Jump to content

محمود الحسن دېوبندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له شیخ الهند نه مخ گرځېدلی)

محمود حسن دیوبندی (مشهور په شیخ الهند؛ 1851 – 1920) د هند یو نامتو دیني عالم او د خپلواکی مبارز وو، چي د یو شمېر نورو هندي شخصیتونو سره یې په ګډه د ملي اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده او د هند د آزادي لپاره یې د ریشمي رومال په نوم غورځنګ پیل کړ. نوموړي په دیوبند نړیواله مدرسه کي لومړی زدکړي ترلاسه کړې.

محمود حسن د دیوبند د مشر ښوونکي په توګه خدمت ترسره کړ او هلته یې د جمعیة الانصار او نظارة المعارف په څېر سازمانونو بنسټ کیښود. محمود الحسن په اردو ژبه د قرآن کریم د ژباړي ترڅنګ بېلابېل اسلامي کتابونه ولیکل. نوموړي په دیوبند مدرسه کي د حدیثو درس ورکاوه او په نامتو شاګردانو کي یې اشرف علي تهانوي، انور شاه کشمیري، حسین احمد مدني، کفایت الله دهلوي، ثناء الله امرتسري او عبید الله سندي شامل دي.

محمود الحسن دېوبندي
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸۵۱[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳۰ نومبر ۱۹۲۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
دنده
مبارزeducator (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

محمود حسن د برتانوي ښکېلاک سخت مخالف وو، او په هند کي یې د انګلیسي واکمنۍ په وړاندي غورځنګ پیل کړ، خو په 1916 کي د انګرېزانو له لوري بندي او مالټا ته یې تبعید کړ. محمود الحسن په 1920 کي له بنده بیرته خوشي او د خلافت کمیټې لخوا ورته د "شیخ الهند" (د هند مشر) لقب ورکړل سو. ده د مسلمانانو د یووالي لپاره په هند کي بېلابیلو سیمو ته سفرونه وکړه، او د 1920 په نومبر کي یې د (جمعیت علماء هند) د دویمي غونډي مشرتوب وکړ چي په دې توګه د یاد بنسټ مشر وټاکل سو.

ژوندلیک

[سمول]

محمود حسن په 1851 کال کي د هند د اتر پردیش ایالت په بریلي سیمه کي وزېږېدی او د دیوبند له عثماني کورنۍ سره یې اړه درلوده. د نوموړي پلار ذوالفقار علي دیوبندي چې د دیوبند دارالعلوم له بنسټ ایښودونکو څخه وو، په بریلي کالج کي یې د پروفیسر او په مرېت کي د مدرسو او پوهنیزو بنسټونو د مسئول په توګه کار کاوه.

محمود حسن د میا جي منګلوري څخه قرآن کریم او د عبد اللطیف څخه فارسی ژبه زده کړه. د 1857 کال د بغاوت پر مهال دده پلار مرېت سیمي ته ولېږدول سو او محمود حسن یې دیوبند ته واستاوه، چیري چي یې د مهتاب علي نومي عالم څخه فارسی او عربي ادب زده کړ. محمود الحسن په 1869 کال کي خپلې رسمي زده کړي بشپړي کړې او د محمد قاسم نانوتوي څخه د احادیثو د شپږو کتابونو د زده کړي لپاره مرېت ته ولاړ. هلته یې دوه کاله د قاسم نانوتوي د حدیثو په درسونو کي برخه واخیسته او په رخصتیو کي یې د خپل پلار سره عربي ادب لاسته راوړ. ورپسې په 1872 کال کي د زده کړې څخه فارغ او په 1873 کال کي یې په دارالعلوم دیوبند کې په لومړي غونډه کي د فراغت مراسم ترسره سول. مولانا محمود الحسن په تصوف کي د امداد الله مهاجر مکي او رشید احمد ګنګوهی مرید وو.

مړینه

[سمول]

مولانا محمود الحسن د 1920 کال د نومبر پر 30 نېټه د برتانوي هند په ډهلي کي وفات سو.

سرچینې

[سمول]

https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=8230

  1. ويل شوي په: Faceted Application of Subject Terminology. FAST ID: 294303. Subject named as: Maḥmūd Ḥasan Devbandī. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷.