ورېښمین دستمال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ورېښمین دسمال غورځنگ د هند خپلواکۍ د جگړې د کړۍ یوه مهمه برخه وه. د انگرېر څارگریزو لاسوندونو کې دا غورځنگ د «رېشمي رومال» یعنې ورېښمین دسمال په نامه یاد شوی دی. د ۱۸۵۷ز کال د خپلواکۍ جگړې له ناکامۍ وروسته، ددې جگړې یو لارښود، مولانا محمد قاسم نانوتوي او د مولانا رشید احمد گنگوهي په څېر نورو ملگرو یې د خپلواکۍ غورځنگ بیا راژوندی کولو او د هغې د موخو ترلاسه کولو لپاره په ۱۸۶۶ز کال د دیوبند دارالعلوم بنسټ کېښود. ددې دارالعلوم په اړه مولانا محمد قاسم نانوتوي یوه وینا ده چې دا مدرسه «د اسلام داسې کلا ده چې ما پرې د تعلیم څادر غوړولی دی».

د دیوبند دار العلوم لومړنی زده کوونکې، محمود الحسن چې نن سبا د شېخ الهند مولانا محمود الحسن رَحِمَهُ الله په ستاینوم یادېږي، د مولانا محمد قاسم نانوتوي له غوره فکري ځایناستی و. هغه له هند څخه د انگرېزی ښکېلاک د بشپړې شړنې پلان په ۱۹۰۴ز کال تیار کړ، او د خپل ډېر نږدی باوري او راز ساتونکي شاگرد او مرید، مولانا محمد میا چې په منصور انصاري پېژندل کېږي، په لاس د هېواد او سیمې نامتو دین-پوهانو ته ولېږلو، چې د هغوي رایه هم ترلاسه کړي. د مولانا منصور انصاري رَحِمَهُ الله مشر زوی، مولانا حامد الانصاري غازي د یوې وینا له مخې، د ځینو مشرانو سینه دې کار ته پر وخت پرانېستې نشوه. دې ښاغلو تر لسو کلو پورې غور و فکر او په شپو و ورځو دوعاگانې کولې، تردې چې په دې پلان یې د عمل کولو هوکړه وکړه. په دې توگه د خپلواکۍ غورځنگ ته عملي جامه اغوستو باندې لس کاله نور ولگېدل. په ۱۹۱۴ز کال ورېښمین دسمال غورځنگ پیل شو، په همدې کال اروپایی هېوادو کې، ښکېلاکي ځواکونه یو بل ته ښکر په ښکر شول، او لومړۍ نړیواله جگړه پیل شوه، چې په پایله کې یې د عثماني خلافت د ړنگېدا بنسټ کېښودل شو. د نجد ابن مسعود (شاه عبدالعزیز آل سعود) او د حجاز (مکې مکرمې) د شریف حسین زامنو تورک (عثماني خلافت) دوښمنه کړو وړو په پایله کې له عربي نړۍ د عثماني خلافت ټغر ټول شو، چې په دی کار سره د عربي هېوادو تېل د انگرېزانو په ولکه کې راغله، او د برېټانیې او فرانسې د گډ پلان له مخې په فلسطین کې د اسراییلو بنسټ کېښودل شو.

مخیېنه[سمول]

د ورېښمین دسمال غورځنگ بنسټیز فکر او پلان د شېخ الهند مولانا محمود الحسن لخوا تیار شوی و. ددې غورځنگ لنډیز دا و چې: انگرېزي ښکېلاکگرو، هندوستان نه خپل هېواد کړ او نه یې وگڼلو، بلکه په پرله پسې توگه یې ددې هېواد وگړي، دولت او د هغې طبعي سرچینې لوټلي دي. انگرېزان په خپله خوښه هندوستان ته راغلي ول، مگر په خپله خوښه به دا هېواد نه پرېږدي. له هندوستانه د انگرېزانو وېستلو لپاره هر ډول هڅو ته اړتیا ده. د انگرېزانو پر ضد جگړه ییزو هڅو څخه به هغوي ته پته ولگي چې نور د هندوستان ښکېلول شوني نه دي. د ورېښمین دسمال له ټولو مهم غړي مولانا محمد میا انصاري رَحِمَهُ الله و، چې افغانستان ته په رسېدو یې د منصور انصاري پټ-نوم بدیل نوم غوره کړی و، ځکه چې د هند د خپلواکۍ غورځنگ یوه فعال غړي په توگه، دده د نیونې پر سر هغه مهال پینځه ویشت زره هندي روپۍ انعام ټاکل شوی و. ددې غورځنگ په نورو غړو کې مولانا عبید الله سېندي، مولانا حسرت موهاني، مولانا ابوالکلام آزاد، مولانا عبدالرحیم پوپلزی، مولانا عُزیر گل، راجا مهندرا پرتاب، برکت الله بهوپالي مولانا مفتی کفایت الله، مولانا حسین احمد مدني، ډاکټر مختار احمد انصاري، حکیم اجمل خان، مولانا شوکت علي، مولانا محمد علي جوهر او داسې نور دین-پوهان د یادولو وړ دي. ددې غورځنگ پر مټ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د هندوستان خپلواک جلا وطن حکومت جوړ شو، چې ددې حکومت په رامنځته کولو کې د مولانا محمد میا (منصور انصاري رَحِمَهُ الله) بنسټیز رول لوبولې و، چې د همدې حکومت د دفاع وزیر هم وټاکل شو.

  • د خپلواک هندوستان د لومړني عبوري حکومت مهمې دندې په لاندې توگه وی:
    • راجا مهندرا پرتاب، علیگړ، د ولسمشر په توگه
    • مولانا برکت الله بهوپالی، د «امریکن غدر پارټۍ-سانفرانسېسکو لارښود» د ستر وزیر (وزیر اعظم) په توگه.
    • مولانا محمد میا منصور انصاري، د دیوبند دار العلوم فاضل، د شیخ الهند رَحِمَهُ الله ښي لاس، او د ورېښمین دسمال غورځنگ لوبغاړی، د دفاع وزیر په توگه.
    • مولانا عبید الله سېندي، د دیوبند دار العلوم فاضل او د شیخ الهند رَحِمَهُ الله اعتمادي کس، د بهرنیو چارو وزیر په توگه.

د نړۍ له مختلفو سیمو او هېوادونو څخه ددې مشرانو کابل ته د را رسولو تیارۍ هم د مولانا محمد میا منصور انصاري لخوا د افغان حکومت په مرسته ترسره شوی.

د هند عبوري حکومت[سمول]

د هندوستان دی عبوري حکومت کې یو څه نور وزارتونه هم ول، چې د ډېری وزیرانو، کارمنانو، او نورو سرتېرو اولاده اوس هم په افغانستان کې اوسېږي، که څه هم اوس هغوي ټول افغان تابعت لري، مگر په زړونو کې له هند سره مینه لري. د ورېښین دسمال د غورځنگ پلان داسې و، چې له هرڅه مخکې د عثماني خلیفه ملاتړ ترلاسه کړای شي، ځکه چې عثماني خلیفه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د خلیفه په توگه پېژندل کېدو، چې په قانوني توگه د امت د اجماع او راټولېدنې یو انځور و. په دویم پړاو کې افغانستان خپل منځی (مرکز) ټاکل او داسې یو پوځ تیارول چې له هندي، افغانانو، سرحدي خپلواکو قبایلو، بخارا او ترکانو څخه منځته راغلی وي.

په درېیم پړاو کې به دا پوځ د هندي انگرېز حکومت پر ضد د جگړې اعلان کوي، څرنگه چې د برېټانوي ښکېلاک پر ضد به ددې جگړې اعلان د هند جلا وطنه حکومت کوي، ددې لپاره به ددې حکومت قانوني توب پر بنسټ، د نړیوال قانون ملاتړ ترلاسه وي، او په دې لړ کې به له هغو هېوادو څخه اخلاقي ملاتړ ترلاسه کړي چې په نړیوال سیاست کې د برېټانیې دوښمنان یا مخالفان دي. ددې موخې لپاره جاپان، امریکه او د المان ملاتړ ترلاسه کړای شو. په لومړیو کې دا یواځې اخلاقي ملاتړ و، او دا هيله وه چې د خپلواکۍ جگړې پیلېدا سره به سملاسي په ښکاره توگه د سیاسي او پوځي ملاتړ بڼه غوره کړي. د هند د خپلواکۍ لپاره مولانا محمد میا منصور انصاری رَحِمَهُ الله په مختلفو وختونو کې د مصر له شیخ عبدالعزیز شاویش رَحِمَهُ الله او د لیبیا له شیخ احمد سنوسي رَحِمَهُ الله سره لیده کاته کړي، او د انگرېزي ښکېلاک پر ضد یې د جهاد په ملاتړ ترې شرعی فتاوی او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړ. دا شخصیات د مصر او لېبیا د خپلواکۍ د غورځنگونو فکري لارښوونکي ول، چې په خپل وخت کې یې له هندوستانه د مرستې وعده ترلاسه کړې وه. مولانا محمد میا منصور انصاري له تورکي لارښوونکو سره هم نږدې اړیکې ټینگې کړې وی.

د ورېښمین دستمال فرمان[سمول]

کله چې په ۱۹۱۴ز کال د ورېښمین دسمال غورځنگ د دینپوهانو لخوا منظور شو، نو د عثماني خلافت څخه د جهاد فرمان اخېستلو لپاره شیخ الهند رَحِمَهُ الله د یو شمېر اعتمادي او راز ساتونکو ملگرو سره چې مولانا محمد میا منصور انصاري رَحِمَهُ الله هم په کې شتون درلود، د حج په نیت د حجاز (مکې معظمې) پر لور وخوځېدل. مولانا منصور انصاري رَحِمَهُ الله او شیخ الهند رَحِمَهُ الله دواړو له تورک والي غالب پاشا او دفاع وزیر انور پاشا سره په مدینې منورې کې لیدنې کتنې وکړی. ددې لیدنې لپاره انور پاشا په ځانگړي توگه مدینې منورې ته راغلې و. د لیدنو پایله دا شوه چې له استنبول څخه د عثماني خلیفه شپږم محمد هوکړه راغله. د هند خپلواکۍ غورځنگ په ملاتړ د عثماني خلیفه فرمان هندیانو، افغانانو، دا رنگه خپلواکو قبایلو، د قرغېزستان، اوزبکستان، قزاقستان، ترکمنېستان او داسې نورو هېوادو د تورک توکمو په نامه و چې هغوي هم باید په هر ډول چې وي ددې غورځنگ ملاتړ وکړي او د خپلواکۍ جهاد کې گډون وکړي.

د راز ساتنې لپاره دا فرمان په ژیړ رنگه ورېښمین دسمال، په یو ډول نه ښکاره کېدونکې رڼا لیکل شوې و. دا لیکونه مولانا منصور انصاري رَحِمَهُ الله را واخېستل او د هند پر لور وخوځېد. له پلان سره سم یې باید بمبۍ ته په رسېدو له مولانا ابو الکلام آزاد او مولانا حسرت موهاني سره لیدنه کړې وای، او بیا درې واړه د سېند او خېبر پښتونخوا (سرحد صوبې) له لیارې لومړی خپلواکو قبایلو ته او بیا افغانستان ته ځانونه رسول ول. مگر انگرېز هندي پولیسو په مولانا آزاد او مولانا حسرت موهاني سخت نظارت ساتلو. کله چې دې دواړو ته دا پته ولگېده، نو بمبۍ ته یې خپل تگ وځنډولو. مولانا منصور انصاري رَحِمَهُ الله د انگرېزي څارگرو او پولیسو له پامه په ډېره هوښیارۍ ځان ژغورلو سره تر ټاکلې مودې د هغوی انتظار وکړ، کله چې مولانا آزاد او مولانا حسرت موهاني ورنغلل، نو په یواځې ځان یې له پلان سره سم خپل یون پیل کړ. په سېند او خېبر پښتونخوا کې د راز ساتلو په سختۍ زغملو یې ځان خپلواکو قبایلو او له هغه ځایه کابل ته ورساوه. هوری یې د عثماني خلیفه شپږم محمد د فرمان ورېښمین دسمال افغان حکومت ته وړاندې کړ او د هغوي په اجازه یې د هند د خپلواکۍ پوځ مرتب او منظم کول پیل کړ. ددې کار لپاره یې د افغانستان او خپلواکو قبایلو سختو غرییزو سیمو کې پلی یون پیل کړ، قبایل او د هغوي مشران یې د راتلونکي پلان لپاره تیار کړل. دده په ... هڅو په پایله کې زرگونه سرتېري جهادي پوځ تیار شوی و.

ددې غورځنگ چې کوم نا مرتبه پېښلیک (تاریخ) موندل کېږي، په عام ډول داسې ترې ښکاري چې دا لیکونه (ورېښمین دسمال) لیکونه د مولانا عبیدالله سېندي په وسیله افغانستان ته رسېدلي ول. دا ناسم پوهاوی د برېټانیې له څارگریزو رپورټونو په پایله کې رامنځته شوې و. ښايي د غورځنگ مشرانو ددې لپاره چې له مولانا منصور څخه د پولیسو پام بل اړخ ته واړوي، نو مولانا عبیدالله سېندي یې ورته په نښه کړو، چې که چېرې دې ونیول شي، نو له ده څخه به پولیس هېڅ هم ترلاسه نه کړي، ځکه چې له ده سره خو هغه لاسوندونه (سندونه) له سره نه ول.

د شیخ الهند نیول کېدنه[سمول]

هند ته د مولانا منصور انصاري رَحِمَهُ الله له روانېدا څخه مخکې شیخ الهند رَحِمَهُ الله په مکه مکرمه کې پاتې شو. شیخ الهند رَحِمَهُ الله هم دا پلان درلود چې د بلوچېستان له لیارې ځان افغانستان ته ورسوي، او د غورځنگ لارښوونه وکړي. مگر د مکې باغي والي شریف حسین د تورکانو پر ضد ځان پر برېټانوي یرغلگرو پلورلې و. هغه د انگرېزانو په اشارې شیخ الهند مولانا محمود الحسن رَحِمَهُ الله او د هغه ملگري مولانا عُزَیر گل، حکیم نصرت حسین، مولانا حسین احمد مدني او مولوي وحید احمد د صفری میاشت په ۲۳مه، کال ۱۳۳۵هجري سپوږمیز حرم شریف کې ونیول او انگرېزانو ته یې وسپارل. انگرېزانو هغوي د څو اونیو لپاره د شریف حسین په محبس کې وساتل، بیا یې د جدّې ښار ته او په ۱۸م د ربیع الاول، کال ۱۳۳۵هجري سپوږمیز چې له ۱۲م جنورۍ، ۱۹۱۷ز سره سمون خوري مالټا ته ورسول چې د لومړي نړیوالې جگړې له پای ته رسېدا وروسته هم د ۱۹۲۰ز کال تر جون میاشتې (۱۳۳۸هجري سپوږمیز) پورې پوره درې نیم کاله هورې په بند کې وساتل شول.

له خلاصونه وروسته شیخ الهند رَحِمَهُ الله د روژې په ۲۰مه، کال ۱۳۳۸هـ سپوږمیز بمبۍ ته ورسېد چې د ښه راغلاست لپاره یې له فرنگي محلې څخه مولانا عبدالباري او احمد اباد څخه مهاتما گاندي راغلي ول. په همدې بمبۍ کې ورسره د خلافت مشران مولانا شوکت علي، مولانا محمد علي جوهر هم له هغوي سره وکتل.

تردې وخته پورې د ورېښمین دسمال غورځنگ پلان انگرېزانو ته تر ډېره بریده برېټانوي حکومت ته ښکاره شوې و. هورې د نیونې او بند له وجې د شیخ الهند رَحِمَهُ الله روغتیا ډېره خرابه شوې وه، او هند ته له را رسېدو وروسته سملاسي ومړ. په دې توگه ورېښمین دسمال غورځنگ سمه پایله ور نه کړه. ددې ناکامۍ لامل یو مسلمان برېټانوي څارگر و چې د ځینو مشرانو سره د خپلولۍ په وجه به د دینپوهانو په غونډو کې شتون درلود، او په ډېره هوښیارۍ به یې د هغوي د غونډو رپورټونه برېټانویانو ته رسول، چې ددې رپورټونو له لامله د هند د خپلواکۍ غورځنگ مشري د مسلمانانو له لاسه ووتله. او په دې توگه ورېښمین دسمال غورځنگ د خپلواکۍ جگړه جوړ نه شو، او د هند خپلواکي دوه لسیزې وځنډول شوه.

تړلې لیکنې[سمول]

  1. ورېښمین دستمال
  2. شاه ولي الله
  3. شاه عبدالعزیز
  4. شاه اسماعیل
  5. شیخ الهند
  6. محمد قاسم نانوتوي
  7. حسین احمد مدني
  8. ورېښمین دستمال
  9. مولانا منصور انصاري
  10. عبیدالله سېندي

سرچینې[سمول]