سموزروالا حشرات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Orthoptera
سيخ وزري خوځندکې
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکې ژوې
څېرمه شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
څېرمه کلاس وزر لرونکی خوځندکې
طايفه سيخ وزري خوځندکې

سيخ وزري خوځندکې یا سموزروالا حشرات(تیز ملخ/سیخ وزری ملخ) (علمي نوم: Orthoptera) د وزر لرونکو خوځندکو یوه طایفه ده چې په دوو مهمو څېرمو طایفو (ډلو) (اېنسیفېرا او ملخان) او ۲۳۵ څېرمو کورنيو تقسیمېږي. د هغو خوځندکو څخه ملخ، توره وړونکی ملخ چرچرک او چورچورک (کیرړی) تر ټولو مشهور دي. د اوسنیو سموزروالو حشراتو جدونه ۲۰۰ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول. خو د کشف شويو فوسیلونو په مطابق او طبیعت پوهانو په نظر یقین دي چې لمړني ابتدايي سموزروالا حشرات ۳۰۰ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول.

توصيف[سمول]

هر سموزروالا خوځندکه استوانه اي یدن، قوي کرغشي، اوږدي او قوي وروستی پښې، دوه انتېنونه، دوه جوړه وزره او مرکبې سترگې لري. د اوریدلو غړی یې په مخکینو جوړو پښو کې پروت دي. د دي ژويو نارينه د ښځينو د جلبولو (جذب کولو) لپاره ځانگړي ږغ (آواز) جوړوي چې ۵۰۰ Hz ته رسېدلاي سي. سموزروالا خوځندکې غوښه خوړونکی، بوټي خوړونکی یا ټول څیز خوړونکی ژوي دي.


د سموزروالو حشراتو طبقه بندي[سمول]