ميږی ډوله چرچرک
ونگبڼه
| Myrmecophilidae ميږی ډوله چرچرک | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| شاخه | بند پښه لرونکې ژوې |
| څېرمه شاخه | شپږ پښې لرونکی ژوي |
| کلاس | خوځندکې |
| څېرمه کلاس | وزر لرونکی خوځندکې |
| طايفه | سيخ وزري خوځندکې |
| څېرمه طايفه | اېنسیفېرا |
| کورنۍ | ميږی ډوله چرچرک |
ميږی ډوله چرچرکان (علمي نوم: Myrmecophilidae) د اېنسیفېرا څخه یوه کورنۍ ده چې ۷۱ ډوله ژوې لري او په ۵ جنسو تقسیمېږي. د هغو ژويو څخه د Myrmecophilus جنس تر ټولو مشهور دی چې ۵۷ ډوله ژوې لري.
توصيف
[سمول]مېږی ډوله چرچرکان کوچنۍ ژوې دي چې اوږدوالی یې ۲ - ۱۲ میلیمتره دی. رنگ یې ژیړ یا نسواري وي. ددی ژويو هر ډول هېڅ وزرونه نه لري. نوموړې ژوې دوې سترگې، دوه اوږده انتینونه، او قوي وروستۍ پښې لري.