ملخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Caelifera
ملخان
مملکه ژوی
عمومي بڼې بند پښه لرونکی ژوي
ځانتياوي بڼې خوځندکې
سيخ وزري خوځندکې
ملخان

ملخان يا رښتياني ملخان (علمي نوم: Caelifera) د سموزروالو حشراتو یوه څېرمه طايفه (څېرمه ډله) ده. د دي ژويو ټوله طايفه ۱۳ زړه ډوله ملخه لري چې په ۸ سوپر کورنيو، ۲۸ کورنيو او ۲۴۰۰ جنسو ويشل کېږي. (د بېلگی په توگه: په منځنۍ اروپا کې ۱۰۰ ډوله ملخه ژوند کوي.) اوسني ملخان ۲۰۰ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول.

توصيف[سمول]

ملخان بوټي خوړونکي ژوې دي چې اوږدوالی یې ۷ – ۷۵ سانتيمتره وي خو ځيني ملخان چې په ځانگړي ډول په گرمو سيمو کې ژوند کوي نو اوږدوالی یې ۱۲ سانتيمترو ته رسېدلای سي. نوموړي ژوي قوي کرغښی، شين یا نسواري رنگ، دوه مرکبې سترگې اودوه لونډه آنتینه لري. رښتياني ملخان لکه ټول سموزرولو حشراتو غوندی ځانگړي ږغ (آواز) جوړوي چې فرى كوينسى (گڼوالی) یې ۳ زره – ۱۵ زره Hz وي. د اورېدلو غری یې د اېنسیفېرا د حشراتو په مقابله کې د نس په لومړنی برخه کې پروت دي. ملخان د لمرلرونکو او گرمو سيمو سره ډېر میننه لري. ملخان درې ژوندي (پراختيايي) مرحلې هگی - حوری - بالغ ملخ لري. هر حوری ۵ ژوندي مرحله لري. د ملخ ښځينه په سوری کې هگی اچوي چې د بلغم په مرسته پوښ شوي دي. د ملخانو ښځينه د نارينه څخه لوي دي. د دي حشرو په هکله معلوم دي چې په لويو سيلونو کې لېښي او د کرهڼې حبوبات (غله) خوري او ويجاړ کوي. هر سيل ۷۰۰ میلیونه - ۲ میلیارده ملخه درلودلای سي.

د ملخ ډوله ژويو طبقه بندی[سمول]

  • Tridactyloidea
  • Tetrigoidea - ملخک ډوله خوځندکې
  • Eumastacoidea
  • Pneumoroidea
  • Pyrgomorphoidea
  • Acridoidea
  • Tanaoceroidea
  • Trigonopterygoidea