او منظمول پیل کړه. ددې کار لپاره یې د افغانستان او خپلواکو قبایلو سختو غرییزو سیمو کې پلی یون پیل کړ، قبایل او د هغوي مشران یې د راتلونکي پلان لپاره تیار کړل. دده د نه ستړي کېدونکو هاندو و هڅو په پایله کې د زرگونه سرتېرو جهادي پوځ تیار شوی و.

ددې غورځنگ چې کوم نا مرتبه پېښلیک (تاریخ) موندل کېږي، په عام ډول داسې ترې ښکاري چې دا لیکونه (ورېښمین دسمال) لیکونه د مولانا عبیدالله سېندي په وسیله افغانستان ته رسېدلي ول. دا ناسم پوهاوی د برېټانیې له څارگریزو رپورټونو په پایله کې رامنځته شوې و. ښايي د غورځنگ مشرانو ددې لپاره چې له مولانا منصور څخه د پولیسو پام بل اړخ ته واړوي، نو مولانا عبیدالله سېندي یې ورته په نښه کړو، چې که چېرې دې ونیول شي، نو له ده څخه به پولیس هېڅ هم ترلاسه نه کړي، ځکه چې له ده سره خو هغه لاسوندونه (سندونه) نه ول.

د شیخ الهند نیول کېدنه

هند ته د مولانا منصور له روانېدا څخه مخکې شیخ الهند په مکه مکرمه کې پاتې شو. شیخ الهند هم دا پلان درلود چې د بلوچېستان له لیارې ځان افغانستان ته ورسوي، او د غورځنگ لارښوونه وکړي. مگر د مکې باغي والي شریف حسین د تورکانو پر ضد ځان پر برېټانوي یرغلگرو پلورلی و. هغه د انگرېزانو په اشارې شیخ الهند مولانا محمود الحسن او د هغه ملگري مولانا عُزَیر گل، حکیم نصرت حسین، مولانا حسین احمد مدني او مولوي وحید احمد د صفری میاشت په ۲۳مه، کال ۱۳۳۵هجري سپوږمیز حرم شریف کې ونیول او انگرېزانو ته یې وسپارل. انگرېزانو هغوي د څو اونیو لپاره د شریف حسین په محبس کې وساتل، بیا یې د جدّې ښار ته او په ۱۸م د ربیع الاول، کال ۱۳۳۵هجري سپوږمیز چې له ۱۲م جنورۍ، ۱۹۱۷ز سره سمون خوري مالټا ته ورسول چې د لومړۍ نړیوالې جگړې له پای ته رسېدا وروسته هم د ۱۹۲۰ز کال تر جون میاشتې (۱۳۳۸هجري سپوږمیز) پورې پوره درې نیم کاله هورې په بند کې وساتل شول.

له خلاصونه وروسته شیخ الهندله د روژې په ۲۰مه، کال ۱۳۳۸هـ سپوږمیز بمبۍ ته ورسېد چې د ښه راغلاست لپاره یې له فرنگي محلې څخه مولانا عبدالباري او احمد اباد څخه مهاتما گاندي راغلي ول. په همدې بمبۍ کې ورسره د خلافت مشران مولانا شوکت علي، مولانا محمد علي جوهر هم له هغوي سره وکتل.

تردې وخته پورې د ورېښمین دسمال غورځنگ پلان انگرېزانو ته تر ډېره بریده برېټانوي حکومت ته ښکاره شوې و. هورې د نیونې او بند له وجې د شیخ الهند روغتیا ډېره خرابه شوې وه، او هند ته له را رسېدو وروسته سملاسي ومړ. په دې توگه ورېښمین دسمال غورځنگ سمه پایله ور نه کړه. ددې ناکامۍ لامل یو مسلمان برېټانوي څارگر و چې د ځینو مشرانو سره د خپلولۍ په وجه به د دینپوهانو په غونډو کې شتون درلود، او په ډېره هوښیارۍ به یې د هغوي د غونډو رپورټونه برېټانویانو ته رسول، چې ددې رپورټونو له لامله د هند د خپلواکۍ غورځنگ مشري د مسلمانانو له لاسه ووتله. او په دې توگه ورېښمین دسمال غورځنگ د خپلواکۍ جگړه جوړ نه شو، او د هند خپلواکي دوه لسیزې وځنډېېده.

چاپ شوي آثار

لکه څرنگه چې علامه مولانا منصور انصاري عملا د جها د ډگر تکړه مجاهد ؤ، په نظري ډگر کې یې هم ډېر کار کړې، او ډېر گټورې لیکنې یې کړي، چې موږ به یې د ځینو څخه یادونه وکړو:

  1. انواع الدول و حریت الملل: چې د هند د بجنور په مدینه چاپځای کې چاپ شوې دی.
  2. حکومت الهي یا امامت امت: دا هم چاپ شوې دی.
  3. اساس انقلاب: چې د هند په مراد اباد کې چاپ شوې.
  4. حکومت الهي: په اردو ژبه
  5. د حضرت شاه ولي الله پر (فوز الکبیر) لمنلیکنه.
  6. تفسیر سوره فاتحه: په دري ژبه
  7. تفسیر سوره فاتحه: په اردو ژبه
  8. وقت کا وظیفه اصلاح فرد کیلی ایک فارمول.
  9. خودی و بې خودی.
  10. اسلام و حقوق مسلمین.

ناچاپه آثار

  1. احتیاج انسان به قرآن عظیم الشان: ناچاپ
  2. جمع و تدوین قرآن مبین: ناچاپ
  3. منصب خلافت: ناچاپ
  4. ایا اسلام مسلک است؟: ناچاپ
  5. حقوق الکفار: ناچاپ
  6. بیعت تابعیت: ناچاپ
  7. تشکیل شاهي الهي: ناچاپ.

انځورونه

تړلې لیکنې

  1. ورېښمین دستمال
  2. شاه ولي الله
  3. شاه عبدالعزیز
  4. شاه اسماعیل
  5. شیخ الهند
  6. محمد قاسم نانوتوي
  7. حسین احمد مدني

باندنۍ تړنې


تړلې لیکنې

  1. ورېښمین دستمال
  2. شاه ولي الله
  3. شاه عبدالعزیز
  4. شاه اسماعیل
  5. شیخ الهند
  6. محمد قاسم نانوتوي
  7. حسین احمد مدني
  8. ورېښمین دستمال
  9. مولانا منصور انصاري
  10. عبیدالله سېندي
  11. مولانا شمس الحق افغاني
  12. مولانا محمد الياس کاندهلوي

سرچینې

  1. تحفه عابد (د انصاریانو تذکره او د انبېټې پیرزادگان، لیکوال: شاه عابد رشید، چاپ کال: ۱۹۹۱ز، لومړې چاپ، چاپځای: ‌‌‌طالب پرنټنگ پرېس، نزد کنبوهان-سهارنپور- اترپردېش- هند
  1. د «کابل» پوهنیزه، فلسفي او هنري مهالنۍ- دعلومو اکاډېمي- ۱۳۵۶/۶ د وږي میاشت.
مسلمان فیلسوفان
Ibn rushd1.jpg
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي | محمد قاسم نانوتوي | مولانا منصور انصاري