فلس لرونکی چرچرک
ونگبڼه
| Mogoplistidae فلس لرونکی چرچرک | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| شاخه | بند پښه لرونکې ژوې |
| څېرمه شاخه | شپږ پښې لرونکی ژوي |
| کلاس | خوځندکې |
| څېرمه کلاس | وزر لرونکی خوځندکې |
| طايفه | سيخ وزري خوځندکې |
| څېرمه طايفه | اېنسیفېرا |
| کورنۍ | فلس لرونکی چرچرک |
فلس لرونکی چرچرک (علمي نوم: Mogoplistidae) د سموزروالو حشراتو څخه یوه کورنۍ ده چې ۳۶۴ ډوله ژوي لري او په ۳۰ جنسو ويشل کېږي. نوموړي ژوي په گرمو سيمو کې ژوند کوي.
توصيف
[سمول]فلس لرونکی چرچرکان شپېيني ژوي دي چې اوږدوالی یې ۴ - ۱۳ میلیمتره دي او نسواري دنگ لري. بدن یې د کوچنيو فلوسو لخوا پوښ شوي دي. د فلس لرونکی چرچرک ښځينه هېڅ وزرونه نه لري. وروستي پښې یې قوي دي او د ټوپ وهلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. نارينه لکه ټولو سموزروالو حشراتو غوندی د ښځينو د جلبولو (جذب کولو) لپاره ځانگړي ږغ (آواز) جوړوي. که چې هم نوموړي ژوي پر ونو باندي ژوند کوي خو د دي ژوي څو ډوله پر مځکه کې هم ژوند کوي.فلس لرونکی چرچرکان ټول څېز خوړونکی ژوي دي.