منځپانگې ته ورتلل

فلسطين اسلامي جهاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فلسطين اسلامي جهاد
حركة الجهاد الإسلامي في فلسطين (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اړين مالومات
مهمې پېښې
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه

فلسطين اسلامي غورځنګ عربي ژبه: حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین د فلسطین یو سیاسي او نظامي سازمان دی چې د سید روح الله خمیني د افکارو پر بنسټ جوړ شوی دی. د دې سازمان هدف د وسله والې مبارزې له لارې د اسراییلو له منځه وړل او د فلسطین په نوم د اسلامي دولت په نوم یو هېواد جوړول دي. دا سازمان د اروپايي ټولنې ، [۱] برېتانیا ، جاپان ، امریکا ، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا د ترهګرو په ډله کې شمېرل شوی دی.

اسلامي جهاد د فلسطین یو له مشهورو پوځي ډلو څخه دی او نوم یې اکثرا د اسراییل او فلسطین په نظامي جګړو کې اورېدل کیږي. په هرصورت، دا یو نسبتا کوچنی او محدود سازمان ګڼل کیږي. [۲]

فلسطين اسلامي جهاد غورځنګ د خپل ژوند په اوږدو کې له اسرائیلو سره له جوړجاړي ډډه وکړه، چې له همدې امله لوېدیځوال دا د فلسطین له سخت دریځو ډلو څخه ګڼي. دا سازمان د فلسطین اداره په رسمیت نه پېژني او د هغه منحل کېدل غواړي. [۳]

زیاد نخاله د دې غورځنګ اوسنی عمومي منشي دی چې له رمضان عبدالله صالح وروسته دغه مقام ته وټاکل شو. [۴]

تاریخ

[سمول]

د فلسطین اسلامي جهاد د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې په مصر کې د درېوو فلسطیني محصلینو لخوا؛ فتحي شقاقي ، عبدالعزیز عوده او بشیر موسی د مصر د اسلامي جهاد د یوې برخې په توګه جوړ شول. که څه هم دوی سنيان وو، دوی د ایران د اسلامي انقلاب لخوا خورا اغېزمن شوي، کوم چې د یو دیوکراټیک حکومت د جوړولو لامل شو. [۲] څه موده وروسته په فلسطين کې د اسلامي جهاد فعاليتونه په مصر کې له اسلامي جهاد څخه په خپلواکه توګه پيل شول او د ۲۰۰۰ کال په جون کې په مصر کې اسلامي جهاد له القاعدې سره په اتحاد کې د القاعدې الجهاد په نوم يو سازمان جوړ کړ. [۵]

پوځي فعالیتونه

[سمول]

اسلامي جهاد وسله واله مبارزه د اسراييلو د بشپړې تباهۍ، په فلسطين کې د اسلامي دولت د جوړېدو او په ټولنه کې د اسلامي احکامو د پلي کولو لپاره يوه سياسي تګلاره ګڼي.

د اسلامي جهاد عملیات چریکي جنګونو ته ورته دي او ځان په ځانګړو نظامي او سیمه يیزو اهدافو پورې نه محدودوي. د دې سازمان تنظیمي جوړښت هم د چریکي جګړې د جوړښت په څېر له ۴ يا پنځه تنو يو ډلګی لري. [۶]

د دغه سازمان پوځي څانګه د قدس کنډک په نوم یادیږي. دوی د اسراییلو په وړاندې د ډېری بریدونو مسولیت په غاړه لري، له هغې جملې د ځانمرګو بريدونو او په اسراییلي ښارونو کې د قدس راکټونو ډزې چې ډېر وګړي یې وژلي او د ۲۰۰۸ په دېسمبر کې په غزې باندې د اسراییلو د برید اصلي لامل و. ځکه چې دا راکټونه په عمده توګه د غزې له تړانګې څخه توغول شوي چې د ۲۰۰۷ کال د جون په میاشت کې د غزې تر جګړې وروسته د حماس بشپړ کنټرول کې دی.

د اسرائیلي پوځ سره نښتې

[سمول]
د اسلامي جهاد له خوا د راکټ د چاودنې لوګي، ۲۰۰۸

د الاقصی انتفاضې له پیل وروسته د اسلامي جهاد تر ټولو مهم عملیات:

  1. د ۲۰۰۲ کال په جون میاشت کې پر یوه اسرائیلي بس برید چې ۱۷ کسان یې ووژل.
  2. د ۲۰۰۲ کال په نومبر میاشت کې په هیبرون کې پر يهود مېشتو سيمو او پوځیانو یو ناڅاپي برید چې ۱۴ کسان یې ووژل.
  3. د ۲۰۰۹ کال د اپریل په دوهمه د بیت عین په یهود میشته سيمه کې د یوه ۱۳ کلن تنکي ځوان وژل او د یوه ۷ کلن اسراییلي ماشوم ټپي کیدل. [۷] [۸] [۹]
  4. د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې اسلامي جهاد د اسرائیلو په جنوب کې پراخ راکټي بریدونه تنظیم کړل او په څو ورځو کې یې تر ۱۲۰ زیات راکټونه پر اسرائیلو وویشتل چې یوازې یو کس یې ټپي کړ. [۱۰]
  5. د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د غزې له تړانګې څخه د ماښام په ساعتونو کې دوه راکټونه توغول شوي چې د فلسطین د اسلامي جهاد تنظیم د دغو راکټي بریدونو مسولیت په غاړه درلود. [۱۱]
  6. د غزې په تړانګه د اسرائيلو په توغندويي حملې کښې د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې پوځي قومندان بها ابوالعطا او په دمشق کښې د لبنان سفارت ته نزدې د اسرائيلو په هوايي حمله کښې د دغې ډلې يو لوړپوړی غړی اکرم اجوري هم ووژل شو د اسلامي جهاد د قدس لوا د قوماندان اکرم الاجوري د وژلو هدف و، خو په دغه برید کې د اکرم اجوري پر ځای د هغه زوی معاذ ووژل شو. [۱۲]

باورونه او پالیسۍ

[سمول]
زیاد نخاله (د فلسطین د اسلامی جهاد عمومي منشي) او ورسره ملګری پلاوی د ۲۰۱۷ میلادی کال د جنورۍ په ۱۰ نیټه د ایران له رهبر سید علی خامنه ای سره وکتل. [۱۳]

د فلسطیني ډلو په منځ کې اسلامي جهاد حماس ته تر ټولو نږدې دی. دوی دواړه اسلامپاله دي، دواړه د اسرائیلو وجود نه پېژني او د له منځه وړلو لپاره یې جګړه کوي. دوی د اسرائیلو پر ضد ګډ پوځي عملیات کړي دي. دواړه په مصر کې د اخوان المسلمین غورځنګ پر مهال رامنځ ته شوي او دواړه د ایران له مالي او سیاسي ملاتړه برخمن دي. [۲] په هرصورت، د حماس برعکس، دوی تر اوسه د فلسطیني ادارې په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې. او دوی ډیر سیاسي او ټولنیز فعالیتونه نلري.

اسلامي جهاد د اوسلو د تړون سخت مخالف دی او د سولې د خبرو د شنډولو لپاره یې په نتنیا او تل ابیب کې د ۱۹۹۵ کال په جنورۍ او مارچ کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې په ترتیب سره ۱۹ او ۱۳ کسان ووژل. [۲]

د اسراییلو حکومت دا ډله په مستقیمه توګه د ایران د اسلامي جمهوریت تر څارنې لاندې ګڼي. په ۲۰۱۰ کال کې د اسرایلو پوځ د مدیترانې په اوبو کې د ویکټوریا کښتۍ ودروله او ادعا یې وکړه چې لسګونه ټنه پوځي کارګو چې په کې له ځمکې څخه سمندري راکټونه هم شامل دي، د قدس ځواک له خوا په غزه کې د اسلامي جهاد ځواکونو ته لیږدول کیږي. د ۲۰۱۲ کال د مارچ په میاشت کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اسلامي جهاد «په بشپړ ډول د ایراني سازمان» په توګه بیان کړ او ویې ویل چې «د ایران اسلامي جمهوریت د دې سازمان مالک او بنسټ ایښودونکی دی...او له ایران څخه روزنه او لوژیستیکي مرستې او وسلې تر لاسه کوي.» [۱۰]

سرچینې

[سمول]
  1. http://eur-lex.europa.eu/LexUriServ/site/en/oj/2005/l_340/l_34020051223en00640066.pdf
  2. 1 2 3 4 Who are Islamic Jihad, BBC News
  3. "جهاد اسلامی فلسطین خواستار انحلال تشکیلات خودگردان و تشکیل دولت مقاومت شد، خبرگزاری قدس، ۲۷ دی ۸۷". خوندي شوی له the original on 2024-12-26. ترلاسه‌کېدو نېټه 2024-10-02.
  4. {{cite web}}: Empty citation (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  5. "The Man Behind Bin Laden". {{cite web}}: Missing or empty |url= (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  6. {{cite web}}: Empty citation (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  7. یک فلسطینی یک پسر بچه اسرائیلی را با تبر کشت Error in webarchive template: Check |url= value. Empty. (رادیو فردا)
  8. Teen killed in West Bank terror attack (Yedioth Ahronoth)
  9. قتل نوجوان ۱۳ ساله اسرائیلی، حلقه دیگری از ترور فلسطینی (وزارت امور خارجه اسرائیل)
  10. 1 2 نتانیاهو: ایران فلسطینی‌ها را به پرتاب راکت به اسرائیل تشویق می‌کند رادیو فردا، ۲۴ اسفند ۱۳۹۰
  11. {{cite web}}: Empty citation (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  12. {{cite web}}: Empty citation (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  13. {{cite web}}: Empty citation (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)