مرزا علم حميدي
ميرزا علم حميدي (زوکړه ١٣٢٠ لېږديز لمريز د خوست ولایت-مړينه ١٣٨٤ ل ل کال هالېنډ) يو افغان پښتو ژبی ليکوال وو.
مخينه
ميرزا علم حميدي د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰ لمریز کال د زمري مياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم د ډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کې د اسمعيل خېلو او مندوزیو په ښوونځي کې بشپړې کړې. د لوړو زده کړو لپاره کورنۍ ستونزو ورسره یاري ونه کړه، خو د کار پر مهال یې د هغه وخت د عصري ډبل انټري سیسټم د عمومي محاسبې او ادارې (Double entry general Accounting and Management) اتلس میاشتنی کورس په لشکرگاه کې ولوست او همدارنگه یې دوه ځلې په محاسبوي سیسټم کې د نویو بدلونونو د زده کړې درې میاشتني کورسونه هم پای ته ورسول. ښاغلی حمیدي په سوداگرۍ وزارت کې تر رتبې هسک (فوق رتبه) مامور ووو چې له خپل هېواد افغانستان څخه تښتې ته اړ شو، هالېنډ ته کډوال شو او د ژوند تر پايه په دغه هېواد کې اوسېده.
دندې
- د ۱۳۳۵ ل ل کال چنگاښ - د ۱۳۴۲ ل ل کال غویی- د هېلمند په ودانيزې دستگاه په لوی ریاست کې د افغاني ساختماني دستگاه محاسب.
- د ۱۳۴۲ ل ل کال غبرگولی - د ۱۳۵۲ ل ل کال مرغومی په مالیې وزارت پورې اړوند د خیبر رستورانټ د محاسبې مدیر.
- د ۱۳۵۲ ل ل کال سلواغه - د ۱۳۵۳ ل ل کال کب د فواید عامې وزارت په ایټالوي Sauti کمپنۍ کې، چې د ایران سرحد اودیشو ترمنځ یې د ريلگاډي د وسپنې لارې سروې کوله او د لارو او ډگرونو د لوی ریاست تر ادارې لاندې یې کار کاوه، د حسابي او اداري چارو امر.
- د ۱۳۵۴ ل ل کال وری - د ۱۳۵۷ ل ل کال غویی په ایټالوي شخصي شرکت (د کلیمډ شرکت) د محاسبې مدیر.
- د ۱۳۵۷ ل ل کال غویی- د ۱۳۵۷ل ل کال ليندۍ په مالیې وزارت پورې اړوند د هوټلونو تصدۍ لوی رئیس.
- د ۱۳۵۷ ل ل کال مرغومی- د ۱۳۵۹ ل ل کال کب په سوداگرۍ وزارت کې د کرنې صنایعو د پراختیا مرکز، چې د جهاني بانک په پیسو او متخصصانو چلیده، د حسابي او اداري چارو امر.
- د ۱۳۶۰ ل ل کال وری-د ۱۳۶۲ ل ل کال تله په سوداگرۍ وزارت کې د لاسي صنایعو د پراختیا او د صادراتو مرکز رئیس.
- د ۱۳۶۲ ل ل کال لړم - د ۱۳۶۸ ل ل کال ليندۍ په سوداگرۍ وزارت کې د افغان نیچي په نوم د افغانستان او جاپان سوداگريز شرکت رئيس.
- د ۱۳۶۸ ل ل کال مرغومی-د ۱۳۶۸ ل ل کال کب په سوداگرۍ وزارت کې د کورنۍ سوداگرۍ رئیس.
- د ۱۳۶۹ ل ل کال وری- د ۱۳۷۱ ل ل کال مرغومی په سوداگرۍ وزارت کې د اقتصادي او ټولنیزو پرمختگونو د نندارتون رئیس.
ښاغلي حمیدي د سوداگريزو چارو د پرمختیا او پراختیا لپاره هندوستان، پاکستان، روسيې، اذربایجان، منگولیا، بلغاریا، چکوسلواکیا، هنگري، انگلیستان، فرانسې، ختیځ او لویدیځ المان او اوه ځلې جاپان ته رسمي سفرونه کړي دي.
خو لکه څنگه چې وایې «ځواني د زده کړو موسم دی.» منځنی عمر د وړ اند، هوښیارۍ او پوخوالي دوران دی. له دواړو تېرو موسمونو څخه د تجربو لاس ته راوړل د ژوند دریم پړاو دی. خو وړ اند، هوښیاري او تجربې تر زده کړې اړینې او ارزښتناکې دي.
د حمیدي صاحب بل تلپاتې اړخ دده ادبي هلې ځلې دي. لکه چې له دندو او زده کړو یې ښکاري که څه هم ده ادبیات نه دي لوستي، خو تر کومه چې ښکاره ده نوموړي له څلویښتمو کلونو راهیسې د هېواد په رسنيو کې وخت په وخت خپلې لیکنې خپرې کړې دي. د ده ځینې سیاسي لیکنې د ډډوال، ښکارندوی او کلیوال په مستعارو نومونو هم خپرې شوې او کله کله یې یو نیم شعر هم لیکلی او خپور شوی دی. خو حمیدي صاحب د پښتو ادبي نثر په وده او بډایۍ کې ډیره ستره او ارزښتناکه ونډه اخيستې ده. ددغو اثارو نومونه يې د سړي لار، ژوبڼ، د ټوکو خورجین، وری څنگه لېوه شو؟، بختوره پېشو، دوه مخي کسان، ژورې خبرې، د بریالیتوب لار، د زړې ادې کیسې، د کاڼي زړونه، د ملا نصرالدین کچکول، چلباز، بدمرغه ټاپو، د بري راز دي. څو سیاسي خبرې او د افغانستان ودانول يې هم چاپ او خپاره شوي دي. ميرزا علم حميدي د ژوند تر وروستيو پورې ځان لیکوال او شاعر نه باله او ويل به يې چې: «زه یوازې په لیکوالو او شاعرانو پسې وږي ټولوم.»
نوموړي د خپلو لیکنو او ژباړو«د خوږه یاد» په هکله ويل چې: «د جورج اروېل نامتو نړیوال اثر (Animal Farm) مې، چې په کمونیسټي دیکتاتورۍ پورې یې ملنډې وهلې او د دوی ټگۍ، برگۍ یې ډېرې ښې راسپړلي او په گوته کړې دي او کټ مټ هماغسې وشول چې جورج اروېل یې په ١٩٤٥ زېږديز کال کې وړاندوینه کړې وه. پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال د «ژوبڼ» په نوم مې يو اثر وژباړه او د ۱۳۶۷ په پسرلي کې مې په خپل ځانگړي لگښت چاپ او خپور کړ چې نه یوازې یې د هېواد پالو فرهنگیانو او لوستونکو له خوا يې نه يوازې ډېر تود هرکلی وشو، بلکې د هغه مهال د لیکوالو اتحاديې رئیس وتلی او نامتو لیکوال رهنورد زریاب او همدارنگه د پېژندل شوي نامتو شاعر واصف باختري په مشرۍ یوه ډله فرهنگیان زما کور ته د مبارکۍ او شاباسي لپاره راغلل چې د دوی دغه هڅونه مې تر اوسه هم «د خوږه یاد» په توگه د زړه په تل کې ځای لري.»
مړينه
ميرزا علم حميدي د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي مياشتي پر ١٢ د دوشنبې پر ورځ د زړه د ناروغۍ له کبله د هالنډ د پلازمېنې امستردام ښار په کي آ ايم سي روغتون ( A.M.C. Amsterdam ) کې بستر شو؛ پر سې شنبه يې د زړه لومړي او دوهم جراحي عمليات وشول او د همدې اونۍ په وروستۍ ورځ يانې د ١٣٨٤ ل ل کال د غویی پر ١٦ د جمعې مبارکې پر ورځ سهار اووه بجې يې د ٦٤ کالو په عمر له دې نړۍ د تل لپاره سترگي پټې کړې. اروا یې ښاده او جنت يې ځای.
چاپ شوي اثار
- د سړي لار د ١٣٥٧ ل ل کال چاپ.
- ژوبڼ (ژباړه) د ١٣٦٨ ل ل کال چاپ.
- د ټوکو خورجين د ١٣٧٠ ل ل کال چاپ.
- وری څنگه لېوه شو؟ د ١٣٧٤ ل ل کال چاپ.
- بختوره پېشو، د ١٣٧٤ ل ل کال چاپ.
- دوه مخي کسان، د ١٣٧٥ ل ل کال چاپ.
- ژورې خبرې، د ١٣٧٥ ل ل کال چاپ.
- د برياليتوب لار، د ١٣٧٨ ل ل کال چاپ.
- د زړې ادې کيسې، د ١٣٨٠ ل ل کال چاپ.
- دکاڼو زړونه، د ١٣٨٠ ل ل کال چاپ.
- د ملانصرالدين کچکول، د ١٣٨١ ل ل کال چاپ.
- چلباز د ١٣٨٢ ل ل کال چاپ.
- بدمرغه ټاپو، د ١٣٨٢ ل ل کال چاپ.
- د بري راز، د ١٣٨٣ ل ل کال چاپ.
ناچاپ اثار يې
- څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه.