كلک څرمنې ژوې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Crustacea
كلک څرمنې ژوې
مملکه ژوی
څانگه بند پښه لرونکې ژوې
څېرمه څانگه كلک پو ستى ژوي

كلک څرمنې ژوې (په لاتين: Crustacea) د بند پښه لرونکو ژويو څخه یوه لویه ډله (څېرمه شاخه) ده چې په اوبو کې یا اوبو ته نږدې ژوند کوي. د هغو ژويو څخه چنگاښ، كركند، کریل، خرچنگ خاردار او شريمپ تر ټولو پېژندل شوي دي. تر اوسه پورې د دغو ژويو ۵۲ زره ډوله توصيف شوي دي.

توصيف[سمول]

هر كلک څرمنی ژوی دوه مرکبې سترگې، کرغښې، څلور انتنه (د دي انتنونو پر سر باندي کیمیايي غوږۍ پروت دی چې په اوبو کې کیمیايي توکې تحليلوي) او څو جوړې پښې لري. بدن یې د سر، ټټر یا cephalothorax نس څخه جوړ شوی دی او د كاسو یا كلکې څرمنې په مرسته پوښ شوی دی چې هر كلک څرمنې ژوې باید په خپل ژوند کې څو ځله تبدیل کړي.

د كلک څرمنو ژويو تقسیم[سمول]

كلک څرمنې ژوې په شپږو طبقو تقسیمېږي: