Jump to content

محمد خواجه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د محمد خواجه قوم هزاره ګان

محمد خواجه هزاره ( دری : خواجه محمد هزاره ) د هزاره توکمونو یو له لویو قومونو څخه دی چي له آره د افغانستان له غزني ولایت سره اړه لري.

امیر محمد خواجه د ترک برلاس ټبر سره اړه درلوده. د هغه پلرنئ ټاټوبۍ کیش ، ترکستان یا اوسنئ ازبکستان وو. امير محمد خواجه د امير حاجي سيف الدين [۱] زوی وو چي په لومړيو کي د تيمور وزير او وروسته د افغانستان د قندهار والي سو. د نوموړي نيکه حاجي بيګ برلاس د برلاس قوم هغه مشر وو، چي په سویلي چغتاي خانې کي يې قرعون عبدالله له واکه لري کړ.

امير ، خان ، ميرزا ، بيګ ، شاه ، غازي او سلطان تر اوسه پوري د هغه د ټبرونو او اولادونو لقبونه ګڼل کیږي.

امیر محمد خواجه د بابر د لښکر مشرتوب په غاړه درلود، او د "خواجه بزرګ" (لوی خواجه ) په نوم مشهوره وو. د هغه نومونه د بابرناما په ګډون په ډیرو تاریخي لیکونو کي راغلي دي.

امیر خواجه یو لوی لیکوال او خطاط هم وو، او دا ځانګړنه د هغه د اولادونو لخوا هم په بېلابیلو دورو کي ښودل سوې ده لکه فیض محمد کاتب چي له ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۱۹ پورې یې د حبیب الله خان د سکرتر او د افغانستان د دربار د تاریخ لیکونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. [۲]

څیړني ښیي چي امیر خواجه د پکتیا په مرکز ښرنه کي اوسېدی او ډېر اولادونه یې له هغه ځایه د هېواد نورو سیمو ته کډه سوي دي. امیر محمد خواجه په ۱۵۹۹ کال کي د پکتیا په ښرنه کي وفات او هلته ښخ سو.

نوموړي درې زامن درلودل چي نومونه يې امير ولي، امير بابوک او امير بهلول وه.

  1. Page 478, Book III, The History of Timur-Bec, by Sharaf al-din Ali Yazdi
  2. Kitab-e Tadakkor-e Enqilab, Translation: Shkirando as "Kniga Upominanii o Myatezhe" Moscow, 1988. p. 20