د مالگینو اوبو ملخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مالګینو اوبو ملخ Brine shrimp د ارتېمیا نسل (genus Artemia) ده، ټول هغه واړه چنګاښونه پکې شامل دي چې د انوستراکا ډله (order Anostraca) او برانکیوپوډا کلاس (class Branchiopoda) کې ډلبندي شوي. د ټولې نړۍ په هغو اوبو کې ژوند کوي چې ډېرې مالګینې وي. په ( Great Salt Lake) کې د ارتېمیا سالینا (Artemia salina) په نامه ډول ډېر زېات ده کوم چې سوداګریز ارزښت هم لري، واړه بچیان یې په اکواریمونو (aquariums) کې د کبانو لپاره د خوړو په توګه کاریږي. د مالګینو اوبو ملخ تر ۱۵ ملي متره (۰.۶ انچه) پورې اوږده شته، سر یې لاندې لور ته تاو شوی وي او لاروال نوپلیوس (nauplius) سترګې لري. خېټه یې پاڼې ته ورته غړي لري، د خېټې شکل یې استوانی اي ده. خواړه یې اساسا شین الګی ( green algae) ده کوم چې د خپلو پښو په ذریعه له اوبو څخه فلټر کوي.

تړلې لیکنې[سمول]

ملخ د اوبو ملخ کوپیپوډ چنگاښ