چنگاښ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Brachyura
چنگاښان
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
لاندي شاخه كلک څرمنې ژوې
طابقه Malacostraca
طایفه لس پښې لرونکی ژوي
لاندی طایفه Pleocyemata
infraorder چنگاښ

چنگاښان (په لاتين: Brachyura) د اوبو ژويو څخه دي چې د نړی په بېلا بېلو سمندرونو او خوږو اوبو کې ژوند کوي نوموړی ژوي لس پښې او باندینی اسکلټ لري. مخکينی پښې په لویو نوسو تبدیل شوي دي. بدن یی د نس او cephalothorax (سر او ټټر یوه لویه برخه جوړ کړي دي) څخه خوړ شوي دي د چنگاښ نارينه څوکه ور نس او ښځينه گردى نس لري. تر اوسه پورې د دي ژويو ۶۸۰۰ ډوله توصيف شوي دي. کوني کبر یا چنګاښ Crab ټول د لنډې لکۍ چنګاښونه دي په ځانګړې توګه براکیورن (brachyurans). په دیکاپوډا ډله (order Decapoda) او ارتروپوډا فیلوم (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي. براکیورن د چنګاښ کورنۍ براکیورا انفرا ډله (infraorder Brachyura) ده چې ریښتینی چنګاښ ګڼل کیږي خو له دې پرته انوموران (anomurans) شکلونه هم پکې شامل دي، انوموران د انومورا فرعي ډله (suborder Anomura) ده. انفرا ډله په ډلبندۍ کې له فرعي ډلې لاندې ډلې ته وایي. تر اوسه یې ۱۰۰۰۰ ډولونه مطالعه شوي. کوني کبر چنګاښ په سمندر، تازه اوبو کې او په ځمکه ژوند کوي. د پښو لمړۍ جوړه یې په پنسونو بدلیږي، کاراپاس یا ساتونکی کاسه یې پراخه وي. ډېر په سمندر کې ژوند کوي حتی هغه چې د ګرمو سیمو په ځمکه کې ژوند کوونکي دي سمندر ته کوزیږي او ډېری یې خپله لاروال دوره په سمندر کې تېروي.

تړلې لیکنې[سمول]

د اوبو ملخ