د اوبو ملخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

منګوله یا صدف د اوبو ملخ Clam shrimp په انګرېزۍ کې ورته (claw shrimp) نوم هم اخلي، ټول هغه چنګاښونه دي چې په کانکوستراکا ډله (order Conchostraca) او برانکیوپوډا فرعي کلاس (subclass Branchiopoda) کې ډلبندي شوي. تقریبا ۲۰۰ ډولونه لري چې د ټولې نړۍ په موقتي ډنډونو، جهیلونو، تازه اوبو کې ژوند کوي. صدف د اوبو ملخ نوم ځکه پرې اېښول شوی چې ټول بدن یې په منځ دوه کېدونکي صدف کې نغښتی. د صدف داخل کې د دې ژوي بدن ۲۸ جوړه غړي لري کوم چې د مایکروسکوپي خوړو د فلټر کولو او د حرکت (locomotion) لپاره کاروي (په هغو ډولونو کې چې لامبو وهي). نر یې لمړي دوه غړي د جنسي نزدیکت پر وخت د ښځې د رانیولو لپاره کاروي. تر ټولو غټ یې تر ۲ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. په فوسیلي یادون یا ریکارډ کې پرېمانه دي. فوسیلي نسلونه یې د سیلورین دورې ( Silurian Period) دي (له ۴۱۶ میلیونه تر ۴۴۸ میلیونه کلونو وړاندې تر منځ).

تړلې لیکنې[سمول]

چنگاښ د مالگینو اوبو ملخ