اېنسیفېرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Ensifera
اېنسیفېرا
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکې ژوې
څېرمه شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
څېرمه کلاس وزر لرونکی خوځندکې
طايفه سيخ وزري خوځندکې
څېرمه طايفه اېنسیفېرا

اېنسیفېرا یا توره وړونکی ملخان (علمي نوم: Ensifera)د سموزروالو خوځندکو څخه دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. ټوله څېرمه طايفه په څو کورنيو ويشل کېږي. ددې ډول تر اوسه پورې ۸۱۰۰ ډوله ژوې پېژندل شوې دي. د بدن اوږدوالي یې ۱،۵ - ۵۰ میلیمتره دي او د وزرونو پلنوالي یې ۲۰۰ میلیمترو ته رسېدلای سي. نوموړي ژوې غوښه خوړونکي یا ټول څیز خوړونکي ژوې دي. نوموړي خوځندکې ۲۷۵ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول. په ۲۰۱۲ کال کې په چين کې د توره وړونکی ملخ یو فوسیل کشف او توصيف شو. نوموړي ملخ د Archaboilus musicus په نوم یادېږي او ۱۶۵ میلیونه کاله مخکې یې ژوند کړي وو. [۱]

توره وړونکي ملخان او ملخان[سمول]

توره وړونکي ملخان د رښتياني ملخانو په مقابله کې اوږدي انتینونه لري چې د ۵۰۰ کوچنيو برخو څخه جوړولاي سي. نومړي ژوي غوښه خوړونکي ژوي دي او مرکبې سترگې لري. د توره وړونکي ملخ ښځينه د رښتياني ملخ په مقابله کې اوږدي هگی اچونکي آله لري.

د اېنسیفېرا طبقه بندي[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. Zeuner, Fe (1939). Fosilní Orthoptera Ensifera. Londýn: Britské muzeum Natural History